لیک: محمد ضیاءالحق شمس
د ډاکټر مجروح ژوند او هڅې په افغانستان کې د فلسفېدنې د بهیر ساتل دي. زمونږ د تاریخ شلمه پېړۍ سره د ټولو ننګونو په دې لار تفسیر شوې چې د فکرکولو، ژبې او آندونو سلسلې ضعیفې او ورکې دي. په داسې حال کې مونږ مجروح مومو چې د ده کوښښونه په دغه پیوند کې ماناداره بللی شو. نن د مجروح له فلسفي بنسټ نه په هیواد کې د فکر ساتلو او فلسفېدلو د بهیر د رغاونې او ساتنې غوښتنې دي. ځوان کدرونه او د ژورو بنسټونو پر اغېز او اړتیاؤ باورمن شخصیتونه باید د دغې سلسلې د هرکلي ترڅنګ د عقلانیت د ودې لپاره خپل معاصر رول ولوبوي. یاده دې وي چې یوازې تفکر مو له سطحي کېدو، بې بنسټه کېدو او منځتشي وضعیته ژغورلی شي. ورسره د تصادف او تحقیر فرهنګ د تفکر او تعقل له لارې د متضادو او متناقضو فکرونو پر څنګناستي کېدو بدلېدلی شي.
په همدې هیله
تبصره زیاته کړئ