فريدريک نيتچه د اکتوبر په ١٥ په سنه ١٨٤٤ په پروس (المان) کې زېږېدلى دى او د نولسمې پېړۍ په اخرو کلونو کې له دې دنيا نه تللى دى. ده د خپل ژوندانه په دوره کې ډېر زحمتونه او مشکلات ليدلي دي.
د ده معاصر د ده د فکر او فلسفې اهميت ته متلفت نه وو او نيتچه د يو څو محدودو دوستانو له دايرې څخه بهر بل چا نه پېژانده، مګر دى د خپلو افکارو ا و فلسفې په اهميت پوه و او ويل به يې چې د راتلونکي قرن خلک به د ده آثار کشف کړي او د ده اهميت او لوى والي ته به متوجه شي.
رښتيا هم داسې وشو. نيتچه په يوازې والي، ګم نامۍ او لېونتوب کې مړ شو او شلمې پېړۍ نيتچه داسې کشف کړ، لکه د اتم بمب. د ده نظرياتو د افکارو په دنيا کې يوه عظيمه هنګامه جوړه کړه او د فلسفې زاړه تهدابونه يې ولړزول.
د نيتچه په آثارو کې يو اثر خاص مقام او عالمي شهرت لري، د دې اثر نوم دى ((زردشت وويل داسې)) (Also sprach Zarathustra).
د دې کتاب اهميت په دې کې دى چې:
لومړى: دا په الماني ژبه کې د شعر او نثر ليکنې يو حقيقي شاهکار دى او نيتچه په دې وسيله په الماني ژبه کې يو نوى سبک او يو نوى شعريت منځ ته راوستلى دى.
دویم: د نيتچه ټوله فلسفه او د فلسفې تازه ګي په دې کتاب کې په ډېر رنګين او ژور شکل پرته ده.
په دې کتاب کې زردشت د نيتچه د افکارو نمايندګي کوي او د پخواني زردشت له افکارو سره هېڅ شباهت نه لري. زردشت د نيتچه د افکارو خيالي قهرمان دىچې خپل د يوازې والي ژوند پرېږدي. د غرونو رغونو څخه راکوزېږي او غواړي چې انسانانو ته د ځينې دهشتناکو حقايقو په باره کې درس ورکړي. په دې دهشتناکو حقايقو ځينې پوهېږي او ځينې پرې نه پوهېږي، ځينې پرې باور کوي او ځينې يې نه کوي.
دا کتاب يعنې ((زردشت وويل داسې)) څلور برخې لري چې هره برخه يې د مختلفو سرودونو څخه جوړه شوې ده. دلته مونږ د لومړۍ برخې د لومړي، دویم، دریم، څلورم او پنځم سرود ترجمه ښاغلو لوستونکو ته وړاندې کوو.
لومړۍ برخه
لومړى سرود:
کله چې زردشت دېرش کلن شو،، نو خپل وطن او د خپل وطن ډنډونه يې پرېښودل، د غرونو او رغونو خواته ولاړ. هلته زردشت د خپل روح او له خپل يوازې والي څخه لذت واخيست. لس کاله له دې لذت څخه نه مړېده، مګر په اخر کې د زردشت روح بل شان شو. يوه ورځ د سهار له رڼا سره سم راپاڅېد، د لمر مخې ته ورغى او داسې يې ورته وويل:
((اى لويه ستوريه! که دا ټول شيان چې ته رڼا کوې، موجود نه واى، نو ستا خوشبختي به په څه کې وى؟
لس کاله کېږي چې ته هره ورځ زما سمڅې ته راننوځې. که زه، زما باز او زما مار دلته نه واى، نو ته به له خپل دوران څخه ستړى شوى واى.
مونږ هر سهار ستا انتظار کړى دى. مونږ ستا له رڼا څخه فايده اخستلې ده او تاته مو دعا کړې ده.
اوس زه د خپل عقل او حکمت څخه داسې بې زار يم، لکه يوه مچۍ چې ډېر شات راغونډ کړي وي. زه اوس دې ته محتاج يم چې يو څوک زما و خواته لاسونه راوږده کړي.
