پښتو ژبه دوه رازه ادبيات لري:
شفاهي ادب او ليکلى ادب.
په ليکلي ادب او د دې ادب د مقام او ارزښت په باب خبرې او بحث د ادب تاريخ پوهانو کار دى. کوم څه چې ماته د خاصې پاملرنې وړ ښکاري او دا ځکه چې تراوسه پرې لا منظمه علمي څېړنې نه دي شوي، هغه د خلکو شفاهي ادب دى. دلته مونږ يوازې د دې ابياتو يو ډېر خاص اړخ څېړو او هغه د پښتني ښځې سندره ده او د هغې څېرې مطالعه ده چې له دې سندرې څخه راوځي. مګر د موضوع د رڼا کولو دپاره بايد د دې سندرو موقعيت په شفاهي ادب کې معلوم شي او د دې دپاره پکار دي چې پر شفاهي ادب څه لنډې عمومي خبرې وشي.
د خلکو سندرې هغه خلکو ويلي دي چې سواد يې نه درلود، ليکل او لوستل يې په عمومي توګه نه وو زده او دا د سواد نه لرل باعث شوې ده چې عاميانه شاعران د هر ډول بهرني تاثيراتو څخه محفوظ پاتې شي. دوى کومه نمونه نه درلوده چې د هغه څخه تقليد وکړي. د شعري قواعدو کوم اقتدار نه و چې د هغه څخه پېروي وکړي، نو دوى مجبور وو چې د خپل شخصي ابتکار څخه کار واخلي او نوى شعر خلق او ايجاد کړي او دې مجبوريت داسې ادب راپېدا کړى دى چې لوړ شعري ارزښت لري او په واقعي توګه د يو ولس روح منعکسوي. په دې ادبياتو کې د شکل او جوړښت له لحاظ ډېره تنوع پرته ده.
خپل خاص وزنونه او قافيې لري چې هېڅ بل ادب ته ورته نه دي.
د دې ادب يو ځانګړي خصوصيات په دې لاندې ډول بيانېداى شي:
د شکل او بڼې له پلوه شفاهي ادب د موسيقۍ سره تړلى دى او قافيې او اوزان يې د موسيقۍ څخه نه شي بيلېدى. شفاهي ادب داسې شعر نه دى چې يوازې ولوستل شي، بلکې يوه سندره ده چې بايد د ساز او ټنګ ټکور سره وويل شي.
د محتوى له لحاظ په دې ادب کې چې کوم څه موندل کېږي، يا نه موندل کېږي، هغه دا دي:
کوم شيان چې په دې ادب کې نشته:
(١)-: د پښتو شفاهي ادب د پښتو او دري ليکلي ادب سره دا توپير لري چې په دې ادب کې د عرفاني او صوفيانه مينې او عشق بيان نشته، هېڅ کومې صوفيانه او عرفاني لړې وريځې ددې ادب شين اسمان نه پټوي.
(٢)-: د ليکلي ادب سره يې بل توپير دا دى چې د هېڅ کوم بادار او زمامدار مدح پکې نشته.
(٣)-: د ښکلي هلک مينه او د هلک د څېرې او خط او خال ستاينه چې په دري ادب کې کله د روحي انحرافاتو سرحد ته رسول کېږي، په دې ادب کې نه ښکاري.
(٤)-: په کلماتو باندې لوبې په معناګانو کې (موشګافي) چې د دري ادب په انحطاطي دورو کې کله ډېر سطحي او بې ځايه شي، په دې ادب کې له سره نه معلومېږي.
