لیکنې

فلسفه څه ده؟

ډېر ځله داسې پېښېږي چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي، نو خپل ځان او چاپيریال ته وګوري، آسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ، ستوریو، غرونو، سیندونو او بېلابېلو ځناورو ته ځیر شي او بیا ډول ډول پوښتنې ورته پیدا شي، چې دا نړۍ کله او ولې جوړه شوې؟

د ستوریو او آسمان تر شا نور څه دي؟ د نړۍ وروستي بریدونه چېرته بشپړیږي؟ د ورځې او شپې، پسرلي، دوبي، مني او ژمي دا نظم و سیستم ولې جوړ شوی؟ ژوند ولې پيل شوی، د څه لپاره دی او څه مانا او ارزښت لري؟ تر مرګ وروسته به څه پېښېږي؟ او داسې نورې بېشمېره کړونکې پوښتنې چې انسان د خپل پیدایښت له پیله تر ننه ورسره مخامخ دی او هر چا د خپلې شعوري وړتیا په اندازه یا یو ډول ځواب ورته موندلی او یا یې د ځواب موندلو ارمان له ځان سره خاورو ته وړی دی.

په ټولیز ډول، فلسفه دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو په لټه کې ده، چې نړۍ او ژوند او په هغوی کې واکمن قوانین ولې منځته راغلي دي؟ سره له دې چې هر فلسفي سیستم هڅه کوي دغه ډول پوښتنو ته رښتینی ځواب ومومي، خو ډېر کله داسې هم پېښېدای شي، چې ځینې ځوابونه هېڅ ډول پوهنیز(Scientific) بنسټ ونلري.

نن ورځ د ټولو فلسفي سیستمونو د نظریو ریښتینواله او ناريښتینواله د ساینس و منطق په تله تلل کېږي او همدا د معیار په توګه ګڼل شوي دي. کله چې یوه فلسفي نظریه په همدغه تله وتلل شوه او پورته وخته، نوره نو د فلسفې له کړۍ راووځي او د پوهې په يوه څانګه پورې ونښلي. نوره نو بیا  د پوهې دنده ده، چې د دغې نوې پېښې څرنګوالی او د هغې اړوند قوانین تر څېړنې لاندې ونیسي، لنډه دا چې فلسفه ولې؟ او ساینس څنګه؟ ته په ځواب موندلو پسې لالهانده وي.

په دې توګه، ویلای شو چې د فلسفې په مرسته ولې؟ ته ځواب لټول کېږي او هر هغه انسان چې په ويښه او هوښیارۍ کې دا ډول پوښتنې ورته پیدا کېږي او مینه لري، چې سم او ريښتینی ځواب ورته ومومي په یوه ټاکلي پړاو کې فلسفي دی او دا هڅه يې یوه فلسفي بوختیا ګڼل کېږي.

هرانسان د زړه له کومې غواړي په هغه څه وپوهېږي، چې له ده نه پټ وي. د رازونو د سپړلو مانا په حقیقت (ريښتیا) پوهېدل هر چا ته په زړه پورې دي، ځکه چې د ژوندانه برخلیک ورسره تړلی او هر څوک غواړي، چې په هر ځای کې ښه ژوند وکړي او ښه برخلیک ولري. له دې نه ښکاري چې فلسفه کوم ځانګړی امتیاز نه دی، چې یوازې د ارستو، سوکرات، اپلاتون، هیګل، کانت یا بل و بل په برخه رسېدلی وي، بلکي ټول انسان ځانګړې فلسفي وړتیا او افکار لري، چې د خپلو امکاناتو تر پولې وده ورکولای شي او ټاکلې پایلې لاسته ترې راوړلای شي.

