مقالې

CRITO کریتون

 صحنه: سقراط په زندان کې

سقراط – کریتونه په دی سهار کې څرنګه راغلی یې؟ ډېر دوخته نه دی څه؟

کریتون- رښتیا هم داسې ده .

سقراط- وخت څه دی؟

کریتون- د سهار رڼا په خپرېدو ده.

سقراط – زه تعجب کوم چې تاته بندیوان څرنګ د در ننوتو اجازه درکړې. کریتون- بندیوان ما پېژني، ځکه چې زه همېشه دلته راځم. برسېره په دی زه ورته کله کله بخششونه هم ورکوم.

سقراط- وګوره، ته هم دا اوس راغلې؟

کریتون- نه،څه وخت کېږي چې راغلی یم.

سقراط- نو ولې چپ ناست وې او هېڅ دې نه ویلې- او اوس دې نا څاپه راویښ کړم؟

کریتون- رښتیا هم سقراطه، کاشکی زه په دې دومره غم اوبې خوبۍ مبتلا نه وای! ما تعجب ستا د آرم خوب تماشا کوله. همدا دلیل و چې ته مې راویښ نه کړې او غوښتل مې چې بې غمه خوب وکړې. زما تل داعقیده وه چې ته یو آرام خوی لرې او خوش بخت انسان یې. مګر ما په خپل عمر کې ستا په شان څوک نه ولیدلی چې داسې یولوی مصیبت په اسانۍ او پراخ تندي قبول کړي.

سقراط- کریتونه دا څه وایې؟ یو سړی چې زما عمر ته را رسېږی نو باید له مرګ څخه دومره و نه بېرېږي؟

کریتون- مګر عمر خود نورو زړو اشخاصو په بېره کوم تاثیر نه لري.

سقراط- دا ممکنه ده. مګر تا و نه ویل چې دومره د وخته ولې راغلی یې؟

کریتون- زه راغلی یم چې تاته یو ډېر درد ناک او غم انګیز پیغام در کړم. دا پیغام یوازی ستا د پاره دردناک نه دی، بلکې ستا د ټولو دوستانو د پاره او مخصوصاً زما د پاره هم درد ناک دی.

سقراط- ښه-! ګومان کوم هغه کښتۍ چې زما د مرګ حکم یې راوړی، له دلوس څخه رارسېدلې ده؟

کریتون- نه، کښتۍ خو لا نه ده را رسېدلې. مګر څرنګه چې سړی د سنیوم څخه راغلی دی وایی چې کښتۍ هلته رسېدلې ده، نو په دې شان ډېر امکان لري چې نن دلته را ورسېږي. نو که داسې وي، سبا ورځ به ستا د ژوند آخره ورځ وي.

سقراط- ډېر ښه، که د خدای اراده په دې شان وي، زه تسلیم یم. مګر زه په دې عقیده یم چې د کښتۍ په راتلوکې به یوه ورځ تاخیر راشي.

کریتون- په څه دلیل

سقراط- زه خو باید د کښتۍ له را رسېدو څخه یوه ورځ وروسته مړ شم او کښتۍ نن نه شي رارسېدی. داځکه وایم چې بیګاه شپه او یا همد اوس چې تا له خو به را ویښ کړم، ما خوب ولید او فکر کوم. چې په تعبیر کې یې هېڅ شک نه شي کېدی.

کریتون- ….. مګر زما ګرانه سقراطه اجازه راکړه چې یو کرت بیا د تا څخه هیله وکړم چې زما نصیحت قبول کړېاو له زندان څخه وتښتې. ځکه، که ته مړ شې. له یو طرفه به زما له لاسه یو داسې دوست و وځې چې ځای به یې تل خالي وي او له بلې خوا، هغه خلک چې ما او تاپېژني، ګومان کوې چې زه تا د پیسو په زور له زندان څخه خلاصولی شم، خو زه دې مساُلې ته توجه نه کوم. آیا له دې څخه بله بده خبره شته چې خلک ګومان وکړي چې زه په ثروت مئین یم او دوستۍ ته ارزښت نه ورکوم؟ ځکه، عوام به هېڅکله باور و نه کړي چې زه ستا په خلاصېدو کې خپل ټول کوښښ کوم، مګر ته زما خبره نه منې.

