مقالې

د اوسني ساینس څو فلسفي مفکورې

فلسفه د ساینس څخه راوځي. د هرې زمانې فلسفه د هغې زمانې د علمي سويې سره جوخته تړلې ده. فلسفه د ابدي او تغيير ناپذيرو حقايقو يوه داسې مجموعه نه ده، په کومه چې د زمانې تحول هېڅ تاثير نه شي اچولى.

د خپل تاريخ په هره مرحله کې انسان هڅه کړې ده چې خپلې مختلفې پوهې د يوې واحدې مفکورې په قالب کې واچوي او د دې څخه فلسفې مختلف سيستمونه راوتلي دي. فلسفي نظامونه يو د بل دپاسه، يو د بل په ضد جوړ شوي دي، بې خبر او بې تجربې فکر د دې سيستمونو د تضاد او تناقض په مقابل کې حېران پاتې شي او نه پوهېږي چې حقيقت په کوم کې دى؟

د طبيعي فکر د خپل حرکت او تحول څخه بې خبر او بېګانه دى او که چېرې يې خپل تحول ته پام شي، نو د يو ژور تشويش او اضطراب سره مخامخ کېږي.

د فلسفي فکر په نظر حقيقت په تحول کې دى، په حرکت کې دى، د اپلاتون د فلسفې تصوري او خيالي دنياګانې د هغه عصر د ساینس ابتدايي حالت سره رابطه لري.

د دکارت[۱] په فلسفه کې چې کوم پخوالى او استحکام پروت دى، هغه د مثبتو علومو په اساس دى. د هغو علومو په اساس چې د رنسانس[۲] څخه يې را په دې خوا لوى لوى ګامونه اخستلي وو او د نننۍ فلسفې اهميت او تازګي په دې کې ده چې دا فلسفه د اوسني عصر د اتومي فزيک او نورو علومو د مهمو اکتشافاتو په اساس ولاړه ده.

په اوسني ساینس باندې ډېر فلسفي فکرونه جاري دي، پروفيسور باشلار يو له هغو علماوو څخه دى چې د ساینس په فلسفي اهميت باندې غور کوي.

پروفيسور باشلار په خپل ((علمي نوى روح)) نومې کتاب کې[۳] د اوسني ساینس د اکتشافاتو او تحقيقاتو فلسفې معنا راباسي.

***

د خپل کتاب په مقدمه کې باشلار د ساینس د فلسفې اساسي پېچيده ګۍ ته اشاره کوي او هغه دا ده چې د ساینس فلسفه نه شي کولى چې د نظري فلسفې په شان د خالصو افکارو په دنيا کې پاتې شي. دا فلسفه مجبوره ده چې تل د خپلو اساسونو څخه راکوزه شي، په عملي، تجربي او تطبيقي دنيا کې ننوځي. دا فلسفه که تجربه کوي بايد تفکر وکړي او که تفکر کوي بايد تجربه وکړي.

دلته دا دواړه ساحې يو له بله سره د جدا کېدو نه دي، ځکه چې تجربه او تطبيق هغه ساحه ده په کومه کې چې عقل خپل ثبوت پېدا کوي او واقعيت مومي، علمي تجربه د عقل دپاره يو مثبت تاييد دى.

رښتيا هم که د جهان د واقعيت په مقابل کې مونږ يوازې د خپل ځان او د خپلو عواطفو او احساساتو په دام کې ګېر وي، نو مونږ به د جهان څخه يوازې يوه شاعرانه پوهه درلودى او جهان به يوازې زمونږ خيالي جسم واى. برعکس که مونږ په اجتماع کې محو واى نو مونږ به خپله پوهه په عمومياتو کې، په مفيدو شيانو کې، په مقرراتو کې لټولې او دنيا په يوازې زمونږ د مقرراتو دنيا واى، حال دا چې علمي حقيقت يوه پېش بيني ده. د علمي حقيقت په وسيله افکار د وحدت او اتفاق و خواته بلل کېږي. علمي تحقيق فکر او تجربه سره تړي او د ساینس دنيا زمونږ د تحقيق دنيا ده، آلات او اسباب، مجسمې شوې نظريې دي. علمي پوهه په کتلو او ليدلو کې نه ده، بلکې په جوړولو او بنا کولو کې ده.

ساینس د خپل ځان په باره کې فکر نه کوي. ساینس فکر دى، د دجهان په باره کې، دا کار د فلسفې دى چې د ساینس په باره کې فکر وکړي، د فکر په باره کې فکر وکړي او کله چې فلسفه د انسان د علم تاريخ ته نظر اچوي، نو دې نتيجې ته رسېږي چې په لومړۍ مرحله کې عقل غوښتل ځان د جهان سره برابر کړي او ځان د جهان سره تطبيق کړاى شي. نننۍ علمي روحيه غواړي يو داسې جهان جوړ کړي چې په عقل برابر وي.

