مقالې

د اوسني علم النفس ځينې مهم اکتشافونه

څومره پوهه او معلومات چې مونږ په جهان لرو، په خپل ځان يې نه لرو. حتى د خپل ځان په باره کې هغه اندازه اطلاعات چې مونږ په خپل جسم باندې، په خپلو عضوي مسائلو باندې لرو، په همدغه اندازه مونږ د خپلو نفسي حوادثو څخه يا بالکل بې خبره يو او يا زمونږ معلومات د خپل ځان په باره کې دومره ناقص او نارسا وي چې اکثراً د واقعيت څخه ډېر لرې وي او ډېر کرت داسې هم کېدى شي چې د دې نفسي واقعيت پر ضد وي. دا ځکه چې په نفسي حوادثو باندې زمونږ معلومات هغه څه دي چې زمونږ د هيلو او ارزوګانو سره مطابقت او سمون لري. مونږ په خپل ځان کې هغه څه وينو چې د لرلو هيله يې مونږ سره وي. مونږ په ځان کې داسې صفتونه وينو چې اکثراً په مونږ کې هېڅ نه وي او يا په خپل ځان کې داسې عېبونه کشف کووچې اکثراً يې په خپل لاس په ځان کې راپېدا کوو. خلاصه داسې يو شخص چې په خپل ځان باندې، پر خپلو نفسي مسائلو باندې، په خپل شخصيت او کرکټري نواقصو باندې، صحيح، دقيق او بې غرضه علمي پوهه ولري، ډېر کم موندلى شو.

***

((د ځان پېژنده)) له يوې خوا د انسان تر ټولو مهمه او اساسي وظيفه ده. مګر له بلې خوا تر ټولو ګرانه او مشکله وظيفه هم دا ده. لا اوس هم تر ډېره حده انساني افراد په داسې حالت کې پاتې دي چې د ځان ړانده او د جهان بينايان دي. يوازې له پنځوس شپېتو کالو را په دې خوا، په غربي هېوادو کې د نورو علمي او تخنيکي مهمو پېشرفتونو په خوا کې، د انسان په نفسي حوادثو کې هم ځينې مهم کشفونه شوي دي. په روحي مسائلو نوې رڼاګانې اچول شوي دي. د روح لوړې ژورې راسپړل شوي دي، د روح پېچ او تاونه، غوټې او عقدي د دقيقې مطالعې لاندې نيول شوي دي. د دې علمي مطالعاتو له برکته نن د ځان پېژندنې وظيفه هم تر ډېره حده روښانه شوې ده. د دې مطالعاتو په اتکاء مونږ نن له پخوا نه ښه پوهېدى شو چې ځان پېژندنه څه ته وايي؟

کله چې مونږ وايو: ((زه داسې يم))، ((ما دا کار وکړ))، دا ((زه)) څوک يم او د دې ((زه)) معنا څه ده؟ او هغه پوهه چې غواړم د ځان په باره کې د دې ((زه)) په باره کې پېدا کړم، بايد څرنګ وي؟

له بلې خوا، په خپل ځان، په خپل شخصيت او کرکټري نواقصو باندې صحيحه پوهه يوه عجيبه مهمه عملي نتيجه لري او هغه دا ده، کله چې يو فرد په خپلو نفسي حوادثو، په خپلو کرکټري عېبونو او د خپلو روحي رنځونو او دردونو په علل او عواملو پوه شي، صحيح او دقيق معلومات پرې پېدا کړي، دا عېبونه پخپله اصلاح کېږي او دا روحي رنځونه له منځه ځي. په انسان کې يو نوى ارادي قوت راپېدا کېږي، فرد په خپل ځان کې يو نوى کفري، ذهني او هيجاني ژوند کشف کوي او داسې برېښي، لکه چې فرد په يو پرېشانه خوب بيده و او ناڅاپه يو نوي ژوند ته راويښ شو.

