نن د فلسفې نړیواله ورځ، پوره کال وړاندې مجروح فلسفي اکاډمۍ او «انسان» په ګډه د ولسمشر غني په نوم یو پرانیستی لیک د هغه دفتر ته استولی و، زموږ د هغه مهال لومړنیو مالوماتو له مخې یاد لیک تر ډاکتر غني رسېدلی او لوستی و، …
نن بیا د نومبر درېیمه پنجشنبه/ ۲۱مه نېټه ده. د ۲۰۱۹ کال د فلسفې نړیوالې ورځې موخه د یونسکو له لوري «په مختلفو سیمهییزو زمینو کې د فلسفې د اهمیت برجسته کول یاد شوي دي. هدف دا دی چې په معاصرو ستونزو او ګواښونو باندې د نړیوال بحث لپاره سیمهییز نقش ترلاسه کړي، هغه چې ټولنیز بدلون حمایه کوي.
د دې اپروچ هدف دا دی چې سیمهییز حرکتونه وهڅول شي، او نړیواله همکاري تحریک شي تر څو پر لویو ګواښونو لکه مهاجرتونه، افراطیت، د چاپیریال بدلون، او مصنوعي ذکاوت باندې خبرې وشي».
مجروح فلسفي اکاډمۍ د «انسان» په مرسته او همکارۍ د فرانسوي فلسفې یو اختصاصي پروګرام پيلوي او د دې پروګرام آره موخه د فلسفهورزۍ لپاره یو نوی امکان ایجادول دي. پوهاند بهاءالدین مجروح د فرانسې له فلسفي معرفت سره د نژدې اړیکو له اړخه یوازینی روڼاندی بللی شو چې کولای شي د یو معرفتي ابتکار اساس وګرځي او د افغانستان په معرفتي دستګاه کې د فرانسي د روشنفکرۍ د ونډې او نقش له لارې د سترو ستونزو او ګواښونو د تحلیل، شناخت او لارې موندلو په برخه کې اغېزې ولري.
د ۲۰۱۹ کال د فلسفې د نړیوالې ورځې لپاره د یونسکو له لوري ټاکل شوې موخه په دقیقه مانا د فرانسوي فلسفې د لیکچرونو له ماهیت سره نیغه اړیکه ټینګوي او په سیمهییزه زمینه کې د نړیوالو ستونزو د حل او تحلیل لپاره د تجربو، افکارو او باورنو اشتراک کولای شي نوې او ځانګړې لارې خلاصې کړي.
له دې مخې مجروح فلسفي اکاډمي د نېکمرغې فلسفې نړیوالې ورځې په مناسبت د فلسفې، فلسفهورزۍ، فلسفي زدهکړې او فلسفي پوهاوي د پراختیا لپاره د فرانسوي فلسفي معرفت د پوهاوي د شلو درسونو ترڅنګ د فلسفې په اړه د اکاډیمیکو او پراختیايي کارونو د پیل غږ کوي.
ژوندی دې وي تفکر
تلپاتې دې وي فلسفه
په درناوي
مجروح فلسفي اکاډمي
کابل – افغانستان / نومبر ۲۱مه ۲۰۱۹
تبصره زیاته کړئ