کوم څه چې په دې ادب کې مومو، هغه ډېر ساده، مګر ډېر اساسي شيان دي. دا يوه داسې انساني سندره ده چې د انسان اصلي او ژور انساني احساسات او عواطف بيانوي. په سطحي او فرعي شيانو پسې نه ګرځي، داسې يوه سندره ده چې په دې خاورينه نړۍ کې د انسان دردونه او خوشالي ګانې د انسان غمونه او لذتونه بيانوي. د انسان د ننګ او بې ننګۍ څخه د جنګ او له مينې څخه د بېلتون او مرګ څخه غږېږي. دا سندره طبيعت ستايي، سيندونه او ځنګلونه، درې او غرونه، ورځې او شپې، سهارونه او مازيګرونه يادوي. د دې شعر په لوستو سړي ته داسې احساس پېدا کېږي، ته به وايې چې د شعر او شعريت لومړني سر چينې ته رسېدلي يو. د شعر او شعريت د خلق او ايجاد د اساسي عمليې په جريان کې لوېدلي يو. مګر کوم څه چې په خاصه توګه په دې ادب کې مومو او په نورو ادبياتو کې کم يا هېڅ نه مومو، هغه د ښځې موجوديت دى، يعنې ښځه نه يوازې د شعر د موضوع په حېث بلکې د شعر او شعريت د صنفي او ايجاد کوونکې په حېث او دا د ښځې شعري ابتکار او خلقت په لنډيو کې وينو.
لنډۍ د ګرامري جوړښت او فکري او شعري محتوا له لحاظ په دوه ډوله وېشل کېداى شي، يا د ښځې له خوا ويل شوې وي او يا د نارينه له خوا، د نارينه له خوا ويل شوې لنډۍ هم په دوه ډوله دي:
هغه لنډۍ چې طالب، ملا يا ميرزا ويلي دي او هغه کې دري او عربي اصطلاح ګانې راغلي دي، ديني مفاهيم او د دري شعر تاثيرونه پکې ليدل کېږي. د دې لنډيو شعري ارزښت ډېر لږ دى، مصنوعي او سستې دي، رښتينى شعري قوي لنډۍ هغه دي چې بې سواده نارينه وو ويلې دي. مګر تر ټولو مهمې هغه لنډۍ دي چې د ښځو له خوا ويل شوي دي.
***
په کلو او قبايلي سيمو کې د پښتنې ښځې اجتماعي حالت داسې وچې په منظمه او ازادۍ توګه د پوهې او تعليم څخه محرومه ساتل کېده. حتى ډېر ابتدايي ديني تعليمات نه ورکول کېده، نو ځکه د ښځو لنډۍ هېڅ دري يا عربي توري نه لري. ژبه يې سوچه او ساده او احساسات يې سپېڅلي او طبيعي دي. رښتينې او صادقې لنډۍ همدا دي چې هم په ټوله معنا شعر دى او هم انساني ژور پېغام.
مګر دلته هم بايد احتياط وشي، ځکه چې نارينه پښتانه شاعران اکثراً د ښځو دپاره چاربېتې اوبدلې وايي او ځينې لنډۍ هم نارينه د ښځو له خولې ويلي دي. مګر داسې لنډۍ ډېرې دي چې استعمال شوي مفاهيم او بيان شوي احساسات يې داسې ښځينه دي چې د منطق او روحياتو له نظره نارينه پښتون ته يې بيان غېر ممکن ښکاري.
مثلاً د ښځې هغه ښځينه احساس، کله چې په نيمه شپه سوړ نغري خواته ناسته ده او منتظر ده چې مئين يې په دېواله را واوړي او بېرېږي چې مېړه يې راويښ نه شي.
يا هغه ښځينه پېغورونه چې هېڅ نارينه پښتون يې ځان ته نشي ويلاى او داسې نور.
مونږ کوشش کړى چې د لنډيو هغه مثالونه راواخلوچې په رښتيني توګه د ښځو له خوا ويل شوي ښکاري.
د دې لنډيو څخه په کومو کې چې ښځه د ځان بيان کوي، د خپل محيط او ماحول څخه غیر، يوه عجيبه په زړه پورې څېره راوځي. کېدى شي چې دا څېره د نورو ډېرو لنډيو په بنا راز راز او مخالف اړخونه ولري او نور څېړونکي يې نور مخالف اړخونه وڅېړي. مونږ خپله مطالعه د دې څېرې درې اړخو ته محدودوو او ګورو به چې د دې اړخو څخه کوم منظم او مشخص تصوير راوځي او که نه! او هغه درې اړخونه دا دي:
مينه، ننګ، مرګ
مګر يو مشترک احساس دا درې اړخه يو له بله سره تړي او هغه د مخالفت، قيام او د نارضايت احساس دى.