دلته پوښتنه راولاړېږي، چې که داسې وي نو بیا ولې د هر چا له نامه سره د ((فیلسوف)) کلمه نه لیکو او د افکارو په تاریخ کې یوازې د ګوتو په شمېر څو فیلسوفان پېژنو او بس؟ د دې پوښتنې لنډ ځواب دا دی، هر چا چې څه وغوښتل هماغه ته به ورسېږي. موږ ځکه هر چا ته په عملي توګه فیلسوف نه وایو، چې ټولو دا نه دي غوښتي او نه هم دې ته وزګار دي، چې د فلسفي پوښتنو په اړه خپل افکار بشپړ راټول او د ټاکلیو آرونو په رڼا کې ژوره وده ورکړي. خو هغه څوک چې د ژوندانه په نورو چارو کې ډېر نه دی بوخت شوی او حقیقت موندلو ته یې کار ویلی او د دغه کار لپاره یې یو سیستم غوره کړی، موږ هماغه ته ((فیلسوف)) وایو. دا یوازې د فلسفې ځانګړتیا او لوښه نه ده. ټولې پوهې او ورځنۍ چارې همداسې وګڼه. د بېلګې په توګه، موږ ټول څه نا څه په شمېر پوهېږو، په ژبو غږېږو، ناروغۍ پېژنو، په یوه یا بل دین ګروهمن یو او داسې نور خو ټول شمېرپوهان، ژبپوهان، ډاکتران، دینپوهان یا داسې نور نه یو، ځکه چې دا هره یوه جلا څانګه ده او ځانګړې زده کړې او هڅې غواړي چې هره یوه یې پر خپل ځای ارزښت لري او دا ناشونې ده، چې یو انسان دې هم بزګر وي، هم دې انجنیر وي، هم دې ډاکتر وي، هم دې ترکاڼ وي، هم دې ښوونکی وې او… او دا ټول کارونه دې یو مهال سر ته ورسوي. اورېدلي به مو وي چې (هر سړی پیدا دی خپل، خپل کار لره کنه).

فلسفه بشر دې ته هڅوي، چې د ژوندانه او د دې بې پایه نړۍ په اړه ژور فکر وکړي او د هغوی د حقیقت د روښانه لمر پر وړاندې د رازونو ځړېدلې تورې پردې یوې ډډې ته کړي. یا په بله وینا، د ژوندانه او نړۍ او د هغوی اړوند بېشمېره ښکارندو او پېښو په بېخ د بنسټ، ارزښت و مانا لوري او لودن او لوښه او موخه پوهېدل هغه بهیر دی، چې د فلسفې له سمندر څخه سرچینه اخلي او د انسان فکري بیدیا زرغونوي.

ځینو خلکو ته فلسفه ډېره سخته جړه مشوړه ښکاري او داسې ګڼي چې په فلسفه کې غږېدل د هر چا کار نه دی او یو شمېر ځانګړي انسانان دي، چې ماغزه یې دا فوق العاده وړتیا لري او دغه بهیر ته ورګډېدای شي.

لکه مخکې مو چې وویل، دا یو پوچ فکر دی او ډېر بېځایه یې د خلکو په منځ کې دود موندلی دی. که د دې پر ځای داسې ویل شوي وای، چې په فلسفي مسایلو کې نور ژوي لکه بې ژبې ځناور، ونې، بوټي او داسې نور غږېدای نه شي دا به د منلو وړ وه، خو دا خبره د انسان په اړه چې د یوه پر مختللي شعور، تفکر و ژبې خاوند دی، هېڅ کله ريښتنې کېدای نه شي، ځکه څوک به د نړۍ په کوم ګوټ کې داسې انسان په ګوته کړای شي، چې د هغه ماغزه دې کار وکړي، خو د ژوندانه د ښه والي په اړه دې مینه او تلوسته ونه لري؟

هو؛ داسې انسان هېچرې نشته. په دې توګه، هر چا چې په هر ځای کې لږ تر لږه د خپل ځان یا ټولنې د راتلونکې ښه برخلیک په اړه یو ډول فکر وکړ، په حقیقت کې د فلسفې ډګر ته ورننووت. په نومړي ډګر کې دا توپیر نشته چې دا فکر د لیدلې نړۍ (Physic) په چاپېریال کې شوی که د نالیدلې (Metaphysics) هغې. خو د نوموړي فکر موخه به هرومرو د داسې آرونو او قوانینو موندنه وي، چې انسان یې په پلیتابه سوکاله شي یا د اپلاتون خبره خپل ((ارمانښار)) ته پرې ورسېږي.