سقراط- مګر زما ګرانه کریتونه- مونږ ولې باید دعوامو عقیدې ته دومره اهمیت ورکړو؟ هغه پوه خلک چې عقیده یې ارزښت لري او د اهمیت وړ دي، خبر به شي چې حقیقت څرنګه و.

کریتون- مګر سقراط، ته یې پخپله وینې او ستا مساْله د دې د پاره ښه مثال دی چې د عوامو عقیدې ته باید په اهمیت قائل شو. ځکه عوام چې چاته په بده عقیده شي، ډېر لوی ضررونه ورته رسولی شي.

سقراط- کریتونه! کاشکې عوامو رښتیا هم له چا سره بد کولی شوای، ځکه چې په دی صورت دوی به ډېر ښه هم کولی شوای او دا به ښه کار وای. مګر حقیقت دا دی چې عوام نه له چا سره ښه کولی شي او نه بد. دوی نه څوک د عقل خاوندان کولی شی او نه یې بې عقله کولی شی. د دوی ټول کار د تصادف نتیجه ده.

کریتون- په دې خبره کې به در سره جنجال نه کوم. مګر دا راته ووایه چې ته خو دا کار زما یا د خپلو نورو دوستانو له لحاظه نه کوې. یعنی ستا سره خو به دا فکر نه وی چې که ته له زندان څخه وتښتی، نو مونږ به په مشکلاتو اخته شو. ستا د پټولو په جرم به مجرم شو او خپله هستي او دا رایي به له لاسه ورکړو؟ که ستا سره دا ملاحظه وي، نو دومره زړه مه وهه. ځکه، د دې د پاره چې تا له زندان څخه خلاص کړو، مونږ باید ډېر خطرونه په ذمه واخلو. پر دې باندې یقین ولره او هیله در څخه کوم چې زما خبره واوره.

سقراط- رښتیا چې زما سره دا ملاحظه هم شته، مګر زما سره نور دلایل هم موجود دي.

کریتون- بېرېږه مه، داسې اشخاص شته چې تیار دي، په هر قیمت تا له زندان څخه را وباسي او ته به ملتفت شوی یې چې پیره داران دومره درنې تقاضاګانې نه لري، په لږو پیسو به قانع شي. زما ټوله دارایي چې بې شانه زیاته ده، ستا په لاس کې ده او که ستا وجدان تاته دا اجازه نه در کوي چې زما ثروت ولګوي، نور ډېر اجنبیان شته چې خپل مال ستا څخه قربانوي… نو زما واوره اوپه خپله تېښته کې تردد مه کوه….. یوازې خو په آتن کې خلک ستا قدر نه کوي- بلکې ته که هر ځای ته لاړشې، خلک به ستا احترام کوي. که ته خپل ځان له مرګ څخه خلاص نه کړې، نو ته به له خپل ژوند سره خیانت وکړې او په دې حصه کې ته حق په جانب نه یې. ته د خپلو دښمنانو لوبه قبلوې او له خپل اولاد سره خیانت کوې. ته باید هغوی وروزې او تربیه یې کړې. حال دا چې ته ترې ځې او هغوی د تصادفاتو په لاس سپارې، زما په فکر تا اسانه لاره غوره کړې، نه د سختۍ او نارینتوب لار… سقراط، ته خپل تصمیم ونیسه، د غور کولو د پاره وخت نه دی پاتې- دا کار باید همدا نن شپه و شي، ځکه هر څومره چې ناوخته کېږي، ستا خلاصول غیر ممکن کېږي، لهذا سقراطه زه ستا څخه جدی هیله کوم چې زما په خبرو قانع شه او څه چې زه وایم هغه وکړه.

