د فلسفي پوهې خصوصيات:
که چېرې ځير شو نو پوهېږو چې پوهنيزې پوهې يو شمېر ځانګړنې لري، چې د پوهنيزې موضوع له پلوه (يو څه يو ځاى شوي دي).
نا اوډلى ګډې وډې عاميانه پوهې د موضوع له پلوه په اصلي ډول ګرد سره نه دي يو ځاى شوي او هغه فلسفي پوهه چې دلته پرې مونږ ګړېږو (د موضوع د يووالي) له پلوه له نورو پوهو څخه لوړوالى او بېلوالى لري او دغه پوهه دې ته پام اړوي (چې يو ټوليز او جامع يو ځايوالي ته هڅه وکړي) چې دا په خپله د وګړو د ذهن طبيعي اړتيا ده.
نا اوډلې او عاميانه پوهې چې له ګډوډو اداراکونو څخه په لاس راغلي دي، هېڅکله نشي کولاى يو متفکر شخص بسيا کړي. ځکه چې په دغه ډول پوهو کې داسې بنسټ نه شته چې د هغو له مخې د پېښو د څرګندولو او د هغوى د ښکارېدو په کېفيت پوه شو.
له بله پلوه نا اوډلې او ګډې پوهې داسې يو واک نه لري، چې د هغو په وسيله هغه اړتياوې چې زمونږ عقل يې د باندينۍ نړۍ د پېژندنې او پوهېدنې لپاره او همدا راز د پېښو د څرنګوالي او د هغوى د لاملونو د پوهېدلو لپاره احساسوي پوره کاندي، له دې کبله ويلاى شو چې پوهنيزې پوهې هم هغه پايښت لرونکې مينه چې عقل يې د پېښو د موندلو لپاره لري، د هغوى د په لاس راوړلو لپاره زيار ايستلى دى. د پوهې په تاريخ کې يو زيات شمېر حقايق ښوولاى شو چې پوهان د خپل ذوق او مينې له مخې د هغوى پر برسيرونه بريالي شوي دي. پوهان په هغه مهال کې چې په يوې مسالې بوختېږي، له يوې نوې وضعې سره مخامخېږي چې غواړي په هغه پوه شي.
او دغه شوق د دې عامل ګرځي چې هغوى پرله پسې څېړنې او پلټنې وکړي، نو دغه شوق چې زمونږ عقل يې د پېښو د چلند په وړاندې تنګېږي او مونږ د هغوى د سببونو د پلټنې او څېړنې د ښکارېدو لپاره ګوماري.
او دغه پوهنيزې پوهې چې د شوق او څېړنې په نتيجه کې لاس ته راځي، يوازې د هغو پېښو سببونه او عوامل (چې يو څه يو ځاى شوي دي) څرګندوي. خو انسان د ذهن د بسياتوب له پلوه هغه يو ځاى کېدنې چې د پوهې له ليارې کېږي، بس نه دي او د انسان ذهن راښکون لري چې له دغه ډول يو ځاى کېدنو څخه يو څه مخکې ولاړ شي او کولاى شي داسې يوه پوښتنه وکړي چې ايا (دغه ګډوډ سببونه نشي کولاى ټوليز سبب لاندې ټول شي؟)
ځکه چې دغه حالت د ذهن لپاره د فعاليت يوه طبيعي بڼه ده او دغه فلسفي پوهې د ذهن د همدغو طبيعي کړنلارو په پايله کې څرګندېږي او له دې کبله ويلاى شو چې فلسفي پوهې د وګړيز سول د پايښت لرونکي راښکون او شوق په نتيجه کې چې د پېښو د ټوليزې يو ځاى کېدنې په هکله يې لري، منځ ته راغلي دي.
له دې امله فلسفي پوهې دا ډول دي چې د پوهنيزو پوهو په پرتله ډېرې يو ځاى شوي دي.
