مقالې

له نورو پوهنو سره د فلسفې پرتله

له هغو څرګندونو څخه چې مخکې وشوې، پوهېدل کېږي چې په هر مهال کې د فلسفې او نورو پوهنو ترمنځ اړيکې شته وې. همدا رنګه له لومړنيو مهالونو څخه راپدېخوا فلسفه داسې پوهنه وه چې يو شمېر پوهنې يې چا پيرولې، نو له دې پلوه هغه کسان چې فيلسوف نومول کېدل، له پخوا څخه داسې خلک سوچېدل چې دوى د خپلو دورو د ټولو پوهنو لرونکي وو. نو په دې ډول له فلاسفه وو څخه د جهان د پېښو په هکله د ټوليزو يو ځاى شوو څرګندونو غوښتنه کېده، دغه چار تر نژدې مهالونو پورې په دغه ډول پايښت وکړ.

د فلسفې او پوهنو ترمنځ اړيکې کولاى شو، د هغو د منځ ته راتګ او د هغو اهدافو له پلوه چې دوى غواړي ورته ورسېږي، تر څېړنې لاندې نيسو. دوى دواړه ((د پوهېدلو او پوهولو له اشتياق)) څخه منځ ته راغلي او هغه لامل چې د دواړو د نشات ډک ګرځېدلى ګډ دى. همدا رنګه دغه دواړه په ((واقعيت)) باندې د پوهېدلو له پلوه هم ورته اهداف لري، نو له دې لامله د دغو دوو پوهنو ترمنځ په هر مهال کې نږدې اړيکې پېدا کولاى شو.

خو دې ته بايد پام وکړوچې د وخت په تېرېدو سره له فلسفې څخه د پوهنو جلا کېدل او په ځانګړو ډګرو کې د پوهنو هاند او هڅو د پوهې پولو ته زيات پراخوالى ورکړى دى.

د پوهنو په ټاکلې موضوع باندې بوختېدل، د زياتو ژورو څېړنو ځانګړتياوو تومن شو او د څېړنو ټاکلي او ځانګړي ډګرونه يې منځ ته راوستل. په ځانګړې توګه زموږ په زمانه کې د ((يو سطحي پوه)) پر ځاى چې پوهنيزو څانګو ته اړمنې پېښې وڅېړي (ژور څېړونکى پوه) منځ ته راغى چې يوازې د يوې پوهنې په ځانګړې څانګه کې خپلې څېړنې سر ته رسوي.

د دې وزى په وړاندې په اسانۍ سره دا منلاى شوچې په هره دوره کې چې د پوهنيزو څېړنو ډګرونه دومره لنډ و تنګ شوي وي، د يو سړي لپاره دغه چار کېدون نه لري چې دى دې وکولاى شي ټولو څېړنو ته هڅه وکړي او هغه پوهنې چې ورته اړه لري، په لاس راوړي او په هغو په رښتينه توګه پوه شي. له دې پلوه موږ نن نشو کولاى د اوسنو چې يو فيلسوف به وکولاى شي چې ټولو پوهنو ته په رښتينه معنا ورسېږي. له دغو څرګندونو څخه دا نه ښکارېږي چې د فلسفې او پوهنو ترمنځ اړيکې پرې شوې وي. ځکه دغه دواړه پوهنې تر هر مهال زيات نن ورځ يو له بله نږدې شوي دي او په ځانګړې توګه نن ورځ هغه فلسفه د ويينې موضوع نه شي ګرځېدلاى چې له پوهنو څخه لرې پاتې شوې وي او په پوهنه استناد ونه لري.

زموږ په مهال کې هغه فلسفي سيستم چې په پوهنيزو څېړنو او د هغو په پيلومتکي نه وي، نو د يو خيال محصول او يو ادبي او شعري اثر به و انګېرل شي.

همدا رنګه نننۍ فيلسوف داسې يو سړى دى، که چېرې د پوهنيزو څېړنو په ټولو څانګو خبر نه وي، نو لږ تر لږه بايد په هغو پاییلو او په هغو دويو چي د هغو له لامله دغه پوهنې پيل شوې دي، پوه شي.

