خپلې نمجنې کوټې ته ورننوتلم، د دروازې په بيرته کولو سره مې بد او له نمه تريو او ناوړه بوی تر سپږمو شو. بد او ناوړه بوی مې احساس کړ.خپل غوړېدلی توشک ته ورنږدې شوم، فکر مې وکړ، چې ګوندې دا بوی زما له تنه او زما له جامو راځي، خو لکه چې کوټې مې څڅوبی هم درلود.ځای ځای څڅيدلې وه، نم جن بوی ترې راختلو، تر سپږمو کېدلو، کړکۍ يي ډېر وخت نه وې بيرته شوې، دروازه هم کرۍ ورځ بنده پاتې شوې وه، خو ما هم ډېر وخت ځان نه و وينځلي، فکر واخيستم، ګوندې چې ځان مې بوی کوي او تن مې خولې کړې دي، د خولو بوی دی، خو د خولو بوی، د تن بوی د کوټې د نم او څڅوبی سره په ټوله کوټه کې غبرګيده. . .
خو چې د کوټې زړې سترنجۍاو مښودي توشک ته مې فکر شو او بيا مې د کاغذ او د زړو اخبارونو ټوټو ته فکر شو، نو بيا مې هم په ځان او هم په خيرن تن او ډېر وخت نا وينځلو جامو ګومان راته . خو د کوټې د نم، څڅوبی، لوند او د باران څڅوبی وهلی توشک، تړلې کړکۍ او دغه راز د کوټې، تروه فضا چې زما په څېر يي د هر نوي راننوتی کس دماغ سيزه .
د خپل توشک او خيرن بالښت تر څنګ کوچنۍ المارۍ ته فکر يوړم، هلته مې لاس اوږد کړ، ډېر وخت کېده، چې خپل کتابونه مې نه وه کتلي، څو محدود کتابونه چې دمخه به مې هم هر وخت را اخيستل او له خاورو به مې پاکول فکر شو، خو کتابونه پکې سر په سر ايښي وو.په کتابونو هم ډېرې خاورې پرتې وې، هر يوه د سړي لاس توراوه.کتابونه هم نم وهلي وو، لنده بل يي اخيستی و.پاڼې يي سره مښتی وې دا وار څو شپې، څو ډېرې شپې وروسته دغه کوټې ته ورغلی وم، د پخوا په څېر چې په خپله بستره کې به پرېوتم، خو دا شېبه څه بل شان احساس را وپارولم، له يوې خوا د کوټې د نمه او لنده بله تريو بوی، چې زما يي پر ځان او د تن په خولو هم شک راوستلو او يا دا چې زما د تن د خولو بوی هم پکې ورکېده او له بلې خوا سره مښتې او يو پر بل ايښي څو ټوکه کتابونه هم لانده برېښيدل .وراسته شوي برېښيدل، خو عبث شوي لا نه وو، سره مښتي وو، لکه چې په کتابونو هم باران شوی وي، لکه چې باران په همدغه کوټه کې اوريدلی وي او بيا ددې کتابونو په منځ کې ځای شوی و .
خو ما يو يو را واخيست، د ځينو پاڼې زيړې شوې وې، د ځينو حاشيي زيړې شوې وې، لکه په اوبو کې چې لويدلی وي او په ځینو کې چې په قلم او يا پنسل ليکې کښل شوې وې، هغو هم اوبه اخيستې وې او نشر يي کړي وو، لږ څه خراب شوي وو، يو يو مې وکوت، تاريخونه مې وکتل، خو هېڅ يو مې پام غلط نه شو کړی، نور مې واخيستل، ادبي اثار مې وکتل، د شعر په باب کتابونو مې هم زما . بدل نه کړ .داستانونه، رومانونه ټول مې يو يو را واخيستل، ژر ژر مې وکتل، لکه چې په درنګ شېبه کې مې ټول لوستی وي.بلې خواته مې کېښودل، د ښوونځي او بيا پوهنتون د دورې لاس کښلي يادښتونو ته مې پام شو، هغه مې هم وکتل، لکه چې د زده کړې او د کار يوه دوره مې په دې لږه شيبه کې تر نظر اوسترګو تيره کړې وي .
