کارل مارکس په سياسي تفکراتو کې ستر ټکي داخلوي او هغه اقتصادي عنصر دى چې د دولت په موجوديت کې اساسي رول لري. يو دولت دوه لوى اقتصادي طبقې لري. يوه هغه طبقه ده چې د اقتصادي توليداتو وسايل يې په لاس کې دي او د دې طبقې ځانګړى ملکيت دى او بله هغه طبقه ده چې د دې توليدي وسايلو د مالکانو دپاره کار کوي. مارکس خپل تاريخي عصر تحليلوي او وايي چې دا دوه اقتصادي طبقې بورژوازي سرمايه داره طبقه ده او بله پرولتاريا يا مزدوره طبقه ده. د مارکس په فکر دولت د فشار او قدرت هغه اله ده چې د هغې په وسيله سرمايه داره طبقه په مزدورانو حکومت او حاکميت کوي. دې فشار او قدرت ته بورژوازي ځکه اړتيا لري چې د دې دواړو طبقو په منځ کې د نه جوړېدو ژور تناقص او اختلاف موجود دی او حاکميت له قانوني تشدد څخه کار اخلي، د دې دپاره چې د سرمايه دارې طبقې ګټې خوندي او پياوړې کړي.
کارل مارکس د تاريخ ټول جريان ته په دې نظر ګوري او دا طبقاتي تضادونه د تاريخ په بيلو بيلو عصرونو کې په راز راز شکل ويني. مثلاً په تېرو شوو پېړيو کې دا رنګ تضاد د فيوډالي مالکينو او بورژواوو په منځ کې موجود وو. بورژوازي د سرمايه دارۍ نظام د پراختيا او ټينګوالي دپاره سياسي خپلواکۍ ته اړه درلوده، نو فيوډالي دولتي نظام يې مات کړ او د هغه په ځاى يې د سرمايه دارۍ بورژوازي دولتي نظام کښېناوه. همدا راز به په خپل وخت مزدوره طبقه هم د کاپيټاليستي دولتي نظام مات کړي او خپله سياسي ازادي به لاس ته راوړي او بورژوازي دولت ځاى به د پرولتاريا دولت ونيسي. د مارکس په نظر د کمونست ګوند تاريخي وظيفه دا ده چې مزدوره طبقه داسې تنظيم کړي چې د يوې طبقې دولت جوړ کړاى شي.
کله چې مارکس د تاريخ جريان څېړي، نو دا نتيجه اخلي چې دولت همېشه په انساني ټولنو کې موجود نه وو. ابتدايي ټولنې چې قومي او قبيلوي تشکيلات يې درلودل، د فشار او تشدد د تنظيم دپاره کوم خاص تشکيل نه لري. قومي او نور د نظم او دسپلين مسائل د سپين ږيرو قبيلې مشرانو په وسيله او يادود دستور له لارې حل کېدل. په دې ټولنو کې د افرادو هېڅ داسې ځانګړې ډله نه ټاکل کېده چې کار يې يوازې او يوازې په نورو حکمراني وي او د دې حکمرانۍ دپاره يې وسله وال افراد تر امر لاندې وي. د دود و دستور احترام او د قومي مشرانو اقتدار کافي وچې په ټولنه کې نظم او دسپلين جاري وي.