رښتيا هم پښتني ټولنه يو ډېر ټينګ قومي او قبيلوي ساختمان لري. په دې ټولنه کې د ښځې د ژوند شرايط په خاصه توګه سخت دي. دا ټولنه د هر څه نه د مخه د مړنو او جنګجويانو ټولنه ده چې نارينه وو جوړه کړې او د نارينه وو دپاره جوړه شوې ده او په هغې کې يوازې هغه بالغ نارينه د کامل عضويت حق لري چې په يو خاص ټبر پورې تړلي وي. د دې ټولنې اساسي ارزښتونه د (نارينتوب) ارزښتونه دي او د ژوند قواعد يې د پښتونوالې کود ټاکي. برسېره پر دې دا ټولنه يوه مسلمانه ټولنه ده، مګر د اسلام څخه هغه ارزښتونه رااخستل کېږي او اتکا پرې کېږي چې د پښتني دودونو سره ښه سمون او سازش کوي. دا ټولنه چې د شديد نارينتوب په اصل ولاړه ده او هم په خپل خاص سبک متعصبه ده. په ښځې باندې دوه ډوله فشار راولي: فزيکي او روحي.
په بدني او فزيکي لحاظ د کور ټول درانده کارونه د ښځې په غاړه دي. نارينه خو کله کله جنګ ته ځي او په کال کې څو ورځې د فصلونو په بنا کروندې ته ځي، کښت و کر کوي. مګر د ژوند زياته برخه يې په جومات او دېره کې د قبايلي سياست په بحثونو تېرېږي. حال دا چې ښځه د سهار په خړه راپاڅي او تر تېر ماسخوتنه پورې يوه شېبه هم په کرار نه کېني او د ماشين په شان کال دولس مياشتې څرخي او دمه نه کوي. له فصلونو سره سم ښځه د نارينه سره د قولبو، لو او لور او درمندونو په وخت کې مرسته کوي، برسېره پر دې منطقي ورځنۍ وظيفې هم لري.
د ورځې دوه واره اوږدې مزلې کوي او د اوبو درانده منګي په سر راوړي، ګڼ شمېر اولادونه راوړي او روزي يې، ډوډۍ پخوي، دانې مېده کوي يا يې ژرندې ته وړي، اوړه اغږي، تنور لمبه کوي، کټوۍ پخوي، وړۍ او اوږدې جامې ګنډي، سره وچوي او پټو ته يې رسوي او نور… له دې ټولو بدني درانده کارونو سره سره بيا هم دا د حوصلې او فعاليت نمونه د دې جسمي زحمتونو څخه دومره شکايت نه لري. کله کله په ځینو لنډيو کې خپلو بخملي ګوتو ته اشاره کوي چې د غنمو وږي پرې راټولوي او يا دروند منګى يادوي چې نرۍ ملا يې ورماتوي.
کوم څه چې دا ښځه ډېره ځوروي، هغه د دې فشار روحي او اخلاقي اړخ دى. احساس کوي چې د دې انساني ښځني طبيعت د پښو لاندې کېږي، نارينه ورته په سپکه سترګه ګوري او د خپل ځان څخه يې مقام ټيټ بولي. د نيمګړي فکر او د شرير طبيعت خاونده ورته وايي، مېړه ورسره يو ځاى ډوډۍ نه خوري، د دې د زېږېدو په وخت کورنۍ ماتم نيسي او نارينه د لور په زېږېدو شرمېږي. د فاميلونو په منځ کې تبادله کېږي، ودول کېږي او تپوس ترې نه کېږي.
ښه نو اوس دا پوښتنه پېدا کېږي چې د دې فزيکي او روحي شرايطو په مقابل کې د دې ښځې عکس العمل څه دى، ظاهراً اطاعت او تسليم ښکاري، ځکه خپل کار د ماشين په شان کوي.
د نارينتوب ارزښتونه قبلوي او سر ورته ږدي، مګر که لږ ځير شو، نو معلومه به شي چې دا تسليم يوازې ظاهري دى، ښځه مخالفت کوي او خپل نارضايت ښکاره کوي او دا مخالفت په دوو بڼو ښودل کېږي.
