ژوندلیک

سيد بهاو الدين مجروح

افغان فیلسوف، لیکوال او شاعر

ډاکټر سيد بهاؤالدين مجروح (۱۲ د فبروري، ۱۹۲۸ ز. – ۱۱ د فبروري، ۱۹۸۸ ز.) (په انگرېزي: Sayed Bahauddin Majroh) يو افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه وه.

مخينه

بهاودين مجروح د سید شمس الدین مجروح زوى و، چې په ۱۹۲۸زېږيز کال د فبرورۍ په ۱۲مه نيټه د کنړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د شينکوړک د کلي په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلې دى.

زده کړې

لومړنۍ ښوونې يې د شينکوړک د کلي په جومات کې پېل او سرته ورسولې. له څه مودې وروسته کابل ته دخپل پلار سره ولاړ او د ديارلس کلنۍ په عمر د استقلال لېسې په څلورم ټولگي کې شامل شو. په ۱۹۵۰زېږيز کال ددغې لېسې د ادب او فلسفې له څانگې څخه په لومړۍ درجه فارغ او د هغه وخت ددولت لخوا د لوړو تحصيلاتو لپاره فرانس ته ولېږل شو. د ۱۹۵۲ز تر ۱۹۵۸ز کال پورې د پاريس په سوربن او بيا د (مونټ پليه) په پوهنتو کې خپل لوړ تحصيلات د روحياتو او فلسفې په څانگه کې د مافوق لسان تر درجې سرته ورسول. په همدې دوره کې يې وکړاى شوه چې د الماني ا و انگړېزي ژبو ادبيات په غربي الماني او انگلستان کې سرته ورسوي.

دندې

کله چې په ۱۹۵۸ز کال کې خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد او بيا رييس شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په خدمت کې تېر کړ. هغه د افغانستان په ځينو نورو رسمي دندو هم پاتې شوی چې د دغو دندو له ډلې د کاپيسا والي او د انجمن تاریخ افغانستان رییس شو. همداراز ارواښاد مجروح په مونیخ کې د افغانستان د فرهنګي آتشه په توګه هم دنده کړې ده.

……