مقالې

د خوشحال خان خټک دستارنامه

د خوشحال خان شهرت زيات د ده په ديوان بنا دى او د ده نورو آثارو ته چې لازمه ده، توجه نه ده شوې. زما مقصد د خوشحال د يو بل اثر غېر له ديوانه دی او دا اثر ((دستارنامه)) ده.

د ((دستارنامې)) په مطالعه کې مونږ دوه جنبې تر بحث لاندې نيسو. له يوې خوا د دستارنامې محتويات او مفکورې او له بلې خو د دستارنامې شکل او ساختمان. لومړى به زه په لنډ شان د خوشحال ژوند او آثارو ته اشاره وکړم او د ده مجادلې او مجاهدې به راپه ياد کړم، ځکه چې دا مجاهدې د اوسنۍ پښتونخوا د وحدت او يووالى د مبارزې دپاره يو لوى درس دى.

د دستارنامې ټول هدف په دې بيت کې دى:

چـــــې دستار تړي هزاردي
د دستار سړي په شمار دي

چې د دستار تړل د عزت او لوى والي نښه ده، نو خوشحال وايي: څوک په رښتينې ډول د دستار تړلو لياقت لري؟ او د دې لياقت معيار به څه وي؟ د خوشحال خان په فکر د حقيقي دستار خاوند ته په کار دي چې له بېشمارو خصلتو څخه شل مهم خصلته ولري او د هنرو څخه دې د شلو سترو هنرو خاوند وي او د خپل کتاب په پاى کې خوشحال هغو مهمو عيبو ته اشاره کوي چې يو کامل انسان ترې بايد هرو مرو ډډه وکړي.

د پښتو ژبې د ادبياتو په تاريخ کې او مخصوصاً د پښتو د نثر ليکلو په تاريخچه کې دستارنامه يو لوړ موقعيت لري. د دې کتاب په وسيله خوشحال خپل اقتدار او قدرت د نثر په ليکلو کې هم ثابتوي او راښيي چې د دستارنامې ليکونکى يوازې د جنګ د مېدان قهرمان او يا اديب او شاعر نه ، بلکې عالم هم و، ځکه چې ((دستارنامه)) په هره ساحه کې د يوې پراخې او ژورې پوهې څخه نمايندګي کوي.

دستارنامه د ډېرو خواوو څخه د اهميت ده. لومړى د پلان او ساختمان له نظره، د خوشحال کتاب د شرقي کلاسيکي ادب او مخصوصاً فارسي آثارو سره يو اهم فرق لري او دا فرق د کتاب په عمومي پلان او چوکاټ بندۍ کې دى.

عموماً کلاسيکي اديبان په خپلو آثارو کې ساختمان او چوکاټ ته چندان اهميت نه ورکوي. د افکارو ساده تسلسل او د موضوعاتو منطقي او دقيق تقسيم او جلاوالى پسې نه ګرځي. هغوى ټول خپل نبوغ او استعداد د خپلو آثارو په صورت او ساختمان کې نه ږدي، بلکې د آثارو په محتوياتو کې ږدي او دا محتويات د يو ډک سيند په شان چې نه هېڅکله ودرېږي او نه شلېږي، په مسلسل ډول جريان لري. د خوشحال خان يو مهم خصوصيت دا دى چې د اوسني عصر د ليکوالو په شان د خپل کتاب په مقدمه کې په مختصر او واضح ډول د کتاب موضوع شرحه کوي او د دې موضوع د حل دپاره يوه ساده او واضحه نقشه وباسي. دى خپل اثر په دوو لويو برخو وېشي او هره برخه په شلو شلو حصو تقسيموي. د کتاب په دواړو لويو حصو کې يو صحيح توازن پروت دى او په کوچنيو برخو کې هم خوشحال همېشه په خپلو افکارو کې نورې تجزيې او دقيق تقسيمات کوي. د محتوياتو له لحاظه ممکن ځينې آثار د ((دستارنامې)) سره سيالي وکړى شي، مګر د صورت او ساختمان له لحاظه ډېر کم اثار ورته رسېدلى شي.

