مقالې

ګالیله۱۵۶۴-۱۶۴۲ع

ګاليله د ساینس د علمبردارانو په منځ کې ستر شخصيت دى. ده خپل عالمي شهرت په نجوم کې حاصل کړ او د منعکس تلسکوب په وسيله يې انسانانو ته د اسمان نوې دنياوې وښودې، مګر کله چې ده د کوپرنيک دا نظريه تاييد کړه چې ځمکه له لمر څخه ګېر چاپېر ګرځي، نو عيسوي روحانيونو پرې د کفر حکم صادر کړ او ژوند يې ورتريخ کړ. د ګاليله تتبعات په ميخانيک ار ديناميک کې د ده د نجومي اکتشافاتو څخه زيات مهم دي.

ګاليله يو ډېر صحيح مېتود په مخ کې نيولى و او هغه دا و چې رياضي تحليل يې په فزيکي مسائلو تطبيقاوه او د ده تحقيقاتو د نيوټن د اکتشافاتو دپاره لار پرانسته.

کال (١٦٣٣) د جون د مياشتې دوه ويشتمه ده. سهار دى او يو بوډا سړى د روم د ښار د کوونت ميزوا په يوه خونه کې د عيسوي قاضيانو په مخ کې ولاړ دى. د توبه ګار شډلې جامې يې اغوستې دي، ژېړ رنګ، رپېدلې شونډې، په ډېرې بې جراتۍ د قاضيانو مؤقرو څېرو ته ګوري او غواړي چې خپل اخرنى حکم د هغوى په سترګو کې ولولي. تر څو چې په دې درنده چوپه چوپتیا کې د قاضيانو له ډلې څخه يو کس راپورته شو او په يو بې خونده او يو نواخته اواز یې دا خبرې وکړې.

((…..مګر له دې ټولو دلايلو څخه دا نتيجه راوځي چې دا سړى د عفوې وړ دى، خو په دې شرط چې دى په پاک زړه او ايمان د خپلو کفرونو څخه د کليسا په مقابل کې توبه ګار شي… او دا چې دا سړى به محکوم وي په بند او زندان…))

اواز چپ شو، هغه محترم توبه ګار د قاضيانو په مخ کې ګونډه ووهله او د خداى په نامه يې سوګند ياد کړچې بيا به هېڅکله نور د خپلو بې دينو نظرياتو تبليغ نه کوي، مګر په دې نظرياتو کې چې کومه مهمه وه او دى يې د کليسا په مقابل کې مجرم کړى و، هغه دا عجيبه نظريه وه چې ځمکه له لمر څخه ګېر چاپېره ګرځي، نو بيا يې په يو لړزېدلي لاس يو کاغذ امضاء کړ او له خپلو خطاوو څخه توبه ګار شو. قاضيان راپورته شول او مجرم له خونې څخه بهر وويستل شو، ويل کېږي چې د وتلو په وخت کې دغه بوډا سړى له ځانه داسې لګيا و: ((Eppur si muove)) يعنې: مګر سره له دې هم، ځمکه ګرځي او دا سړى په خپله ګاليله و. د نجوم عالم او د بشري علمي اکتشافاتو لوى علمبردار.

ګاليله د فروري په مياشت، کال (١٥٦٤) عيسوي کې په پيز ايټاليا کې زېږېدلى دى. پلار يې د فلسفې مطالعاتو سره ډېر شوق درلود، په کوچينوب کې به ګاليله د خپلو لوبو اوقات دکوچنو آلاتو او ماشينو په جوړولو تېراوه چې هم به يې پرې خپل ساعت تېراوه هم به يې د خپلې مدرسې د انډيوالانو توجه جلبوله. پلار يې ګاليله کې د کوچنيتوب څڅه د نبوغ علامې ليدلې او سره له بې سيالګۍ، دى د پيز په پوهنتون کې د صنايعو په څانګه کې داخل کړ. دا کار په (١٥٨١) کې وشو.

د دې زلمي زده کوونې دپاره لومړى د طب شعبه ټاکل شوې وه، مګر داو کلید د آثارو مطالعې د ده فکر بلې خواته وګرځاوه. د يو نوي حقيقت مکاشفې دى ځان داسې جذب کړ چې له طب څخه يې لاس واخيسته او له ابتدايي هندسې څخه ډېر ژر دار شميدس آثارو ته ورسېد. فکر يې رسا او په هر څه کې يې ډېر ژر نفوذ کاوه. په دغه وخت کې د ارسطو فلسفې مطلقه حکمراني کوله. ده اول ارسطو مطالعه کړ او د ځلميتوب په جوش او خروش يې د ارسطو اشتباهات او غلطۍ ثابتولې او په ډېر شدت او رسوايي ګاليله د ارسطو له پېروانو سره په مجادله شروع وکړه او کله چې پوه شوچې د هغوى قناعت په بحث او استدلال نه شي کېدى، نو د ارسطو د بدیهياتو د ردولو دپاره يې مستقيم تجارب ښودل.

