مقالې

د پرلاګرکویست د (زه او زما پلار) پښتو ژباړه

زما یا دیږي کله چې زه لس کلن وم، یو ماسپښین زما پلار زه له لاسه ونیولم او د ځنګله خوا ته یی له ځان سره بوتلم، ددې د پاره چې د مرغو سندرې واورو، له خپلې مور سره مې خدای پا ماني وکړه، ځکه چې هغه د ډوډۍ د پخولو د پاره مجبوره وه، کور کې پاتې شي.مونږ دواړه په خوشالۍ د لمر په تو ده رڼا کې بهر ته ووتو، زه او زما پلار دښه حساسیت خاوندان وو، په طبیعت کې را لوی شوي وو او ورسره عادت وو او دا زمونږ تګ د مرغو د سندرو داورېدو د پاره کومه مهمه حادثه نه وه، که څه هم دا یو ډېر مخصوص او فوق العاده کار دی، مګر زمونږ د پاره کومه جنجالي خبره نه وه، ځکه چې دغه ورځ د خالي ورځ وه او پلار مې پس له غرمې کار نه شو کولی، مګر څر نګه چې زما پلار په رېل وۍ کې وظیفه دا ر و، نو دا حق یې درلود چې د اوسپنې په خط وګرځي. له بلې خوا، ددې خط د پاسه تګ مونږ ته لار اسانوله، ځکه چې مستقیماً ځنګله ته ننوتله او مونږ نه مجبورېدو چې په کږو وږو لارولاړ شو، په دی شان له لږ مزله څخه وروسته ډېر ژر د مرغو سندرې زمونږ غوږونو ته را ورسیدې، کله چې مونږ ځنګله ته ورننوتو، نو درنګا رنګ مرغو چغهار اوچو ڼهار په ونو اوبو ټو کې له هرې خوا څخه اورېده کېده، ځمکه په ځنګلي ګلونو سپینه وه، کوچني بوټي په هرلور را شنه شوي وو، نښتر نوې نوې څانګې خورې کړې وې، په هوا کې هره خوا عطر شیندل شوي وو او زمونږ د پښو لاندی په شینېلي پټه ځمکه د لمر په رڼا کې ځلېده. هر طرف حرکت او چوڼهار و، مچۍ له خپلو سوړو څخه راوتلې وې او د اوبو د ډنډونو د پاسه ډلې ډلې الوتې.مرغۍ به د میاشو او د مچانو د نیولو دپاره له بوټو څخه راوتلې حملې به یې کولې او په جلتۍ به بیرته ستنېدلې.

په دې وخت کې یو اورګاډی په غرهارراورسېد. مونږ خپله لاربچ کړه. زما پلار ګاډي چلوونکي ته لاس وخوځاوه او هغه هم زما د پلار د سلام په ځواب کې خپل لاس دانجن له کړ کۍ څخه بهرته راویسته. دا د یو څو ثانیو کار و. مونږ خپله لار بیا په مخکې ونیوله. لوی لوی قدمونه مو واخستل. ددې د پاره چې له کاڼو څخه راووځو او پستې لارې ته شو، د اوسپنې خط په دواړو خواوو د تلګراف ستنې کتار ولاړې وې او چې به ترې تېریدو دوه آوازونه به ترې اروېدل کېده. رښتیا هم ډېره ښایسته ورځ وه، اسمان تک شین و او یو پوټی وریځ هم پکې نه پیدا کېده. لږ څه وروسته مونږ دا وربشو یو پټي ته ورسېدو. اوربشې پکې ګڼې راختلې وې، زما پلار ورته په دقت وکتل او زه یې له سترګو څخه پوه شوم چې له فصل څخه راضی و. زه په دی شیانو چندان نه پوهيدم، ځکه چې زه په ښار کې زیږیدلی وم. له دې څخه وروسته مونږ یوه پله ته ورسید و چې د یو خوړد پاسه ایښودل شوی و. په دې خوړ کې به اکثراٌ چندان اوبه نه وې، مګر په دغه وخت کې ډک روان و. مونږترې په احتیاط تېر شوو. له پله څخه لږها خوا، په شنو بوټو کې او د مڼو په ونو کې ډوبه یوه کوچنۍ بانډه وه. د بانډه والو لید لو ته ورغلو. دهغوی چرګان او رمې موولیدې او مونږ ته یی شیدې راکړې. مونږ خپله لار بیا مخکې ونیوله او غوښتل مو چې د سیند غاړې ته ورسېږو، ځکه چې دغه ځای له ټولو څخه ښایسته و.