پخوا چې د څېړنې او ازمېښت لوښي او وسایل لږ وو، نو ټولې پوهنې په فلسفه کې ورګډېدې او فلسفه د یوې سترې ونې په څېر ګڼل کېده، چې هره څانګه یې یوه پوهه وه. فیلسوف هم هغه چاته ویل کېده، چې له پوهې سره یې مینه لرله. دا نوم لومړی ځل په لرغوني یونان کې منځته راغی، ځکه چې هاغه مهال یونان له فکري پلوه یوه ازاده ټولنه وه او هر ډول فکر وده په کې کړای شوای. همدا لامل و چې ستر فلاسفه لکه فیثاغورث، سوکرات، اپلاتون، ارستو، دموکریتوس، بتلیموس او داسې نور پکې رامنځته شول او د فلسفې په اړه یې ټاکلي بنسټونه منځته راوړل، چې لا تر اوسه پر خپل ځای دي او د وخت له تېرېدو سره یې وده او پرمختګ موندلی دی.

فکري بېلتون:

د فکري تاریخ په بهیر کې تل له فلسفې نه دا هیله شوې، چې د ښکارندو بنسټیز څرنګوالی پر ګوته کړي او ويې پېژني. همداسې چې هر څوک هر شي ته له یوې بېلي زاویې ګوري، پېژندګلوي هم یو تر بله توپیر لري، د یوه ستر مکعب یوې عمودي سطحې ته سپین، بلې ته تور، درېیمې ته سور او څلورمې ته شین رنګ ورکړئ او بیا یې د یوې داسې کوټې په منځ کې کېږدئ، چې څلور ورونه ولري او هر ور د مکعب د یوې سطحې ته مخامخ وي، اوس نو څلور تنه وټاکئ او هر یو د بېل وره له لارې دغې کوټې ته ورننباسئ چې دا مکعب وګوري او بیا له خونې بهر هر یو وپوښتئ، چې نوموړی مکعب څه رنګ لري؟ هرومرو به لومړی لیدونکی وایي چې دا مکعب سپین دی، دویم به وایي چې تور رنګ لري درېیم به یې سور ښيي او څلورم به وايي چې شین و.

اوس نو موږ له دریو لاندېنیو پوښتنو سره مخامخ یو:

  1. د ټولو کتونکیو ځوابونه ناسم دي؟
  2. د ټولو کتونکیو ځوابونه سم دي؟
  3. د هر یوه کتونکي ځواب سم دی؟

تاسې کړای شئ چې پوتنیو درېواړو پوښتنو ته له خپل قضاوت سر سم ځواب ورکړئ او خپل دلیل هم راوړئ. تر هغې وروسته د نړۍ او ژوندانه ناڅرګند رازونه له دغه مکعب سره او د مکعب د هر اړخ کتونکی له یوې څانګړې فلسفې سر پرتله کړئ او بیا ووایاست، چې هرې یوې پخپل لیدلوري کې څه لیدلي او د حقیقت په موندلو کې یې څومره بریا موندلې ده.

پورتنۍ بېلګه مو په دې پوهوي، چې دا نړۍ او د هغې د رازونو ځولۍ دومره ارته او پراخه ده او دومره تیاره او پټ ګوټونه لري، چې که انسان میلیاردونه کاله نور هم په همداسې پرله پسې څېړنه او پرمختګ کې تېر کړي، بیا به یې هم مخې ته د رازونو داسې یو بې پایه سمندر پروت وي، چې دی به یې د تل و کڅ د موندلو لپاره لالهانده وي او لا به يې د پوهې تنده پرې ماته نه شي.

په بله وینا، دا کاینات دومره ستره سینه لري، چې که د پټو رازونو د ناڅرګندو قوانینو شمېرلو ته یې د ریاضي دا اوسنۍ نښې په زرو ټریلیونو (۱۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰) کې ضرب کړو بیا به هم زښت ډېر پوروړي شو.