زموږ په زمانه کې هم فلسفي خپل اهداف ساتلي دي. د دغه جهان په هکله ټوليزې څرګندونې ترسره شوي او ټوليزې دوى رابرسېره شوي دي چې فلسفه هم خپلو دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره هغو حقايقو ته چې نن د پوهنو په وسيله رابرسېره شوي دي، زياته اړتيا لري، نو ځکه د دې پوهنې په هکله ټوليزو څرګندونو ته هڅه کول يوازې هغه وخت کېدون پېدا کوي چې هغه حقايق چې د پوهنو له خوا مېدان ته راوتي دي، په نظر کې ونيول شي. فلسفه که څه هم دې ته اړتيا لري چې له پوهنو سره بايد نږدې همکاري ولري، په ځينو برخو کې له هغو څخه جلا کېږي. اوس دلته موږ هغه ټکى چې فلسفه له پوهنو څخه جلا کوي، په لنډ ډول تر سترګو تېروو.

د فلسفې او پوهنو توپيرونه

١- د هدف او موضوع له پلوه:

لکه څرنګه چې مو دمخه وښوول، د فلسفې هدف دا دى چې زموږ لپاره د دې جهان په هکله هغه اساسي پوهې چې زياتې يو ځاى شوې وي، برابرې کړي، يعنې د هغو دويو په استناد چې د بېلا بېلو پوهنو له خوا رابرسېره شوې دي او ټوليزې دوى يې لاس ته راوړي دي او هم هغه اساسي پرنسيپونه چې د دې جهان په اداره بوختېږي او د هغوى مفهوم پېدا کول او روښانول د فلسفې له اهدافو څخه شمېرل کېږي.

فلسفه د دې لپاره چې خپل هدف ته ورسېږي، هغه پاييلې چې له بېلا بېلو جوتپوهنو څخه په لاس راغلي، خپله موضوع ټاکي او زيار باسي تر څو د هغو په مرسته د دغه جهان د مفهوم څرګندونو ته هڅه وکړي.

پوهنې، پنځۍ پېښې د خپلې موضوع لپاره ټاکي او د هغوى هدف دا دى چې د پېښو د پېښېدو توسنونه او هغه دوى چې پر دوى استناد لري برسېره کړي.

د فلسفې اند دود ځانګړنې

مخکې مو د فلسفې، پوهې او د هغې د ځانګړنو په هکله خبرې وکړې. دغه راز فلسفي انددود هم د يو شمېر ځانګړنو لرونکى دى چې مونږ يې دلته په لنډ ډول يادوو:

١- فلسفي اند دود يو ځاى کوونکى دى:

فلسفي پوهې د انساني سول د يو ځاى کوونکي سبک له لامله مينځ ته راغلى، سول د هغه پنځۍ اغېز له لامله چې په خپل ځان کې يې لري، د تل لپاره دې ته راښکون لري چې د پېښو تومنونه وپلټي. په دې هم بس نه راوړي او دې ته رغبت لري چې تومنونه يو له بله سره اړمن وګرځوي او په دې وسيله هغه تومنونه چې د پېښو د پېښېدو تومن ګرځېدلى، د ټولنيزو او ګډو بنيادونو له لامله څرګند کړي.

د انساني سول دغه پنځى راښکون، هغه بنيادونه جوړوي چې فلسفي اند دود هم په هغو استناد لري.

٢- فلسفي انددود د يو سيستم بنسټ دى:

هغه يو ځاى کوونکى بنياد چې فلسفي انددود په هغه استناد کوي، د فلسفي سيستمونو او دوکتورينونو تومن شوى دى او فيلسوفانو په هره دوره کې ډول ډول فلسفي سيستمونه منځ ته راوړي دي. دغه سيستمونه چې د فلاسفه وو له خوا منځ ته راغلي، هغه يو ځاى کوونکې څرګندونې دي چې اړمنې پوهې د هماغو دورو په بېلا بېلو ډګرونو استناد لري. دا هغه څرګندونې دي چې د هغوى د زمانو د پوهو په اتکا منځ ته راغلي؛ د فلاسفه وو ځاني سيستمونه (جهاني بيني) ښيي.