زه ورکول غواړم، تقسيم کول غواړم، تر هغه پورې چې په انسانانو کې د عقل خاوندان د خپل لېونتوب سره خوش بخت شي او ګدايان له خپل ثروت سره.
اى غني ستوريه! لکه ته چې هر ماښام د درياب هغې خواته کوزېږې او د ځمکې لاندې دنياګانې رڼا کوې، زه هم غواړم چې ژورو درو ته کوز شم، زه هم بايد ستا په شان پرېوځم او د انسانانو و خواته، ورکوز شم.
اې بې پروا سترګې! يو سعادت که څه هم بې اندازې وي، ته ورته په بد نظر نه ګورې، نو ماته دعا وکړه.
دې پيالې ته دعا وکړه چې غواړي لب رېزه شي، طلايي اوبه ترې تويې شي او ستا د سعادت پلوشې هر خوا يوسي.
وګوره! دا پياله غواړي چې يو وار بيا تشه شي او زردشت غواړي چې بيا انسان شي)).
د زردشت زوال په دې شان شروع شو.
دویم سرود:
زردشت يوازې له غره څخه راکوز شو. هيڅوک په مخه ور نه غى، مګر کله چې ځنګله ته راورسېد، يو بوډا چې له خپلې مقدسې څپرې څخه راوتلى او په ځنګله کې يې نيلې لټولې، د زردشت مخې ته راپاڅېد. بوډا زردشت ته داسې وويل:
((دا مسافر خو ماته اشنا ښکاري، ډېر کلونه کېږي چې په دې لار تېر شوى و او نوم يې زردشت و، مګر اوس بل شان شوى دى.
په هغه وخت کې تا خپلې ايرې د غره و خواته وړلې، اوس غواړې چې خپل اور درې ته يوسې؟ ته له هغې جزا څخه نه يې خبر چې اور اچوونکو ته ټاکل شوې ده؟
هو، زه زردشت پېژنم. نظر يې روڼ دى او په خوله کې يې هېڅ د تنفر آثار نه ليدل کېږي…
زردشت بل شان شوى دى، ځان يې کوچنى کړى دى، ځان يې راويښ کړى دى، نو اوس د بيدو په خوا کې څه غواړي؟
تا په خپله تنهايۍ کې داسې ژوند کاوه، لکه په درياب کې او دې درياب ته وړلې.
اى بدبخته! اوس ځان په وچه غورځوې، بدبخته ته غواړې چې بيا خپل جسم په خپلو لاسو راکاږې؟
زردشت داسې ځواب ورکړ: ((زه په انسانانو مين يم)).
حکيم ورته وويل: ((زه نو ولې په ځنګله او په تنهايۍ کې ننوتلى يم؟ دا ځکه چې زه هم په انسانانو ډېر زيات مين وم.
اوس زه په خداى مين يم او د انسانانو سره مينه نه لرم.
زما په نظر انسان ډېر نامکمل څيز دى. د انسانانو مينه به زما د مرګ سبب شي)).
زردشت داسې ځواب ورکړ: ((زه د مينې په باره کې نه ګړېږم. زه انسانانو ته يو بخشش کوم)).
حکيم وويل: ((انسانانو ته هېڅ مه ورکوه. ښه به دا وي چې د هغوى بار لږ څه سپک کړې او ورسره کومک شې چې دا لږ څه يو وړى شي، په دې شرط چې ته هم خپله تسلي په دې کې وموندلى شې.
او که غواړې چې څه ورکړې، نو د يوې صدقې څخه زيات څه مه ورکوه او منتظر شه چې هغوى د دې دپاره تاته د ګدايۍ لاسونه اوږده کړي)).
زردشت ورته په ځواب کې وويل: ((نه! زه صدقه نه ورکوم. زه دومره نيستمن نه يم)).
حکيم په زردشت پورې وخندل او داسې يې وويل: ((نو کوښښ وکړه چې خپلې خزانې په هغوى قبولې کړى شې. انسانان په کناره ګيرانو بد ګومانه دي او باور نه کوي چې مونږ ورله ثروت راوړى دى.