د ارسطو د عقايدو له بديهياتو څخه يوه نکته دا ده چې د رالوېدو په وخت کې د جسمونو څخه هغه يو لومړى ځمکې ته رارسېږي چې زيات وزن ولري او د دې اجسامو سرعت هم د دوى د وزن سره متناسب دى، يعنې هر څومره چې د يو جسم وزن زيات وي، د رالوېدو په وخت کې يې سرعت هم زياتېږي. ګاليله برعکس دا عقيده تاييد کړه چې دوه جسمونه چې د يوې معيني ارتفاع څخه او په يو وخت رالوېږي، په يو وخت مځکې ته رارسېږي، خو په دې شرط چې د فضا مقاومت دوى په غېر مساوي ډول ونه ځنډوي. د دې دپاره ګاليله د ارسطو يو څو مهم مهم پیروان راغونډ کړل او خپله نظريه يې ورته ثابته کړه. د پيز د ښار هغه مشهور کوږ برج سر ته وخوت او له هغه ځاى څخه يې دوه جسمه چې غېر مساوي وزنونه يې درلودل، کښته راوغورځول او راټول شويو دښمنانو په خپلو سترګو وليدل چې دغه دوه جسمه په يو وخت ځمکې ته راورسېدل. ګاليله د فاتح په شان له برج څخه راکوز شو او په يو عميق تنفر يې د هغوى حکم واورېده. د ارسطو پیروانو په ډېره خونسردۍ دا واقعه د يو نامعلوم علت معلول وګاڼه او په خپلو عقايدو کې يې شک او ترديد ته لار ورنه کړه. ګاليله ورو ورو په تمام يوروپ کې شهرت پېدا کړ او په کال (١٦٠٤) کې يې خپل مطالعات د اسمان او ستورو په شا و خوا کې شروع کړل. په دې وخت کې په اسمان کې يو نوى ستورى راښکاره شوى و، منجمانو پرې بحثونه کول او حېران پاتې وو او عوامو د صحيحو معلوماتو تقاضا درلوده. ګاليله د يو لوى جمعيت په مخ کې ثابته کړه چې دا ستورى کوم شهاب ثاقب نه دى، بلکې د ثابتو ستورو په شان يو ستورى دى چې د نامعلوم شمسي نظام له حدودو څخه ها خوا واقع دى. په زرګونو خلک به راتلل او د ده خبرو ته به يې غوږ نيوه، د خلکو شمېر له يوې ورځې څخه بلې ته دومره زياتېده چې نور په کتابخانو او د کنفرانس په خونو کې نه ځايېدل او ګاليله به مجبورېده چې په آزاده هوا کې بهر د زرګونو خلکو په مخ کې ودرېږي او خبرې وکړي.

په دې وخت کې ګاليله د خپلو نظريو په نشرولو پېل وکړ، د ميکانيک، حرکت، رڼا، صوت او د اسماني نظامونو په باره کې يې کتابونه وليکل. مګر په کال (١٦٠٩) کې لويه او مهمه حادثه واقع شوه چې د ټولو توجه يې جلب کړه. په دې کال کې ګاليله داسې واورېده چې يوه داسې آله شته چې سړى په کې وګوري، نو پرې شيان نژدې ښکاره کوي. ده په دې ساحه کې په تجربو شروع وکړه، کله به يې يو شى جوړ کړ، بيا به يې بيرته وراناوه او بيا به يې له سره شروع کاوه، تر څو چې بالاخر يې يو فکر په مغزو کې وځلېده. ګاليله دوه عدسيې پېدا کړې چې يوه له يوې خوا څخه محدبه وه او بله مقعره وه او دواړه يې د يو سر بې نل په دوو سرو کې کېښودې او په منځ کې يې وکتل. په دې شان يوه لويه اختراع منځ ته راغله. ګاليله تلسکوپ جوړ کړ او يوه نوې حېرت آوره دروازه يې د انسان دپاره د اسمان په لور بيرته کړه.

ګاليله خپله اختراع د وينز ښار ته يوړه او د اشرافو مجلس ته يې تقديم کړه. مجلس د ګاليله تمجيد او تقدير وکړ. دى يې د پادوا د پوهنتون دايمي استاد مقرر کړ او زيات معاش يې ورته وټاکه.