په بله وینا، آیا موږ دا ویلای شو چې په یوه ثانیه کې څو څانګې باران اوري؟ که چېرته دا باران یو کال واوري څو څکي به اورېدلای وي؟ او که سل یا زر کاله واوري د څاڅکیو شمېر به یې څو ته ورسيږي؟

اوس اټکل کړئ چې دا څومره شمېر دی او که په دغه نړۍ او کایناتو کې ناڅرګندې پېښې لږ تر لږه زر کلن پرله پسې باران د څاڅکیو په شمېر وګڼو آیا بیا هم ویلای شو، چې دا څومره ارته بیدیا ده، چې که هر څومره وړاندې ځي بیا هم مخې ته سراب راځي او له هرې نوې موندنې سره بیا ګڼ شمېر پوښتنې را پيدا کېږي. مانا دا چې انساني عقل دا وړتیا لري چې ورو، ورو د نړۍ اسرار وپېژني او ګام پر ګام د خپلې پوهې دایره پراخه کړای شي، خو دا نه شي اټکلېدای چې د کومې پېژندګلوۍ لپاره څومره موده پکار ده، ځکه چې دا کار په ټولنیزو شرایطو امکاناتو او وسایلو پورې اړه لري. له دې نه ښکاري چې انسان د (جبر) و (اختیار) تر منځ اوسېږي او هماغومره اختیار لري څومره چې پوهېږي. خو د هغه څه پر وړاندې چې دی یې د قوانینو په موندلو بریالی شوی نه دی او لاتر اوسه ورته پټ و ناڅرګند دي، مجبور ښکاري په دې اړه ښایي وویل شي، چې د بشریت تاریخ راښیي، چې انسان تل په دې لګیا دی چې ځان وپوهوي او د اختیار کړۍ په پرله پسې توګه پراخه کړي. دی د یوه خورا خوځنده جوړښت په توګه په دې لار ستړیا نه پېژني او یوه شېبه نه چمتو کېږي، چې د موندنو په بهیر کې له خپلو پرله پسې هڅو نه لاس واخلي. دا ځکه چې پوهېدل یو ډول خوند لري او خوند یې په همدې کې دی، چې لا تر اوسه په هر څه نه پوهېږو. تر هغې چې دا لړۍ روانه ده فلسفه د پوهې پر سر رڼا اچوي، همداسې به په بېلابېلو بڼو ځان څرګندوي او هره بڼه یا سیستم اړ وي، چې د خپل ټینګښت و پایښت لپاره نوي انساني شعور ته منطق وړاندې کړي او د خپلې ریښتینولۍ د څرګندولو لپاره پر پخو پوهنیزو دلیلونو ګوته کېږدي.

پېنځه ستر فلسفي سیستمونه:

 فلسفه لرغونې جرړې لري. انسان له پخوا راهیسې هېڅکله بې فلسفي افکارو نه دی او په دغه بهیر کې یې په راز، راز وختونو، ځایونو او ځانګړیو ټولنیزو شرایطو کې بېلابېل فلسفي سیستمونه منځه راوړي چې هر یو یې د (پېژندنې) لپاره ټاکلې لارې لري. د دغه بهیر له پیله تر اوسه چې پېښو او ښکارندو په اړه هر څومره څرګندونې شوې ګڼ شمېر یې په لاندېنیو پېنځو سیستمونو کې لوستل کېږي:

  1. سکیپټیسېزم (Skepticism) (اړنګواله)
  2. ایډیالېزم (Idealism) (مانیزواله)
  3. ماټریالېزم (Materialism) (تو کیزواله)
  4. دوالېزم (Dualism) (غبرګواله)
  5. پراګماتېزم (Pragmatism) (ازمېښتواله)

دلته به د هر سیستم لیدلوری په لاندې ډول وپېژنو:

سکیپټیسېزم:

