لیک: څېړنوال عبدالغفور لېوال
افغانستان د ډوډۍ وږی نه دی، د ټوپکو هم نه دی، دا وطن د ( فکر) وږی دی.
دېرش کاله پخوا، پرهمدې ورځ ( د فبروري یولسمه) د ټوپکو پریماني د دې هېواد د تفکر یو مکتب ړنګ کړ.
هو، دېرش کاله پخوا پر همدې شومه ورځ پوهاند دکتور سیدبهاءالدین مجروح شهید کړای شو. هغه فېلاسوف چې نوي کاله پخوا پرهمدا سبا ورځ ( د فبروري دولسمه ) دکونړي سیند ترڅنګ زوکړی و.
څه بېوزلی ملت، چې نوي کاله کیږي، د تفکر بل سمندر یې جاري نه شو کړای او دېرش کاله کیږي، چې د فیلاسوفي پوهې له وچکالۍ څخه ځوریږي، خو ټوپک په کې لاهم پرېمانه دي.
“ځانځاني ښامار” خپل هستوونکی هم تر کومي تېر کړ.
یوماښام چې لاروی د نیمو شپو پر لار روان و، تر دې وړاندې چې د ژوند دبېپایه سمندر کڅ ته نږدې شي او هلته خپل مساپر ته په تمه شین کمیسې شالیلا وویني، پر تور اس سپور ( قهرمان ) وواژه او هغه شپه تور ښامار په خپله ماڼۍ کې جشن جوړ کړ. هغه شپه د پوهې سپوږمۍ نه وه راخلتې . د تروږمیو قهرمان خورا خوښ و.
دېرش کاله کیږی، چې افغانستان بې فیلاسوفه، بې فیلاسوفي او بې مجروح دی. دېرش کاله کیږي، چې ښامار ارږمي راکاږي.
دېرش کاله کیږي، نه پوهه شته ، نه ډوډۍ خو ټوپک پریمانه دي.
“د جبر او اختیار دیالکتیک” تر سپېرو دوړو لاندې هېر دی او د شرق و غرب د مخامختیا سوله ییزه ترانه د جګړې پر تریخ مارش بدله شوې ده.
او مجروح نه شته.
…وجای آن ” رمزآشنای فرهنگ خاور وباختر، پیغمبرزادهء پاریس دیده” برای همیشه خالیست . مجروح، آفریننده ی “اژدهای خودی” سی سال است که خودش طعمه اژدها شده است و اژدها هنوز از آتش و دود میگوید.
هره نیمه شپه د کونړي سیند تر غاړې یو سیوری پر ګټ ناست وي او ځلېدلې سترګې یې د سیند په څپو کې د یوې “نا اشنا سندرې” ترنم لټوي. د مجروح شاعر سیوری دکونړي سیند توپاني څپو ته غوسه دی، چې ولې یې یو بل فیلاسوف شاعر نه دی زېږولی؟
نوي کاله! د فکر دومره لویه کاختي نوره د زغملو نه ده.
اهای پېغلو،
زلمو،
څوک شته، چې د افغاني “اکاډمیا” یا ” لېسې ” پر کنډوالو، د مجروح فيلاسوف د ځلنده افکارو د نوې ماڼۍ جوړولو همت وکړي؟
دېرش کاله بې فیلاسوفه او درې لسیزې بې فکره ژوند په ژوند نه دی شمار.
نور نو دا سکوت مات کړئ!
تبصره زیاته کړئ