***

ټولې نفسي مسالې حياتي مسالې دي. ژوند داسې يوه دوره ده چې په نورمال ډول او بې له کومې ناڅاپي پېښې، تر پنځوس او شپېتو کالو پورې دوام کوي او په نننۍ دنيا کې خلک د اويا او اتيا کالو توقع هم درلودى شي. اوس بايد وګورو چې له دې دورې څخه څرنګ استفاده کول په کار دي؟ ژوند پخپله يو ارزښت دى، د بېشماره امکاناتو يوه مجموعه ده. وګړي دا ارزښت په کومو لارو کې استخداموي؟ او د دې بېشماره امکاناتو څخه څرنګ استفاده کېږي؟ ځکه چې د افردو فرق او توپير په همدې استفاده کې دى. هر شخص په يوه خاصه توګه د ځان دپاره د ژوندانه يو سبک غوره کوي او د ژوند ارزښت په يوه خاصه لار کې استخداموي. ځينې خپل ژوند يو ايډیال ته وقف کوي او د يوې مفکورې دپاره يې قرباني کوي، ځينې له ځانه بېګانه، ځان ترې هېر، شپې او ورځې تېروي. ځينې داسې ژورې وسوسې، ژور روحي اضطرابونه لري چې ژوند ورته له زهرو ډکه پياله شي او تر اخري قطرې پورې يې څښي، ځينې اشخاص داسې دي چې له ځانه بېګانه وي او د ژوند سهار او غرمه ترې د غفلت په خوب کې تېر شي او کله چې د ژوند مازيګر راورسېږي او د ژوند لمر مخ په غروب شي او د مرګ تروږمۍ ورو ورو رانژدې شي، نو غېر له دې چې د ژوند حقيقي ارزښتونه يې درک کړي وي، غېر له دې چې يو نوى فکري او ذهني ژوند ته راويښ شوى وي، غېر له دې چې د خپلو نفسي او فکري امکاناتو څخه يې اقلي استفاده هم کړي وي، يوازې او يوازې يې په يو روحي ژور او دايمي اضطراب کې څو ورځې ژوندکړى وي او بالاخره د مرګ په بې نهايته بېره او سودا کې سترګې له دنيا څخه پټې کړي.

هېڅوک نه غواړي، داسې يو سرنوشت يې په نصيب شي. مګر په واقعيت کې مونږ ټول په دې سرنوشت مبتلا يو. يوازې مونږ هڅه کوو ځان ترې خبره وساتو او د حال زمانې په کومه لحظه کې چې ژوند کوو، خپله ماضي هېروو او تحت الشعور ته يې سپارو او مستقبل ته صحيحه توجه او التفات نه کوو او که لږه توجه وکړو، رامعلومه به شي چې دا بد سرنوشت مونږ هم تهديدوي او که نور هم زيات دقيق شو رامعلومه به شي چې دا شان سرنوشت مونږ پخپله په خپل لاس ځان ته برابر کړى دى او هغه زنځيرونه چې د روحي مرضونو په راز راز بڼو زمونږ لاس او پښې ترې او په مونږ کې سالم طرز عمل او باثمره فکري او ذهني فعاليتونه فلجوي، اکثراً مونږ په خپل لاس جوړ کړي دي.