زمونږ د پښو اواز په کوڅو کې د هغوى دپاره ډېر د تنهايۍ اهنګ لري او په دې شان، کله چې د شپې په خپلو بسترونو وغزېږي او کله چې د چا د پښو اواز د شپې په تروږمۍ کې واوري، نو شايد له ځانه سره ووايي: دا غل څه شى لټوي؟
د انسانانو په طرف مه ځه! ورشه په ځنګله کې پاتې شه، ښه به دا وي چې ځناورو ته ورشې، ولې نه غواړې چې زما په شان واوسې، لکه يو ځناور د ځناورو په منځ کې، لکه يوه مرغۍ د مرغو په منځ کې؟
زردشت تپوس وکړ: ((دا پاک او روحاني شخص په ځنګله کې څه کوي؟)).
روحاني داسې ځواب ورکړ: ((زه سرودونه جوړوم، سرودونه وايم او کله چې يې وايم نو خاندم، ژاړم… په دې شان زه د خداى عبادت کوم. په سرودونو، په ژړاګانو او په خنداګانو، زه د خداى ثنا وايم. هغه خداى چې زما خداى دى. مګر تا زمونږ دپاره څه تحفه راوړې ده؟)).
زردشت چې دا خبره واورېده، نو روحاني ته يې سلام وکړ او ورته وې ويل: ((زه تاسو ته څه درکولى شم؟ د دې دپاره چې ستاسې څخه څه وانخلم اجازه وکړئ چې زر ولاړ شم)).
په دې شان دواړه يو له بله سره جدا شول او دواړو داسې خندل، لکه دوه کوچنيان، مګر کله چې زردشت يوازې شو، نو خپل زړه ته يې داسې وويل: ((دا څرنګ امکان لري؟ دا روحاني بوډا، په دې ځنګله کې لا تراوسه نه دى خبر چې خداى…؟)).
درېم سرود:
کله چې زردشت ځنګلو ته نژدې يو ښار ته ورسېد!
هلته يې وليدل چې ډېر خلک په يو لوى مېدان کې سره راټول شوي وو، ځکه چې خلکو اورېدلي وو چې يو درسۍ بازيګر به په هوا کې د يو پړي دپاسه روانېږي.
زردشت خلکو ته مخ واړاوه او ویې ويل:
((زه تاسې ته د لوړ انسان درس درکوم. انسان داسې يو شى دى چې پورته تګ ترې په کار دى. تاسې د دې پورته تګ دپاره څه کړي دي؟ تراوسه ټولو موجوداتو داسې شى خلق کړى دى چې له هغوى جګ دى او تاسې غواړئ چې د دې لوى موج جزء اوسئ او د دې په ځاى چې د انسان څخه پورته ولاړ شئ، د حېوانيت و خواته تنزل کوئ؟.
يوه بيزو د انسان په نظر څه شى ده؟ د خندا او د يو درد ناک شرم وړ شى او عالي انسان به انسان ته په څه سترګه ګوري، د تمسخر او د يو دردناک شرم په سترګه.
تاسې د هغې لارې مزل سر ته رسولى دى، کومه چې له چينجي څخه انسان ته رارسېږي. مګر داسې په ډېر څه کې چنجيان پاتې ياست. پخوا تاسې بيزوګان وئ، اوس بيا هم انسان د ډېرو بيزوګانو څخه زيات بيزو دى.
حتى په تاسې کې د لويې پوهې خاوند پخپله يو ناموزون او بد جنسه شى دى.
نيم نبات دى او نيمه شبحه ده. تاسې ما کله دې ته بللي ياست چې ستاسې څخه دې نبات جوړ شي يا شبحه؟ دا دى زه تاسې ته د لوړ انسان درس درکوم.
لوړ انسان د مځکې معنا ده. ستاسې اراده باید ووايي:
لوړ انسان دې د مځکې معنا شي.
