۱۵ نومبر ۲۰۱۸
د نومبر درېیمه پنجشنبه د یونسکو له لوري د فلسفې نړیوالې ورځې په نوم هر کال نمانځل کېږي. مجروح فلسفي اکاډمي له تېر یو کال راهیسې فعالیت لري او د فلسفې د یو ځانګړي بنسټ په حیث د فلسفې د تخصصي زده کړې، فلسفي تفکر، او مباحثې د حمایت او مخته وړن دنده لري، او د ۲۰۱۸ کال د فلسفې نړیوالې ورځې په مناسبت غواړي د یو شمېر بنسټیزو مسایلو په باب د افغانستان د پوهنتون پخواني استاد ډاکتر محمد اشرف غني ته چې اوس د سیاسي واک درلودونکی دی، ځانګړی لیک واستوي او هیله وکړي چې دا مباحثه غبرګه او پراخه شي.
محترم ډاکتر صاحب ته موږ دا لیک په داسې وخت کې لیکو چې افغانان د جګړې په اور کې سوځي، د پوهې او ناپوهۍ تر منځ بریدونه ړنګ شوي، د حق او ناحق منطق ورک دی، د مشروع قدرت سرچینه لا هم ټولمنلې نده، د عدالت او سولې تړاو ته پام ندی شوی، پر قانونیت توحش برلاسی دی او په نتیجه کې افغان بشر، دبشري حقونو له ډېر ابتدايي حق څخه محروم دی او هان لومړنۍ اړتیاوې یې هم پوره ندي او افغانستان د نړۍ په کچه د ژوند، علم، پرمختګ ، ازدۍ او نورو برخو کې په څرګند ډول وروسته پاتې دی.
ښاغلی ولسمشر،
ژوند چې د یو بشري حق په توګه مهم فلسفي مبحث دی . د افغانستان ځوریدلی او کړيدلی ولس تر هر څه وړاندې ژوند غواړي، له مرګ او وژنې ستړي شويدي. مونږ غواړو چې د ژوند د حق په موخه د فلسفې د ورځې په مناسبت مباحثه رامنځته کړو او هیله ده چې د پوهنتون د پخواني پروفیسور او په «پوچې او بې مانا جګړه» کې د ځپل شوي ملت، د ولسمشر په توګه د افغان انسان د ژوند ژغورنې او ساتنې لپاره حتمي او ګړندي ګامونه واخلې!
فلسفه له مباحثې او پوښتنې پیلیږي، د پوښتنې ځواب تفکر ته اړتیا لري. د تفکر او بیان لپاره ازادي پکار وي او تر څنګ یې منل شوي او تعریف شوي بنسټونو ته اړتیا وي، چې له بده مرغه د افغانستان پوهنتونونه نشي کوای په اوسني وضعیت کې د آزاد تفکر، نقد، مباحثې او زغم کامیابه تجربه وړاندې کړي. په پوهنتونونو کې حاکم سخت وضعیت نشي کوای د انتقادي تفکر، پوهې، زده کړې او احترام مناسب فرهنګ رامنځته کړي. نو اړتیا ده چې د ازادۍ تر څنګ د تفکر بنسټونه پیاوړي شي تر څو د ازادو بحثونو لپاره لومړنی بستر رامنځته شي.
د افغانستان فلسفي او معرفتي غنامندي کومه ده؟ دا یوه مهمه او جدي پوښتنه ده چې د دې جغرافیې د بامانا کېدو په خاطر اهمیت لري. د افغانستان لوستی او نالوستی نسل باید د خپلو معرفتي بنسټونو، عناصرو او پېښو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي. د افغاني معرفت طبیعت او وجود شاربل او سپړل غواړي او بیا د معرفت ستنې په ساینټېفیکو معیارونو لا قوي کیدل غواړي. همداشان په هیواد کې باید د بیلا بیلو راپېښو مسایلو په اړه فلسفي شننو، څیړنو او مطالعاتو ته زمینه مساعده شي. تر څو له ډیرو ننګونوسره چې افغان انسان ورسره لاس و ګریوان دی، مقابله وکړای شو.