***

رښتيا هم که مونږ لږ د ځان په باره کې غور وکړو او خپل ګېر چاپېر ماحول ته په دقت وګورو څه وينو؟ يو سلسله روحي رنځونه او دردونه، د افرادو په منځ کې پر پېچه جنجالي، منفي روابط، بدبينۍ، عداوتونه، بغض، کينه، انتقام اخيستلو پسې هڅه وينو چې هغه يو په يو نامعلومه اضطراب کې شپې سبا کوي. هغه بل د داسې فکرونو په يوه سلسله کې کښېوتلى دى چې د زنځير په شان يې له ذهن څخه چاپېر شوى او هېڅ نه شي کولاى ځان ترې خلاص کړي. شپې يې په بې خوبۍ تېرېږي او ورځې يې د بې خوبۍ په سودا، هغه يو په خپل ځان لعنتونه وايي او ټول عمر د پښېمانۍ په اور کې سوځي. هغه بل ته خپل ځان له هر څه نه، له انسانه او له جهانه لوړ ښکاري او که د دې تفوق احساس ته يوه جزئي صدمه هم ورسېږي، دى په يو ژور غم او نامحدوده غصه کې ډوب شي، له هر نه متنفر شي، له هر څه جدا، يوازې د خپل ذهن په ژورو کې د دې خيالي او وهمي برترۍ څخه رنځېږي او دردېږي. يو بل کوم وخوت چې د ژوند له يوې مهمې مسالې سره مخامخ شي، د دې په ځاى چې د خپلو ذهني او فکري قواوو څخه په سړه سينه استفاده وکړي او د مسالې د حل روغه لار ولټوي، په رنګا رنګ تشويشونو اخته شي، واهمه يې پر ذهن غلبه وکړي او پخوا له دې چې مجادله شروع شي، دى مايوسه کېږي او شکست مومي.

***

دا ټول او نورې بې شماره عقدي په مونږ کې شته، هېڅ داسې فرد نشته چې روحي غوټه ونه لري او هېڅ داسې کرکټر نه شو موندلاى چې له عېبه خالي وي. يوازې مونږ دا عېبونه په ځان کې په سختۍ ليدى شو او د کرکټري امراضو او روحي عقدو تشخيص سختي او مشکلات هم په دې ځاى کې دى. هغه ذهني فاصله چې يو فرد د خپل جسم سره پېدا کولاى شي، د خپل شخصيت سره يې نه شي قايمولاى. هر څوک چې په اسانۍ خپل جسمي عېبونه ليدى شي، خپل عضوي مرضونه درک کولاى شي او هغه د مرض په حېث قبلوي او د علاج فکر يې کوي. مګر په نورمال ډول يو فرد نه شي کولاى، داسې يوه فاصله د خپلې روحي عقدې سره پېدا کړي. د يو فرد دپاره ګران کار دى چې ځان ته روحي مريض ووايي او يا خپل شخصيت معيوب وبولي. کوم بخيل، حسود، کينه ګر، انتقام لټوونکى دا ناروغۍ په خپل ځان کې د شعور په رڼا کې ليدى شي او د خپلو روحي عېبونو په حېث يې قبلولاى شي او د علاج فکر يې ورته پېدا کېدى شي؟

د دې مشکل علت څه دى؟ علت يې دا دى چې د کرکټري عېبونو او روحي انحرافونو منبع يوه مرکزي روحي عقده (غوټه) دهچې د تحت الشعور په تروږمۍ کې يې ځاى نيولى دى او نه يوازې د فرد د شعوري فکري او ارادي قدرت نه بهر واقع ده، بلکې د فرد شعور، فکر او اراده هم د خپل تاثير لاندې نيسي او تسلط پرې قايموي، نو په دې شان يو فرد په عادي توګه نشي کولاى، دا تحت الشعوري غوټه د فکر او شعور رڼا ته راولي. دى يوازې په خپل ذهني او فکري فعاليتونو کې د دې عقدې غېر مستقيم تاثيرونه حس کوي او د يوې روحي عقدې خصوصيت هم دا دى چې دا نفسي اکثر فعاليتونه، لکه فکر، ذهن، اراده، احساس، ادراک او نور استخداموي او د خپلو خاصو هدفونو په لار کې يې په کار اچوي، نو يو فرد د هر فکر چې کوي، هر معلومات چې د ځان په باره کې يا د نورو په باره کې پېدا کوي، هر احساس چې لري او هر ډول اراده چې کوي، منبع يې تل دا روحي عقده وي او په مرکزي هسته باندې اتکاء کوي او د فرد کرکټر هم د دې غوټې په بنا جوړېږي، نو ځکه د دې عقدي چوکاټ نه بهر د فرد دپاره بل هېڅ کوم ارادي، فکري او احساسي قوت نه پاتې کېږي چې د هغه په وسيله دى وکړى شي، د خپلې عقدي په باره کې ازاد فکر وکړي، خپل عېبونه وليدى شي او د اصلاح دپاره يې اقدام وکړى شي. د خپل ځان په باره کې زمونږ د نابينايۍ منبع هم دا ده.

