ښه سړي لپاره نه په ژوند او نه په مرګ کښې شر پیښیږي. جسم به یې له منځه لاړ شي ، خپل مقام به له لاسه ورکړي، خو هیڅوک د هغه د شته والی زړی یانې د هغه روح له منځه نه شي وړی.
سقراط
په څلورمه مخزیږد پیړۍ کې د یونان د اتن (Athens) په ښار کښې د سقراط په نامه یو په خوند بدرنګ شخص اوسیده. دی به تل له ځوانانو سره ولاړ وو، پوښتل به یې او هڅول یې تو څو د عقله په ګټه اخستنې ورته ځوابونه پیدا کړي او ددغه او پوښتنو او ځوابونو لوبه به یې تر هغه غځوله چه مقابل شخص به خپله ناپوهي اعتراف وکړ. خلکو به پرې ملنډې وهلې او ځینې به ورته په قهر وو چه د ځوانانو ذهن فاسدوي او له لارې یې وباسي. خو دی هیڅکله له خپل کار څخه وانه وښت او خپل کار ته یې په ټینګ هوډ دوام ورکړ. او دغه ټینګ هوډ یې په ځان کې د خدایي قدرت (Divine power) له کبله باله؛ او هغه خلکو ته چه غوښتل یې دی له خپله کاره لاس واخلي ویل: “که چیرې غواړی زه چوپ شم نو باید دومره ښه شئ چه کولای شی”.
موږ د سقراط د نظریاتو په هکله ډېر کم پوهیږو، چه یو دلیل یې د سقراط نه لیکل وو سقراط خپله هیڅ هم نه وو لیکلي او مونږ حتا په دې هم نه پوهیږو چه آیا سقراط لیکل کولای هم شوای او که نه؟ خو یوازې دومره پوهیږو چه په ټولو علومو کې یې په تر یو څه حده لاس درلود. د سقراط د نه لیکلو یو علت دا وو چه ویل به یې، یوه لیکنه کیدای شي له یوې په زیاتو لارو فهم او تفسیر شي، او زما مطلب په بله واخیستل شي. د سقراط په اړه مونږ ټول مالومات دده دوو شاګردانو افلاتون(Plato) او زینوفون(Xenophanes) له لیکنو تر لاسه کړي. د افلاتون ټولې لیکنې د ډیالوګونو په فورم کې دي؛ د افلاتون په ډیری ډیالوګونو کی یو طرف خپله سقراط وی چه ددغه له کبله اوس مونږ په سخته پوهیږو چه د افلاتون په اثارو کی یی کوم خپل نظریات او کوم یی د خپل استاد دي. همدارنګه د زینوفون(Xenophanes) یوه رساله په نامه د (Memorabilia) د سقراط په هکله لیکل شوي؛ ددې رسالې لومړی دوه برخې د سقراط په هکله په زړه پورې مالومات وړاندې کوي خو دریمه او څلورمه برخه یې داسې ښکاري چې د افلاطون په نقل یې لیکې وي نو له دې کبله یې ارزښت کم دی.
سقراط د اتن(Athens) د مشهوره تیږه توږوونکي سفرونیسکوس(Sophroniskos) زوی دی. مور یې پینراتي(Phainarete) قابله ګي کوله او ده به هم خپله دنده د خپلې مور هغه ته ورته بلله. د سقراط لومړي میرمن زانیتپه (Xantippe) نومیده. دوه زامن یې ترې درلودل، زانتیپه به پرې په قهر وه ځکه سقراط د سکو یوه غوټه چې پلار یې ورکړې وه، خپل ملګري ته ددې لپاره ورکړه چه خپل پورونه پرې خلاص کړي.کله چې د پلوپونیزPeloponnese1 د جګړو پر مهال د کونډو شمیر ډېر شو نو دولت امر وکړ تر څو هر سړی له دوو یا دریو ښځو سره ودونه وکړي، او له همدې کبله سقراط د میرتو(Myrto) په نامه له یوې بلې میرمنې سره واده وکړ. خو دی له یوه واده هم نه وو خوښ؛ ویل کیږی یو ځلې یو ملګري ورته راغی او ورته ویې ویل چه غواړم واده وکړم ستا څه نظر دی؟ سقراط ورته وویل چه په دواړو حالتونو کې یې پیښیماني شته.