***

د نيوټن[۴] د علمي مفکورې څخه د اينشټاين[۵] علمي مفکورې ته مستقيماً انتقال ممکن نه دى. دلته يو نوى قدم ايښودل شوى دى، يو نوي څه منځ ته راغلي دي. د اينشټاين نسبتي نجوم هغه وخت منځ ته راغی چې د نيوټن د فزيک په اساسونو باندې بحث شروع شو او د اولنيو بدهياتو او بسيطو افکارو په باره کې شک او ترديد وشو. مثلاً د ساده او بسطيو مفکورو څخه يوه د مقارنت مفکوره ده. يعنې دا چې دوه حادثې د زمانې په يو واحد آن کې واقع شي. لکه دوه توپونه چې په يوه واحد آن کې وويشتل شي، نسبتي نظريه د مقارنت په نظريه انتقاد کوي او تپوس کوي، څرنګ د دې بسيطې مفکورې څخه کار اخستل کېږي؟ څرنګ مقارنت ثابتېدى شي؟ او څرنګ پرې انسان پوهېدى شي؟. رښتيا هم په واقعيت کې د مقارنت ثابتول اسان کار نه دى. مقارنت مونږ ته بسيطه مفکوره ښکاري، ځکه چې مونږ يوې مطلقي زمانې ته قايل يو او مقارنت د هرې مرجع نه مستقل فرض کوو. دوه توپونه چې يو آن کې ويشتل کېږي، د دوى آواز هله مقارن کېدى شي چې اورېدونکى په نظر کې ونه نيسو او که دا واقعي مرجع يعنې اورېدونکى (چې مکاني مختلف موقعيتونه لري) په خپله مفکوره کې داخله کړو، نو مقارنت به يو نسبتي شى شي، ساده والى به يې له منځه لاړ شي. دا مفکوره د سطحي تحليل له کبله بسيطه او فوري ګڼل شوې ده.

د تېر شوي قرن ساینس سره دا تصور و: کله چې يوه مفکوره د تطبيق او عمل ساحې ته راشي، نو پېچيده ګي پکې پېدا کېږي او دا خيال موجود وچې مفکورې همېشه تر يوې اندازې غلطې عملي کېږي او د عملي ساحې څخه جدا مفکورې ورته ساده او بسيطې ښکارېدې. په اوسني علمي روحيه کې يوه مفکوره هله دقيقه او محققه کېږي چې عملي شي.

په دې شان د تېر شوي قرن په فزيک کې د سرعت په موضوع بحث کېده، مثلاً دا چې د برق يو منفي جريان دوه مختلف سرعتونه لري. يو سرعت يې په دې کې دى چې مونږ د برق جريان د ذراتو څخه تشکيل وګڼو او بل سرعت يې دا چې موجي حرکت ولري.

بحث دا و چې د دې دوو سرعتونو څخه کوم يو صحيح دى؟ بالاخره به دې نتيجې ته رسېدل چې فکر د دې ابهام او تنقاض سره حتماً مخامخ کېدونکى دى. مګر د اوسنۍ پوهې په اساس دا ابهام او تناقض په پوهه کې نه دى، بلکې پخپله په واقعيت کې پروت دى.

پخوانى فزيک به چې په اتوم کې کوم څه ته په اهميت قايلېده، هغه په اتوم کې د الکترون واقعي موجوديت و. اوسنى فزيک، د دې پر ځاى چې الکترونه په کومو خواصو او مخصوصو قواوو قايل شي. د رياضي په يو عدد ورته قايلېږي. ماديت له منځه ځي او رياضي عدد د مادې حقيقي صفت کېږي، کيميايي جسم خپل ځاى يو رياضي جسم ته پرېږدي او کيميايي جسم يوازې د رياضي اعدادو يو انعکاس دى، يو سېورى دى.

نننى فزيک اوس دا سوال نه کوي چې کاينات له ذراتو څخه تشکيل دى او که د برقي امواجو څخه؟ دا دوه واقعيتونه د کايناتو د رياضي کېدلو دوه مرحلې دي.