د خپل ځان د پېنژندنې دپاره او بيا د خپل ځان د جوړولو دپاره په کار دى چې د دې روحي عقدو په ميکانيزم او عمليو باندې پوه شو، يعنې ځان ته معلومه کړوچې دا عقدې څرنګ راپېدا کېږي، په څه شان کرکټر ترې تشکيلېږي، په څه ډول نشو و نمو کوي او په شعور او تحت الشعور کې ترې څه راز رنګارنګي عملیې راپیدا کېږي؟ د اوسني علم النفس ځينې مهم کشفيات د دې اساسي پوهې په لار کې انسان ته ډېرې مهمې او قيمت دارې لارښودنې او کومکونه کوي.

***

مګر کوم شى چې د کرکټري عېبونو او د شخصيت د نيمګړتياوو اصلاح نشي کولاى او د روحي دردونو درمان کېدى نه شي، هغه اخلاقي نصايح دي. د اخلاقي نصايحو د بې تاثيرۍ دپاره دوه مهم عامله موجود دي.

د اخلاقي نصايحو د تاثيرۍ او بې تاثيرۍ لومړى عامل پخپله ناصح شخص دى. دلته مهمه دا نه ده چې څه نصيحت کېږي، بلکې مهمه دا ده چې څوک نصيحت کوي. اکثراً داسې پېښېږي چې اخلاقي نصايحو تد ناصح په خپل ژوند کې د تطبيق ساحه نه وي موندلي، ناصح يو عمر د خپلو هيلو او خواهشاتو په سر ته رسولو تېر کړى وي. د عمر په اخر کې، کله چې د هيلو او اميالو د پوره کولو نور روحي او جسمي توان نه وي پاتې، نو بيا د ځوانانو او بازمانده ګانو دپاره پندنامه ليکي. څرنګ چې ناصح پخپل ژوند کې د دې نصيحتونو د تطبيق دپاره نه فرصت لري او نه توان، ځکه چې د تطبيق ساحه خو يې د ځوانۍ دوره وه، نو ځکه د نه عملي کېدو له سببه دا نصايح د ناصح په خپل ژوند کې بې تاثيره پاتې کېږي، نو څرنګ چې د ده په خپل ژوند کې بې تاثيره وو، نو د نورو په ژوند کې خو هرو مرو هېڅ کوم تاثير نه شي کولاى. يوازې هغه استثنايي شخصيتونه چې د ژوند په لومړۍ مرحله کې د ارادې په قوت او د ځينې عالي پرنسيپونو په بنا خپل ژوند عملاً تنظيم کړي او پرمخ بوځي، د نورو په ژوند او فکر ژور تاثير کوي. داسې اشخاص نصيحت کولو ته هم ضرورت نه لري، ځکه چې د دوى د ژوند عملي سبک، د دوى رفتار او اعمال، ماحول او محيط د تاثير لاندې نيسي. څرنګ چې د دوى الفاظ او کلمات په رښتيني عمل بنا وي، نو د زرګونو پندنامو څخه زيات کار کوي. محجري مفکورې، جامدې او مړې مفکورې هغه دي چې د رښتيني عمل سره يې يا رابطه منفي وي يا هېڅ نه وي. د رښتينې مفکورې ژوند په رښتيني عمل کې دى.