مګر د مارکس مهمه فلسفي مفکوره دا ده چې د تاريخي تحول ستر عامل انساني کار دى او د کار نتايج دي. انساني کار يو راز تشدد دى په طبيعت باندې. مګر کېداى شي چې دا تشدد پخپله انسان ته هم مخامخ شي. همدا سبب و چې د تاريخ په يوه ځانګړې مرحله کې د کار د تنظيم او دسپلين دپاره نور د زړو رسومو او د عنعنوي رواجونو مراعات بس نه کاوه او ټولنه اړه شوه، د رسم او رواج او د عنعنې قدرت په ځاى يوه ځانګړې فزيکي قوه جوړه شي چې فشار راوستلاى شي او بېره توليد کړى شي، نو لازمه شوه چې مسلحه قوه انحصاري بڼه پېدا کړي او د دې قوې استعمال يوازې د يو شمېر هغه اشخاصو په نفع استعمال شي چې د امتيازاتو او لوړو مرتبو خاوندان دي. ولې؟ مارکس په ځواب کې وايي: دا ځکه چې د ابتدايي ټولنو په چوکاټ کې په کار کې اجتماعي تعاون په داسې توليدي اړيکو متکي وچې بنسټ يې ګډ ملکيت و. کله چې اشتراکي ملکيت ړنګ شو او شخصي ملکيت راپېدا شو، نو توليدي اړيکو هم تغیير وکړ او د انسان استثمار د انسان په وسيله شروع شو. د انسان استثمار د انسان په وسيله باعث شو چې نور د عاداتو او رسومو اقتدار کفايت ونه کړي او داسې اقتدار ته اړه پېدا شوه چې په فشار او ويره ولاړ وي. له دې نه وروسته هغه اجتماعي جوړښت چې په هغو کې ټول خلک د مسلحو مېړنو او جنګي افرادو په توګه راولاړېدل له منځه ځي. ځکه چې د جنګ بنديان بې وسلې مرييان کېږي او يوازې فاتح باداران چې توليدي وسايل هم په خپل لاس کې اخلي، قوه او قدرت خپل ځان دپاره انحصار کوي. ابتدايي قبيلې هېڅکله په خپل خوښه چمتو شوي نه دي چې دوې مرييانې شي او مرييان هم هېڅکله په خپله اراده نه چمتو کېږي چې بازار ته د خرڅولو دپاره واستول شي. د دې دپاره چې انسان مريى شي او بيا هر کار چې بايد سر ته ورسوي فشار او تشدد ته اړه ده.
د باداري او غلامي توليدي اجتماعي نظام د خپل ثبوت او استقرار دپاره د يوې ذهني (حقوقي او عقيدې) سر بنا (Superstructure) ته اړتيا پېدا کړه. لازمه وه چې مرييان قناعت وکړي چې د باداري نظام له حق او عدالت سره برابر دی. د دې نوي نظام د استقرار او دوام دپاره قواعد جوړ شو او قوانين طرح شول او په دې راز د غلامۍ او بادارۍ اجتماعي روابط حفظ شول. مثلاً د مطلق (ميتافزيکي) حقوقو مفهوم، په غلام باندې د بادار مطلق حق د دې مرام دپاره منځ ته راغى.
د قوانينو او قواعدو جاري ساتل د دې هدف دپاره تر يوې اندازې مرسته وکړه، مګر د بادارۍ او غلامۍ د نظام د ټينګښت او پايښت دپاره بيا هم بس نه وو. مثلاً دې قوانينو ممانعت کولاى شوچې څوک په عام محضر کې په رڼا ورځ جنايت او تشدد ونه کړي. مګر د پټ او باطني تشدد مخه يې نشوه نيولاى. له دې لامله، يو هوښيار سړي ته دا فکر پېدا شو چې خلک له خدايانو څخه وويروي او تلقین ورته وکړي چې خدايان د خلکو په پټو او ښکاره اعمالو او نيتونو پوره خبر لري. کله چې خلکو په دې خبره باور وکړچې خدايان حتى د هغو په پټو نيتونو او فکرونو چې د حق او قانون په خلاف وي پوه دي، نو له دې کبله له قوانينو څخه بې اطاعتي هم کمه شوه. د مارکس په فکر د اجتماعي طبقاتو د پېدا کېدو سره ديني عقايدو هم يوه نوې ستره وظيفه په غاړه واخسته. پخوا انسانانو هڅه کوله چې د خدايانو د تصور په وسيله د سرنوشت تغييرات او طبيعي پېښو جريان ځان ته څرګند کړي، وروسته له دې ديني عقايد د اجتماعي نظام تضمين کوي، د اجتماعي بې عدالتۍ دپاره اسرار امېزه بنسټونه ږدي او مظلومانو او بې وزلو ته په بله نړۍ کې د عدل او انصاف وعده او تسلي ورکوي او په دې نړۍ کې د بادارانو د نظام سره مرسته کوي. په دې توګه د مارکس په عقيده د زور او قوت حقوق پياوړي کېږي او دين حقوقو او قوانينو ته د تقدس رنګ ورکوي.
د دولت دستګاه هله جوړه شوه چې ټولنه په متضادو اجتماعي طبقاتو وويشل شوه او د انسان استثمار د انسان په وسيله پېل شو.
