د اکاډمي خپرونې

د ۲۰۲۰ فلسفې نړیواله ورځ؛ د کړکېچ پر مهال د فلسفې اهمیت

د نومبر نولسمه، یا ددې میاشتې درېیمه پنجشنبه د فلسفې نړیوالې ورځې په مناسبت هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي. له ۲۰۰۲ څخه د یونسکو د نړیوال سازمان له لوري دا ورځ «د هر فرهنګ او وګړي لپاره، د بشري تفکر په پرمختګ کې د فلسفې تلپاتی ارزښت» په موخه مطرح کېږي.

د ۲۰۲۰ کال د فلسفې نړیوالې ورځې عمومي عنوان «د کړکېچ پر مهال د فلسفې اهمیت» دی. نړۍ چې اوس د کروناویروس له پانډیمي سره لاس او ګرېوان ده،  تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې نږدې یو اعشاریه درې میلیونه انسانان یې وژلي او پنځه پنځوس میلیونه نور پرې اخته شوي دي. دا په وروستیو کلونو کې د بشري فاجعې تر ټولو ستره کچه ده چې نړۍ ورسره مخ کېږي.

څلوېښت کاله کېږي‌ چې افغانستان د یوې بې پولې جګړې په اور کې سوځي چې په پایله کې یې په میلیونونو وګړي له لاسه ورکړي دي؛ تر بل هر وخت د ژوند او انساني ښېرازۍ په اړه بحث او خبرو ته اړتیا لیدل کېږي. پوښتنه دا ده چې د افغانانو له کړاو څخه ډک ژوند کې د فلسفې اهمیت چېرې دی؟ ولې لا هم د ژوند پر مختلفو مسایلو د بحث او خبرو لپاره بستر نه دی هوار شوی؟ هوساینه، پراختیا، نېکمرغي، د ژوند اصلي مانا، اړتیاوې، هیلې، وېره او داسې نور مفاهیم د افغانانو لپاره څه مفهوم لري او څنګه یې په اړه فکر کوي؟

مجروح فلسفي اکاډمي چې په افغانستان کې حداقل اوسمهال د فلسفې د ترویج او د فلسفه‌ورزۍ یوازینۍ اختصاصي بنسټ دی، باور لري چې فلسفي فکر کول باید د افغانانو لپاره د یو حق په توګه محفوظ وي او ټول وګړي دا حق ولري چې د ژوند او اړوند چارو په اړه فلسفي تفکر وکړي.

د افغانستان د کشالې، سولې، نېکمرغۍ، هوساینې او تلپاتې ثبات په اړه مجروح فلسفي اکاډمي او انسان مجله په ګډه غواړي د مسلسلو بحثونو او خبرو اترو له لارې د مناقشې، تفکر، زغم او تأمل ته لاره پرانیزي.

 

په درناوي

مجروح فلسفي اکاډمي

کابل – افغانستان

پنجشنبه، د نومبر ۱۹مه ۲۰۲۰

د لیکوال په اړه

د اکاډمي ایډیټر

د اکاډمي ایډیټر

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