سقراط- ګرانه کریتونه، ستا، تاوده احساسات د قدر وړ دي، خو په دې شرط که خطا نه وي، مګر که خطا وي، نو هر څومره چې ستا احساسات شدید وۍ، هغو مره به یې بدي او ضرر هم زیات وي، لهذا مونږ باید فکر وکړو چې دا کار د کولو دی او که نه. ځکه زه دیو داسې طبیعت خاوند یم چې غیر د عقل له لارښو دنې څخه بله لارښودنه نه منم….. اوس چې په ما دا مصیبت راغلی دی، زه نه شم کولای چې له خپلو دلایلو څخه سترګې پټې کړم، یعنی له هغو مبادیو څخه صرف نظر وکړم، د کومو چې ما تر اوسه احترام کړی، اوس یې هم احترام کوم، یا به دا وي چې مونږ همدا اوس نور ښه پرنسیپونه او ښه دلایل پیدا کړی شو او که نه زه یقین لرم چې ستا سره موافقه نه شم کولای. که څه هم دعوامو قدرت مونږ نور هم په زندان کې واچوي، ما لونه موضبطوي، مونږ مړه کوي او د کوچنیانو په شان مو وبېروي. مګر اوس ښه ګورو چې ددې سوال د غور د پاره کومه لاره بهتره ده؟ آیا زه باید ستا هغه پخواني استدلال ته رجوع و کړم چې تا د خلکو د عقاید و په باره کې کاوه؟ تا به ویل د ځینو خلکو عقاید د توجه وړ دي او د ځینو خلکو عقاید نه دي. اوس دا وایه آیا زما له محکومیت څخه پخوا چې مونږ کوم استدلال کاوه، په هغه کې مونږ حق په جانب ووا و اوس هغه استدلال خپل حقیقت له لاسه ورکړی او تشې خبرې ترې جوړې شوې دي – یعنې په واقعیت کې یو بیهوده مشغولیت دی؟ کریتونه! زه غواړم چې همدا موضوع ستا په کومک تر غور لاندې ونیسم او معلومه کړم چې آیا په اوسني حالت کې هغه استدلال ظاهراً کوم تغییر کړی دی او که نه……زما په عقیده څرنګ چې ما پخوا ویل، صلاحیت لرونکي اشخاص داسې استدلال کوی: چې د ځینو اشخاصو عقاید د احترام وړ دي او د ځینو عقاید د احترام وړ نه دي. ته پخپله کریتونه چې یو بې طرف سړی یې او سبا مرې هم نه، یعنی اقلاٌ ستا د مرګ انساني امکانات هم نه شته، لهذا دا خطر هم نه شته چې ستا موقعیت تا په غلطه لاربوځي، ته راته و وایه چې زما دا خبره صحیحه وه که غلطه چې ځینی نظریات او یوازې د ځینو اشخاصو نظریات ارزښت لري او د نورو اشخاصو نظریاتو ته په ارزښت نه شو قائلیدای، ستا نه تپوس کوم چې زما دا خبره صحیح وه که غلطه؟

کریتون- صحیح

سقراط- ایا ښوته باید په ښه نظر وګورو او بدو ته په بد؟

کریتون – هو.

سقراط- د هوښیارانو نظریې ښې او د کم عقلو نظریې بدې دي او که نه؟

کریتون- همد شان ده.

سقراط- او په یوه موضوع کې مونږ څه ویلی وو؟ مونږ څه ویل چې د جمناستیک زده کوونکی باید د هر چا انتقاد او تمجید، د هر چا نظریو ته غوږ کیږدي او یا داچې یوازې د یو سړی یعنی د جمناستیک د ښوونکي د نظریا تو پر اساس و چلېږي؟

کریتون- هو یوازې د یو سړي.

سقراط- او دا زده کوونکي باید یوازي د یو شخص انتقاد څخه و بېرېږی او تمجید ته یې هر کلی و وایي او نه د نورو خلکو…؟

کریتون- دا ښکاره خبره ده.

سقراط- او دی باید خپل ژوند مشق او تمرین، خوراک او څښاک د خپل هغه ښوونکي له هدایت سره سم وکړي چې پوهه لري، نه د عوامو له عقیدې سره سم؟

کریتون- صحیح.