د نارينتوب د قانون په اساس خپل ځان وژل بې غېرتي ده، د اسلام دين يې هم جداً منع کوي، دا ځکه هېڅکله پښتون مسلمان نارينه ځان نه وژني، مګر پښتنه ښځه انتحار کوي او دا يوازې په دوه ډوله – يا سنګتيا (زهر) خوري او يا سيند ته دانګي او په دې ډول د نارينه وو له اصولو سره مخالفت څرګندوي.
د دې نارضايت د ښودلو په زړه پورې بڼه سندره او په تېره بيا لنډۍ ده.
د نارينتوب کود د ښځې مينه سانسوروي او منع کوي او ديني احساس د دې نهې ملاتړ کوي. پېغلې او زلمي حق نه لري په ازاده توګه سره کېني پاڅي، ازادانه د مينې اظهار وکړي او د مېړه او ښځې په توګه يو بل سره خوښ کړي. مينه داسې يوه ګناه ده چې مرګ يې جزا ده. د مينې ګناهکاران وژل کېږي او د دښمنۍ سلسله نسلونه نسلونه دوام کوي.
پېغلې تبادله کېږي او يوازې د کورنۍ مشر د خپل فاميلي او قبيلوي سياست په بنا د هغې سرنوشت ټاکي. نو ځکه د بېلتون سندره د لنډيو ډېره مهمه برخه ده، وجه يې دا ده چې پښتنه پېغله تل د خپل مئين څخه جلا ده، زلمي يا لرې وطنو ته غريبۍ پسې تللي او يا په کلي کې دي، خو پېغلې ته يې د ليدو اجازه نشته او د ښځې له خوا د مينې اظهار لويه ګناه او لوى شرم ښکاري. دا پېغله د تل دپاره په بېلتون اخته په واویلاوو کېوزي.
مېړه يې يا سپين ږيرى وي او يا يو کوچنى هلک او دا مېړه دى چې همېشه ورته د (موزيګي) خطاب کوي. هېڅ داسې يو لنډۍ به ونه مومو چې په هغه کې ښځه خپل مېړه ته د مينې يا د وفادارۍ اظهار وکړي.
ولې به نه ژاړم عالمه
چې زوړ سړى مې د پالنګ تمه کوينه
زما په برخه دې کمکى کړ
زه چې کمکى يار لويوم زړه به شمه
او مېړه سره ژوند ورته هره شپه عذاب دى:
خاونده! بيا دې ماخستن کړ
بيا مې په خوا کې موزيګى کوي خوبونه
خاونده! بيا دې ماخستن کړ
چې نا رضا کټ ته مې رېږدي اندامونه
له خپل موزيګي څخه په سندره کې داسې انتقام اخلي:
راځه راځه پر کټ راخېژه
که بازو مات شو موزيګى به يې جوړوينه
ستا په راتلو موزى قارېږي
زه به خولګۍ په دروازه کې درکومه
مګر دا نارضايت په يو بل شان ښه بڼه په لنډيو کې برېښي. د مينې خبرې ممنوعې خبرې دي، دا خبرې په جګ اواز او په ډاګه ويل پخپله د نارينتوب کود بې اطاعتي ده. ښځه د عشق او مينې څخه په ډېر صراحت او سخت رياليسم خبرې کوي، ته به وايې چې دا غواړي قصداً او ارادتاً وشرموي او نارينه په خپل نارينتوب کې خړ پړ کړي او کوم ټکى چې په دې عشق سندره کې لا نور د پاملرنې وړ دى، هغه دا دى چې په دې عشقي بيان کې ښځه د زړه سوي او د ترحم احساس څخه هېڅ کار نه اخلي.
مئينه يم منکره نه يم
که شينکى خال مې د چړو په څوکو ځينه
خوله مې د خولې دپاسه کېږده
ژبه مې پرېږده چې ګيلې درته کوينه
بېګانۍ شپه به بيا رانشي
چې درسته شپه د يار په غېږ کې شړېدمه
راشه زما تر څنګه کښېنه
که ته شرمېږې لاس به زه درواچومه
خولګۍ مې خوره صرفه پرې مکړه
شکره نه ده چې په تول به کمه شينه
ټينګه مې ونيسه په غېږ کې
مخ مې راستون کړه ښکلوه شينکي خالونه
زلمي خپل عشق ته رابولي، مګر دا بلنه په عذر او زارۍ نه کوي، نه په خپل ځان زړه سېزي او نه په خپل مئين، په دې مېدان کې ښځه د نارينه څخه زړوره ده، ځکه چې په دې بلنه کې له نارينه څخه ښځې ته زيات خطر متوجه دى، ځکه چې نارينه خو له ځانه دفاع کولاى شي، تښتېدى شي، بل وطن ته تلاى شي، مګر ښځه تل وژل کېږي، دا کبرجنه زړوره د خپل ځان خطر ته هېڅ اشاره نه کوي، يوازې نارينه تشويقوي چې لږ څه خطر خو قبول کړي.
