په ټولنه، پوهنتونونو او ښوونځیو کې د فلسفې تخصصي او عامه پراختیا، لوست، روزنه او هڅونه
پېژندنه:
مجروح د فلسفې اکاډمې د ۱۳۹۵/ ۲۰۱۶ کال په لړ کې د انسان مجلې له لوري وړاندیز شوه او د فلسفې د یو شمېر پوهانو او شایقینو له لوري په ګډه رامنځته شوه. لویه موخه دا وه چې د ټولنې، ښوونیز نظام، او معرفتي دستګاه په زړه کې به فهم، حکمت او پرمختګ کوونکی معرفت مطرح او ترویجوي.
افغانستان په زماني لحاظ د فلسفي افکارو اوږده مخینه لري. پخوانۍ آریانا او د لوی زردښت سیمه یوه داسې جغرافیه وه چې د هستۍ، ژوند او انسانانو په اړه یې د حکمت لومړنۍ پوښتنې وکړې او بحثونه یې را پورته کړل. په نویو زمانو کې د بوعلي سینا په څېر د نړۍ د یو مخکښ او جدي فیلسوف شتون، همېشه د تأمل وړ و. شرق چې د فلسفي تفکر په برخه کې یوه ځانګړې او خاصه تجربه لري، حکمت، دین او شعر هم د فلسفي بستر په حیث مطرح و. د اوومې او اتمې پېړۍ مولانا، د څه باندې درې نیم سوه کلونو پخوا متصوف او فیلسوف پیر روښان، او مفکر شاعر خوشال خان، بیدل دهلوي، او په وروستیو کې د غني خان په څېر د غښتلیو او منحصر بهفرد شخصیتونو شتون د دې سیمې ځانګړې غنامندي ښيي.
د دوکتور شجاعي، اسماعیل مبلغ، اسد آسمايي، سمندر غوریاني، صلاحالدین سلجوقي او د ځانګړي سبق او فکر څښتن بهاالدین مجروح شتون د دې هېواد عظمت او پختهګي بیانوي. د مجروح په نوم د فلسفې د اکاډمۍ تاسیس به د دې هېواد فلسفي فکر او حادثې له لومړي پړاوه تر دې دمه وڅېړي. د فسلفې د مطالعې او فلسفېکولو یا Philosophizing په برخه کې به د ځانګړیو پروګرامونو په مرسته تاثیرګزاره ونډه واخلي.
ماموریت:
مجروح د فلسفې اکاډمي، فلسفې ته د یو تخصص په حیث په افغاني ټولنه، فرهنګي حوزه او تحصیلي برخه کې پراختیا ورکوي. د فلسفې د متخصصو او باقاعده مجربو پوهانو د ملاتړ لپاره به هم لاس په کار کېږي او د فلسفي تفکر، نقد، مشاهدې، او بحث له لارې نوي معرفت او فلسفېکولو ته لاره پرانیزي.
موخې:
مجروح د فلسفې اکاډمي به هڅه وکړي چې:
- په ټولنه کې به د فلسفې د هڅونې او ستاینې لپاره کار وکړي؛
- د فلسفې متخصصین به وهڅوي چې د فلسفې د تدریس، لیکچرونو او څېړنو خپل اصیل او یوازینۍ مسوولیت وګڼي؛
- د ښوونځیو، پوهنتونونو او په ټوله کې د ټولنې په سطحه د فلسفې مطالعه کول، ترویج کړي.
موږ باور لرو چې:
- د استدلال مهارت هغه پوخ او نه ماتېدونکی بنسټ دی چې د ټولو علومو اساس رامنځته کوي او د فلسفي پلټنو له لارې ترلاسه کېږي.
- فلسفه لکه د ریاضي، موسیقۍ، او ښوونې او روزنې په څېر ذاتاً او په خپل نفس کې د ځانګړي اهمیت او تجربې وړ ده.
- فکر خپلواک دی. افغانستان باید دا وړتیا پیدا کړي چې د فکر کولو خپلواکي تضمین کړي. تفکر چې اوسمهال په شدید ډول ایډیالوژیک او سیاست ځپلی دی، نشي کولی د نوي معرفت لپاره تیوریک او بنسټیز لارښودونه ترسیم کړي.
- عقلانیت د هر جوړښت او ساختار په اساس کې ځای لري. عقل، هوښیارتیا، استدلال، نقد، او د معرفت وده باید د هرې اکاډمیکي او فلسفي چارې لارښوونکي وګرځي.