نو په دې ټولو کې يو کتابګوټی ناڅاپي له ځانه سره واخيستم، يوازې کتاب نه بلکې په هغه کې کښلو او لاس کښلو تصويرونو رسمونو او يادښتونو له را جګولو سره يي وځورولم .زما هم د ماشومانو عادت و، چې کتاب به مې وليده، نو اول به مې رسمونو د ليدلو هڅه کوله، خو په دې کې ما خپل لاس کښلی رسم، کوږ ووږ رسم کې د يو نالايق شاګرد رسم يانې زما کښلی رسم و، خطونو يي سره توازن نه درلوده، زما يي هم له توازن سره کوم سروکار نه و.
هغه يوازې د يو انسان رسم و، لاس تر زنې ايستل شوی و. تصوير زه دپوهنتون وخت ته بوتلم اوهلته يې په ټولگې کې کښينولم : ښه مې ياد شي، په پوهنځي کې، په ټولګي کې مې د درس په وخت کې په يوه سپينه پاڼه کښلی و او له همدغه وخت راهيسې په کتاب کې ساتل شوی و، خو هغه يو عادی رسم و، د يو انسان رسم و، سر يي خپلې لمنې ته کښته و، لکه چې خپل ځان ته، خپل تن ته او خپل زړه ته ګوري، کټ مټ همداسې و، خو هغه مهال ما ته يوازې يو رسم نه و، يو ياد يي را تازه کړ، يو يادونه او يوه تېره شېبه يي راته په ذهن کې ژوندۍ کړه او په دې شېبو کې يي د ژوندانه يوې مهمې ستونزې ته متوجه کړم.ځان ته يي راوګرځولم او زيات کلونه د مخه دوران يي را ياد کړ، د خپل درس خونه يي راياده کړه، د خپل ټولګي حالت يي، خپل ټولګيوال يي را ياد کړل.
همغه شېبه او همغه ساعت .يوه په خپله بونډه ږيره کې لاس واهه او د استاد لکچر ته په فکر و، نور هم غلی ناست وو، بل په وروستی قطار کې د يوې هم ټولګې نجلۍ سره خپلې خبرې بس کړې وې، هغه هم غلی و، خو استاد لکچر را کاوه، هغه د تورې تختې خواته په يوه څوکۍ ناست و، امسا يي خوا کې څوکۍ ته تکيه ايښې وه، موږ ټولو يي لکچر کښلو او هغه هم خبرې کولې نه ډېر فصيح او يا يي نه غوښتل واضح خبرې وکړي، يوازې محتوا يي تشريح کوله، کله به په ډېر زغم جګ شو، امسا به يي په لاس کې ونيوه په توره تخته به يي يو رسم وکيښ، موږ هم د لکچر په خوا کې دغه رسم ويسته، عجيب رسم!!
هغه يوازې رسم نه ويسته بلکې داسې رسم چې خبرې ورسره هم درلودې ډېرې له مانا ډکې خبرې، هغه زياتې د انسان په باب خبرې کولې او په انسان کې يي د انسان په څېره کې يي بلاګانې، ديوان او ښاماران او نور څيروونکي ليوان انځورول، داسې لکه چې څوک فکر کوي، د يو موجود د ژوندي بنيادم په تن کې داسې څه ځای شوي دي، چې سړی خوري، کورونه خوري، ښارونه هواروي او وطنونه او ملکونه…
او له هر څه څخه به يي ترهه زموږ په ټولګي راپلنه کړه، په اتلس شل کسيز کوچني ټولګي کې به مو يو بل ته وکتل، داسې چې له يوه بله به مو وېره پيدا شوه، چې ګوندې دی مې خوري، هغه مې خوري او هغه دا کار کوي او ګوندې خپله استاد دا کار کوي.
د ټولګي فضا به سکوت او چوپتيا په سر واخيسته .موږ به ټول غلي وو، هغه چې په ږېره کې به يي ګوتې وهلې او د استاد لکچر او خبرو ته به فکر وړی و، هغه هم غلی و، هغوی چې څنګ ته ناست وو او هغوی چې د ټولګي په وروستۍ برخه کې يي خپل پس پس غلي کړي و.ټول غلي او چوپ وو، ټول ټولګی چوپ و.ټوله فضا چوپ وه، داسې لکه چې اسمان هم لږ را ښکته شوی وي او زموږ د ټولګي پر پاس چت باندې ناست وي او زموږ حالت ته يي غوږ نيولی دی، لکه چې په لاره تيريدونکي ځلمي او نجونې هم په دې چرت کې دي، هم داسې سکوت يي ټينګ کړی وو، پر موږ هم سکوت حاکم و، ځکه چې د انسان د خويونو درس مو وايه، د انسان د روان تجزيه مو اوريده، نو ځکه نوي څه وو او ټول ورته غلي او چوپ وو.هغه په خپل لکچر کې هغه وخت چې لاس کښلي تصوير ته به يي ګوته نيولې او يا به يي د رسم شاوخوا خپله امسا تاوه کړه، نو دا شعر به د خپل استدلال په ترڅ کې غبرګ کړ، چې :
يوه دا چې
دا ژوند څه دی
يو موموزه سمندر دی
خو ددې سمندر غاړې پورې لار شته
او ددې لارې ړومبی پړاو دوزخ دی
بله دا چې
جهنم نه چرته لرې دی نه پټ په بل جهان کې
جهنم د هر انسان دی هر انسان ته په خپل ځان کې
او په دې وينا به موږ ټولو يو بل ته سره وکتل د يو انسان جهنم په بل انسان کې!!))ټول به فکر واخيستو.