سقراط ډیر ساده ژوند درلود خو جسماني قدرت بې باور نه کیدونکی وو؛ یو اوږد کمیس یې درلود او ابلې پښې به ګرځیده په خپل لږ څه قانع وو او خلکو به فکر کاوه چه له همدې کبله یې له مادیاتو مخ اوښتی او معنوي څیزونه ته یې مخه کړې. د سقراط جسماني قوت تر هغه حده وو چه کله به په اوړي کې خلک د ګرمی له لاسه په عذاب وو او تل به یې شکایت کاوه، نو ده به هیڅ نه ویل او داسې به ښکاریده لکه له هوا چه راضي وي، او په ژمي کې به چه خلکو د یخنی له کبله ځانونه په بیلابیلو څیزونو پوښلي وو سقراط به بیا هم په خپل هماغه اوږد کمیس کې ابلې پښې په یخونو ګرځیده او له دې کبله به ډیری وخت خلکو دا ځانته توهین باله او سقراط ته به په قهر وو. سقراط په خپله خوښه درې ځلې د پلوپونیز جګړو ته ولاړ او هلته یې د هوپلیټ(Hoplite) یا هغه سرتیري چه درانه نظامي وسایل د کومې نقلیې وسیلې پرته نقلوي دنده درلوده.
تر سقراط وړاندې د ټولو فلسفو د بحث موضوع Theogony2اوCosmology3 وه. او ټول فیلسوفان یې د طبیعي فیلسوفانو(Natural philosopher) په نامه یادیږي؛ ځکه د دوی د مطالعاتو محور طبیعت وو. خو سقراط خپله د بحث موضوع د سوفسطانو په شان انسان او په ټولنه او طبیعت کې یې د انسان ځایګی ته متمرکزه کړه او د انسان له پیژندنې پرته یې د بې روحه څیزونو مطالعه د وخت ضایع وګڼله؛ د سقراط په اند فلسفه تر دې لوړ ماموریت لري چه د بې روحه اجسامو په اړه حقیقت درک کړي. سیسروCicero4 به ویل چه سقراط فلسفه له اسمانه ځمکې ته راښکته کړه. سقراط د سوفسطایانو همهاله وو او لکه څرنګه چه د بحث موضوع یې انسان وو نو ډير معاصرینو یې سقراط هم یو سوفسطایي باله خو سقراط به ځان فیلسوف۵philosopher باله او د سوفسطایانوSophists6په شان بې له خلکو د علم په بدل کې پیسې نه غوښتې. د سقراط د سوفسطایتوب دعوه هغه وخت ډیره توده شوه چه په ۴۲۳ م م کې اریستوفان(Aristophanes) خپله مشهوره کمیډي وریځې(cloud) په اتن کې نندارې ته وړاندې کړه چه د سقراط تر څنګ یې د اتن په خینو نورو خلکو هم مسخرې کړې وې. ویل کیږي چه سقراط خپله دغه ننداې ته ناست وو او ځینې وخت به یې له خندا سره خپل ورانه ته ټک ورکړه او د خندا له زوره به په یوه او بله خوا اوښت؛ تر نندارې وروسته سقراط اریستوفان ته ورغی مننه یې ترې وکړه، او ورته ویې ویل چه ډېر وخت یې داسې نه وو خندلي. سقراط د سوفسطایانو په شان حقیقت د انساني ټولنې زېږنده نه باله، بلکه د انسان د عقل محصول یې باله او یا په بله اصطلاح د حق او نا حق تمیز وسیله یې د انسان عقل باله نه ټولنه. سقراط د سوفسطایانو خلاف ایډیال او افاقی معیارونه ته معتقد وو، او مروجه قوانین یې غیرعقلي بلل، او ویل یی چه د وخت دودیزو اخلاقیات د فکر په طبیعي ازادی باندې مصنوعي قیدونه لګوي. ددې تر څنګ سقراط د سوفسطایانو د هغې خبرې چه ویل یې هیڅ یو ریښتینی حقیقت نشته او که وي هم پیداکول یې د انسان له وسه پورته خبره ده خلاف وو، او د عقل په مرسته یې د حقیقت په موندلو باور درلود.
د سقراط د فلسفي دکتورینو پیژندل ډیر سخت کار دی، خو دومره پوهیږو چه هېڅ کوم خاص فلسفي مکتب بې منځته را نه ووړ او تل به یې ویل چه زه په هیڅ نه پوهیږم، او تګلاره یې هم داسې وه چه له خپل حریف څخه به یې دومره وپوښتل چه په پای کې به مجبور شول چه په خپله ناپوهی اقرار وکړي.
