دېرش کاله وروسته یې لیکم چې د پوره دېرش کالو وړاندې پېښو ته ورستنیږي. د یو لوی او عظیم انسان، د فکر او تأمل د یوې سترې هستۍ د مرګ د ناورین یاد را تازه کوو. استاد پوهاند دوکتور مجروح؛ یو مهربانه، زړه سواند او د مهر و محبت نه ډک انسان چې زه د خپل ژوند په سختو شېبو کې د هغه د مهربانیو لاس چې زما پر سر یې تېراوه، نشم هېرولی.
استاد مجروح نوې کاله تر مخه په کونړونو کې دونيا ته سترگې وغړولې. د کونړ طبيعت او دنگ غرونه يې په انساني طبعيت کې سره موازي وليدل. د فلسفې زدهکړو او ارواپوهنيزو څېړنو په لړ کې يې د هېواد په فرهنگ کې نوې لاره پرانيسته.
استاد په کابل پوهنتون کې نه يوازې د فلسفې درسونه ورکړل، چې فلسفه یې د فلسفې له پاره رواج نه کړه، بلکې فلسفه يې د ښه تفکر او ښه تأمل له پاره دود کړه. هغه هڅه وکړه په خپل وخت کې د حاکم اتمسفير په وړاندې زده کوونکي د مارکسيستي دوگماتيزم او همدا رنگه د تيوکراتيک دوگماتيزم نه وژغوري. هغه په ډېره هنرمندانه توگه وکړاى شول د انسان دروني خصلت زدهکوونکو ته څرگند کړي او هغوی [زده کوونکي] په دې اړوند مثبت شک کولو ته را وبولي. د هغه تلپاتې اثار لکه: اژدهاى خودي، ځانخاني ښامار، بودا چنين گفت، د جبر او اختيار ديالکتيک او نورو اثارو د داسې رڼا او روښنايي مثال درلود چې په یوه غليظ تورتم کې لاروي ته لاره ورښايي.
زه چې د ژوند په ډېرو سختو شيبو کې له پوهنتون څخه له فراغت وروسته د استاد ته د مراجعې او ناستې ولاړې وياړ لرم تل د هغه روښانهوونکو مشورو مديون او احسان په خپلو اوږو وړم.
زموږ د هېواد په فرهنگي او فکري تاريخ کې استاد يو بېجوړې شخصيت و. د همدغه روښانه اند په بنياد هېڅکله تور زړو او تاريک ذهنه ډلو ته چې د هېواد وروستۍ پېښې اوس د دغه ډلو د ماهيت څرگندوى دي، ورته د زغم وړ نه شو.
زه په دې باوري يم چې استاد مجروح به پيړۍ اخوا ته د نورو نسلونو په منځ کې له خپلو اثارو سره ژوند وکړي. په عین حال کې د استاد مجروح په نوم د فلسفې وروستیو هڅو او کارونو ته په نیک نظر ګورم او دا انګیرم چې د استاد د تلپاتې نقش مهمه کړۍ ده.
استاد روح دې ښاد وي.
تبصره زیاته کړئ