يو بل ته به مو سره وکتل، داسې به مو و انګيرله، چې هغه چې په خپله بونډه ږېره کې لاس وهي .هغه چې زما په څنګ کې ناست دی او ټول يو له بله سره يو د بل لپاره جهنم يو او د لکچر په وخت کې به فکر واخيستم .د خپلې خوا او څنګ ته ملګري مې وليدل، لکه چې هر يو جهنم دی، هر يو تنور دی، سکروټي دي، لمبې او د هر يوه وجود په تدريج سره په يو بل څه بدليږي.په يوه اژدها، په يو ښامار چې يو بل ته خوله اچوي، يو بل رانغاړي او يو بل ته ګواښ کوي .
او له دې سوچونو وروسته يو ځل بيا مې د خپل کتاب په منځ کې خپل لاس کښلي تصوير ته فکر شو، لاس کښلي رسم کوږ ووږ سم، د کوټې نم او بد بوی بلې خوا ته واخيستم، د درنګ شيبې لپاره يي زما د فکرونو لړۍ پرې کړه.فکر مې کاوه، چې زما له تنه بوی راځي .ډېر وخت کېده، ځان مې نه ووينځلی.احساس مې کاوه، چې زما له تنه او زما له جامو دا بوی را پورته کېږي، ويښتان مې ببر و، خو د کوټې بد بوی او نم جن تريو بوی، خوسا او وراسته بوی مې بيا هم فکر بدل نه کړ، يوازې همدې رسم ته فکر واخيستم، را په ياد شول، دا د انسان رسم دی .
«انسان د انسان لپاره ليوه دی»په همدې ډول لکه چې يو انسان بل وژني، د بل لپاره جهنم د هغه په تن کې دی، د هغه په وجود او ځان کې دی .
او يا همدې تصوير ته فکرونو واخيستم …
يوازې يو رسم، يو کوچنی رسم د بنيادم رسم چې ښار پکې ځاييدای شي، يوه لويه هستي پکې …وګړي پکې، ګڼ او له شوره ډک بازارونه، چيغي او کوکارې، د ماشومانو چيغي، دهغوی د مازديګرنۍ لوبو چيغي، خو يو کوچنی رسم په يوه«ځان »کې…«زه»يم، چې ددې وړ يم، چې د ټولو فرماندار شم، لکه چې لاس کښلي رسم راته په کږه خوله ګډوي او راته وايي، د انسان يا د بنيادم له دريزه .
په ټولو حکم وچلوم، ټول بايد زما تابع شي، زه بايد د دوی «سلطان»شم، چې يم، زه بايد د دوی امير شم، چې يم، دوی…دوی ددې وړتيا نلري، چې ځان را پورته کړي او ماته وګوري او ماته مخامخ وګوري .
«ما»ته زما «زه»ته ))کتل يانې د ژوند بيه، د ژوند بيه، د وګړو د ژوند بيه، د دوی«ناڅيزه»هستي بيه، دا بيه ډېره لږه بيه ده«زما»د سترګو يو رپ بايد ښارونه، کورونه او هر څه راونړوي، چې رانړوي يي، سرکونه بايد د ځمکې پر مخ ترې تم کړي، ژوندي ټول بايد او بايد سر لاندې پښې پورته کړي.اسمان بايد راښکته شي، لمر هم څو نيزې، دوی بايد وويني، چې دا «زه»يم، چې ددې وس لرم او همداسې کولای شم، د دوی وس لرم او داسې حالت راوستی شم…دا «زه»يم«زه»او بيا هم «زه»،
خو دا وخت چې ډېر کلونه له دې کوچني تصوير يا رسم نه تير دی، سره له دې چې دا يو کوږ ووږ رسم دی، خو زه يي تصوير بولم او تصوير يا رسم نه ګڼم، ځکه چې خبرې لري … او زه يي اوس په خطرونو پوهېږم، ماته يي وختونو او اوږدو وختونو د لوستلو بيا ځلي وس راکړ او څه بل شان يي لولم، سره له دې چې په رسم کې تنبل شاګرد وم، خو اوس ددغه کاږه واږه تصوير په مانا پوهېږم، تروه ټنډه، زوړند اوربوز، له غضبه ډکې سترګې، بې توازنه اندامونه او چابکي، تلوار يو تصوير ګوټی .