موږ غواړو چې فلسفه کول (فلسفهورزي Philosophizing ) د یو حق په توګه ومنل شي. خلک باید د فلسفي تفکر حق ولري، د شته بنسټونو وجود او هدف وپوښتي، مسایل وشاربي، پوچ وجودونه چې د جګړې او ناخوالو د معلول په ډول رامنځته شوي ړنګ کړي او پر ځای یې نوي انساني او ګټمنو وجودونو رامنځته کولو فکر ته وده ورکړل شي. او امکان پیدا شي چې افغان انسان د ځان او چارچاپېر په اړه ازاد لټون وکړي او خپلو پوښتنو ته د ځوابونو له ورکولو او د ځان او جهان د پوښتلو جوګه وګرځي. د دې ملت د پوهاوي لپاره باید فلسفي فکر د یو حق په حیث ثبت او ومنل شي. غواړو د دې کار له لارې هیوادوال خپل افکار او باورونه بیا تعریف، تفسیر او تفهیم کړای شي او دا معلومه ده چې پر شته ذهنیت له بیا فکر کولو پرته د خلاصون بله لار نلرو!
محترم ډاکتر صاحب؛
پوهاند ډاکتر سید بهاءالدین مجروح د فلسفي پوهې، زده کړې او میتودولوژۍ یو بریالی استاد و. موږ اوریدلي چې تاسو له هغوی سره په کابل پوهنتون کې مرستیاله استادي درلوده، پر دې هم اګاه یو چې په لومړي ځل په حکومتي کچه د ارواښاد مجروح د یاد او درناوي مراسم د «سیاسي مصالحې» په یو ډېر مهم پړاو کې ترسره شول. له دې مخې د ارواښاد پوهاند مجروح تاریخي – فلسفي حیثیت او د فلسفې لپاره د کار او فعالیت د ماناداره کولو په موخه غواړو چې په کابل پوهنتون کې د ده په نامه یوه فلسفي کرسۍ تاسیس کړئ، چې یوازې ستاسو او د کابل پوهنتون د رئیس له لوري ورسره د رسمي ارتباط صلاحیت موجود وي او وکولای شي چې په کورنۍ کچه د ځوانانو او عوامو ترمنځ د نقد، احترام، کثرت او تفکر روحیه ترویج کړي او هم په بهرنۍ کچه د افغانستان د فلسفي تفکر، میتود، او تجربو استازیتوب وکولای شي. دا کس به یاده کرسۍ تصاحب کوي او د عمر تر پایه به د همدې برخې د یو بوخت فرد په حیث ژوند کوي.
افراطیت، خشونت او توهین او تحقیر د دې ټولنې ډېر بد انځور دی. د دې پر وړاندې د عدالت، احترام، زغم، او مینې انګیزه ترویجول د ماشومانو لپاره د فلسفې له تجربې پيلیږي. هیله مو دا ده چې د ماشومانو اساسي روزنه کې فلسفه ورشامله شي چې د یوې باثباته او ډیموکراتیکې ټولنې اساسات له همدې مرحلې تشکیل شي او په وړاندې ولاړ شي.
محترم ولسمشر،
د افغانستان سیاسي واک، قدرت او د قدرت منشا او د اعمال شرایط او څرنګوالی لا هم نامالوم او ګډوډ دي. مشروع واک د تعریف هڅه نده شوې، او نه هم په ډاګه شوې چې په دې لړ کې کوم موارد مهم دي. د قدرت، عدالت، قانون، سولې، حق تعریفاتو څرنګوالی باید واضح او څرګند شي. سیاسي ګوندونه، جریانونه، جنګي ډلې او هغه بنسټونه چې قوې د استعمال مشروع یا غیر مشروع واک ورسره دی، باید په دې بحث کې شامل شي، پر دغو تعریفاتو یې سر خلاص شي او وپوښتل شي. زموږ یوه موخه د افغانستان د سیاسي بنسټونو د تعریف، صلاحیت، بیاتفسیر او تفهیم هڅه ده.
ښاغلی جمهور رییس،
د پورتنیو خبرو په دوام غواړو د مثبت تغیر په موخه د یو شمېر مشخصو ادارو بیارغونه وغواړو. د علومو اکاډمي، ملي راډیو تلویزیون، دولتي او خصوصي رسنۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، دولتي او خصوصي پوهنتونونه، او ورته بنسټونه باید د ځانګړو تعهداتو له مخې و ارزول شي او د بهبود په موخه یې جدي اقدامات وشي. او په دې منظور د ملي فرهنګ او ملي فکر د احیاء مفکوره ترویج کړای شي.
په درناوي
د مجروح فلسفي اکاډمي/ مشر پلاوی
کابل – افغانستان
دیره په زره پوری فلسفی لیکنه همدا اساسی تگلاره باید عملی شی.