هر ښه يا بد وګړى يوه ځانګړې جهان بيني لري. د يو ځوان يو منور سړى، يو زوړسري، يو عالم سړي او يو فيلسوف جهان بيني په ازمېښتونو او پوهو چې د خپل ژوند په موده کې يې زده کړي ارتباط لري او په هغو متکي وي. وګړي نظرپه هغو ازمېښتونو چې اکتساب کړي يې دي او هغه پوهې چې زده کړې يې دي، د پېښو په څرګندونو بوختېږي او هغه ته معنا ورکوي. دغه توپيرونه چې د وګړو ترمنځه د پېښو (موند او ارزيابي) ليدل کېږي، د هغوى يو ځان ته جهانبيني کې که څه هم ساده وي څرګندوي.

د يو پوه او يو فيلسوف جهان بيني د هغې پوهې د محتوى له لامله چې پرې استناد لري، د يو عادي وګړي جهان بيني څخه توپير لري. د فلاسفه وو جهان بيني چې مونږ غواړو هغه د نوموړو له سيستمونو څخه استخراج کړو، په يو شمېر ټاکلو مباديو او پرنسيپونو باندې استناد لري. مونږ د فلاسفه وو په جهان بيني چې سيستمونه د هغو مستلزم دي، د اندونو ژورې او لوړې بڼې ليدلاى شو. په دې ډول چې د پېښو او ژوند په هکله انددود په هغو حقايقو چې په هره دوره کې د پوهو له خوا رابرسېره شوي، اتکا لري، نظر هغو پرنسيپونو ته چې انساني سول هغه په لاره اچاوه، په پېچلي ډول يو ځاى شوي دي او په دې توګه مونږ کولاى شو، د يو فيلسوف په سيستم باندې پوه شوچې جهان هغه ته په څه ډول ګوري او هغه ته څه مفهوم ورکوي او څه ډول هغه ارزيابي کوي او د انساني پوهې څرنګوالى څه دى او نور…

په دې ډول هغه رښتينوالى چې په هره دوره کې چې يو څه مېدان ته راوښکلي، هماغه څيزونه وي، خو هغه فلسفي سيستمونه چې په هماغه حقايقو استوار دي، يو له بله توپير لري او دغه چار مونږ ته راښيي چې د فلاسفه وو په جهان بيني کې توپير نه شته دى.

دغه چار چې فلاسفه هماغه حقايق ډېر په ځانګړي او رغاويز ډول ترکيبوي، له هغو توپيرونو څخه سرچينه اخلي چې د هغو په جهان بيني ګانو کې شته دي او دغه چار د فلسفي انددود د ځانيتوب ځانګړنې روښانوي.

٣- فلسفي انددود ځاني او ابتکاري دى:

د فلسفي انددود له سترو ځانګړنو څخه د هغو (ځانيتوب او ابتکار) دى، څرنګه چې د موزيک يو زيات شمېر جوړوونکي له هغو نوټونو څخه چې ډولونه يې څرګند دي، بېلا بېل ټيکلي منځ ته راوړي. فيلسوفان هم له هغو پوهنيزو پاييلو څخه چې په هره دوره کې څرګندې دي، ډول ډول فلسفي سيستمونه منځ ته راوړي او دغه چار داسې چې فلسفي سيستمونه او فلسفي اند دود (ځاني او رغاويز) دى.

ځکه د هغه کار څرنګوالى چې يو صنعت کار يې ترسره کوي، دا دى چې دى به مواد شته په هغه بڼه اړوي چې د يو پييون او اهنګ لرونکى وي. له بله پلوه هره نوې جوړونه او اوډنه يوه نوې راوړنه او بل ډول والى وړاندې کوي چې مونږ دغه چار په ابتکار سره نوموو، نو وروسته هغه سترې ځانګړنې چې فلسفي اند دود يې وړاندې کوي، همدغه ستاينومونه دي چې مونږ ياد کړل.