سکیپتیسیستانو ته نړۍ داسې تپه تیاره ده، چې په هېڅ ګوټ کې یې د رڼا څرک ورته نه ښکاري. دوی بشري شعور ړوند ګني او د دې جوګه یې نه بولي، چې څه دې وویني یا دې څه وپېژني او پرې ودې پوهېږي. دا فلسفه استدلال کوي چې موږ په یوه بې پایه توره تیاره بیدیا کې ورک شوي یو او نه پوهېږو، چې د څه لپاره راغلي یو او چېرته یو؟ د دغه سیستم د پلویانو دا خوښېږي، چې هرې پوښتنې ته ((نه پوهېږو)) ځواب ورکړي او ((نه پوهېدل)) یو ډول ((پوهه)) وګڼي. په دې فلسفه کې ډاډ نشته او په هر څه کې شک کوي، تر دې چې سکيپتیسیستان پر ځینو څرګندو طبیعي قوانینو هم بې باوره دي او دا هر څه ورته د ماشومانو لوبې ښکاري. سکیپتیسیستان دا سپارښتنه کوي، چې ځان بېځایه مه ځوروئ، په توره ترږمۍ کې به د تورې تیږې له پاسه د تور میږي ماغزه څنګه ولیدلای شئ؟ نو راځئ چې د دې تیارې له هوساینې نه خوند واخلو او څو شپې چې ژوندي یو هماغسې ژوند وکړو لکه څنګه چې دی. ولې نه پوهېږئ چې د ژوندانه شېبې د سترګو په یوه رپ کې تېرېږي او د حقیقت موندلو لپاره ستاسې هڅې داسې دي لکه څوک چې په یوه ماته بېړۍ کې سپور وي او غواړي د سمندر د کبانو په ګېډو کې هګۍ وشمېري؟ په دې توګه، دا فلسفه له ټولو نه دا غواړي چې د ژوندانه خوږې شېبې په دا راز بېځایه چارو مه تېروئ او یواځې هغه څه ته مو چې لاس رسېږي خوند ترې واخلئ.

سکیپتیسیستان د نړۍ او ژواندانه د پېژندلو په اړه نه له چا سره ((هو)) وایي نه ((نه)).

دوی د انساني عقل کمزورتیا په ګوته کوي، د هېڅه د پيژندلو وړ یې نه بولي او وایي چې هر چا ته هغه څه ((ریښتیا)) ښکاري چې دی پرې ګروهمن (معتقد) دی او هر څوک چې په څه ګروهمن دی هماغه ((رښتیا)) دي. په دې توګه دوی له ريښتیني ((ريښتیا)) نه سترګې پټوي او یا یې بېخي نه مني، ځکه یو ((شی)) په یوه ځای او مهال کې څو ((شیان)) نه شي کیدای، د بېلګې په توګه یوې دانې مڼې ته تیږه، لوټه، توپ، پياله او داسې نور ویل او دا ټول ((ریښتیا)) ګڼل ناشونی کار دی.

دا ډله په سراسر تیاره کې همدومره پوهېدلي، چې ژوند له یوه نا څرګند لوري داسې یو لنډ مهالی را لېږل شوی غنیمت دی، چې موږ یې په ترڅ کې هېڅ ډول واک نلرو او دې ته اړ یو چې د هر څه پر وړاندې هرو مرو غاړه کېږدو او ځان د ابهام غبږې ته وسپارو.

ایډیالېزم:

په نوموړي فلسفي سیستم کې ((اروا)) (روح) حقیقت دی او توک (ماده) د انسان د شعور زېږندنه ګڼل کېږي. دلته د ((مانا)) ارزښت تر هر څه اوچت دی، یا په بله وینا همدا مانا هر څه ده او ((ريښتیا)) له توکیزې نړۍ نه بهر یواځې د مانا په پېژندنه کې لاسته راځي. هر هغه څه چې د انسان په چاپېریال کې دي، د انسان په ګډون د یوه ستر مانیز ځواک په هوډ جوړ شوي چې انسان یې څرنګوالی پېژندلای نه شي خو ((ريښتیا)) دي.

و اســـمان ته لاس دعقــــل نـــه رســــیږي

دا خو عشق دی چې پر عرش، کرسي قدم ږدي

(رحمان بابا)

ایډیالېزم ټینګار کوي، چې شعور تر توک وړاندې دی او ګرده توکیزه نړۍ تر هغه وروسته منځته راغلې ده. خو دا هغه شعور دی، چې ماوراء لطبیعه (تر طبیعت اخوا) نومېږي او بشپړ حقیقت دی.