سقراط- اوکه دې دخپل ښوونکي له نظریاتو او نصایحو څخه نا فرماني وکړي او اهمیت ورنه کړي او د عوامو عقیدې ته چې پوهه نه لري، په ارزښت قائل شي، نو بد کار به یې کړی وي او که نه؟

کریتون- هو رښتیا بد کار به یې کړی وي.

سقراط- دا بد کار به چې وي او د نافرمانه شخص په څه شي به صدمه وارده کړي؟

کریتون- طباً دا صدمه به یې بدن ته متوجه وي. د دې بد کار نتیجه به د جسم بربادي وي.

سقراط- ډېره ښه، ایا دا استدلال په نورو ډېرو مواردو کې حقیقت نه لري؟

مونږ مجبور نه یو چې هره موضوع ځانله ځانله را واخلو. مثلاً عدالت او بې عدالتي، عقل او بې عقلي. ښه او بد چې زمونږ د اوسني بحث موضوع ګانې دي، ایا په دې باره کې مونږ باید د عوامو د نظریاتو پیروي وکړو او یا دا چې یوازې د یو داسې شخص عقیدی ته په ارزښت قانع شو چې پوهه لري او باید داسې ونه کړو، نو مونږ به په خپل ځان کې د هغه پرنسیپ بنیاد خراب کړو چې د عدالت په وسیله کمال ته رسېږي او بې عدالتي ورته صد مه رسوي. دا وایه چې آیا داسې پرنسیپ په مونږ کې شته او که نه؟

کریتون- هو سقراطه، داسی یو پرنسیپ شته.

سقراط- یو بل مثال: که څوک د هغو خلکو نصیحت واوري چې پوهه نه لري او هغه څه چې د صحت په وسیله کمال ته رسیدی شي او د مرض په وسیله صدمه مومي، یعنی جسم، خراب شي، نو زه وایم چې ژوند به هېڅ ارزښت و نه لري.

کریتون- همداسې ده.

سقراط- آیا مونږ د یو خراب او نقصاني جسم سره ژوند کولی شو.

کریتون- نه هېڅکله.

سقراط- او که د دې انسان هغه عالی برخه چې د عدالت په وسیله کمال ته رسېږي او بې عدالتي ورته صدمه رسوي، نقصاني شي، نو ژوند به څه ارزښت ولري؟ آیا دا اساس قبلولی شو چې په انسان کې هغه څه چې له عدالت او بې عدالتۍ سره سروکار لري. مرتبه یې له جسمه څخه ټيټه ده؟

کریتون- نه هېڅکله.

سقراط- درجه یې نوره هم پسې عالی ده او که نه؟

کریتون- ډېره عالی ده.

سقراط- نو زما اشنا، مونږ باید دې ته اهمیت ورنه کړو چې عوام زمونږ په باره کې څه وایي څه نه وایي. بلکې د هغه چا وینا ته ارزښت ور کړو چې په عدالت او بې عدالتۍ باندې پوهه ولري او حقیقت وایي. فلهذا ستا دا خبره غلطه ده چې د عدالت اوبې عدالتۍ، ښه او بد، احترام او بې احترامۍ په باره کې مونږ باید د عوامو عقیدې ته اهمیت ورکړو. ښه، یو څوک به ووایي: عوام مونږ وژلی شي.

کریتون- ښکاره ځواب به همدا وي.

سقراط- دا رښتیا ده. مګر بیا هم په ډېر تعجب سره باید ووایم چې زما په فکر هغه زوړ استدلال لا اوس هم په یو پوخ تهداب ولاړ دی. زه غواړم چې پوه شم چې ایا زه دا تایید د یوې بلې کیسې په باره کې کولی شم او که نه؟ هغه قضیه داده: یوازې ژوند ته نه بلکې ښه ژوند ته باید عالی ارزښت ور کړی شي؟

کریتون- هو. دا تایید هم په ځای دی.

سقراط- او د ښه ژوند معادل یو عادلانه او محترم ژوند دی. دا خبره هم په ځای ده او که نه؟

کریتون- هو دا هم پر ځای ده.