فيلسوف څوک دى؟

وروسته له دې چې مونږ پوهې او د اند دود بنيادونه وڅېړل، اوس کولاى شو چې څوک فيلسوف ونوموو. نظر دغو څرګندونو ته کولاى شو فيلسوف داسې وپېژنو: ((هغه څوک چې د خپلې زمانې پوهې د سوله یيزو اساساتو په منځ کې يو ځاى کړي او يو سيستم منځ ته راوړي)). دغه پېژندون ښايي چې اوس ټيک وي، حال دا چې په هره زمانه کې په دغه معنا نه دى کارول شوى. د فلسفي د تعبير په اندازه د فيلسوف تعبير هم په بېلا بېلو زمانو کې په بېلو معناګانو کارول شوى دى.

اوس په دې هکله چې د فيلسوف تعبير له لومړۍ زمانې څخه چې منځ ته راغلى، په څه معنا او په څه بڼه کارول شوى دى، په لنډ ډول له مخه تېروو:

د فيلسوف ويى په آر ډول يوناني ده چې فيلوس د خوښونکې او سوفيا د حکمت معنا دي چې له هغه څخه د حکمت خوښوونکى معنا جوړېږي، نو د حکمت خوښوونکى هغه څوک و چې د پېښو په توسنونو باندې پوه شي او حقيقت پرته د ګټې په نظر کې نيولو وپلټي. د فيلسوف ويى په شپږمه تر ميلاده د مخه پېړۍ کې د يونان د ځينو انديانو له خوا وکارول شو او په هغه مهالا کې په يونان کې دوه ډلې انديان شته وو، لومړى ډله هغه خلک ووچې فيلسوف نومېدل او دوى زيار ايست، تر څو حقيقت منځ ته راوړي او د حکمت په لټه کې وو او دویمه ډله خلک ووچې ((سوقوس)) نومېدل، هغوى هم په دې ګروهه وو چې ((حقيقت او حکمت)) ته يې راښکون درلود.

دې ته بايد پام وکړو چې په هغه مهال کې چې لا پوهنيزې څېړنې په درست ډول نه وې پراخې شوې، نو سوقوس کېدل او حقيقت او حکمت ته رسېدل له کړي اړخه وتلې خبره وه، نو له دې پلوه په ټولو څيزونو د پوهېدلو ادعا کول او ځان د پوهې او حکمت خاوند سوچول، تر اندازې زياته لوړه انګېرنه ده. څرنګه چې فيساغورس(فیثاغورث) په دې چار پوه شوى و او د سوقوس ادعا يې تر اندازې لوړه ګڼله، نو له دې پلوه بې د خپل ځان لپاره په منځني ډول د فيلسوف ((د حکمت خوښونکى) نوم غوره کړى و. ځکه د فيسا غورس په ګروهه د انسان هاند دې ته چې پر ټولو حقايقو پوه شى او ځان سود کړي، بس نه دى. د هغه په الواک انسان يوازې کولاى شي فيلسوف، يعنې د حکمت خوښوونکى شي. ځکه چې د فيساغورس له زمانې نه را په دې خوا د فيلسوف تعبير د ځينو خلکو له خوا په کار وړل شوى چې معنا يې په ټولنيز ډول انساني ده چې حقيقت او پوهنه خوښوي او پلټنه يې کوي.