وروڼو! ستاسې دې قسم وي، مځکې سره وفادار پاتې شئ او څوک چې تاسې ته د اسماني اميدونو په باره کې ګړېږي، باور پرې مه کوئ. دوى زهر ورکوونکي دي، که په پټه يې وکړي او که په ښکاره.
دوى د ژوند تحقير کوي، دوى د ځنکدن په حالت کې دي، پخپله مسموم دي، مځکه د دوى د وجود څخه ستومانه ده.
ځي دې په خپل کار پسې.
پخوا به روح جسم ته د توهين په سترګه کتل او هېڅ شى له دې اهانت څخه عالي نه و. روح غوښتل چې جسم خوار وي، کريهه وي، وږى وي او په دې شان يې تصور کاوه چې د جسم څخه او دځمکې څخه به تېښته وکړي.
اوه! دا روح پخپله زيات خوار و، کريهه و او وږې و او د دې روح شهوت ستم او بې رحمي وه.
اى زما وروڼو! پخپله تاسې هم ماته ووايست: ستاسې جسم ستاسې له روح څخه څه راښيي؟ ستاسې روح فلاکت نه دى؟
ناپاکي نه ده؟ او د رحم وړ خود بيني نه ده؟
په حقيقت کې انسان يو ناپاکه سيند دى. د دې دپاره چې ناپاکه سيند په ځان کې وزغمو او ناپاکه هم نه شو، بايد سمندر اوسو.
دا دى زه تاسو ته د لوړ انسان درس درکوم. لوړ انسان دا سمندر دى چې هغه کې ستاسې لوى تحقير ډوبېدى شي.
ستاسې په ژوند کې عالي مرحله کومه ده؟ هغه ستاسې په ژوند کې د لوى تحقير مرحله ده، هغه وخت چې ستاسې سعادت په تنفر بدل شي، هم په دې شان ستاسې عقل او ستاسې فضيلت.
هغه وخت چې تاسې وواياست: ((زما سعادت څه ارزښت لري؟ دا خو فلاکت دى، ناپاکي ده او د زړه سوي وړ خودبيني. زما سعادت بايد پخپله ژوندون مشروع کړي؟)).
هغه وخت چې تاسې وواياست: ((زما عقل څه ارزښت لري! ايا دى د پوهې دومره حريص دى، لکه زمرى د ښکار؟ دا خو فلاکت دى ناپاکي ده او د زړه سوي وړ خودبيني)).
هغه وخت چې تاسې وواياست: ((زما فضيلت څه ارزښت لري! په خولې دا هذيان نه دي ويلي. زه خپلو ښو او د خپلو بدو څخه ستومانه يم. دا هر څه غېر له فلاکت، ناپاکۍ او د رحم وړ خودبيني څخه بل څه نه دي)).
هغه وخت چې تاسې وواياست: ((زما زړه سوى څه ارزښت لري! ايا زړه سوى هغه صليب نه دى، په کوم چې بشر دوستان مېخ کېږي؟ مګر زما زړه سوى مصلوبول نه دي)).
تاسې کله داسې غږېدلي ياست؟ تاسې کله داسې چيغې وهلي دي؟ کاشکې ما دا شان چيغې ستاسې څخه اورېدلې واى!
دا ستاسې ګناهونه نه دي، بلکې ستاسې خود بيني ده چې د اسمان په مقابل کې داد و فرياد کوئ. دا ستاسې بخل او امساک دى، حتى په ګناهونو کې چې د اسمان په مقابل کې داد و فرياد کوئ.
هغه برېښنا چرته ده چې خپله ژبه په تاسې راکاږي؟ هغه جنون چرته دى چې په تاسې کې بايد درننوځي؟
دا دى زه تاسې ته د عالي انسان درس درکوم، عالي انسان دا برېښنا ده، عالي انسان دا جنون دى!
کله چې زردشت داسې وګړېد، يو چا د خلکو له منځه غږ وکړ: ((تا درسۍ بازيګر په باره کې ډېرې خبرې وکړې. اوس خو يې مونږ ته راوښايه!)) او ټولو خلکو په زردشت پورې وخندل. مګر دد ((رسۍ بازيګر)) چې ګومان يې کاوه، د ده په باره کې خبرې کېدې، نو په خپله لوبه يې بنا وکړه.