ديدن کوه مه ايسارېږه
که چا پرې مړ کړې ځوانان تل په مينه مرينه
له سره تېر شه ديدن وکړه
چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه
راځه چې باغ ته سره لاړ شو
يا به مئين شو يا په غبرګې چړې خورونه
دا د مينې بيان چې د نارينه د ننګ او غېرت احساس څخه په کې کار اخستل کېږي، پخپله د يو راز نظام مخالفت دى. د يو راز قبول شوو ارزښتونو نفي ده. د نارينتوب شعور چې له خپل ځانه بالکل راضي دى او د د خپل تفوق او جګوالي څخه مطمين دى. د ښځې دا عشقي بيان په دې راضي او مطمين شعور کې نارضايت او نا ارامي عنصر ورګډوي او دا شعور د شک او ترديد په بلا اخته کوي. ځکه د پښتني ټولنې اساس نه د مينې قانون دى او نه بل کوم قانون، بلکې يوازې د نارينتوب قانون، يعنې د پښتونوالي کود دى او د مينې قانون او د نارينتوب کود يو له بله سره ټکر کوي او يو د بل په ضد واقع کېږي. د نارينتوب کود د نارينه وو په لاس د نارينه وو دپاره جوړ شوى دى او د دې کود يوه مهمه موضوع يو مهم (شى) پخپله ښځه ده. دا کود ښځې ته له بهره په زورور تحميلېږي او ښځه په خپل ژور طبيعت کې د دې کود په بنا ژوند نه کوي، بلکې د هغې د ژوند قانون د مينې قانون دى، شخړې او کړکېچونه هم له دې ځايه راپورته کېږي.
د نارينه دپاره د نارينتوب د کود يو منفي اړخ د (شرم) مساله ده، شرم يوازې يو روحي انفرادي حالت نه دى، بلکې يو اجتماعي موقعيت دى او د دې ناوړه موقعيت مهم عامل اکثر ښځه وي، که د سړي ماندينه، خور يا لور له چا سره مټيزه لاړه شي، دا سړى د شرم حالت ته پرېوزي، اجتماعي حېثيت بايلي، نارينتوب ترې ځي، نو د حېثيت د اعادې دپاره بايد مئينان مړه کړي، که سړى ترې وتښتي ښځه خو بايد مړه کړي او نارينه ټول عمر تعقيب کړي، تر څو چې يې مړ کړي.
ښه! ښځه خو د نارينتوب د کود مهمه موضوع ده، مګر د دې کود جوړونکې او فاعله نه ده، نو اوس بايد وپوښتوچې د دې کود په مقابل کې ښځه څه احساس کوي، څه راز عکس العمل ښيي، که سړى هغو لنډيو ته ښه ځير شي، کومې چې د ننګ، غېرت او نارينتوب په باب د ښځې له خوا ويل شوي دي او ښه غوږ ورته کېږدو، نو سړي ته دا ګومان راپېدا شي چې د دې لنډيو په ژور تل کې يوه هسکه په جګ اواز خندا روا نه ده، ښځې ته دا جدي او سر سخته نارينه د کوچنيانو په شان ښکاري، ته به وايې چې دا ښځه دې زړورو کوچنيانو ته داسې وايي:
ښه! ستاسو چې دومره د نارينتوب لوبې خوښېږي، زه به هم ستاسې د نارينتوب په لوبو کې درګډه شم او تاسې به دې ته مجبور کړم چې د خپلو اصولو اخري نتايج راوباسئ. رښتيا هم داسې کېږي، هغه ښځه چې د نارينتوب کود غېر فعاله موضوع وه، يو شى او دا کود پرې له بهره تحميلېده او تطبيقېده، ښځه راپاڅي او د دې کود اراده او اختيار په خپل لاس کې اخلي او بيا يې په نارينه تحميلوي او تطبيقوي. دا شان د يو دياليکتيکي