تر څو چې دواړه د سیند غاړې ته را ورسېدو. په هغه تود لمر کې اوبو خوږ شرهار کاوه او خورې روانې وې. لویې لویې اونې یې په غاړه ولاړې وې اوعکسونه یی شاته په اوبو کې ښکارېده. هلته هر څه تازه او راڼه وو. یوه نرۍ وږمه د پاسني کوچنی ډنډ له خوا را الوته. مونږ ښکته ورکوز شوو او د اوبو په غاړه مو قدم وواهه. پلار مې راته د کبانو د نیولو ځایونه را وښودل.دهلک توب په وخت کې به زما پلار هلته ورتله او ماهیا نوته به یې دام ایښوده. اکثراً به یې هېڅ نه نیول مګر بیا هم دده دپاره دغه یو ډېرنیک مرغه ژوند و.مګر اوس د دې کارونو د پاره وزګارنه و. مونږ هلته ډېر وخت پاتی شو اوچیغې به مو وهلې، لرګي به مو د اوبو څپو ته اچول او د تیږو په غوز ارولو کې به مو یو له بل سره مسابقه کوله زما پلار او زه طبیعتاٌ ډېر خوشال او خندان وو. بالاخر چې ډېر ستړي او ستومانه شوو، نو د کور خواته بیرته راو ګرځېدو.

◌◌◌

په دی وخت کې شپه ورو ورو راکوزېده.ځنګلونه بل شان شول. هلته لا بالکل تورتم شوی نه و. مونږ خپل قدمونه چابک کړل. ځکه چې مور مونږ ته په انتظار ناسته وه او شاید پریشانه شوې وه.هغه تل بیرېده چې پر مونږ کومه بده حادثه را نه شي. حال دا چې مونږ یوه ډېره ښه ورځ تېره کړې وه او له هر څه څخه مو خوند اخستی و.

د ماښام تروږمۍ لاپسې زیاتېده، ونو عجیب او غریب شکلونه پیدا کړل. لارې چپ وې او زمونږ هر قدم ته یې غوږ نیولی و.

داسې ښکارېده لکه چې مونږ یې هېڅ نه پېژاندو. د یوې ونې لاندی مې یو اوربلکی (ځلېدونکی چینجی) ولید چې هلته کوز پروت و او مونږ ته یې کتل. ما د خپل پلار لاس کېمانډه. مګر د هغه دغې عجیبې رڼا ته پام نه شو او خپله لاره یې مخکې نیولې وه. په دې وخت کې بالکل تورتم شوی و او مونږ د هغه خوړ د پاسه پله ته را ورسېدو. خوړ په خپل هواربستر کې د هشتناک غرهار کاوه او داسې ښکارېده لکه چې زمونږ د خوړلو خیال یې درلود. یوې ژورې کندې زمونږ تر پښو لاندی خپله توره خوله وازه کړې وه. ددې دپاره چې پکې ونه لوېږو، یو بل موله لاسه ونیوه او له پله څخه په احتیاط تېر شوو.زما دا ګومان و چې پلار به مې له پله څخه په غېږ کې پورې باسي.مګر هغه هېڅ و نه ویل او ښایي غوښتل یې چې زه د هغه په شان اوسم او په دې باره کې هېڅ فکر ونه کړم.

پلار مې په دغه ترږمۍ کې منظم قدمونه اخستل او ډېر آرام و څه یې نه ویل او له ځانه سره یی چرت واهه. زه هېڅ نه پوهېدم چې دی په داسې عجیب موقعیت کې څرنګه آرام پاتې کېدی شي. ما په ډېره بېره شاوخوا وکتل.غیر له ترږمۍ څخه بل هېڅ نه وو. ماحتی جرااُت نه کاوه خپله سا را کاږم. ځکه چې ماته د دغې ټولې تروږمۍ بدن ته ننویستل خطرناک کار ښکارېده. ما خیال کاوه چې دابه ډېرژر د انسان د مرګ سبب شی.د تلګراف ستنو لکه د بد و ارواوو په شان سرونه آسمان ته جګ کړي وو او دننه پکې عجیب آوازونه ختل. داسې ګومان کېده چې یو څوک د ځمکې په تل کې له چا سره خبرې کوي او هغه سپین چیني کپونه چې د ستنو په سرو لاړوو، له ډېرې بېرې سره جوړه او نژ دې شوي وو او دغه اسرار آمیزو خبرو ته یې غوږ ایښی و. هر څه بیروونکي وو، هېڅ شی درست نه و، هېڅ شی واقعي نه و، هر څه له اسرارو څخه ډک وو.