دویم د دې کتاب اهميت په دې کې دى چې يو تاريخي ارزښت لري. دستارنامه مونږ ته د تاريخ د يو معين عصر ذهنيت راښيى او د دې عصر د انساني ايډيال يو تعريف په کې پروت دى.

دا تعريف په عين حال کې د خوشحال خپل تصوير دى. خوشحال په کې خپلې ټولې خبرې ښيي. دى هم سردار دى، د قوم پېشوا دى، هم عالم دى، هم اديب او هم مجاهد.

د خوشحال په سبک کې چې کوم عنصر زيات تسلط لري، هغه د ده خپل قوي شخصيت دى چې په هره جمله کې ځان اظهاروي او تاييدوي. د خوشحال کلام ډېر ساده او بسيط دى، فقرې لنډې دي او د الفاظو په قافيو پسې نه ګرځي (لکه چې د فارسي کلاسيکي اديبانو عادت و) او ځينې نادر استثناآت لري، ښايي چې هلته هم قافيې لټول شوې نه وي، بلکې په طبيعي صورت په الفاظو کې راپېدا شوى وي او اصلي معنا د لوبو دپاره نه قربان شوې ده او نه اوږده شوې. خوشحال د مرادفو کلماتو څخه هم تل ډډه کړې ده.

د دستارنامې په متن کې درې عنصره موجود دي:

(١) اساسي عنصر د پښتو نثر او نظم دى. خوشحال د پښتو مخصوصو ټکو دپاره ځينې عربي ټکي وضع کوي. د پښتو اشعار چې ټول (٩٢) بيته دي. يقيناً د خوشحال خان خپل آثار دي. دا بيتونه دوه ډوله رول لوبوي. په ځينې ځايو کې مکمله رول لوبوي، يعنې کومه مفکوره چې په نثر کې بيان شوې وي، په شعر کې تکميلېږي او کله زېبايي رول لري، يعنې کومه مفکوره چې په نثر کې بيان شوي وي، په شعر کې په بهتر ډول بيا تکرارېږي.

(٢) فارسي عنصر چه اکثراً د بيت او مصرع په شکل راغلى دى، تقريباً همېشه تربیتي رول لري. په دستار نامه کې (١٧٠) فارسي بيتونه او (٢٥) مصرع شته. خوشحال د دې اشعارو خاوند نه ښيي. دا کتاب په اخر کې د مناجاتو يو اوږد متن په فارسي ژبه کې لري.

(٣) عربي عنصر درې ډوله دى، الف- عربي مشهور متلونه، ب- احاديث، ج-آيات. د دې عنصر رول د فارسي عنصر څخه زيات مهم دى. د د دې دپاره چې د يوې موضوع څخه نتيجه ښکاره يا يوه مفکوره په مطلق ډول تاييد کړي او يا د يو استدلال ښکاره ثبوت وړاندې کړي، نو خوشحال له دې عنصر څخه کار اخلي. په عمومي ډول په دستارنامه کې (٥٧) عربي فقرې موجودې دي چې (٢٥) يې آيات دي، (١٥) احاديث او (١٧) نور چې منبع يې نه معلومېږي.

د نورو کلاسيکي آثارو په شان په دستارنامه کې هم بعضې کيسې او داستانونه شته. مخصوصاً په دویمه برخه کې چې په اوصافو بحث کېږي. خوشحال خان د خپلو نظرياتو د ثبوت دپاره د کيسو څخه استفاده کوي. مثلاً په دې دویمه حصه کې درې کيسې په دویم فصل دوه په درېيم، دوه په پنځم، دوه په نهم، يوه په ديارلسم او دوه په شپاړسم کې شته، دا کيسې څو ډوله دي، ځينې په اسلامي تاريخ پورې اړه لري، د اسلام د پېغمبر او د هغه د يارانو د ژوند په باره کې دي. د ځينې د مشهورو اشخاصو د ژوند څخه حکایت کوي، لکه جنګېز خان، سلطان محمود، ارسطو، نوشېروان او ځينې نامعلوم شاهان او بالاخره يوه افسانه هم په کې شته چې له ايراني اساطيرو څخه رااخستل شوې ده چې د ليک لومړنۍ مبداء راښيي.