په لنډ ډول ويلاى شو، هغه پوهې چې د ښه پوهولو او پوهېدلو له اړتياوو څخه يې سرچينه اخيستې، يو ځاى کېدنه يې زياته عمومي ده.
د هغوى خصوصيات:
فلسفي پوهې په هره دوره کې ستړې پوهې وي، وګړي هغوى ته په رسېدلو بريالي شوي دي. دغه ډول پوهې د وګړي د فکر سترې بڼې ښوولاى شي. که چېرې د ټولنو د فکر تاريخ له لرغونو زمانو څخه تر کتنې لاندې ونيول شي او غور پرې وشي، څرګندېږي، هغه پوهې چې په فلسفي پوهو معنا کېږي تل تر تله په هغوى کې ځينې ټوليزې ځانګړنې او کېفيتونه په ګډوډ ډول، چې ستر يې (ټولوالى، کليت، جامعيت او د يو ځاى والي کمال) دى او دې ته بايد پام وکړو چې د فلسفي پوهو دغه ځانګړنې د هغو موضوعاتو له ځانګړنو څخه سرچينه نيسي چې د خپلو څېړنو لپاره يې ټاکلي دي.
د فلسفې موضوع:
فلسفه د هغو لومړنيو زمانو څخه چې انساني فکر د ليک له لارې خپله څرګندونه پېل کړې، له بېلا بېلو او ډېر ګونو موضوعاتو سره بوخته شوې ده او په ځانګړې توګه يې په دغو موضوعاتو غور او پام کړى دى. آيا امکان لري چې دغه د نظريې جهان د يوې بدلون نه منونکې (مبدا) له ليارې څرګند شي؟ دغه جهان له څه څخه منځ ته راغلى؟ بنسټ يې څه دى؟ د وجود صورت او څرنګوالى څه دى، دغه نړۍ د څه لپاره پېدا شوې، د دې نړۍ پاى (د وګړو په ګډون) څه دى، له کومه راغلي يو او چېرته ځو؟
بايد پام وکړو چې دغه ډول پوښتنو ته ځواب ويل ګران کار دى، نو له دې لامله تر ټولو دمخه په کار دي (انساني پوهه) چې له دغه ډول پوښتنو سره اړيکه لري وپلټل شي.
آيا د انسان پوهه دومره پراخه ده چې نوموړو پوښتنو ته ځواب ووايي؟ يا په بله وېنا د وګړي عقل داسې پوهه لاس ته راوړلاى شي چې دغه پوښتنې يې غواړي.
دغه ټکى هم د فلاسفه وو له مخې لرې پاتې نه دى او هغوى هم د پوهې په مساله تفکر او غور کړى دى. ځکه چې دغه ډول پوښتنو ته د ځواب ويلو لپاره لومړى بايد د انسان د پوهې پولي وټاکلى شي.