سقراط- نو د دې استدلال په بنا زه اوس ستا سره بحث کول غواړم چې ما ته ښایي چې د آتن د خلکو د اجازې په خلاف دتېښتې کوښښ و کوم؟ که د اښکاره ثابته شوه چې په تېښته کې حق زما په جانب دی، نو دتېښتې کوښښ به وکړم او که ثابته نه شوه، نو زه باید له دې کوښښ څخه لاس واخلم….. اوس به دواړه پر دې موضوع بحث وکړو. که کولای شې، زما د خبرو تر دید وکړه او ما قانع کړه او که نه، خپله خبره نوره تکرارنه کړې چې زه باید د آتن د خلکو د خواهش په ضد وتښتم. ځکه، زما پخپله ډېره آرزو ده چې ما قانع کړی شې، مګر زما د خپل صحیح قضاوت په ضد اوس ستا څخه خواهش کوم چې زما په لومړۍ قضیه فکر وکړه او چې دې له وسه کېږي ښه ځواب را کړه.

کریتون- زه به خپله وسه کوم.

سقراط- آیا مونږ ویلی شو چې مونږ هېڅکله قصداً اشتباه نه کوو او یا دا چې له یوې نقطه نظره مونږ باید اشتباه وکړو او له بلې نقطه نظره مونږ باید اشتباه و نه کړو او یا دا چې اشتباه کول همېشه بد او نا مناسبه کار دی. څرنګ چې ما پخوا وویل او مونږ پرې تصدیق وکړ؟ آیا په هغه څه چې مونږ څو ورځی پخوا تصدیق کړی دی، باید اوس ترې انکار وکړو؟ مونږ و تا سې خپل ټول عمر په جدی بحثونو تېر کړي دي. زمونږ جدیت هم دومره و چې بالاخر مونږ کشف کړه چې مونږ له کوچنیانو څخه هم ضعیف یو؟ او یا به دا وي چې مونږ په خپل یقین باندی ثابت پاتې شو. د عوامو عقیده هر څه چې وي وي به، که نتیجه یې بده وي که ښه، حقیقت هغه څه دی چې مونږ پرې تصدیق کړی دی او بې عدالتي همېشه بد کار دی، که څوک بې عدالتي کوي، بې شرافتي کوي؟ آیا مونږ د دی خبرې تایید کولی شو او که نه؟

کریتون- هو.

سقراط- لهذا مونږ باید هېڅ اشتباه ونکړو؟

کریتون- رښتیا هم باید ویې نه کړو.

سقراط-څوک چې مونږ ته صدمه رسوي، باید په مقابل کې صدمه ور ونه رسو، لکه چې عوام فکر کوي؟ مونږ هیچا ته باید صدمه و نه رسوو؟

کریتون- ښکاره ده چې باید ویې نه رسوو.

سقراط- کریتونه یو کرت بیا تپوس کوم، آیا مونږ کولی شو چې بد وکړو؟

کریتون- یقین دی چې نه.

سقراط- د بدو په مقابل کې بد کول چې د عوامو په اخلاقو کې شامل دي، ته ورته څه وایې؟ دا صحیح کار دی که غلط؟

کریتون- صحیح نه دی.

سقراط- ځکه چې بد کول صدمه رسول دي.

کریتون- بالکل حقیقت دی.

سقراط- لهذا مونږ باید له چا سره د بدو په مقابل کې بد و نه کړو، که څه هم ډېر بد یې مونږ سره کړي وي. مګر کریتونه دا راته ووایه چې ته جدي ګړېږې او که نه؟ ځکه چې عوامو هېڅکله دا نظریه نه ده وړاندې کړې او هېڅکله به یې وړاندې نه کړي… آیا دا زمونږ د استدلال اساس کېدی شي؟ او یا دا چې ته یې نه منې او ردوې یې، نو زه به د خپل استدلال په راتلونکې نکته پیل وکړم.

کریتون- نه مخکې تلی شې، زما په عقیده کې تغییر نه دی راغلی.

سقراط- ښه نو زه به دا بله نکته را واخلم. مونږ کولی شو چې دې نکتې ته د سوال شکل ورکړو:آیا یو شخص باید هغه څه وکړي چې ورته صحیح ښکاري اویا دا چې له صحت څخه سترګې پټې کړي؟

کریتون- دی باید هغه څه وکړي چې په فکریې صحیح وي.

