مقالې

د ادبياتو پوهنځي رييس ښاغلي مجروح د هغې وېنا متن چې د جغرافيې مؤسسې پرانيستلو په مناسبت يې وکړه

د پوهنتون د رييس په اجازه، مېرمنو او ښاغلو!

نن د ادبياتو پوهنځي خپلې يوې هيلې ته رسېږي چې له مودو راهيسې يې په زړه کې پاللَه. ټولو ته څرګنده ده چې د ادبياتو په پوهنځي کې د تاريخ او جغرافيې په نامه يوه څانګه شته، مګر دې څانګې يوازې نظري اړخ درلود، مګر سږکال له يوې خوا د شاګردانو علمي تطبيقاتو او له بلې خوا د ځينو استادانو جغرافيايي پلټنو او هغه قناعت بښونکى نتايج چې له هغو څخه لاس ته راغلل، د پوهنځي اداره دې ته په فکر کې کړه چې جغرافيايي کتنو او پلټنو ته څه نا څه جلا او منظم شکل ورکړي، د دې له امله د جغرافيې مؤسسې په هڅه کې شوه.

نن چې بالاخره په دې بريالي کېږو او دا موسسه پرانيزو بې اندازې خوښي په زړه کې احساسوو. ځکه خورا کوچنى پل او خورا کوچنى سهم چې د هېواد په علمي او عرفاني پراختيا کې اخيستل کېږي، د نېکمرغۍ ځاى دى او زه دا سوچ وهم، هغه پل چې مونږ يې پورته کوو، کوچنى او ناڅيزه پل نه دى. ځکه جغرافيايي پلټنې او کتنې د ملتونو د حياتي او علمي چارو يو ستر جز شمېرل کېږي او په هر ځاى کې جغرافيايي ټولنې او مؤسسې شتهچې په منظمه توګه په کار بوختې دي. يوازې زمونږ په هېواد کې تر ننه پورې جغرافيايي کتنو انفرادي بڼه درلوده او يو مرکز يې ځان ته نه و موندلى او د جغرافيې موسسې په پرانيستلو سره به زمونږ دا شيندلې کتنې سره راغونډې شي او زمونږ جغرافيه پوهان به د يوه ټيم او ګروپ په شان د کوټې په ګوټ کې د مطالعې لپاره ځاى ونيسي او د افغانستان د جغرافيې په علمي چارو به بوخت شي. ګردو ته څرګنده ده چې په دې عصر کې علمي کتنو خپل انفرادي شکل له پخوا نه زيات له لاسه ورکوي او د هغو ځاى د ګروپ او ټيم فعاليت نيسي.

مونږ د جغرافيې له پوهانو او مينانو هيله کوو چې دا مؤسسه د دوى ده او د دوى لپاره جوړه شوې ده او راتلونکې هغه مثبتې نتيجې چې ورځنې وا به خستل شي، ګردې په همدوى پورې اړه لري. په دې کې شک نشته چې زمونږ مؤسسه له هېڅ څخه پيل کوي او تر څو چې د يوې منظمې او چمتو مؤسسې سويې ته ورسي، د اوږدې لارې وهل هرو مرو ګڼل کېږي او په کار دي چې يو لړ مشکلات وزغمو. د خپلو جغرافيه پوهانو څخه هيله من يو چې دا لار ووهي او په ګړنديتوب سره يې ووهي. د ادبياتو پوهنځي وعده کوي، تر هغه چې کېدونکى وي، د هېڅ راز ستغو له هوارولو څخه ځان نه ژغوري.

د هغو فعاليتو په هکله چې تراوسه پورې شوي دي، ښاغلى عارض به تاسې ته معلومات در کاندي.

يوازې غواړو له هغو مؤسسو څخه شکريه وکړوچې په دې لاره کې يې له مونږ سره مرسته کړې ده. لکه: د کابل ښاروالي، د کابل ولايت مربوط حکومتونه، د معدن وزارت د يويورولژي څانګه، ملکي هوايي رياست او د برېښنا لوى شرکت. له ګردو مؤسسو څخه هيله کوو چې په راتلونکي وخت کې هم دا مرسته له مونږه ونه سپموي.

ويلاى شو چې دا ورځ به په افغانستان کې د جغرافيايي پلټنو په تاريخچه کې يوه ستره تاريخي ورځ وشمېرله شي او له هغو ښاغلوچې نن يې ربړې ګاللي او د جغرافيې مؤسسې پرانيستلو په مراسمو کې يې ګډون کړى دى، د زړه له کومې شکريه وکړو.

په پاى کې د هېواد د جغرافيه پوهانو د ګډ فعاليت برياليتوب غواړو، ځکه د دوى برياليتوب به زمونږ برياليتوب وي.

 

د لیکوال په اړه

سید بهاالدین مجروح

سید بهاالدین مجروح

پوهاند سيد بهاالدين مجروح (۱۹۲۸ – ۱۹۸۸) افغان فيلسوف، شاعر، اديب، ديپلومات او سياستپوه و. تاسو همدا مهال د هغه مقالې، لیکنې، او کتابونه د هغه یاد ته د درناوي په مناسب د مجروح اکاډمي په ویبپاڼه کې لولی

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