سقراط به ویل چې د ټولو بدیو ریښه ناپوهي ده او خلک ځکه بد اعمال تر سره کوي چه نه پوهیږی څه ښه او څه بد دي. سقراط لومړنی هغه شخص دی چه د حقیقت د موندلو لپاره یې د استقرا(Induction) له میتود ګټه واخیسته داسې چه د یوې مسالې په اړه به یې مثالونه او شواهد راوړل او تحقیق او تحلیل به یې کړل او له دې جزیاتو به یې کلیاتو ته ځان رساوه او بیا به یې په ځانګړو حالاتو تطبیقول. د ده له نظره د انسان اراده تر هغه نه ده آزاده چه د عقل پیروي ونه کړي. د سقراط اخلاقي تعلیمات یوازې موعظات او نصیحتونه نه وو بلکه د نیکی کړنلارې لپاره یې عقلاني بنیادونه لټول. او په اند یی د اخلاقو موخه فضیلیت او خوښی ته رسیدل دي. خو خوښي اوفضیلیت د نفسي خواهشاتو د پوره کولو سره لاسته نه راځي بلکه ددغو غوښتنو څخه د مخنیوی سره تر لاسه کیدای شي ، او همدارنګه د یو چا فضیلت او خوښي د ټولنې په هغه کې ده، نو له دې کبله هر څوک باید خپله دنده د ټولنې په وړاندې ترسره کړي خو لکه څرنګه چه د ښه او بدو اعمالو ترسره کول د دغو کړنو د نوعیت په تشخیص پوره اړه لري نو په پای کښې فضیلت او خوښی ته رسیدل هماغه پوهه ترلاسه کول دي. سقراط د خدای لیدل حقیقت ګڼل او د روح په تلپاتې والي یې باور درلود. افلاطون د (Euthypro) په ډیالاګ کې د سقراط له خولې نقل کړي چه ښه ددې لپاره ښه نه دي چه خدایانو منل، بلکه له دې کبله خدایانو منلي چه ښه دي؛ او له دې ښکاري چه دی لومړی هغه څوک دی چه د اخلاقي خدای نظریه یی وړاندی کړی. سقراط به تل دا ښوونه کوله چه په ژوند کې د انسان لومړنی موخه دنیایي بریالیتوب نه بلکه د روح پوره کول دي.
سقراط په وروستي ځل د عسکری د تګ په وخت کې ۶۳ کلن وو، ده به خلک هڅول تر څو د قانون پیرو واوسي، حتا که حکومت هم د کوم قانون خلاف کار امر کوي، باید ونه منل شي. سقراط سیاست د پوهې پر ستنو ولاړ بولي او د خلکو سره ښه او نرم چلند لازم ګڼي. د ده د ژوند پر مهال اتن د ریښتیني دیموکراسی(Democracy) درلودونکی وو خو ده د سیاسیونو په اړه ښه نظر نه درلود. دی د وخت د دولتي چارواکو په هکله وایي: «کله چې له دوی وپوښتل شي چه سقراط څه کوي او د څه ښوونه کوي، نو دوی چوپ پاتې کیږي، ځکه چه نه پوهیږي سقراط څه کوي او د څه ښوونه کوي، خو ددې لپاره چه کم ښکاره نشي ټول هغه چه عقلاني پلټنې کوی په غټو تورونو تورنوي.» همدارنګه سقراط د افلاتون په اپولوجی(Apology) کې د وخت د دولتي چارواکو په هکله محاکمې کونکو ته وایي: «ماته مالومه شوه هر هغه چاته چې په ډیر لوړ نظر کتل کیږي په اصل کې تر ټولو نیمګړي دي، خو هغه چه له دوی ښکته ګڼل کیږی په پوهه کی تر دوی ډیر ښه دي.»
ددې تر څنګ سقراط د شاعرانو په هکله هم ښه نظر نه درلود او د شاعرانو په اړه وایي: «وروسته له هغه چه له دولتي چارواکو خلاص شوم شاعرانو او نورو ته مې مخه کړه او فکر مې کاوه چه د دوی په ملګرتیا کې به تر دوی ډیر ښکته او ناپوه ښکاره شم نو له دې کبله مې یو څه هغه شعرونه غوره کړل چه زما په اند دوی یې په جوړولو کی ډير زیار ویستلی وو، ددغو شعرونو د مانا ګانو په اړه مې وپوښتل تر څو په دې کې له دوی نه یو څه زده کړم. خو ښاغلو پدې حاضرینو کې هر یو تر هغه شاعرانو د هغوی په شعرونو ښه ګړیدلی شي؛ ددې تر څنګ په دې هم پوه شوم چه دغو شاعرانو خپل شعرونه د عقلمنی له کبله نه دي جوړ کړي بلکه د غیب ویونکو او وړاند لیدونکو په شان یې د خپل طبیعي ذکاوت او الهام څخه په ګټه اخیستنی رامنځته کړي دي، دغه وړاندلیدونکی هم د شاعرانو په څېر ډیر ښکلي لفظونه سره پییي خو په هغه موضوعګانو کې چه پرې غږیږي په هیڅ نه پوهیږي. او همدارنګه په دې هم پوه شوم چه شاعران د خپلو شعرونو په سبب په نورو موضوعاتو هم ځانونه ډیر پوه ګڼي په داسې حال کې چه په هیڅ نه پوهیږي.