خو ماته پکې دا ځل ټول تاريخ را تداعي شو، لکه چې سکندر پکې د مور له غيږې پاڅيږي، لوبېږي، لښکرې راټولوي او بيا د ختيځ په لور را زغلي او د اسونو د پښو خړ ګرد يي تر شا را پورته کېږي، همدا کوچنی تصوير لکه چې کوچنی نه دی، اوس هره شيبه لوييږي او پسې لوييږي، داسې لکه چې اوس د «کوبی»دښته ده، چنګيز پکې زغلي، توره يي له تيکي راکښلې، چنوغده يي له ملا تړلې او په دې لور راځغلي، د اسيا په لور را زغلي، مدرسې ورانوي، ماشومان په زانګو ګانو کې وژني، خپل شلګی او نيزه د هغو پر ټټرونو منډي، لکه چې امير تيمور دی، تصوير نه دی، د اسيا يوه څنډه ده، تيمور پکې هند او بغداد ته ځي، روان دی، د لښکرو او رسالو د ګرد بوی، کوټي د تروه بوی سره بيا سپږمو ته راځي او يا نور امپراتوران دي، هند او فارس ته زغلي، سوبې کوي، کله منارونه جوړي او له دغه ځایونو دلته راځي، دلته ماشومان وژني، ميندي بوروي، ناوې په ډوليو کې پرېږدي او دا ډول …. اويو وار بيا پکې خپل کلی، قربي بندونه او جوماتونه وينم، چې دا اور په لمبو کې سوځي، د تصوير اسمان هم خړ او لوګجن دی، د لوګو، لوخړو نيولی دی، کوچنی تصوير لکه جام جم، چې ټوله دنيا پکې بريښي، دنيا پکې په طول او عرض سره او په هغو ټولو کې يو بنيادم او په بنيادم کې يوه اهريمني نه ايليدونکې قوه چې ټولو کليو ته اور اچوي، هر څه سيزي، ښوونځي سيزي، کلي سيزي، کروندې سيزي او هر څه …
همدې تصوراتو لږ څه د نم جنې کوټې د بد تعفن څخه بلې خواته بوتلم او چې سپږمې مې راکښلې، بيا مې له ځانه بد راغله، چې دا بد او ناوړه بوی زما د ځان او جامو وي، زما د خيرنو کالو وي، چې په مياشتو مياشتو مې ځان نه و وينځلی، لکه چې اوبه مې نه وې ليدلې، لکه چې په ځنګلونو کې وم….
خو بيا تصوير په مخه واخيستم، بيا د رسم د ويستلو وخت ته ورغلم، ډېر وړاندې وخت، څو کاله د مخه وخت، خپل ټولګي ته، ځوانيمرګ ټولګي چې زيات يي اوس ځوانيمرګ دي، دلته نشته، استاد هم نشته، لکه چې ټول «ما»خوړلي دي، استاد هم او يا هماغه رسم او تصوير…
د اوړي ټکنده غرمه وه، راښکته شوی اسمان چپ او ساکت او غلی ټولګی ټول سره غلي ناست دي، يوازې استاد په خپله امسا په توره دړه باندې کښل شوي تصوير ته اشاره کوي، تصوير تشريح کوي، انسان تشريح کوي، د انسان جهان او په دې ډول وايي :
اوازه يي د ښايست خپره هر لورې
دې ښار کې اوسيده يو لوی سړی هم
د اولس په هوښيارانو کې هوښياره
سوچ وهل فکر کول يي کسب وکار و
د جهان او ژوند رمزونه لوټول ده
په دفترو په اوارقو کتابو کې
يوه ورځ د ورځ يي دا شاني بيان کړو
تر کوم وخته چې دا ځمکه دا اسمان وي
تل د هر انسان دوزخ به بل انسان وي
تبصره زیاته کړئ