تمسخر په وسيله وضع په خپله نفع راړوي، هغه د نارينتوب مينځه او غلامه د نارينتوب واکمنه او باداره کېږي او بيا نارينه ته د نارينتوب حق ورکوي، نو بيا نارينه چې هر کار ته اقدام کوي يا يې نه کوي، هر غېرت يا بې غېرتي کوي، نو د ښځې په نظر ځان ته ګوري او همېشه ورسره دا سودا وي چې (ښځه به مې څه وايي) د کلي نجونې به څه وايي، دا شان ښځه د ناراحتۍ شک او ترديد عنصر د نارينتوب په مطمين او تفوق غوښتونکي شعور کې ورننباسي. که په جنګ کې ماتې وکړي، يا بله کومه بې ننګي يا بې غېرتي وکړي، نو بيا په کور کې ژوند نه شي کولاى، ځکه چې د خپلې ظاهراً چپې فرمانبردارې ښځې مور يا خور بې رحمه او بې لحاظه سترګو ته نشي کتلاى. په دې شان د ښځې نظريه او نظر د نارينه د نارينتوب سرنوشت ټاکي.
په دې ځاى کې د لنډيو مثالونه ډېر دي او ټولو پښتنو ته معلوم دي. يوازې يو څو مثالونه به راواخلو چې ښځه پکې په رښتيا سره خاندي.
ته چې زما په غېږ کې رېږدې
هلته به څه کړې چې د تورو برېښنا وينه
جانان مې جنګ کې ماتې وکړه
په بېګانۍ ورکړې خوله پښېمانه شومه
که له مېدانه په شا راغلې
کور دې ځاى نشته بل وطن ته ځه مئينه
مرچل ته ژر خېژه جانانه!
ما دې په سر باندې ايښودي دي شرطونه
دا زړوره، باحوصله، کاريګره مئينه او شاعره مېرمنه کله کله هم مرګ يادوي، دلته لومړى په زړه پورې ټکى دا دى چې د ښځو په لنډيو کې د (روح) کلمه هېڅ نه موندل کېږي. دا اصطلاح يوازې په هغو لنډيو کې شته چې مرزايانو يا طالبانو ويلي دي.
ښځه کله د (سا) تورى پکاروي، مګر د (سا) نه مراد نفس او تنفس دى. (سا وتل) د هغه کالبد په باب ويل کېږي چې نور تنفس نه کوي. بل کوم مفهوم ترې مراد نه دى. د (روح) په ځاى د (اروا) اصطلاح راځي، مګر يوازې د نارينه په لنډيو کې داسې ښکاري چې يو غېر مادي له بدنه جلا مستقل واقعيت مفهوم د ښځې په ذهن کې نه دى ځايدلى. دا ښځه د (روح) سندره نه وايي، بلکې د خپل ښکلي جسم سندره وايي او په دې سندرو کې د خپل موجوديت يو بل اړخ ښايي او هغه (زړه) او (زړګى) دى. دا اصطلاح لومړى د بيان داسې يوه وسيله ده چې ښځه د هغې په وسيله کولاى شي، له ځانه سره خبرې وکړي او بيا زړه د دې ښځې په نظر د عواطفو او احساساتو د خوشالۍ او غم د ناپايدار اميدونو او دوام داره ناميدۍ داسې يو مرکز دى چې له بدنه نشي جلا کېدى.
مګر دا ښځه له هر څه نه زيات د خپل جسم سره زياته خوشاله ده. په ډېره اسانۍ په وضاحت او صراحت له هغه څخه خبرې کوي. د خپلې ښکلې ځوانۍ څخه غږېږي، خپلې خمارې سترګې، د خپلو سرو شونډو شربت، د خپلو شينکيو خالونو، د خپل تور وربل، د خپلو سينو انارونو، د خپلو پستو ورونونو په مينه په اخلاص يادونه کوي. مګر هر څومره چې خپله ځواني او خپل ښکلى بدن يادوي، هم په هغه اندازه د ژوند تېرېدو او د دنيا ناپايدارۍ ته يې پام کېږي.