***

يوه مفکوره هله معنا پېدا کوي چې خپله معنا بدله کړي او هله يې معنا ورکېږي چې په يوه معنا پاتې شي. له بلې خوا يوه مفکوره چې د خپلو تجربي شرايطو څخه ل وځي، بې فايدې کېږي او معنا يې هم له منځه ځي. څوک چې په ساینس کې نه ننوځي او يوازې د ساینس د مېتود په باره کې خبرې کوي. دا خبرې به يا بالکل بې معنا وي او يا به تش نصيحتونه وي. دا به د يو داسې سړي په مثال وي چې هيڅکله يې اوبو ته نه وي دانګلي او غواړي چې وچه لامبو زده کړې، حال دا چې د ساینس د مېتود د پوهېدو دپاره دې درياب ته دنګل په کار دى. د دکارت د مېتود کتاب هم تقريباً دا حېثيت لري. که څه هم ده د اوسني ساینس اولني تهدابونه ايښي دي، مګر نننۍ علمي مفکوره د دکارت د مفکورې مخالف قطب کې واقع ده. په حقيقت کې د دکارت مېتود يو قياسي او استدلالي مېتود نه دى، بلکې يو تقليلي مېتود دى. دا تقليل علمي تحليل په غلطه لار بيايي او د آفاقي فکر د وسعت او نشو نما مانع کېږي. حال دا چې غېر له دې وسعت او نشو نما څخه آفاقي فکر او آفاقيت (Objective) منځ ته نه شي راتلاى. د دکارت په عقيده د انسان پوهه په يو څو بسيطو او مشخصو مفکورو بنا ده، دا بسيطې او مشخصې مفکورې چې اولي بدهيات دي د انسان په فطرت کې پرتې دي.

مګر مونږ په څه اساس بسيط افکار يو له بله سره جدا کوو؟ مثلاً مونږ ولې صورت له حرکت څخه جدا کوو؟ حال دا چې دا کار د ميکرو فزيک (Micro-Physique) په ساحه کې بالکل غلط دى.

همېشه بسيط هغه شى دى چې اختصار او ايجاز شوى وي، يوازې مونږ د اختصار او تقليل په وسيله بسيط شيان فرض کولى شو.

بسيط شى هغه دى چې له نورو اشياوو سره رابطه ونه لري. دکارت تحليل کوي، مګر د ترکيت مرحلې ته نه شي رارسېدلى. دکارت خلکو ته د تحليل درس ورکوي او نصيحت کوي چې د مختلفو ترکيبي واقعيتونو بسيط عناصر کشف کړو. مګر د مرکبو مفکورو ترکيبي ارزش مونږ ته نه راښيي. د دکارت د نظريې مخالف، د ننني ساینس تهداب په يو اساسي ترکيب ايښودل شوي دي. دا تهداب د هندسي، ميخانيک او برق څخه ترکيب شوى واقعيت دى. نن د دې پر ځاى چې مونږ د اشياؤ په وسيله په تناسباتو پوه شو، تناسبات په اشياؤ رڼا اچوي. په اوسني ساینس کې حافظه د افکارو حساب نه ساتي، بلکې دا حساب د عقل په لاس دى.

د بسيطو او مرکبو افکارو په منځ کې نن ورځ بل شان رابطې ته قايل دى. په واقعيت کې هيڅ بسيطه حادثه نشته. هره حادثه د بې شمارو تناسباتو څخه اودل شوې ده. نه بسيطه ماده شته او نه بسيط طبيعت، هره ماده د اوصافو څخه مرکبه ده، همدا شان بسيطه مفکوره هم نه شي پېدا کېدى. د دې دپاره چې يوه مفکوره حقيقي مفکوره وي، يعنې معنا ولري، بايد د تجاربو او نورو مفکورو په يو پيچيده سيستم کې واقع شي، يعنې بسيطې مفکورې د پوهې اصلي تهدابونه نه دي.

د دکارت په دوره کې فکر د بسيطو څخه د مرکباتو و خواته حرکت کاوه. اوسنى ساینس له مرکباتو څخه بسيط و خواته حرکت کوي. د اوسني علم په نظر د يو بسيط طبيعت او يا د يوې مطلقې هستۍ لټه يوه بې ځايه لټه ده، ځکه چې د مرکباتو او تناسباتو څخه خواص راپېدا کېږي او موصوفول په صفت باندې رڼا اچوي، اوسنى فکر ذاتاً يو بحراني فکر دى، په موهومي نکتې په يو معلوم مطلق حقيقت باندې اتکاء نه شي کولى.

دکارت به ويل: ((زه فکر کوم فلهذا يم)) د هغه په نظر د پوهې ثابته نکته همدا ((زه فکر کوم)) يعنې دا چې د فکر واقعيت يو تغيير ناپذير واقعيت دى. دکارت د فکر په دوام او ثبات کې شک نه کاوه. د دکارت په فلسفه کې تغيير کوي، مګر شخص ثابت پاتې کېږي، معلوم تحول کوي او د زمانې په جريان کې واقع دى، مګر عالم (فکر) دايمي دى او د دې جريان څخه بهر دى. اوسنى ساینس وايي که معلوم بل شان شو، عالم هم بل شان کېږي، که شى تغيير وکړ، شخص هم تغيير کوي، عالم او معلوم دواړه تغيير پذير دي، دواړه د زمانې د هستۍ اساسي بعد زمانه ده.