په مياشتو مياشتو تلسکوپ د خلکو دپاره د حېرانتيا او فوق العاده توجه وړ شي او د هغه د ليدو لپاره په زرګونو خلک هره ورځ د ګاليله کور ته ورتلل.

ګاليله خپل تلسکوپ نور هم پسې تکميل کړ او په هغو اکتشافونو یې پيل وکړ چې دا یې په حیرت کې اچاوه. د نجوم په علم کې يې انقلاب راووست او د ده په ژورو کې يې لوى لوى مشکلات راپېدا کړل. ګاليله په تعجب وليدل چې د سپوږمۍ په ساحه کې يو لړ غرونه او ژورې ژورې کندې شته او د خپلې کوچنۍ خوا په تپه تياره خاموشۍ کې ده د نورو ستورو شمېر کشف کړ او د لمر د سيارې او د دې سياراتو د اقمارو په باره کې يې مثبتې نتيجې لاس ته راوړې.

ګاليله خپل کشفونه فوراً خپاره کړل او د توپاني باد په شان شديد مخالفتونه له هرې خوا راپورته شول اويو عالم دښمنان ترې چاپېر شول او له هر پلوه په ګاليله د کفر حکم صادر شو. په کال (١٦١١) ګاليله روم ته لاړ او هلته يې ښه هرکلى وشو، ځکه چې د ده دښمنانو لا په دغه ښار کې نفوذ نه و کړى. د کليسا روحانيون او مشران راغونډ شول او غوښتل يې چې د هغه عصر د فکر له لوى قهرمان سره ليده وکړي. ګاليله سره خپل تلسکوپ ملګرى و او د ښار دغو سترو اشخاصو ته يې خپل اخرنى کشف وښود چې هغه د لمر په مخ ځينې داغونه وو. د ګاليله د فکر قوت، د ادراک صفايي او د حقيقت سره ژوره مينه د دښمنانو قهر او غضب نور هم پسې زيات کړ او ګاليله د دې غضب د توپان په آرامولو کې هېڅ کوښښ هم نه کاوه، بلکې برعکس ده به داسې کار کاوه چې دښمنان يې مسخره شي. همېشه به ليدل کېده چې ګاليله به له شلو او يا زياتو دښمنانو سره مقابله کېده، بحث به يې ورسره کاوه، لومړى به يې هغوى ته موقع ورکړه چې خپلې خبرې وکړي، په آخر کې به يې په يو دوو خبرو د هغوى ټول اوږده دلايل مات کړل او د هغوى حماقت به يې ثابت کړ.

مګر په دې وخت کې کليسا هم له ګاليله سره په مخالفت شروع وکړه او دا مخالفت هله شديد او خطرناک شوچې ګاليله د ځمکې غېر مرکزيت په باره کې د خپلو نظريو تبليغ شروع کړ او ويل به يې چې لمر ساکن دى او مځکه متحرکه ده. په هغه وخت کې قبوله شوې نظريه د پتولمه وه چې د هغې په اساس ځمکه ساکنه وه او هر څه د مځکې په ګر چاپېر ګرځېده، دا د غېر مرکزيت نظريه له ګاليله څخه پخوا کوپرنيک وړاندې کړې وه، مګر مثبت دلايل ورسره نه وو. ګاليله دا نظريه ښکاره ثبوت ته ورسوله.

د مخالفتو توپان نور هم پسې شديد شو، تر څو چې په کال (١٦١٥) کې پاپ پول پنځم ګاليله ته يو نيم رسمي اخطار ورکړ او د دې کال په جريان کې د کليسا مرکز تصميم ونيو چې دا نظريه چې لمر د جهان ثابت مرکز دى او مځکه ترې ګر چاپېره ګرځي، د عيسوي دين د اساسونو سره مخالفه ده او په ګاليله حکم صادر شو چې دا محکومه شوې نظريه نه نوره خپره کړي او نه ترې دفاع وکړي.