سقراط- مګر که دا حقیقت وي، نو تطبیق به یې څه وي؟ مثلاُ د آتن د خلکو د ارا دې پر ضد، له زندان څخه وتل، آیا په دې کار کې څه غلطي نه شته؟ آیا زه له هغو اساسونو څخه سترګې نه پټوم چې مونږ دعادلانه اساسونو په حیث منلي دي؟ ته څه وایې؟

کریتون- زه څه نه شم ویلای. ځکه چې زه نه پوهېږم.

سقراط- ښه نو مونږ به ددې موضوع په یوه بله خوا غور وکړو: فرض کړه چې زه دا لوبه و لوبوم او دغله په شان و تښتم او قوانین او حکومت داسې زما څخه تپوس وکړي او ووایي: سقراطه! ووایه دا څه کوې؟ آیا ته غواړې چې مونږ- یعنی قوانین او ټول دولت تر کومه حده چې تا پورې اړه لري، په خپل یو عمل نسکور کړې؟ ایا ته ګومان کوې چې داسې یو دولت په کوم کې چې قوانین هېڅ تاثیر و نه لري، بر قرار پاتې کېدی شې؟ کریتونه، داسې تپوسونو ته به زمونږ ځواب څه وي؟ مونږ په ځواب کې ویلی شو: هو، مګر دولت او قوانینو مونږ ته صدمه رسولې ده. او پر مونږ یې ظالمانه حکم صادر کړی دی. فرض کړه چې زه دا وایم؟

کریتون- ډېر ښه سقراطه.

سقراط- قانون به داسې ووایي: آیا زمونږ موافقه ستا سره داسې ده او یا داسې ده چې ته باید د دولتي احکامو سره سم وچلېږې؟ او که زه د هغوی له دې خبرو څخه تعجب وکړم، قوانین به شاید دا هم ثابته کړي او وبه وایي.

سقراطه، تعجب مه کوه،ځواب وایه ستا خپل عادت خو سوالونه کول دي او ځوابونه ویل هم. ووایه چې ته له مونږ څخه څه شکایت لرې چې تاته زمونږ او د دولت د بربادولو حق در کوي؟ ټولو څخه لومړی آیا ته مونږ دې دنیا ته نه یې راوستلی؟ ستا پلار ستا مور سره زمونږ کومک نکاح و تړله او ته پیدا شوې. وایه! ایا ته له هغو قوانینو سره چې پر نکاح باندې قواعد ږدي څه مخالفت لري؟ زه به ځواب ورکړم: نه هېڅ مخالفت نه لرم. قوانین به بیا تپوس وکړي: آیا له هغو قوانینو سره چې د اطفالو د تر بیې او روزنې په باره کې قواعد وضح کوي، کوم مخالفت لري؟ هغه قوانین په کومو کې چې ته رالوی شوی یې؟ هغو قوانینو چې دا مسُولیت یې په غاړه دي، آیا حق یې نه درلود چې ستا پلار مجبور کړي چې په تا د جمناستیک او موسېقۍ مشق وکړي؟ زه به په ځواب کې ووایم: حق، قوانین به ووایي: ښه نو څرنګه چې ته دنیا ته زمونږ په وسیله راغلی یې، تربیه او تغذیه شوی هم زمونږ په وسیله یې، آیا انکار کولی شې چې ته زمونږ اولاد زمونږ غلام نه یې، لکه چې ستا څخه پخوا ستا پلرونه او نیکو نه وو؟ او که دا رښتیا وي، نو ته زمونږ سره مساویانه رابطه نه ساتې- نو په دی ډول ته ځانته دا حق نه شي قایلېدای چې زمونږ سره هغه رویه وکړې چې مونږ یې ستا سره کوو، که ته د خپل پلار او یا خپل استاد له لاسه وهل ټکول اوبل کوم ضرر ووینې، ایا ته حق لرې چې هغوی ووهې، ویې ټکوې او یا بل کوم ضرر ورته و رسوې؟ ته دانه شې ویلای.که مونږ فکر وکړو چې ستا په محو کولو کې زمونږ خیر دی، آیا ته کوم حق لرې چې متقابلاً مونږ او خپل وطن خراب کړې؟ آیا ته به د حقیقي فضائلو منبع ته په جراات وویلی شې چې حق ستا په طرف دی؟