دستارنامه ځينې نورو آثارو سره څه نا څه شباهت لري او مخصوصاً دا شباهت د فارسي ژبې د يو مشهور او زوړ اثر سره لږ څه زيات ليدل کېږي.

دا فارسي اثر د نصايحو او لارښودنو مجموعه ده چې په قابوس نامه مشهوره ده. د قابوس نامې ليکونکى امير عنصر المعاني ابن کيکاؤس ابن اسکندر ابن قابوس ابن وشمیګر ابن زبار دى.

دې کورنۍ د عيسوي لسم قرن په شا و خوا کې په ګرګان او طبرستان کې حکومت کړى دى، د قابوس نامې ليکونکى د سلطان محمد له يوې لور سره ازدواج کړى و. د هغې څخه يې يو زوى وشو چې نوم يې ګيلان شاه وچې پلار يې د ده دپاره دا کتاب په سنه (١٠٨٢) عيسوي کې وليکه؛ په دې کتاب کې ليکونکى خپل زوی ته ګټور نصيحتونه کوي او د ژوند لار ورښيي.

قابوس نامه (٤٤) فصله لري چې مطالب يې تر اتو عنوانو لاندې راتلاى شي. (١) نصايح، (٢) د مينې ارشادات، (٣) د ژوند لار او د نورو په مقابل کې پيش آمد، (٤) اخلاق او تربيه، (٥) پوهه او صنعت، (٦) ښکار او د اس سورلي، (٧) کسب، تجارت، موسيقي، (٨) دولت او سياست.

شک نشته چې د دستارنامې او قابوس نامې په منځ کې ډېر مشترک نکات شته، ځينې فصلونه په دواړو کتابونو کې يو شان موندلى شو، لکه شطرنج، ښکار، د اس سورلي، د کوچنيانو روزنه، پوهه، تجارت، شعر، ليکل، زراعت، زمام داري او حکومت، سخاوت او نور. شک نشته چې په عمومي ډول دا شباهت موجود دى، مګر په جزياتو کې په دې موضوعاتو باندې په دواړو کتابو کې يو شان خبرې نه کېږي. برسېره په دې په دستارنامه کې داسې فصلونه شته چې په فارسي اثر کې يې نه شو ميندلى، لکه د ځان پېژندنه، د لامبو صنعت، غېرت او جسارت، فاميلي روابط، د نوکرانو تاديب، د نسب د سلسلې تشبيه، رسامي او نقاشي.

د دستارنامې په لوستو مونږ نه شو پوهېداى چې ايا خوشحال به د فارسي ژبې دغه مشهور کتاب لوستلى و او که نه. مګر دا په يقيني ډول ويلاى شو چې د خپل کتاب د ليکلو په وخت کې له خوشحال سره د قابوس نامې کومه نسخه نه وه، ځکه چې دى د خپل اثر په اخر کې دې ته اشاره کوي او صريحاً ليکيچې په بندي خانه کې پروت دى او هېڅ کوم کتاب ورسره نشته.

د دې دواړو اثارو شباهت ښکاره دى، مګر زما په عقيده دا شباهت يوازې سطحي دى او عميق نه دى او کوم اساسي فرق چې په دواړو کې موجود دی. هغه د دې دواړو کتابو په نهايي مقصد کې دی. د دستارنامې مقصد د عالي انسان ايډيال دى. د يو حقيقي انسان (کوم چې د دستار د تړلو وړ وي) تصوير ويستل دي. خوشحال خپل کتاب د هر هغه چا دپاره ليکلى دىچې ځان کمال ته رسول غواړي.