تر ډېره وخته ګاليله چپ و او خپلې مطالعې يې په خصوصي ډول مخکې بيوې. مګر په کال (١٦٣٢) کې ده خپل مهم اثر خپور کړچې دا يې عنوان و: ((د دوو اساسي عالمي نظامونو په منځ کې بحث)) دې کتاب يو فوق العاده تاثير وکړ، ځکه چې علمي پاخه حقايق په کې په يو سليس او روان سبک بيان شوي وو، مګر برسېره په دې دا اثر د (١٦١٦) کال له حکم څخه مخالف و، نو ځکه په ګاليله امر وشو چې په روم کې د عيسوي قضاتو په مخکې حاضر شي. ګاليله اول د قاضيانو په ځواب کې په ډېره سادګۍ انکار وکړ او ویې ويل چې ده هېڅکله دا نظريه نه تاييد کړې او نه يې ترې دفاع کړې ده چې ځمکه حرکت کوي او لمر په ځاى ولاړ دى، بلکې برعکس ده، د نظريې ضد ثابت کړى دى او ښودلې يې دي چې د کوپرنيک نظريې ډېرې سستي او بې اساسه دي. درې ورځې وروسته له دې اعتراف څخه د دویمې محاکمې په ورځ ګاليله خپلې عقيدې ته تغيير ورکړ او د چا له مشورې سره سم، ده اقرار وکړ چې رښتيا هم ده د مځکې د غېر مرکزيت له نظريې څخه دفاع کړې ده او په خپله ګناه يې اعتراف وکړ او د بند حکم پرې صادر شو. مګر د دې په ځاى اجازه ورکړه شوه چې په خپل کور کې بالکل ګوښه ګېر شي او له هيچا سره تماس ونه کړي. د محاکمې د خلاصېدو څخه وروسته، ګاليله ژوند د تراژيدي ډک ژوند و. کله چې کور ته راغى، څو ورځې وروسته يې يوه لور چې ډېره پرې ګرانه وه، يو ناڅاپه مړه شوه. دې حادثې د فيلسوف نازک صحت ته لويه صدمه ورسوله، مګر سره له دې هم ده خپلو مطالعو ته ادامه ورکړه او په کال (١٦٣٦) کې يې يو اثر وليکه چې دا يې عنوان و: ((په نوي ساینس باندې بحث)) او په کال (١٦٣٧) کې په سترګو ړوند شو. ده د ژورې بدبختۍ په حالت کې ده خپل يو دوست ته دا کرښې وليکلې:

((زه بالکل او د تل دپاره ړوند شوم. دا اسمانونه، دا ځمکه او دا کاينات چې ما د خپلو مشاهداتو په وسيله په زرګونو کرته تېر شوي عصر د عقايدو د چوکاټ څخه بهر وويست او پراخه مې کړ، له دې څخه وروسته هغې فضا ته رامحدود شوى دى، کومه چې زه اشغالوم. په دې شان، دا د خداى رضا ده، فلهذا زما به هم دا رضا وي)).

د ګاليله يو دوست پادري کاستلى داسې ليکي: ((هغه د شرافت سترګې چې د طبيعت يې هېڅ مثال نه درلود تياره شوى)) سره له دې هم ګاليله له خپلو مطالعو خه لاس وانه خيست او يو شاګرد د ده اخرنۍ نظريې او اخرنۍ خبرې ليکلي.

په دې وخت کې د ګاليله له ژوند څخه څه نه و پاتي، مګر بيا هم د کايناتو د اسرارو په حل کولو تر اخره بوخت و. تر څو چې يوې نرۍ تبې ونيو و د جنوري په اتم کال (١٦٤٢) او (٧٨) کالو په عمر له دنيا څخه لاړ.

ګاليله د سيانس په مطالعو کې هم انقلابونه او تحولات راوستل. د ده مطالعات د اجسامو د ثقل د مرکز په باره کې د ده تجارب په مقناطيس کې ډېر تازه و او خپل عصر يې متحير کړ.

ګاليله د خپلو مختلفو اکتشافونو په وسيله د افکارو په دنيا کې انقلاب راووست. په سپوږمۍ کې غرونه په Pleiades (پيروني)، کني ستورى، Jupiter ((مشتري))، اقمار د Venus ((زهري)٩، د Saturn زحل، حلقه او د لمر داغونه ده کشف کړل. د دې اکتشافونو له سببه خلکو د ګاليله سره سخت مخالفتونه او دښمنۍ وکړې. د نننۍ دنيا په نظر ګاليله د ساینس لوى علمبردار دى. د اوسني علم النجوم د تحقيقاتو لومړني مثبت تاداوونه ګاليله ايښي دي.

 

 

 

 

د لیکوال په اړه

سید بهاالدین مجروح

سید بهاالدین مجروح

پوهاند سيد بهاالدين مجروح (۱۹۲۸ – ۱۹۸۸) افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه و. تاسو همدا مهال د هغه مقالې، لیکنې، او کتابونه د هغه یاد ته د درناوي په مناسب د مجروح اکاډمي په ویبپاڼه کې لولی

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