یوه ډله اډیالیستان نړۍ د پېژندلو وړ ګڼي او د انسان له شعور نه بهر یې شته والی مني دا ډله (Objective) نومیږي او وایي، ((پیدا شوې، شته، خو له منځه تلونکې هم ده)) مانا دا چې د توک ((ماده Mater)) په بشپړ له منځه تګ ګروهمن دي او اروا او جسم دوه داسې بېل واقعیتونه ګڼي، چې یو تر بله خپلواکي هم لري. دا داسې خپلواکي ده، چې اروا که څه هم په یوه پړاو کې له جسم نه بېلېږي خو هېڅکله له منځه نه ځي او تلپاتې بڼه غوره کوي.

په ایډیالیزم کې ژوند پر دوو برخو وېشل کېږي؛ لومړی هغه چې تر مرګ له مخه ده او دویمه هغه برخه چې تر مرګ وروسته پیلېږي. لومړنی ژوند ژر تېرېدونکی او بشپړېدونکی دی او دویم ژوند تلپاتې او بېپایه بڼه لري. مرګ له لومړني ژوندانه څخه د دویم پر لوري د تېرېدو یوپُل دی، چې هر ژوندی ساکښ مجبور دی چې هرومرو به یو ځل ترې تېرېږي. ((د مرګ له قانون نه هېڅ سیستم سترګې نه پټوي)).

دا فلسفه څرګندوي، چې لومړنی ژوند یا دا نړۍ د انسان د کړنو او چارو ازمېښتون او د دویم ژوندانه لپاره پیلامه ده. همدلته ده چې انسان به د خپلو کړنو پر بنسټ هڅه کوي چې د دویم ژوندانه ښه او غوره برخه (جنت) یې ورسېږي او ریښتینې سوکالي ومومي. خو هغه انسان چې په دې نړۍ کې یې د خدای له لارښوونو سره سمې چارې سرته رسولې نه وي، له بد کړوونکي ژوندانه (دوزخ) سره به مخامخېږي.

په ایډیالېزم کې یوه هغه څانګه چې نړۍ د بشري شعور زېږنده بولي او د همدغه شعور له کړکۍ نه بهر واقعیت نه مني، سبجېکټیوېسم (Subjectivism) نومېږي، چې هر څه ته مانیزه بڼه ورکوي او وایي، چې توکیزي ښکارندې نشته او دا هر څه چې موږ یې وینو له آره مانیزې دي، چې زموږ شعور زېږولي او په خپلواکه بڼه یې انځور کړي، خو دا ښکارندې له شعور پرته خپل شته والی ساتلای نه شي او انساني شعور هم نه شي کړای چې بشبړ اروايي او مانیز حقیقت وپېژني.

ماټریالېزم:

ماټریالېزم لرغونې رېښې لري. په هند کې ((آرتا شاسترا)) نومی کتاب چې تر میلاده څلور سوه کاله پخوا لیکل شوی، ((ماټریالېستي)) بنسټ لري، دغه کتاب څرګندوي چې ماټریالېسم د هند له سترو فلسفو څخه و. د دغه فلسفي سیستم بنسټ په یونان کې ارستو پیاوړی کړ او وده یې وړکړه. په منځنیو پېړیو کې چاته اجازه نه وه، چې ددغه سیستم یادونه وکړي. تر ((رنسانس)) را وروسته د نورو فلسفو تر څنګ ماټریالېزم ته هم لار پرانیستل شوه او د ((کانت)) په هڅو بیا را ژوندی شو. دا سیستم وایي، چې ټوله نړۍ توکیزه (مادي)ده، همدا توک دی چې اروا یي زېږولې او توک وړاندې او اروا وروسته ده. ماټریالېزم ټینګار کوي، چې توک و، دی او وي به، خو له یوې بڼې نه بلې ته اوړي او پرلپسې وده کوي.