پوهه او فکر داسې شى نه دىچې د هستۍ څخه بهر وي او د هستۍ په تماشا مشغول وي.

پر اوسني ساینس باندې د پروفيسرو باشلار د تفکر نتيجه دا ده چې انساني فکر تغيير پذير چوکاټونه لري، ځکه چې انساني پوهه تاريخ لري، کېداى شي چې انساني تاريخ په ځينې مواردو کې لکه عواطف، احساسات او هيجاناتو کې يو ابدي تکراروي.

مګر يو شى په تاريخ کې نه تکرارېږي او هغه تصحيح شوى، تعديل شوى او سمې شوې مفکورې دي. هغه مفکورې چې پراخې شوې او تکميل شوي دي.

علمي فکر اساساً د پوهې تصحيح او تعديل دى، د پوهې د چوکاټونو توسعه ده. باشلار وايي: ((د حقيقت په باره کې علمي فکر دا دى: حقيقت هغه اوږده اشتباه ده چې د تاريخ په دورو کې په تدريجي صورت تصحيح او تعديل کېږي)).

يعنې تاريخ او تاريخيت د انساني پوهې، اساسي بعد دى او ((ذاتاً د تفکر معنا دا ده چې انسان پوه شي چې نه و پوهېدلى)).

[۱]-: دکارت R.DESCARTES فرانسوي مشهور فيلسوف او رياضي دان چې په ١٥٧٦ عيسوي کال کې زېږېدلى او ١٦٥٠ کې له دنيا تللى دى. دکارت د تحليلي هندسي مخترع دى او د فزيک په علم کې يې بعضې مهم قوانين کشف کړي دي. برسېره په دې دکارت د اوسنۍ فلسفې او متافزيک مؤسس دى. ده د قرون وسطي عيسوي فلسفه رده کړه او د عقل دپاره يې يوه نوې لار پرانيسته. دکارت خپل نوى مېتود په دې لاندې جمله کې اختصاروي: ((د دې دپاره چې حقيقت ته ورسېږو بايد په خپل ژوندانه کې يو کرت مونږ د خپلو ټولو عقايدو او فضیلوتونو څخه ځان خلاص کړو او د خپلې پوهې ټول سيستمونه له تهدابه بيا بنا کړو)). دکارت د اشراق او استدلال په وسيله لومړى دخپل وجود حقيقت کشف کوي او بيا د خداى هستي. د ده مهم آثار دا دي: (١) د مېتود په باره کې بحث (١٦٣٧)، (٢) د فکر د لارښودنې قوانين، (٣) ماوراء الطبيعي تاملات، (٤) د فلسفې اساسونه، (٥) د روح هيجانونه.

[۲]-: Renaissance (رنسانس) پنځلسم او شپاړسم عيسوي قرن په دې نامه يادېږي. په دې دوره کې د ادب، صنعت او علم په دنيا کې يو نوى ژوند راپېدا شو او د قرون وسطي د تورتم ذهنونو سره مجادلې شروع شوې. د چاپ ماشين په دې وخت کې منځ ته راغى او د افکارو په نشر کې يې لوى رول ولوباو.

[۳]-: G.BACHELAR, Le Nouvel Espirt Scientifique, Paris.P.U.F.1946

پروفيسور باشلار د سوربون د پاريس د ادبياتو پوهنځي د ساینس د فلسفې استاد دى.

[۴]-: ISAAC NEWTON اسحاق نيوټن انګرېزي مشهور د رياضي، فزيک، نجوم عالم او فيلسوف دى چې په ١٦٤٢ عيسوي کال کې زېږېدلى او ١٧٢٧ کې له دنيا تللى دى. نيوټن هغه سړى دى چې د کايناتو د جذب او دفج قانون او د نورو د تحليل قوانين يې کشف کړل.

[۵]-: Albert EINSTEIN البرټ اينشټاين المانى د فزيک عالم دى چې په ١٨٧٨ عيسوي کال کې زېږېدلى دى او څو کاله پخوا مړ شو. دى د نسبتي نظريې مؤسس دى او د ننني اټومي فزيک پلار ګڼل کېږي. ده په ننني علم کې لوى او ژور انقلاب راوستلى دى.

د لیکوال په اړه

سید بهاالدین مجروح

سید بهاالدین مجروح

پوهاند سيد بهاالدين مجروح (۱۹۲۸ – ۱۹۸۸) افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه و. تاسو همدا مهال د هغه مقالې، لیکنې، او کتابونه د هغه یاد ته د درناوي په مناسب د مجروح اکاډمي په ویبپاڼه کې لولی

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