څلورم سرود:
زردشت خلکو ته کتل او تعجب يې کاوه: نو بيا يې داسې وويل:
((انسان داسې يوه رسۍ ده چې د حېوان او عالي انسان په منځ کې راښکېدل شوې ده. يوه رسۍ چې د يوې ژورې کندې دپاسه تېره شوې ده.
په تېرېدو کې يې هم خطر دى، په نيمه لاره کې ودرېدل هم خطر دى، په شاته کتو کې يې هم خطر دى، خطرناک لړزېدل او توقف دى.
په انسان کې چې کوم عالي څه شته هغه دا دي چې انسان يو پل دى، نه يو مزل، په انسان کې چې کوم څه د مينې وړ دي، هغه دا دي چې انسان هم تحول دى هم انحطاط.
په ما هغه څوک ګران دى، کوم چې غېر له محوکېدو څخه په بل څه کې ژوند نه شي کولى، ځکه چې د دې ها خوا تېرېدونکى دى.
زه په لويو تحقير کوونکى مين يم. ځکه چې دوى لوى پرستش کوونکي دي. دوى د آرزوګانو هغه غشي دي چې د هغه بل ساحل په لوري راښکل شوي دي.
زه په هغه چا مين يم چې د خپل مرګ او خپلې قربانۍ دپاره د اسمان د ستورو ها خوا موجبونه نه لټوي. بلکې برعکس ځان د ځمکې څخه قربانوي، د دې دپاره چې د ځمکې دپاسه د لوړ انسان حکمراني بنا شي.
زه په هغه چا مين يم چې د پوهې دپاره ژوند کوي چې پوهه غواړي، د دې دپاره چې عالي انسان يوه ورځ ژوند وکړى شي.
په دې شان دى د خپل ځان انحطاط غواړي.
زه په هغه چا مين يم چې کار کوي، اختراع کوي، په دې مدعا چې د عالي انسان دپاره د استوګنې ځاى جوړ کړي او ځمکه، موجودات، کاڼي، بوټي، د هغه د راتګ دپاره تيار کړي، ځکه دى د خپل ځان انحطاط غواړي.
زه په هغه چا مين يم چې په خپل فضيلت مئين دى.
ځکه چې فضيلت د انحطاط اراده او د آرزوګانو يو غشى دى.
زه په هغه چا مئين يم چې د خپل روح څخه د ځان دپاره يوه قطره هم نه ساتي او غواړي چې کامل د خپل فضيلت روح وي، ځکه هم په دې شان دى په روح کې له پله څخه ها خواتېرېږي.
زه په هغه چا مئين يم چې د خپل فضيلت څخه خپل تمايل او خپل سرنوشت جوړوي، ځکه په دې شان، د خپل فضيلت د مينې دپاره به دى غواړي نور هم ژوند وکړي او هېڅ ژوند ونه کړي.
زه په هغه چا مئين يم چې نه غواړي د ډېر فضيلت خاوند وي.
په يوه فضيلت کې له دوو فضيلتو څخه ډېر فضيلتونه شته، دا يوه داسې غوټه ده چې سرنوشت پکې نښلي.
زه پر هغه چا مئين يم چې خپل روح صرفوي: نه غواړي چې څوک ترې امتنان وکړي او هېڅکله څه نه مستردوي، ځکه چې دى تل ورکړه کوي او د ځان دپاره څه ساتل نه غواړي.
زه په هغه چا مئين يم چې شرمېږي چې ظاس د ده په نفع پرېوځي او بيا تپوس کوي، تقلب خو به مې نه وي کړى؟، ځکه چې دى خپل محو کېدل غواړي.
زه په هغه چا مين يم چې د خپلو اعمالو له مخه طلايي خبرې غورځوي چې وعدې کمې کوي او ايفاء زياته کوي، ځکه چې دى خپل انحطاط غواړي.