مثلاً په کلي کې سارى مرض راپېدا شوى دى او داسې عکس العمل ښيي:
راځه راځه چې خولګۍ درکړم
زموږ په کلي کې مرګى دى مړه به شمه
د ژوند ګذر داسې بيانوي:
راشه چې دواړه سره کښېنو
دنيا د ژمي مازديګر دى تېر به شينه
د قبر له منځه چې کوم پېغام رالېږي، هغه هم د بدن او جسم په باره کې دى:
قبر سورى که حال مې ګوره
په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه
او بالاخره مئين يې مړ دى او د دې مړه مئين څخه يوازې دا څه پاتې دي چې په دې لاندې لنډۍ کې يې بيانوي:
قبر سورى شو خښتې ماتې
جانان شو خاورې د بيابان بادونه يې وړينه
د دې ښځې په نظر داسې ښکاري چې مرګ يوازې طبيعت او د طبيعت عناصرو ته بيا ورګرځېدل دي. د باد، خاورو، اوبو او اور سره بيا يو ځاى کېدل دي. د بلې دنيا د موجوديت په باب خپل سر نه خوږوي. د ښځې هېڅ يوه داسې لنډۍ نشته چې په هغې کې د بلې دنيا په باره کې د اميد يا د بيرې احساس ته اشاره شوې وي، له کومو کړو ګناګانو څخه د پښېمانۍ احساس دا ښځه نه ځوروي، په بله کومه دنيا کې د مجازاتو څخه پروا نه لري. کوم شى چې د دې ښځې د ژورې ناوميدۍ باعث کېږي، هغه د ژوند نامحدوده او لنډه موده ده. ناوميده کېږي، ځکه چې د خپلې ښکلا او خپلې ځوانۍ څخه د مينې او عشق د ټولو امکاناتو څخه ټول خوند او ټوله مزه نشي اخستلاى. د مرګ په مقابل کې نا اوميده کېږي ځکه چې د دنيا نه وږې ځي او د دې خاورينې ځمکې د ټولو نعمتو څخه څه نه څکي، د مرګ په مقابل کې نا اوميده کېږي، ځکه چې د دنيا څخه تږې ځي او د عشق او مينې ژوره او ناپايانه تنده يې هېڅکله نه ماتېږي.
***دا وو (په لنډيو کې د پښتنې ښځې) د څېرې يو څو اړخونه، بې شکه دا څېره نور راز راز مختلف او مخالف اړخونه لري، مګر د دې لنډۍ څېړنې په بنا پښتنه مېرمن د لرغونې يوناني تراژيدي قهرمانۍ ته زياته ورته ده او دا د تراژيدي قهرمانۍ سره د دې شباهت له دوه پلوه دى.
يو دا چې د دې مېرمنې عشق او مينه په دې دنيا کې همېشه او د تل دپاره د ماتې او مرګ سره مخامخ دي.
بل دا چې دا مېرمنه په بله کومه دنيا کې د کوم اميد ځاى هم نه لټوي، يوازې دا دنياګۍ يې په نظر کې ده او دا دنياګۍ هم ورته د ژورې ناوميدۍ دنياګۍ ده، دا ښځه په خپل بدن باندې کوم مستقل او غېر مادي واقعيت نه مسلطوي، دا ښځه د زړه سوي او ترحم سره اشنايي نه کوي.
دا ښځه يوازې خپل زړګى پېژني او د دې زړګي د غم او خوشالۍ احساس د لنډو اميدونو او ژورې نااوميدۍ عواطف پېژني.
دا ښځه تر ټولو زيات خپل جسم پېژني او د دې جسم د لنډو لذتونو او اوږدو دردونو سره ښه اشنا ده.
دا ښځه د دې خاورې رښتينې لور ده، ځکه چې د دې وطن خاورې سره ډېر شباهت لري. د دې هېواد د دښتونو او بيابانو د منظر په شان ساده بسيط او سپېڅلې ده. د دې هېواد د غرو رغو، د چينو او ابشارونو په شان پاکه، رڼه او مسته ده او د هندوکش د ابي رنګه غره په شان ښکلې، سرسخته او باعظمته ده.
تبصره زیاته کړئ