فيلسوفان څه کوي؟

د فيلسوفانو بوختياوې د ژوندانه د اهدافو له مخې بېلا بېلې اوضاع ګانې وړاندې کوي. د فيلسوف کېدو لپاره دا حتمي نه دهچې انسان دې بايد په هر ډول چې وي، يوه ځان ته جوله غوره کړي او ټاکلى کار دې سر ته ورسوي. څرنګه چې د فلاسفه وو د احوالو له شرحې څخه څرګندېږي چې يو زيات شمېر له دوى څخه په ښوونې او روزنې بوختېدل، لکه: کانت، برګسون او جان د يوې او ځينې يې په آر ډول په ديني چارو بوختېدل، لکه (په منځنيو پېړيو کې سنت توماس او په ١٨ پېړۍ کې، لکه برکلى).

ځينې له دوى څخه د طب دوکتوران وو، لکه (جون لوک)، ځينې يې د اخبارونو او مجلو ليکوالان وو، لکه: (ستورات ميل)، ځينې يې د دغو ډګرونو څخه وتلي، د عينکو په جوړولو بوخت وو، لکه (سپينواز).

دغه سارى ښيي چې فيلسوفانو هم د ژوند په بېلا بېلو اړخونو کې د عملي بازو په ترسره کولو بوخت شوي دي او د هغوى بنيادي پايښت لرونکي بوختياوې دا وې چې په ټاکلو موضوعاتو کې يې په ټاکلي ډول جاج کاوه او حقايقو ته د رسېدو يې نوې ليارې چارې لټولې.

پوهنيزه پوهه او فلسفي پوهه

لومړى-: پوهنيزه پوهه او په هغې کې اند دود:

پوهنيزه پوهه هغه پوهنه ده چې پر هغه سول او ازمېښت وي چې سول يې اداره کوي، متکي وي او داسې رښتينه پوهه ده چې پرې د (علم) اطلاق کېږي.

دا ډول پوهې د نا اوډلو پوهو په خلاف د يو مېتود، يو اوډون او يو پييون په منځ کې حاصلېږي.

علم د پېښو د څېړنو او پلټنو په مهال کې دا ډول اوډون په پام کې نيسي:

(١)-: هغه پېښې چې د څېړنو او پلټنو په ډګر کې يې شاملې دي، راټولوي.

(٢)-: وروسته نوموړې پېښې انځوروي، په دې ډول:

الف-: ټولنيز پېژندونونه او انځورونه ترسره کوي.

ب-: هغه شني.

ج-: ټولګى کوي.

(٣)-: پېښې روښانه کوي.

الف-: د پېښو د روښانو لپاره لومړى د پېښېدو توسن پلټي.

ب-: د دوي پييون ته هڅه کوي.

وروسته تر هغه پوهنيزه پوهه د يو اوډون او پييون په منځ کې منځ ته راځي چې انسان خپل اند په ازاد ډول په هغې کې په کار وړي او په پېښو باندې بنيادي اند ترسره کوي او د پېښو د توسنونو او د هغو د پاييلو ترمنځ اړيکې برقرار وي. دلته د ذهن فعاليت په هغو ازمېښتي پاييلو چې ترسره کړى يې دى، استناد لري، نو له دې امله، د پوهنيزو پوهو په لاس ته راتګ کې سول ستره برخه لري.

ځکه د پېښو په توسنونو جاج کول او هغوى د شريکو بنيادونو د لرلو لامله يو له بله تړل، ټول هغه عمليات دي چې د سول په سيک پورې اړه لري او له دې ليارې پېښې له هغه پېر څخه وځي چې جلا موند شي او يا د ځانګړو څړيکو په ډول سوچ شي او په دې ترتيب د هغوى روښانتيا د شريکو کېفيتونو له پلوه کېدون پېدا کوي.

د پېښو له ډلې څخه يوه پېښه ((علت)) او بله پېښه ((معلول)) شمېرل او د هغو په منځ کې اړيکې موندل د سول کار دى. له دغو څرګندونو څخه جوتېږي چې پوهنيزې پوهې د سول او ازمېښت حصول دىچې د سول له ليارې اداره او ګومارل کېږي.

کله چې مونږ وايو دغه پوهه ((پوهنه نه ده)) زمونږ مقصد دا دى په ازمېښت او هغو پاييلو چې له ازمېښتونو څخه راوځي او د علت او معلول ترمنځ اړيکو باندې چې سول رابرسېره کړي استناد لري او يا يې نه لري.