په نولسمه پېړۍ کې ((چارلز ډاروین)) د خپلو کتنو او څېړنو په ترڅ کې د ((ودې)) تیوري را وړاندې کړه او ویې ویل، چې طبیعت د پرلپسې ودې او بدلون پر لوري روان دی او ټولو ارګانېزمونو له ساده بڼې نه ژوند پیل کړی او د ودې او پرمختګ تر قانون لاندې يې پېچلې بڼه موندلې ده. سره له دې چې د ده څېړنیژې پایلې او تیوري ډېرو ونه منله او هغه یې ناسمه وګڼله، خو ماټریالېزم ګټه ترې واخیسته او هغه یې د خپلې تګلارې لپاره یو نوی لاسوند وګاڼه.

دا فلسفه وایي، چې هر څه د طبیعت په غېږ کط منځته راځي او بېرته هماغه ته ورستنېږي. طبیعت نه بدلېدونکې قوانین لري او د ضدونو له یووالي نه جوړ شوی او انساني شعور د پوهې په مرسته دا وړتیا لري، چې په هغه کې څېړنه وکړي او قوانین یې وپېژني، خو له دې نړۍ یا له طبیعی چاپېریاله هاخوا (ماورا‌ء الطبیعه) څه نه پېژني او هغه د بشري شعور یوه تصوري زېږنده بولي. همدا لامل دی چې ماتریالېزم هېڅ ډول ماوراء الطبیعه ګروهه، دین، مذهب و تفکر نه مني او وایي، چې نړۍ د یوې ناڅاپي پېښې یا تصادف له امله پخپله منځته راغلې، تر ناپایه مودو پورې به وي او بڼه به یې په پرلپسې توګه بدلېږي. خو ماټریالېزم هم دې پوښتنې ته ځواب نلري، چې دا موده یا زمان کله پیل شوی او څنګه کېدای شي، چې له ((هېڅ)) نه دې ((څه)) منځته راشي؟

دوالسېم:

په دغه فلسفي سیستم کې نړۍ ته د یو ډول توکیز و مانیز یو والي په سترګه کتل کېږي. دلته مانا او توک دوه بېلابېل واقعیتونه دي، چې د بشر له شعور نه خپلواک شته والی لري او د پېژندلو وړ دي. دا سیستم څرګندوي چې اروا تر توک له مخه پیدا شوې او ټوله نړۍ او هر هغه څه چې په هغې کې دي د یوه ستر مانیز ځواک په هوډ او اراده جوړ شوي چې ټوله واکمني يې په لاس کې ده او توک ته یې ښکاره بڼه وړکړې.

دوالېستان هم د توک له منځه تګ مني او ورسره ووایي، چې دا نړۍ به یوه ورځ له منځه لاړه شي او پر ځای به یې په بله نړۍ کې ژوند پیل شي. دوی نه پوره ماتیریالېستان دي، چې ماوراء الطبیعه ځواک  ونه مني او هر څه توکیز یا د توک زېږنده وبولي او نه هم ایډیالیستان دي، چې د توک شته والی ونه مني او هر څه مانیز وګڼي. دوالېستان د توک و مانا دواړو شته والی مني او وايي، چې هر یو يې پر خپل ځای د پېژندلو وړ دی.

په بله وینا، دوالېستان هم دنیا مني هم دین او په دې اړه منځګړی دريځ لري، دوی د ماوراء الطبیعه په اړه وایی، چې انسان داسې دی لکه یو کوشنی چې د مور په ګېډه کې یا چرګوړی چې د هګۍ په منځ کې وي دا مهال کوشنی او چرګوړی دواړه داسې ګڼي، چې ټوله نړۍ همدا د مور ګېډه یا د هګۍ منځ دی او تر دې ها خوا هېڅ هم نشته. دوی دواړه ځکه داسې قضاوت کوي، چې له خپل چاپېریاله بهر یې څه نه دي لیدلي، خو کله چې دوی د مور له ګېډې او د هګۍ له منځه راووځي، بیا به پوه شي چې یوه بله نړۍ هم شته چې دوی تر لومړني چاپېریاله ډېره لویه ده او راز، راز ښکارندې پکې لیدل کېږي، دوالېستان د داسې بېلګو په وړاندې کولو، سپارښتنه کوي، چې د بشر عقل د ماوراء الطبیعه د پېژندلو په اړه د هماغه کوشني یا چرګوړي نړۍ لید ته ورته دی. خو عقلي کمزوري د دې مانا نه لري، چې پر هغه څه چې موږ يې نه وینو، ((نشت)) حکم وکړو. که داسې وي نو د اتوم په منځ  کې د الیکترونونو، پروتونونو ډینامیکي خوځښت، د برېښنا په مزیو کې د الکترونونو منډه، د ځمکې مقناطيسي راکښون، د ماغزو په منځ کې تحت الشعور (پټ شعور) اېنرژي او داسې نور هېچا نه دي لیدلي، بیا نو څنګه کېدای شي چې د هغوی په شته والي باور ولرو؟