آیا ستا په شان فیلسوف دانکته لاکشف کړې نه ده چې زمونږ وطن له هر څه نه زیات ارزښت لري او د تقدس مقام یې د پلار،مور او نیکو نو څخه هم لوړ دی؟

او که وطن مونږ ته جزاء راکړې، که بندي کول وي، که ټکول وي، باید د جزاء تحمل په چپه خوله وکړو. که وطن مونږ د ټپي کېدو او د مرګ د پاره د جنګ میدان ته استوي، هلته به ځو. ځکه چې حق د وطن په طرف دی. هیڅوک بغاوت نه شي کولی، په شا تللی نه شي، خپل کتار پریښو دی نه شي. بلکې که د جنګ په میدان کې وي او که د عدالت په دربار کې، مونږ باید هغه څه وکړو چې زمونږ د ښار قوانین او زمونږ د وطن امر وي او یا به دا وي چې قوانین او وطن قانع کړی شو او د هغو عقیده د عدالت په باره کې بدله کړو او که نه مونږ د خپل پلار او مور او مور په مقابل کې له شدت څخه کار نه شو اخستلی. دا کار خو د وطن په مقابل کې هېڅ نه شو کولای. کریتونه! دې خبرو ته مونږ څه ځواب ورکولی شو؟ ستا په ګومان قوانین رښتیا خبرې نه کوي؟

کریتون- زه ګومان کوم چې رښتیا وایي:.

سقراط- قوانین به بیا ووایي: سقراط ! اوس په دی خبره غور وکړه. آیا دا رښتیا ده که نه چې ستا تېښته د قوانینو په مقابل کې حرام دی، خطا ده؟ ځکه برسېره پر دې چې ته مونږ زیږولی، روزلی او تربیه کړی یې، او تا ته مو هغه حقوق در کړي دي چې د آتن هر فرد یې لري، مونږ د آتن هر فرد ته داحق ورکوو چې هر کله دی یو مناسب عمر ته ورسېږي او د ښار قوانینو سره آشنا شي، او که مونږیې نه خوښېږو، نو کولی شي چې هر طرف چې زړه یې غواړي هلته لاړ شي. هېڅ یو قانون به د ده مانع نه شي او د ده په کارونو کې به مداخله و نه کړي. هر ځای کې چې خوشالېږي، هلته اوسیدی شي، هرهغه چا چې زمونږ عدلي، دولتي او اداري نظام تجربه کړی وي او بیا هم زمونږ سره پاتې وي، نو داسې شخص زمونږ سره په پټه خوله یو طبیعي قرارداد تړي او زمونږ د اوامرو اطاعت په ځان مني- که داسې شخص زمونږ بې اطاعتي کوي، نو په شمار درې خطاوې کوي: اول، زمونږ په مقابل کې بې اطاعتي د مور او پلار په مقابل کې بې اطاعتي ده. دویم، مونږ د ده مربیان یو او دا د مربي په مقابل کې نا فرماني ده. درېم: دغه شخص له مونږ سره موافقه کړې ده چې زمونږ داوامرو کامل اطاعت به کوي او دا سړی نه زمونږ اطاعت کوي او نه مونږ ته قناعت را کوي چې زمونږ اوامر غلط دي. مونږ پر ده باندې کوم جبر او زور نه کوو، بلکې موږ ورته دوه لارې ښييو. یادې زموږ اطاعت وکړي او یا دې مونږ ته قناعت را کړي او دا سړی له دې دوو کارو څخه یو هم نه کوي. سقراطه! که ته خپل قصد عملي کړې، نو ته به د آتن له هر اوسیدونکي څخه زیات ددې ډول، اتهام لاندې راشې، که زه سوال وکړم چې زما جرم ، لا له ټولو څخه زیات دی؟ نو قوانین به ثابته کړی شي چې ما له هر چا څخه زیاته د دوی سره موافقه کړې ده. قوانین به داسې ووایي: سقراطه، دا خبره ثابته ده چې ته مونږ ته او دی ښارته دومره چندان بدبین نه یې. له ټولو اتنیانو څخه ته ددې ښار زیات وفادار اوسیدونکی وې او تقریبا هېڅکله ترې بهر نه یې وتلی، نو معلومېږي چې تا ورسره مینه در لو ده. ته له دې ښار څخه نه بل خوا تلی او نه در سره داشوق وچې د نورو ښارونو له قوانینو سره آشنا شې. له هرڅه نه ستا مینه زمونږ سره زیاته وه اوتا زمونږ حکمراني په ځان قبوله کړې وه، په دې حال ته د اولاد خاوند شوې. داهم ستا په رضایت دلالت کوي. سره له دې هم په عدالت ګاه کې تا کولی شو چې د فرار حکم در باندې صادر شی. مګر تا داسې ښکاره کړه چې له فرار څخه مرګ ته ترجیح ورکوې او مرګ ستا د پاره دومره سخت کار نه دی. اوس تا خپل ټول هغه عالی احساسات هېر کړل او زمونږ سره یوازې لفظي موافقه نه بلکې قلبي موفقه کړې وه او زمونږ حکمراني دې په ځان منلې وه؟ کریتونه، مونږ به دې ته څه ځواب وایو؟ آیا مجبور نه یو چې موافقه وکړو؟