د پوهنيزو پوهو ستاينومونه:

پوهنيزې پوهې له هغه ټول ګډوډو او نا اوډول شوو پوهو څخه دي چې په لاندې ستاينومونو يو له بل څخه تېرېږي چې ستر يې په لاندې ډول دي:

١-: پوهنيزې پوهې عيني دي:

هغه پوهې چې پوهنو منځ ته راوړي، په هر ځاى کې د هر پوه له خوا په ټاکلې بڼه منل کېږي او د هغه ستاينوم لرونکې ده چې له يوه وګړي څخه بل وګړي پورې توپير نه کوي او د هماغه اعتبار لرونکې وي.

٢-: پوهنيزې پوهې قطعي دي:

څرنګه چې پوهې په هغو ډګرونو کې چې بوختې شوې دي، د پېښو دوى يې برسېره کړې دي، نو له دې لامله د قطعي اعتبار لرونکې دي، يعنې د پېښو د قطعي او جوتو اړيکو دوى افاده کوي، خو د هغو پېښو په هکله چې دوې يې تراوسه نه دي برسېره شوې، (اټکلي دي) هغوى هم په پام کې نيسي.

٣-: پوهنيزې پوهې ټولنيزې دي:

هغه څرګندتياوې چې د پوهنو له ليارې د پېښو په هکله ترسره کېږي، په ټولنيزو دويو افاده کېږي او ټولې هغه پېښې چاپېروي چې په هغو اړه لري. لکه څنګه چې د مايع، غاز، صوت، سقوط او نورو په هکله ځينې څرګندتياوې چې د علم په وسيله منځ ته راغلې او هغه دوى چې د دوى په هکله برسېره شوې دي، د ټولو مايعاتو، غازاتو او د ټولو پېښو د سقوط په هکله دي.

٤-: پوهنيزې پوهې د پېشبينۍ وړ دي:

څرنګه چې پوهنې د پېښو په څېړنه او پلټنه کې د ازمېښت په بنيادونو استناد کوي، نو د دې لپاره د هغو په باره کې د دويو له کارونې څخه کار اخلي او دا چې يوې دوى يوه پېښه رابرسېره کړه، په هغه باور کوي او د خپلو پخوانيو ازمېښتونو په پام کې نيولو سره کولاى شي، د هغې پېښې په څرنګوالي پخوا پوه شي، وروسته به څرګنده شي چې څرنګه يو کيميا پوه په دې پوهېږي چې د دوو توکونو له يو ځايوالي څخه څه څيز منځ ته راځي او يا د نجوم يو پوه مخکې له مخکې په دې پوهېږي چې سپوږمۍ څه وخت نيوله کېږي چې دغه عمليه په پوهنه کې د ((پېشبينۍ يا پيشګويي)) په نامه تعبيروي. پېشبيني هم هغه پوهونه ده چې په پخوانيو ازمېښتونو يو پرنسيپ او يا په پنځ کې په پييون استناد کوي.

٥-: پوهنيزې پوهې په ازمېښتي متودونو اتکاء لري:

پوهنيزې پوهې د ازمېښتي متودونو محصول دي. هغه پوهې چې سرچينه يې ازمېښت نه وي. په ازمېښت څرګندې شوې نه وي او په هغو استناد ونه لري. پوهنيزې پوهې نه شمېرل کېږي. ازمېښت هغه څيز دى چې هغه پېښې چې په پنځ کې دي، د هغو اړونو لاندې چې د پوه له خوا ټاکل شوي، په لابراتوار کې منځ ته راځي.

دا وو هغه ستاينومونه او ځانګړنې چې پوهنيزې پوهې د هغو لرونکې وې او په لنډ ډول وڅېړل شوې.