او ټول نصيحتونه اوصاف او علوم دې مقصد ته د رسېدلو دپاره د وسيلې په حېث ټاکل شوي دي. حال دا چې د قابوس نامې ليکونکى خپل کتاب صريحاً او مخصوصاً د خپل زوی دپاره ليکي او اساسي مقصد يې دا دى چې خپل زوی ته د ژوندانه لار وښيي. دى غواړي چې خپل زوى ته د هر کسب او هنر اسرار وښيي او په هغه تاکيد کوي او مثلاً ورته وايي:

که ته غواړې چې شاعر شې، بايد څه دې زده وي، که غواړې تاجر شې بايد څه وکړې او څه ونه کړې، برعکس د دستارنامې ليکونکى، مونږ ته راښيي چې عالي انسان بايد د ټولو کسبو او هنرو څخه يو څه بايد ولري. په دې شان خوشحال وايي چې د لوړو صفاتو خاوند بايد د شعر په هنر کې تر کومه حده لاس ولري. د تجارت په کسب کې تر څه اندازې پوه وي او په زراعت کې څومره معلومات ولري. مثلاً کله چې خوشحال د موسيقۍ په علم خبرې کوي، نو وايي چې د دستار خاوند بايد د موسيقۍ په علم ښه پوه وي، مګر پخپله موسيقي نواز نه وي.

که څه هم ځينې نکات په دوو پښتو او فارسي آثارو کې مشترک ليدل کېږي، مګر په اساسي هدف کې يو له بله سره ډېر توپير لري. د خوشحال اساسي مقصد قدرت او اقتدار دى، مګر د قابوس نامې د ليکونکي مقصد يوازې ژوند دى.

د دې مفکورې په اساس خوشحال شرقي ليکوالو ته دومره ورته نه دى، بلکې د يو غربي ليکوال سره لږ زيات شباهت لري او دا غربي ليکوال د ايټالوي رنسانس مشهور متفکر ماکياول دى. زما په فکر د خوشحال دستارنامه او د ماکياول مشهور اثر د ((اقتدار)) په عنوان دواړه سره په اساسي هدف کې يو ځاى کېږي. دا دواړه شرقي او غربي ليکوال هر يو په خپله مخصوصه طريقه د قدرت او اقتدار وسايل تعيينول غواړي، په دې فرق چې خوشحال يو متقي او پرهېزګاره ماکياول دى.

***

په دې شان د خوشحال خان خټک دستارنامه له ډېرو خواوو څڅه مهمه ده. د کتاب په متن کې ډېرې په زړه پورې او اکثراً بکري مفکورې پرتې ديچې ليکونکى پکې خپل شخصيت څرګندوي. د کتاب د پلان توازن او تناسب او د شکل او ساختمان سادګي، پوخوالى او استحکام د خوشحال د اثر بل هدف او فوق العاده خصوصيت دى. د دې لنډ کنفرانس چوکاټ مونږ ته اجازه نه راکويچې د دستارنامې ټولې مفکورې تحليل او ټول مربوطه مسايل يې حل کړو. زما اصلي مقصد دا دى چې د علمي ټولنو توجه دستارنامې ته جلب کړم او ملتفت يې کړم چې د دې اثر مفکوره يوازې د پښتو اختصاصي مفکوره نه ده، بلکې جهاني ارزښت لري. د دستارنامې ځاى يوازې د پښتو ادب په تاريخ کې نه دى، بلکې د انسان د فکر په تاريخ او د دنيا د ادب په تاريخ کې بايد خپل ځاى اشغال کړي.

د لیکوال په اړه

سید بهاالدین مجروح

سید بهاالدین مجروح

پوهاند سيد بهاالدين مجروح (۱۹۲۸ – ۱۹۸۸) افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه و. تاسو همدا مهال د هغه مقالې، لیکنې، او کتابونه د هغه یاد ته د درناوي په مناسب د مجروح اکاډمي په ویبپاڼه کې لولی

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