د سقراط مرګ د تاریخ یو نه هیریدنکې پیښه ګڼل کیږي. سقراط هغه دولت په مرګ محکوم کړ چه د وینا په آزادی کې یې نوم درلود خو سقراط یې یوازې ددغه آزادی څخه د ګټې اخیستنې په تور د مرګ په سزا محکوم کړ. موږ باید په یاد ولرو چه اتن د پلوپونیز په جګړو کې له سپارټا څخه نه یوازې نظامي بلکه اخلاقي ماتې هم خوړلې وه. د سقراط د مرګ حکم په اصل کې د فکر محاکمه وه او سقراط د آزاد تفکر او وینا لومړنی قرباني وو. سقراط د نورو خدایانو په لمانځلو او د ځوانانو د فاسدولو په تورونو تورن وو. د اتن پنځه سوه یوکسیزې شورا د یو دیرشو رایو په توپیر په ۳۹۹ م.ز کې سقراط په مرګ محکوم کړ. په اصل کې داسې انګیرل کیده چه سقراط به وتښتي او هیچا به یې هم مخه نه وای نیولې خو سقراط داسې کوم څه ونه کړل او د ځینو په وینا د لومړی ځل لپاره یې په خپل ژوند کې له حالاتو سره مطابقت وښود او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. افلاطون په دې اړه په خپل ډایالاګ (Crito) کې وایي چه د سقراط یو ملګری کریټو زندان ته ورغی او غوښتل یې ویې هڅوي تر څو وتښتي خو ده ورته وویل : پوهیږم چه تورنوونکي مې شریر او بد خلک وو او محکمې راسره بیعه التی وکړه، خو له قانون څخه سرغړول به له بدی سره په بدی مقابله کول وي. د سقراط د مرګ صحنې د افلاتون په فایدو (Phaedo) ډیالاګ کې انځور شوې او وروستی لکچر یې روح د تلپاتې توب په هکله وو او خپلو شاګردانو ته به یې ویل چه دده له مرګ وروسته به یې یوازې جسد خاورو ته وسپاري خو روح به یې تل له دوی سره وي. سقراط له محکومیت وروسته خپل سترتوب په دې وښود چه د مرګ د حکم په هکله یې هیڅ عکس العمل ښکاره نه کړ او یوازې یې وویل چه دوی یې په ناحقه وژني خو که زیان رسیږی دوی ته به رسیږی نه سقراط ته . په وروستی ورځ چه کله زندان وان ورته راغی او د زهرو پیاله یې ورته راوړه نو سقراط ورته وویل چه زما ښاغیله څه باید وکړم زندان وان ورته وویل چه دا پیاله وڅښه او بیا تر هغه قدم ووهه چه پښې دې درنې شي او وروسته تر هغه آرام پریوزه بیا یې پیاله ورکړه. سقراط وویل: ( خدایان دې زما سفر نیکمرغه کړي.) او شونډې یی لمدی کړې، ملګرو او شاګردانو یې خپلې اوښکې نه شوای دروی او ژړل یې خو ده منع کول او آرامښت ته یې بلل.
- پلوپونیز Peloponnese))جګړی ۴۳۱-۴۰۴م.ز: دغه جګړې د یونان د دوه ښاري دولتونو اتن او سپارټاSparta ترمنځ پیښې شوې. ددغه جګړو تاریخ توسیدیس یوناني مورخ لیکلی؛ چه په ۴۰۴ م.ز کال په Heels pont کې د سپارټا په ګټه پای ته ورسیدې.
- Theogony : د خدایانو پیژندنه
- Cosmology: ستوري پیژندنه او یا ټول طبیعت او کاینات پوهنه.
- سیسروcicero)): د روم سیاست پوه او د وخت ډیر فصیح او بلیغ ویناوال او لیکوال وو.
- فیلسوف(Philosopher): یوناني کلمه ده چه په پوهه دمین معنا لري.
- سوفسطایان(sophists): د سوفیست معنا یعنې د علم خاوند سوفسطایان په یونان کې د پنځم مخزیږد پیړۍ په شاوخوا راپیدا شول سوفسطایانو د حقیقت کشف ضرور نه ګاڼه او یوازې به یې شاګردانو ته د پیسو په مقابل کې د جدل او مناظرې د فن زده کړه ورکوله او ویل به یې چه شخصي ګټه باید د هر کار مطلب وي.
تبصره زیاته کړئ