د استاد مجروح دېرشم تلین

درنه شپه

د ۱۹۸۸ کال د فروري پر ۱۱مه ماښام مهال پوهاند ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سید بها‌ؤ الدین مجروح د پېښور په شاهین ټاون کې د پولیسو له تاڼې سره جوخت ووژل شو. سبا سهار ځنې خبر شوم. لاندې منظومه ګۍ مې هغه وخت د هغوی په ویر کې ولیکله:

شاعر: نور الحبیب نثار
ځلېده چې به پړک پړک هغه ستوری
دا بېګا ولې د هسک پر لمن نه و؟
که کاته مې، مخامخ توره شبحه وه
په چمن کې خنده رویه سمن نه و
ما وې ځه چې شپه پخه شي حال به راکا
له دې وجې مې زړګی اندېښمن نه و
نیمه شپه وه چې سپوږمۍ شوه را اوچته
خو هغې سره هم نه وه د ده پته.

غرض دا چې اندېښنو کړمه په مخه
‌‌‌‌‌‌ډېر یې یوړمه له دې جهانه لرې
ګورم، څه ګورم، کږې د چا په لوري
د خودۍ د اژدها سترګې ژورې
له هیبته مې له واره غونی زيږ شو
اندېښنو مې خوله کې وچې کړې خبرې
که کاته مې درنه شپه پر ما رڼه وه
د هجرت قافله لوټ، درا کڼه وه.

چې سحر بیا پر افق شوه را د بره
تکه سره د چا په ویر وه د لمر سترګه
له دې مځکې نه هم لړې لټېدلې
که خبره په تقصير وه د لمر سترګه
له حیرته چې دا څه فتنه انګېز یې
پېښوره تا ته ځير وه د لمر سترګه
څه به وایم، غلې غلې ګنګوسه وه
ګنګوسه څه د مجروح د مرګ قصه وه.

شیبه پس بیا تصور کې پسې ولاړم
کایناتو په یوه خوله را ته دا وې:
څنګه نه وي پښتنو نه مرورې؟
د مجروح غوندې همه لویې ارواوې
په سرتوري یې ده قبر ته ولاړه
د وطن د آزادۍ ملاله ناوې
هله ورشه خم یې واړوه پر څلي
چې زهیر نه شي مخمور د کور و کلي.
د ۱۹۸۸ د فروري ۱۲مه

د لیکوال په اړه

د اکاډمي ایډیټر

د اکاډمي ایډیټر

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