ما ځان خپل پلار ته نژدې کړ او په پوسیدو مې تر تپوس وکړ:

ولې په ترږمې کې هر شی سړی دومره بېروي؟

زه یې له لاسه ونیولم او راته ویې ویل: نه،زویه سړی خو نه بېروي!؟

ما ځواب ورکړ: هو پلاره، سړی بېروي.

هغه وویل: زویه! داسې فکرونه مه کوه ! مخصوصاْ په داسې حال کې چې مونږ پوهیږو چې خدای شته.

ما احساس وکړ چې رښتیا ډېر یوازې او بېچاره یم.

عجیبه دا وه چې یوازې زه بېرېدم.پلارمې نه بېرېده.

مونږ یو شان فکر نه کاوه. زیاته عجیبه خو لا داوه چې د ده خبرو ما ته هېڅ ډاډ نه راکاوه او زما بېره یې نه ور کوله، حتی د خدای په باره کې چې ده څه وویل هم زما زړه ډاډ نه کړی شو. دی هم راته دهشتناک په نظر راغی، ځکه دهشتناک چې خدای په دغه تروږمۍ کې په هر ځای کې موجود و، د ځنګله په ونو کې، د تلګراف په ستنو کې چې شرنګهاریې کاوه دا دی و- په هر ځای کې موجود و.

مونږ دواړه چپ روان وو، هر یو په خپل چرت کې ډوب و. زما زړه ډېر سخت منقبض شو، لکه چې تروږمۍ پکې ننوتلې وي او په خپلو منګولو کې یې زبېښي. په دې وخت کې چې مونږ له یو کږلېچ څخه تېرېدو، له شاو خوا څخه مو دفعه یو عظیم غرهار واورېد، مونږ له خپلو چرتو نو څخه وارخطا راویښ شوو. پلار می زه له لارې څخه کښته ټیل وهلم او هلته په یوه کنده کې یې کلک ونیولم او په دې وخت کې یو اورګاډی په سرعت تېر شو.دا ګاډی تک تور و. په واګونونو کې ټول چراغونه مړه وو، د ګاډي سرعت بې شانه زیات و.دا څه ډول ګاډی و؟ هېڅ ګاډی په دغه وخت کې نه ترېده، مونږ ورته په تعجب او دهشت کتل.د لوی انجن څخه یی د اور لمبې ختلې او او سرې سپرغۍ په تورتم کې ځلیدلې، دا یوه بیروونکې حادثه وه. د ګاډي چلوونکی د انجن داور په رڼا کې لیدل کېده چې رنګ یې الوتی او بې حرکته ولاړو او داسی ښکارېده لکه چې له ډبرې څخه جوړ شوی وي. پلار مې هغه ونه پېژانده او پوه نه شو چې دغه ګاډی چلوونکی څوک و. د هغه بې حرکته سترګو مخامخ کتل او له نظر څخه یې داسې معلومېده چې یوازې مقصد یې دادی چې په ترږمۍ کې په سرعت ننوځي، دغه ژوره او نامعلومه تروږمۍ چې هېڅ پایان نه لري.

زه هلته ولاړ وم ، سا مې په اسانۍ نه شوه ویستلی او دغې وحشناکې دنیا ته مې په حیرت کتل او د شپې تورتم پرې ډېر ژرخوله راښکوده. پلار مې زه لاسه ونیولم اوبیا یې لارې ته وخیژولم او د کاله و خواته په جلتۍ روان شو، پلار می وویل: ډېره عجبه داده چې څه ډول ګادی دی، مایې چلوونکی هم و نه پیژانده؟ له دی خبرو څخه وروسته دواړه چپ روان وو، مګر زما ټول بدن لړزېده، ما چرت واهه چې د دې معنا څه ده؟ دا هغه راتلونکی اضطراب و هغه نااشنا څیز چې زما د پلار فکر پرې هېڅ نه رسېده او د هغه په مقابل کې یې زما څخه دفاع نه شوه کولی.دا دنیا، دا ژوند به زما د پاره همداسی وی نه لکه زما د پلار د دنیا په شان چې هلته هر څه سپین او صفا دي، زما دنیا واقعي دنیا نه ده او زما ژوند واقعي ژوند نه دی، زما ژوند به یوه شعله وی په نا پا یاوه تروږمۍ کې

د لیکوال په اړه

Avatar

سید بهاءالدین مجروح

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