آيا انسان کولاى شي چې په څيزونو باندې پوه شي؟ او څومره کولا ى شي چې پوه شي؟ نو دا دى فلسفه پوهانو په دویم پړاو کې له دې ډول مسالو سره ځان بوخت کړى چې: زمونږ د پوهې پوله څومره وه، د انسان عقل د دې وس او واک لري چې په هر څيز پوه شي؟ آيا په هغو څيزونو چې پوه شوي يو دا هم هغه حقيقت دى چې غوښتل مو پرې پوه شو؟ آيا کولاى شو يو بدلون نه منونکي حقيقت ته ورسېږو؟ لنډه دا چې زمونږ د پوهو ارزښت څه دى، آيا زمونږ پوهې ((مطلقې دي او يا اضافي دي))؟ هغو فلسفه پوهانو چې يې يوازې د فلسفي پوهو په ارزښت باندې تفکر د ډاډ وړ نه وي، ګڼلى او په يوه مهال کې يې غوښتي دي چې د پوهو سرچينه هم څرګنده کړي، لکه څرنګه چې له دغه ډول مسالو سره بوخت شوي دي، زمونږ پوهې له کومه ځايه سرچينه نيسي او منشا يې څه ده؟ آيا پوهې فطري دي که اکتسابي، که اکتسابي وي په دغه مهال کې هغه سببونه چې پر هغوى اغېز ښندي کوم دي؟ آيا زميښت که عقل؟ که چېرې د فلسفې تاريخ ته چې د پوهانو فکري سيستمونه يې د يوه تاريخي چلند په منځ کې پلټي وګورو، نو وينو چې فلسفه پوهانو پرته له دغو مسالو څخه له يو شمېر نورو مسالو سره چې له انساني حرکاتو سره اړيکه لري، هم بوخت شوي دي. هغوى دغه موضوع هم پلټلې ده چې آيا انساني کړه وړه په يوه عقلي لياره کې پېل کېداى شي او که نه شي کېداى. پوهېږو چې انسان يو داسې پېدا دى چې ټولنيز ژوند لري او يو لړ ليارې شته دي چې وګړي بايد په خپل ورځيني ژوند کې له هغو سره سمون وکړي او وګړي د دغه سمون له امله چې له نوموړو ليارو سره يې کړى دى، کېداى شي چې ټولنه ارامۍ او هوسايۍ ته ورسېږي. اوس دغه ډول پوښتنې منځ ته راځي.
د دې لپاره چې ټولنه په ارامۍ، اسودګۍ کې ژوند وکړي، هغه ليارې چې وګړي ورسره بايد سمون وخوري کومې دي؟ کوم ډول کړه وړه بايد ډېر ستر وبلل شي؟
هغه لورى چې زمونږ په حرکاتو کې (ښه) ګڼل کېږي کوم څيز دى؟ د دې علت دى چې د وګړو کړه وړړه په دوه ډوله (ښه) او (بد) توپير وو، د وګړو د کړو وړو اخلاقي بنسټونه کوم څيزونه دي؟ رښتينى اخلاق په څه شي باندې امکان پېدا کوي؟
اخلاق بايد په کوم ډول بنسټونو او اساساتو ټينګ کړو؟
دا دي هغه موضوعات چې فلسفه پوهان پرې بوخت شوي، همدا ډول دى چې مونږ به يې وروسته په نورو برخو کې په جلا ډول وڅېړو او که چېرې دلته هغه موضوعات چې مو د پوښتنو په توګه منځ ته کړي، يو په يوه يې د او يې مسالې په توګه راټول کړو، نو خبره به ښه او روښانه شي چې فلسفه له کومو موضوعاتو سره بوختېږي.
١-: د پورتنيو پوښتنو لومړنۍ ډله د دغې نړۍ د بنياد او موجوديت پوهېدلو او پېژندلو ته اړتيا لري، له دې کبله دغه مساله((د جهان د څرنګوالي او بنياد په مسالې)) تعبيرېږي.
هغه څرګندونې چې په دې برخه کې وشوې وروسته د Dogmatism په برخه کې ويل کېږي.
هغه مساله چې د پوښتنو دویمه ډله يې چاپېروي، په فلسفه کې د پوهې د الواک يا د پېژندګلوي د منطق Epistemology په نامه يادېږي چې وروسته به پرې بحث وشي.
٣-: په پاى کې د انساني کړو وړو پوښتنې څېړل کېږي چې فلسفي ژبه کې (د اخلاقو په مسالې نومول کېږي))، دغه مساله به وروسته د ژوند د سترو ارزښتونو تر سر ليک لاندې وڅېړو.
همدا خبره ده چې فلسفې د تاريخ په اوږدو کې زيار ايستلى، دغه مسايل د هغې پوهې له ليارې روښانه کړي چې ورسره يې اړه پېدا کړې ده او هغو پوښتنو ته ځوابونه برابر کړي چې له دې خبرو نه رامنځ ته شوي دي.