زه په هغه چا مين يم چې د راتلونکو ثبوت کوي او د تېر شويو غاړه خلاصوي: ځکه چې دى د اوسنو دپاره ځان محو کول غواړي.
زه په هغه چا مين يم چې روح يې ژوره ده، حتى په زخمي توب کې هغه څوک چې يوه کوچنۍ ماجرا يې محو کولى شي: ځکه چې دى به بې تردده له پله څخه تېر شي.
زه په هغه چا مين يم چې روح يې داسې ډکه وي چې ځان تېر هېر وي او هر څه په ده کې وي: په دې شان په هر څه کې به د ده انحطاط وي.
زه په هغه چا مئين يم چې روح او زړه يې آزاد وي، د ده سره د ده د زړه د کولمو وظيفه اجراء کوي. مګر زړه يې دى د انحطاط و خواته راکاږي.
زه په هغو ټولو مئين يم چې د هغو تورو وريځو څخه چې د انسان په سر ولاړې دي، د درنو څاڅکو په شان په شمار راټولېږي، دوى د راتلونکي برېښنا پېشبيني کوي او د خبرو ورکوونکو په څېر له منځه ځي.
پنځم سرود:
کله چې زردشت دا څو خبرې وکړې، نو خلکو ته يې په ځير وکتل او چپ شو. د خپل زړه سره يې وويل: ((ګوره! په خندا يې شروع وکړه. دوى زما په خبره هېڅ نه پوهېږي. زه هغه خوله نه يم چې د دوى د غوږونو دپاره جوړه شوې وي. آيا زه بايد لومړى د دوى غوږونه وشلوم، د دې دپاره چې په سترګو اورېدل زده کړي؟ بايد نغارې وډنګوم او د سادوانو په شان چيغې ووهم؟ او يا دا چې دوى غېر له ګونګ څخه په بل چا باور نه کوي؟
دوى يو څه لري چې په هغه افتخار کوي. دا څه چې دوى پرې افتخار کوي، څه ورته وايي؟ دوى ورته تمدن وايي. دا هغه شى دى چې د دوى او بزګرو په منځ کې فرق ږدي.
دا ځکه دوى په خپله باره کې د ((تحقير)) ټکى نه شي اورېدى. زه به نو اوس د دوى عزت النفس ته خبر ورکړي.
زه په دوى ته د هغه څه په باره کې وګړېږم چې د ډېر تنفر وړ دى: يعنې پست انسان)).
او زردشت خلکو ته داسې خبرې وکړې:
اوس هغه وخت راغلى دى چې انسان بايد د يو مقصد په لور روان شي. اوس هغه وخت راغلى دى چې انسان بايد د خپلو عالي آرزوګانو تخم وشیندي.
د انسان مځکه لا اوس هم څربه ده، مګر دا مځکه په يوه ورځ خواره او بې حاصله وي او هېڅ لويه ونه به پکې شنه کېدى نه شي.
افسوس! هغه وخت نږدې دى، په کوم کې چې به انسان د خپلو آرزوګانو غشي نور د انسان څخه جګ نه شي ويشتلى، په کوم کې چې به د انسان د ليندۍ جۍ نور اهتززا ونه شي کړى.
زه تاسې ته وايم: د دې دپاره چې يو ځلېدونکى ستورى وزېږولى شو، بايد اوس هم په ځان کې ابهام او تروږمۍ ولرو. زه تاسې ته وايم: په تاسې کې تروږمۍ پرته ده.
افسوس! هغه وخت نژدې دى، په کوم کې چې به انسان نور يو ځلېدونکى ستورى ونه شي زېږولى. افسوس د تحقير وړ انسان وخت نژدې دى، داسې انسان چې خپل ځان ته به نور د حقارت په سترګه نه شي کتلى.
دا دى زه تاسې ته پست انسان درښيم.
((عشق؟ خلقت؟ آرزو؟ ستورى؟ دا څه دي؟)) پست انسان داسې تپوس کوي او سترګک کوي.