پراګماتېزم:

دا یو ډول نوی فکر دی، چې د جان لاک، ویلیام جیمز، جان ډېوي، شیلر او ژان پل سارتر په هڅو یې د داسې یوه فلسفي سیستم بڼه غوره کړه، چې تر هر څه له مخه یې د بشري ژوندانه د ښه والي خوا ته ډېر پام اړولی او وایي، چې د پېژندګلوۍ او پوهې د لاسته راوړلو یواځینۍ لار څېړنه او ازمېښت دی او هغه څه چې د ازمېښت او پېنځګونیو حواسو له لارې لاسته راځي همدا ((حقیقت)) دی. پراګماتیستان سپارښتنه کوي چې په هماغه څه پوهېدلو ته اړتیا لرو، چې د انسان د ژوندانه لپاره ګټور وي او د دې اړتیا د بشپړولو لپاره ښایي له ټول ځواک نه کار واخلو، چې لوښي او وسایل يې منځته راوړو، نه دا چې د اړتیا وړ لومړني کارونه پرېږدو او خپل ماغزه په هغه څه زاړه او ستړي کړو، چې د موندلو لپاره يې تر اوسه هېڅ ډول لوښي راسره نشته.

حدیث از مطرب و می ګو و راز دهر کمتر جو

که کس نگشود و نگشاید به حکمت این معما را

(حافظ شیرازی)

دوی که له یوې خوا د اېډیالېزم و ماتیریالېزم تر منځ دي، بلخوا دا دواړه  سیستمونه غندي او غواړي له همدې نړۍ نه داسې نړۍ جوړه کړي، چې بشر له هېڅ راز کړاو سره پکې مخامخ نه وي او سوکاله ژوند ولري، دوی وایي ((ډېر مه غږېږئ! ډېر دلیلونه مه وایئ! وسایل ومومئ، کار وکړئ او ژوند ته په زړه پورې بڼه وبښئ! همدا حقیقت دی)) په دې فلسفه کې انسان  د پراخ اختیار خاوند دی او که غواړي د ژوندانه د بدلانه لپاره هر څه کړای شي، خو چې وسایل چمتو کړي. دلته د انسان د ژوندانه ريښتینې موخه دا ده، چې په هغه کې هر راز نفساني غوښتنې او هره اړتیا په اسانۍ سره تر سره شي او په همدغه لار کې یو پرمختګ د بل لپاره یو نوی پیل وګڼل شي.

پراګماتېستان سپارښتنه کوي، چې دا کار هله کېدای شي، چې موږ د وسایلو په مرسته ټاکلې پوهه لاسته راوړو او دا پوهه یوازې د څېړنې او ازمېښت له لارې د ښکارندو د قوانینو پېژندلو ته وايي.

نن ورځ په صنعتي نړۍ کې پراګماتېسم ډېر دود دی او ډېر پلویان لري، نوموړې فلسفې وکړای شول چې د ساینسي پرمختګونو لپاره لار هواره او د پرمختک ارزښت په ګوته کړي.

دغه سیستم په کوڅو او بازارونو کې د خلکو پر مخ د فلسفې طلسمي صندوق پرانیست او وړاندیځ یې وکړ، چې بېځایه دې څوک خپل سر نه خوږوي او سملاسي دې له هغه څه نه ګټه  واخلي چې د ژوندانه په بسیاینه او هوساینه کې ونډه لرلای شي.

د لیکوال په اړه

Avatar

امین دریځ

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