د استاد مجروح دېرشم تلین

د استاد مجروح اثار په نړیوال فلسفي ډیسکورس کې د شامېلېدو حیثیت لري

وده او پرمختګ هغه وخت اسان شول چې انسان لیک وکړ او د لیک په مټ د یو نسل افکار او تجربې بل ته لیږدوړ وګرځيدل. دلیک په مټ د یو پېر له انسانه د بل پېر انسان ته افکار او معلومات ولیږديدل. په دغو افکارو او معلوماتو کې ورپسې انسانانو سمون راوست، په سمون کې سمون پر واقعیت پوهيدنې ته لار هواره کړه او پر واقعیت پوهيدنې سره انسان وکړای شو چې له واقعیت سره پر چلند هم سوچ وکړي او ورسره وړ چلند هم زده کړي.

مونږ سره پر واقعیت پوهيدنې او نړیوال علمي او فلسفي ډیسکورس کې شاملیدو لپاره دوه لارې دي، یوه له بېروني علمي او فلسفي اثارو څخه ګټه پورته کول او دویمه له داخلي علمي او فلسفي اثارو څخه ګټه اخېستل، چې دواړه اړینې دي.

ډاکتر سید بها الدین مجروح د ګوتشمیرو افغان پوهانو په ډله کې دی، چې له اثارو یې په علمي ډګر او نړیوال علمي او فلسفي ډیسکورس کې د شاملیدو لپاره ګټه پورته کیدای شي او اثار یې په فلسفي او علمي برخو کې باوروړ ګڼل کیږي.

استاد مجروح هغه څوک و چې فلسفه یې په اکاډمیک ډول لوستې وه او د دې ډګر له باریکیو ښه خبر و او بلې خوا هغه افغان انسان هم ښه پېژنده چې افغان انسان څوک دی او کیفیت يې څنګه وده کړې ده.

د نوموړي « د جبر او ختیار دیالکتیک» له لوستلو معلومیږي چې څومره یې پر فلسفي او رواني افکارو پوهه درلود. د نوموړي د یاد په پار ((د مجروح فلسفي اکاډمي)) رامنځته کول یو شریف او انساني ګام دی، ګوندې دا ګام وکوای شي چې د پوهاند مجروح له لارې مو د پوهې او فلسفې په دریڅه ورسيخ کړي او د خپل ځان او نورو په ګټه مو تمام کړي.

د لیکوال په اړه

Avatar

عبدالودود بشریار

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