د اخلاقي نصيحتونو د بې تاثيرۍ دویم عامل دا دى چې په دې نصيحتونو کې د اخلاقي معايبو نفسي علتونو ته هېڅ توجه نه کېږي. دلته مهمه دا نه ده چې څوک نصيحت کوي، بلکې مهم ټکى دا دى چې څه نصيحت کېږي او په څه شان کېږي؟ که هر څومره خلکو ته نصيحت وکړو چې د نورو په مقابل کې د بدبينۍ څخه، د بغض او کينې څخه، د کبر او غرور څخه، د خود خواهۍ او خود پرستۍ څخه ځان لرې وساتئ، هېڅ کومه فايده او کوم تاثير به ونه کړي، تر څو چې د دې منفي صفاتو نفسي علل او عامل کشف نه کړو، تر څو چې پوه نشو چې يوه فرد په څه رنګ محيطي او نفسي شرايطو کې د بدبينۍ حس پېدا کړى دى، څه نفسي عوامل سبب شوي ديچې په ده کې بغض او کينې انکشاف کړي دي او څه ډول روحي عقدي دا شخص د کبر، غرور او خود خواهۍ خواته راکښلى دى. داسې يو جامد او وچ نصيحت چې خود پرستي بده ده او نوع پرستي ښه ده، هرو مرو بې تاثيره پاتې کېږ ي او که له يو ډېر خود پرست شخص څخه پوښتنه وکړو، نو مونږ سره به موافقه وکړي چې خود پرستي ښه کار نه دى. مګر که مونږ وغواړو چې د داسې شخص په زړه کې عملاً د نوع پرستۍ احساس راپېدا کړو، لومړى بايد دى پوه کړو چې نوع پرستي ولې ښه ده او د دې دپاره په کار دي چې د ده د نفسي پېښو او حوادثو په ژورو کې مطالعه وشي او د ده روحي انکشاف او د کرکټر د تشکيل تاريخچه د تحقيق لاندې ونيول شي. کله چې شخص ته دا نفسي عوامل او د دې صفاتو د انکشاف منابع کشف شي، نو غېر له دې چې کوم قصد او اراده وشي، دا منفي اړخونه پخپله ورو ورو له منځه ځي او مثبت صفات يې ځاى نيسي.

لهذا، د دې مسالو د حل لار د انسان په نفس کې موندل کېدى شي او د علم النفس تحقيقات مونږ ته د دې مسالو بهتره علمي پوهه راکوي او د حل عملي او انساني لار يې راښودى شي او د علم النفس په ساحه کې چې نن کوم مهم تحقيقات او کشفونه شوي دي، هغه د دريو لويو متفکرينو او محققينو د تجربو او پلټنو نتيجه ده او هغه دا درې کسه دي: سيګموند فرويد (S. Freud)، الفرد ادلر (A. Adler) او س. ګ. يونګ (C.G. Jung). دوى هر يو د جلا جلا مکتب مؤسسان دي او جلا جلا نوې مفکورې يې راوړي دي او نوي تحقيقات يې کړي دي. زه غواړم چې دا نوې مفکورې او نظريې د وږمې مجلې لوستونکو ته په ساده الفاظو معرفي کړم او کوشش وکړم چې په ډېر اختصاصي او تخنيکي جزئياتو کې داخل نه شم. سره له دې هم زه يقين لرم چې که دا لنډه او ساده معرفي په دقت، تامل او حوصله مطالعه شي، فکري او عملي تاثيرات به يې ورو ورو پخپله لوستونکي ته څرګند شي.

د لیکوال په اړه

سید بهاالدین مجروح

سید بهاالدین مجروح

پوهاند سيد بهاالدين مجروح (۱۹۲۸ – ۱۹۸۸) افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه و. تاسو همدا مهال د هغه مقالې، لیکنې، او کتابونه د هغه یاد ته د درناوي په مناسب د مجروح اکاډمي په ویبپاڼه کې لولی

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