دولت د اجتماعي طبقاتو د نه پخلا کېدونکو تضادونو مولود دى. دولت د طبقاتي واکمنۍ وسيله ده، د يوې طبقې حاکميت دى پر بله طبقه.
د دولت دستګاه يعنې اداري، تسليحي، امنيتي، قضايي، تقنيني دا ټول لګښتونه هغه طبقه په غاړه اخلي چې د اقتصاد له پلو پياوړي وي. څنګه چې اقتصادي حاکمه طبقه ده، نو سياسي حکمراني هم د دې طبقې لاس ته ورځي او د دولت په وسيله دا حاکمه طبقه نور طبقات د هر ډول استثمار لاندې راولي.
د مارکس په عقيده بورژوا متفکرين د اذهانو د مغشوش ساتلو دپاره د دولت اشکال او د دولت محتويات يو له بله نه جلا کوي. مثلاً د مونارشي، اريستوکراسي يا ديموکراسي په باره کې خبرې يا د قواوو تفکيک او د قضايي قوې د استقلال په باب خبرې کول ټول د دولت شکلياتو باندې بحث دى او که ټول سياسي بحث په اشکالو پورې محدود وي، نو له دې څرګندېږي چې د داسې متفکرينو په نظر محتويات د بحث وړ نه دي.
د مارکس په نظر بنيادي پوښتنه دا ده: چې د دولت له قدرت څخه د چا په ګټه او د چا پر ضد کار اخستل کېږي؟ يعنې د دولت اجتماعي محتويات څه دي؟ مارکس وايي: د دولت اجتماعي محتويات طبقاتي دي. په دې لحاظ دولتونه کېداى شي چې د مرييتوب فيوډالي، بورژوازي، سرمايه داري، کارګري، سوسيالستي رژيم ولري او دا د دولت واقعي محتويات دي چې د دولت د مبداء او تاريخي رول څخه راولاړېږي. اساساً د دولت ماهيت د دولت په محتوياتو کې دى او دا محتويات له شکلياتو څخه لومړنى او اساسي دي. مثلاً د پخواني يونان او روم دولتونه هره بڼه چې درلوده د غلامۍ نظام وچې په هغه کې غلامانو هېڅ حقوق نه درلودل.
د يوه دولت بڼه د هغه اجتماعي واقعي محتويات څرګندوي او په هغه کې د طبقاتي مبارزې پراختيا ټاکي. د دولت بڼې لکه مونارشي، اريستوکراسي او ديموکراسي کېداى شي،يو له بله سره ګډې شي. يو جمهوريت کېداى شي چې ديموکراتيک وي يا اشرافي، د دولت بڼې اوړي، داسې هم پېښېږي چې د دولت شکل د هغه د محتوياتو په تناسب وروسته پاتې شي او په ټولنه کې داخلي تناقص بهر ته راوځي. مثلاً د بورژوازي نظام يا د مونارشي بڼه او يا د جمهوري بڼه غوره کړي.
د مارکس په فکر ((ازادي)) يو ستر سياسي مفهوم دى، مګر د دې مفهوم محتويات هم طبقاتي دي. د ساري په توګه د بورژوا طبقې د ازادۍ دپاره تاريخي جګړې کړي دي… د دې ازادې طبقې محتويات دا وو: د امريکا انقلاب او د فرانسې لوى انقلاب وغوښتل چې خلک له اسارت او استبداد څخه ازاد کړي او د فرد سياسي او اجتماعي ازادي لاس ته راولي. مګر د دې جګړې واقعي محتويات دا وو: صنعت او تجارت د بورژوازي متوسطې طبقې په لاس کې و او د کار قوې يو ازاد بازار ته اړوي، يعنې د صنعت او تجارت نفع په دې کې وه چې افراد د فيودالي نظام له قېد څخه او د اشرافي ملاکانو له ملکيت څخه ازاد شي. د دې دپاره چې په ازاده توګه د صنعت او تجارت د اړتيا سره سم په کارخانو او فابريکو کې استخدام شي. د ((فردي ازادۍ)) مفهوم د شخصي ملکيت حقوقي او سياسي شکل دى او دا د بورژوا طبقې بنسټ او بنياد دى. دا وه په لنډ ډول د دولت په باره کې د کارل مارکس نظريه.
***
کور مو ودان، چې دا مقاله مو را ولوروله