د پوهنيز اند ځانګړنې

پوهنيز اند هم د پوهنيزې پوهې په څېر د ځانګړو ستاينومونو لرونکى وي چې مونږ دلته د هغوى ستر ستاينومونه يادوو:

١-: پوهنيز اند بې پلوه دى:

هغه څوک چې غواړي چې پوهنيزو پلټنو ته هڅه وکړي، بايد تر هر څه د مخه د يو بې پلوه اند لرونکى وي، يعنې حقيقت په ازمېښت او د ازمېښت په پاييلو کې ولټوي. که چېرې په پوهنو کې بې پلوه اند او ازاد قضاوت لاره نه واى پېدا کړې، پوهنو نشواى کولاى چې دغو اريانوونکو پرمختګونو ته رسېدلې واى. هغې زمانې چې بې پلوه اند او ازادې پلټنې ته ليار پېدا کړې، د رنسانس زمانه ده. پوهنيزې برسېرنې هغه وخت کولاى شي مخ په وړاندې لاړې شي چې پوه وکولاى شي بې پلوه آند او ازادې پلټنې ته هڅه وکړي او خپلې پېدا کړې په ازادانه ډول څرګندې کړي. تر هغه وخته پورې چې د پوهنيز اند بې پلوۍ ته اتبار ور نه کړاى شي، پوهنيزو برسېرنو ته نشو رسېداى.

٢-: پوهنيز اند د ((علت او معلول)) په يو پييون مستند دى:

هغه څوک چې غواړي پوهنيزو څېړنو ته هڅه وکړي، نو په همدغه مهال کې اړ دى چې په دې ګروهه ولري چې په منځ کې يو بدلون نه منونکى پييون د علت او معلول په هکله شته. د جوتپوهنو دوى په دې بنياد استناد کوي چې پنځ د ((د نظام د يووالي)) او ((ټاکلتوب)) لرونکى وي.

که اړونه ټاکلى وي، نو تل ټاکلى پاييلې منځ ته راوړي او هغه پاييلې چې ټاکلو اړونو سره توافق لري، په هر مهال او ځاى کې به يو شان نه وي. په دې صورت کې پوهانو نشو کولاى چې د صحيح ډول پېښو دوى پېدا کړي. دغه نظام چې په منځ کې د پېښو عينيت او ټولوالى تامينوي، د پنځ يا ټاکلوالي په پرنسيپ تعبيرېږي. څوک چې په منځ کې د ټاکلوالي په پرنسيپ باور نه لري، نشي کولاى چې هغه دوى چې پېښې هغو ته اړه لري پېدا کړي او د پېښو لټنې ته هڅه وکړي. ځکه دوى د پنځ د پييون يوه افاده ده، نو له دې لامه هغه پوه چې د ټاکلوالي په نظام په پنځ کې باور نه لري، نشي کولاى د هغو دويو په رښتينوالي باور وکړي، کوم چې ده پېدا کړي دي.

٣-: پوهنيز اند په رښتينوالي متکي دى:

څوک چې له پوهنيزو څېړنو سره بوخت وي، بايد صادق او امين وي او دا رښتينوالى دا دى: هغه پايلې چې د ازمېښتونو محصول دى ومني او هغه تحريک نکړي، يعنې هغه حقايق چې د ازمېښتونو په وسيله څرګند شوې دي، د هغو تحريف داسې يو کار دى چې د پوهنيز اند کړۍ د هغه ګنجايش نه لري او د پوهې وړ نه وي. دا دي هغه لنډ اساسات چې پوهنيز اند په هغه استناد کوي، هغه څوک چې د دغو اساساتو په منلو او په هغو باندې د اتکاء له ليارې په پوهنيز اند بوخت شوي او د سول او ازمېښت کړي څخه په پلټنو بوختېږي او په پايله کې د پوهنيزو پوهو لرونکى وي د پوه په نامه يادېږي.

د فلسفې مفهوم او پازه

دغه چار چې فلسفه څه ده او څه چار ترسره کوي، په هر مهال کې په يوه بڼه نه ده تفکر شوې. بېلا بېلو فلسفه پوهانو دغه موضوعات په بېلا بېلو بڼو تر څېړنې لاندې نيولي دي.