د پوهنو پرمختيا د فلسفې ډګرونه لنډ تنګ کړي دي:
ځينې فلسفه پوهان چې په اوسنۍ زمانه کې منځ ته راغلي دي، لکه لاينتيځ او کانت د فلسفې موضوع په ((پوهي الواک)) او ((اخلاقي مسالې)) پورې ځانګړې کړې ده. يعنې هغوى دې ته راښکون لري چې فلسفه يوازې په همدغه دوو مسالو بوخته شي، علت يې دا دى چې پوهنو پرمختيا کړې او د زمانې په تېرېدو سره له فلسفې څخه جلا شوې او په نا اوډلې بڼه اوښتې دي. لومړى ټولې جوتپوهنې او ټولنپوهنې د فلسفې په ډګر کې د هغې د ځانته څانګو په توګه کتل کېدې، نو له دې امله فلسفه پوهانو هم هغه پوهنې چې رياضياتو، فزيک، بيولوژي، ساپوهنې، ټولنپوهنې او نورو پلټلې تر څېړنې او کتنې لاندې نيولي، لکه اپلاتون د هغې اکاډمۍ دوره په سر چې ده هلته لوست ورکاوه، داسې ليکلي وو ((څوک چې په رياضياتو نه پوهېږي، نه شي کولاى دلته ننوځي)). دغه خبره د بېلګې په توګه دا ښيي چې د هغې زمانې فلسفه پوهان کومو موضوعاتو سره بوختېدل.
د هغه برسېرونو او ازمېښتونو په نتيجه کې چې پوهنيز ډګر کې منځ ته راغلى او د وګړو پوهه يې ورزياته کړې ده، نو دا کار د کېدون نه لري برېښي چې يو وګړي دې ټولې دغه پوهنې له څانګو سره زده کړي.
نو له همدې کبله داسې پوهان منځ ته راغلل چې د پوهنو ټولې څانګې نه چې په يوه ځانته څانګه کې يې زده کړې وکړې. اوس د هغه فيلسوف چې هر ډول پوهې خاوند وي، له يوه پوه څخه چې په يوه څانګه کې ستره پوهه ولري، زياته هيله کېداى شي.
له بله پلوه هغه جوتپوهنې چې د ازمېښت او کتنې په مرسته د باندينۍ نړۍ د پېښو په څرګندولو بريالي شوي، په دې هم بريالي شوي دي چې د هغو مسالو د حل ليارې هم پېدا کړي چې د پېړيو راهيسې فلسفه پوهانو خپل ذهنونه د هغو په هکله بوخت کړي دي.
د جوتپوهنو په رڼا کې روښانه شوي دي، هغه څېړنې چې د فزيک او کېميا په برخو کې سر ته رسېدلې دي، زمونږ د دې بې ځانه جهان د بنيادي عناصرو څرنګوالى يې مېدان ته راوښکلى او همدا اړول بيالوژي د ځان لرونکي بنيادي عناصرو څرنګوالى روښانه کړى دى، نو له دې امله اوس کومه اړتيا نه حس کېږي چې لکه د پخوانيو زمانو غوندې يو فيلسوف دې د اصلي مادې په هکله فکر وکړي چې آيا د دې جهان اصلي ماده څه ده او له څه نه بنا شوې؟ او د جهان بڼه څه ډول ده؟ او يا هغه فرضيه رامنځ ته شي چې ((آيا د دې جهان بنياد هوا ده، اوبه دي، اور دى او يا نور څه؟)) ځکه چې دغو پوښتنو ته د لرغونې زمانې فلسفه پوهانو ځواب ورکړ او نن يې فزيک او کېميا ځواب ورکوي چې ((اتوم او انرژي)).
بيولوژي ځواب ورکوي ((چې حجره ده))؟ د ځمکې د بڼې په هکله جغرافيا ځواب ورکوي چې ((ګرده ده، قطبونه يې پلن دي))، هر يو له دغو پوهنو خپل ځوابونه د ازمېښتو په وسيله روښانه کړي دي.