مځکه به نوره هم پسې تنګه شي او پست انسان به پرې ټوپونه وهي او هر څه به کوچني کوي. د ده نسل د ونو د چنجو په شان د محو کېدو نه دى: پست انسان له هر څه څخه اوږد ژوند کوي.
پست انسانان داسې وايي: ((مونږ خوشبختي اختراع کړې ده)) او سترګکونه کوي، دوى هغه ملکونه پرېښي دي، په کومو کې چې ژوند کول سخت دي: ځکه چې دوى ته د تودوخې احتياج دى.
د خپل احتياج سره مينه لري، خپل احتياج پرې ځانونه مښي: ځکه چې دوى ته د تودوخې احتياج دى.
ناروغه پرېوتل، بد ګوماني درلودل، د دوى په نظر يوه ګناه ده: په احتياط مخکې ځي، لېونى به لا هغه څوک وي چې په ډبرو يا په انسانانو يې پښه وښويېږي.
لږ څه زهر له دې خوا لږ څه له هغې خوا، خوندور خوبونه راپېدا کوي او په اخر کې ډېر زهر د دې دپاره چې يو خوندور مرګ يې په نصيب شي.
کار کوي، ځکه چې کار يو ښه مشغوليت دى، مګر کوښښ کوي چې دا مشغوليت ستومانه کوونکى نه وي.
نور نو څوک مالدار کېږي، نه خوارېږي، ځکه چې دا دواړه له زحمته ډک دي، څوک فرمانروايي کول غواړي؟ څوک فرمانبرداري کول غواړي؟ دا دواړه له زحمته ډک دي.
يوه بې شپانه رمه! ټول يو څه غواړي، ټول يو شان دي او که څوک بل يو خيال ولري، نو په لاس د لېونو په قطار کې ودرېږي.
د دوى ظريفان وايي: ((پخوا ټول لېوني وو او سترګکونه کوي، دوى محتاط دي او ټول څه چې تېر شوي دي پرې خبر دي، په دې شان د دوى ريشخند او تمسخر هېڅ خاتمه نه لري. کله يې په منځ کې جنګ او دعوه هم پېښېږي، مګر ژر سره جوړه کوي، بيرېږي چې هاضمه يې ورخرابه نه شي.
خپل کوچنى لذت او تفريح د ورځې لپاره لري او خپله کوچنۍ تفريح او لذت د شپې دپاره: مګر د خپل صحت پرستش کوي.
پست انسانان وايي ((مونږ سعادت اختراع کړى دى)) او سترګکونه وهي.
په دې ځاى د زردشت خطابه پاى ته رسېږي. هغه خطابه چې د ((مقدمې)) په نامه هم يادېږي، ځکه چې په دې وخت کې د خلکو د خوشالۍ شور او زوږ د زردشت خبرې پرېکړې. خلکو غږ وکړ: ((اى زردشته! دا پست انسان مونږ ته راکړه. مونږ د دې پست انسان په شان کړه. د دې په عوض به مونږ ستا د عالي انسان څخه درتېر شو!)) او ټولو خلکو خوشالي کوله، ژبې يې ټکولې، مګر زردشت په غم کې ډوب شو او خپل زړه ته يې وويل:
((دوى زما په خبره نه پوهېږي: زه هغه خوله نه يم چې د دوى د غوږونو دپاره جوړه شوې وي.
شايد ما ډېره زياته موده په غرونو کې ژوند کړى دى. شايد ما ډېر زيات روانو اوبو ته، ونو ته غوږ ايښى دى: اوس زه دوى ته داسې خبرې کوم لکه بزګرو ته.
زما روح آرامه ده او داسې رڼا ده، لکه لوى غرونه د سحر په وخت کې دوى تصور کوي چې زما وينه سړه ده او په ما يې د يو داسې مسخره ګومان راغلى دى چې شوخې ټوکې کوي.
اوس يو بل ته ګوري او خاندي، څومره چې خاندي هغومره ماته په بد نظر ګوري، د دوى په خندا کې کنګل پروت دى.
تبصره زیاته کړئ