د لرغونو زمانو فليسفوانو په دې ډول تلقي کوله چې ((د ټولو پوهو لرونکى او موضوع يې په ټوليز ډول حقيقت دى)). د هغو په وړاندې فلسفه د ((پوهنو پوهنه)) وه. د دې جاج له مخه فيلسوف هغه پوه دى چې په هر څيز پوهېږي او د هرې پوهې لرونکى وي. د يونان له نومياليو فيلسوفانو څخه اپلاتون فلسفه داسې پېژني: ((يوه پوهه ده د نه ليدونکو څيزونو)) او ارستو يې دا ډول پېژني: ((فلسفه د لومړنيو پرنسيپونو او وروستيو توسنونو يوه پوهه ده)). د پخوانيو فلسفه پوهانو په وړاندې د فلسفې پازه دا وه چې ((په هر څيز پوهېدل، په ټوليز ډول پوهېدل او په ژور ډول پلټل)). په منځنيو پېړيو کې فلسفه په مرکب ډول ((اووه رغاونى)) جاجېدلې. دغه اووه رغاونې: ګرامر، بلاغت، مناظره، موسيقي، هندسه، شمېر او هيات وو او د هغوى سرچينه الهى سوچېدله او فلسفه د تيولوجي (الهياتو) په چوپړ کې ګومارل شوې وه.

په اوسنيو پېړيو کې فلسفه د نوميالو فلسفه پوهانو، لکه د يکارت، لايبنتيز، کانت، بيکن او نورو په عملي موضوعاتو د يوې مسلطې پوهې په څېره د پلټنې وړ ګرځېده. ديکارت فلسفه د يوې ونې سره تشبه کړه: چې دې ونې ولې ميتافزيک، سټه بې فزيک (يعنې پنځ)، څانګې يې طب، ميکانيک او اخلاقو څخه دي. د دکارت په وړاندې د فلسفې پازه دا ده چې پوهې د دغو توکونو ترمنځه اړيکې جوړې کړي او هغوى يو له بل سره اړمنې وګرځوي. کانت فلسفې ته داسې پېژندون وټاکه: ((فلسفه د ټولو پوهنو د اړيکو په هکله يوه پوهنه او د انسان د سول سوچه غايه)).

او ګوست کونت فلسفه داسې جاجي: ((يو ټوليزه پوهه ده چې د پوهنو پاييلې تضمينوي او د هغو ترمنځ يووالى راولي)) او د هربرت سپنسر په وړاندې هم فلسفه د پوهنو د يو ځاى کولو پوهه ده.

جان د ېوي فلسفه د ښوونې او روزنې ټوليز الواک ګڼي. له دغو لنډو څرګندونو څخه پوهېږو چې د فلسفې په مفهوم کې د زياتو او ډول ډول پېژندنو سره سره بيا هم شريک ټکي شته دي. يو انسان زيار باسي چې هغه رښتينوالى او روغوالى د سول او ازمېښت په وسيله برسېره کړي، هاند باسي چې هغه له هغو عموميونو سره افاده کړي چې دغه چار د فلسفې پوهو شريکې او بنيادي ځانګړنې ښيي. له بلې خوا عموميتونو ته د رسېدلو لپاره بايد پوهې سره يو ځاى کړى شي او د يو منظم او فکري جونګ په لاس راوړل، د فلسفې له پازو څخه دي.

يادونه: دغه پښتو ليکنه ادارې( وږمه- مجله)په خپلې پښتو اړولې ده.

د لیکوال په اړه

سید بهاالدین مجروح

سید بهاالدین مجروح

پوهاند سيد بهاالدين مجروح (۱۹۲۸ – ۱۹۸۸) افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه و. تاسو همدا مهال د هغه مقالې، لیکنې، او کتابونه د هغه یاد ته د درناوي په مناسب د مجروح اکاډمي په ویبپاڼه کې لولی

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