کریتون- رښتیا هم بله چاره نه شته.

سقراط- قوانین به ممکن داسې ووایي: مونږ چې تا ته پرورش در کړی، مونږ ته غوږ کېږ ده. داسې مه کوه چې لومړی د خپل ژوند او اولاد په فکر کې اوسې او وروسته د عدل او انصاف. بلکې عدل او انصاف باید لومړی وي. په دې شان ستا غاړه به په هعه جهان خلاصه وي، ځکه که ته د کریتون خواهش و منې، نو ته اوستا متعلقان به نه ، په دې جهان او نه په هغه جهان د خوشبختۍ، عدالت او انصاف مخ وویني. حال دا چې اوس ته بې ګناه له دنیا نه ځې .ته مظلوم یې، نه ظالم او بدکار، ته قرباني یې، نه د قوانینو بلکې د خلکو. او که ته وتښتې، د بدو په عوض بد وکړې، د نقصان په عوض نقصان ورسوې او هغه معاهده چې دې زمونږ سره تړلې ده، ماته کړې او له هغه چا سره چې باید ښه وکړې، بد وکړې یعنی له ځانه سره، له خپلو دوستانو سره، له خپل وطن سره او له مونږ سره، نو مونږ به ستا څخه مخ واړوو او د هغه جهان قوانین به تاته د دښمنۍ په نظر وګوري، ځکه چې تابه زمونږ د خرابۍ د پاره خپل ټول کوښښ کړی وي، نو سقراطه! کریتون ته غوږ مه نیسه او زمونږ خبرې واوره!

کریتونه! لکه چې د صوفیانو په غوږونو کې یوه آسماني شپېلۍ انګازې کوې، هم په دې ډول دا آوازونه زما په غوږونو کې انعکاس کوي. له دې اواز څخه زما غوږونه داسې ډک دي چې بل هېڅ آواز نه شم اوریدی. زه پوهېږم که ته نور هر څه و وایې بې ځایه به وي، که څه دلایل درسره پاتې وي. بیان یې کړه.

کریتون- سقراطه! زه نور هېڅ نه وایم.

سقراط- ښه نو ګرانه کریتونه، ما پرېږده چې خدایي ارادې ته ځان تسلیم کړم.

د لیکوال په اړه

سید بهاالدین مجروح

سید بهاالدین مجروح

پوهاند سيد بهاالدين مجروح (۱۹۲۸ – ۱۹۸۸) افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه و. تاسو همدا مهال د هغه مقالې، لیکنې، او کتابونه د هغه یاد ته د درناوي په مناسب د مجروح اکاډمي په ویبپاڼه کې لولی

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