لنډه دا چې هغه ډېر مسايل چې فلسفې له هغو سره ځان بوخت کړى، د جوتپوهنو له پرمختيا سره يې ورو ورو پرمختيا کړې ده، نو له دې پلوه د فلسفې موضوع هم ورځ په ورځ لنډو تنګه شوې ده. د المان ستر فيلسوف (امانويل کانت) په ١٨ پېړۍ کې سوچ کړى و، چې ټولې هغه ربړې چې اوس ورسره فلسفه بوخته ده، ژر او يا وروسته به د جوتپوهنو له ليارې څرګندې شي، نو له دې امله يې د فلسفې موضوع ((د پوهې تيوري)) او ((اخلاقو)) پورې ځانګړې کړې وه.
د فلسفې نننۍ موضوع:
که چېرې داسې يوه پوښتنه رامنځ ته شي چې د فلسفې نننۍ موضوع څه ده؟ څرنګه چې پوهنې په وار وار له فلسفې څخه بېلې شوې دي، اوس فلسفه کوم څيزونه تر پلټنې او څېړنې لاندې نيسي؟ دغه ټولې پوښتنې دي چې بايد وپوښتل شي، ځکه مونږ نن پوهېږو چې بېلا بېلې پېښې چې په طبيعت کې ترسره کېږي، د بېلا بېلو پوهنو له خوا تر څېړنې او پلټنې لاندې راځي.
نو په دغه ځاى کې به فلسفه په کومو څيزنو بوخته شي؟؟
هغه ټکى چې نن دغو پوښتنو ((فلسفې موضوع څه ده او څه بايد اوسي؟)) ته ځواب وايي، په دوو ډلو وېشل کېږي:
١-: هغه ډله چې د هغو نظريه د فلسفې موضوع د ځينو پخوانيو فيلسوفانو لکه (توماس St. Thomas، برګسون Bergson او کانت Kant غوندې بيا هم ((د اخلاقو او پوهې مسايل)) دي. (د دغو نوموړو فيلسوفانو نظريه به وروسته راوړل شي).
٢-: هغه ډله چې د هغو په نظر بايد د فلسفې موضوع دا رانګه وي، بايد په هغه ازمېښتي رښتينوالي چې له پوهنو څخه راوتلي، استناد ولري او پر هغو فکر وکړي او يوازې ازمېښتي نتيجه خپله موضوع وټاکي. دغه دویم ليد دود ((د پوهنيزې فلسفې د بنياد)) پلوي کوي او د هغو په وړاندې فلسفه يوه ((اوډل شوې انتقادي او د پوهنو په نتيجو متکي)) ليدنه ده. يعنې فلسفه د هغو نتيجو په مرسته چې له پوهنو څخه په لاس راغلې، د دغه جهان لپاره په يو سيستم رامنځ ته کړي چې په ازمېښتي حقايقو مستند وي.
د دې لپاره چې فلسفه دغه چار ترسره کړي، نو پکار دي چې هغه حقايق خپله موضوع وټاکي چې پوهنې په بېلا بېلو ډګرونو کې د هغو په برسيرونې بريالۍ شوي دي.
د دویمې ډلې د ليد دود له مخه ټول رامنځ ته کوونکي (پوزيتويستان) او د (ياما ښوونځي پالونکي) راځي، چې د هغوى په سر کې او ګوست کونت (Au, Count) سماخ (Mach) (اوريانوس Aueryanus) او داسې نور دي.
نو بايد په پام کې ولرو چې په نننۍ فلسفه کې تيوري ورځ په ورځ پياوړې کېږي او پلويان يې زياتېږي، څرنګه چې دا فکر ((چې بې پوهې نشو کولاى فلسفه جوړه کړو)) د پوهانو له خوا د يوې جوتې او منل شوې خبرې په توګه منل شوي دي.
تبصره زیاته کړئ