د استاد مجروح ۳۳م تلین لیکچرونه او راپورونه

غونډه: د پروفیسور مجروح د میراث او کارونو یاد

پوهاند مجروح په ۱۹۲۸ د فبروري په ۱۲مه وزېږېد او د شپېتو کالو په عمر په پېښور کې ترور شو. د هغه د علمي کارونو، کتابونو، ژوند او شخصیت په اړه په خپله د افغانانو ترمنځ کم بحثونه او خبرې شوي دي. د فلسفې د یو نومیالي شاګرد او د ژمن روشنفکر په صفت د هغه تجربې او سیاسي ونډه د افغانستان د اوسنیو شرایطو او راتلونکي په اړه مهم ځای لري.

مجروح فلسفي اکاډمي او «انسان» څېړنیز بنسټ په ګډه غواړي د هغه د تلپاتې میراث او کارونو په باب د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د خبرو اترو ترڅنګ د هغه په یاد د جوړ شوي فلم ننداره وکړي.

همدا راز به په دې ورځ د مجروح فلسفي اکاډمۍ له خوا د هغه شپږ کتابونه په ډيجیټال ډول د لوستونکو لپاره خپاره شي. «د جبر او اختیار دیالکتیک» د کتاب بشپړه غږیزه بڼه به هم د هغه د ۹۳مې زېږدورځې په مناسبت خپره شي.

ویناوال:

داکتر نورالحبیب نثار

د پښتو ادبیاتو څېړونکی او لیکوال

محمد زرین انځور

لیکوال او په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار

کاوون کاکړ

د کاکړ تاریخ بنسټ اجراییوي رییس

داکتر عمر شریفي

د افغانستان امریکايي پوهنتون استاد

د غونډې په څنډه کې:

  1. د پوهاند مجروح د ژوند په اړه د لنډ فلم ننداره کول؛
  2. «د جبر او اختیار دیالکتیک» غږیز کتاب بشپړ خپرول؛
  3. د پوهاند مجروح د شپږو آثارو ډیجیټل خپرول؛

جمعه، د دلوې ۲۴مه ۱۳۹۹

(د «انسان» څېړنیزې موسسې دفتر، شهرنو – کابل)

له ۲ تر ۴ بجو د ماسپښین

د لیکوال په اړه

د اکاډمي ایډیټر

د اکاډمي ایډیټر

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