فیلسوفان

جان رالز او عدالت

امریکايي معاصر فیلسوف جان رالز د ۱۹۲۱ فبروری په یویشتمه د امریکا د متحده ایلاتو د مریلنډ ایالت د بالټیمور په سیمه کې وزېږېد. په ۱۹۴۳ کې یې د پرنسټن پوهنتون نه د هنر په برخه کې لېسانس واخست. او له فراغته وروسته په پوځ کې شامل شو. له ۱۹۴۳ نه تر ۱۹۴۶ پورې رالز په پوځ کې خدمت وکړ. ده په خپلو لیکنو کې د جګړې د مهال ډېرې پېښې انځور کړي چې له انده یې په شخصي او اکاډمیک ژوند کې لوی بدلون راوستی. «د دوهم نړیوال جنګ پر مهال یو سرتېری د دې پر ځای چې جګړې ته دوام ورکړي له خپل سر نه جنګي خولۍ لري کوي او خپله ځان په مرمۍ ولي». رالز دغه پېښه په خپلو سترګو ولیده، په لیکنو کې یې راواخسته او له نظره یې ور سره خپله عقیده په مسیحيت له لاسه ورکړه او بیا د جنګ په پای کې اټیېسټ وګرځېد.

له جنګ نه وروسته رالز بېرته خپل اکاډمیک چاپېریال ته راوګرځېد او په ۱۹۵۰ کې یې د پرنسټن پوهنتون نه د اخلاقو فلسفې(Moral philosophy) په برخه کې دوکتورا واخسته. بیا یې تر ۱۹۵۲ پورې همدلته درس ورکړ. په همدغه کال یې د اکسفورډ پوهنتون نه یو فیلوشېپ تر لاسه کړ او انګلنډ ته لاړ.  کله چې بېرته د امریکا متحده ایالاتو ته وګرځېد نو د کورنېل په پوهنتون کې یې لومړی اسېسټانټ پروفیسور او بیا اسوشیټ پروفېسور شو. په  ۱۹۶۲ کې په کورنېل پوهنتون کې د فلسفې پوره استاد شو او په همدغه کال یې په ام ای ټي(MIT) کې د لوی استاد(tenure professor) رتبه تر لاسه کړه. خو دی ترې هاروارډ پوهنتون ته راوګرځېد او تر څلوېښتو کلونو یې پکې تدریس وکړ.

ویل کېږي چې په ۱۹۷۱ کې جان رالز  معیاري سیاسي فلسفه د خپلې عدالت نظریه کتاب سره بیا را ژوندۍ کړه. د امریکا د وخت ولسمشر بېل کلنټون به جان رالز د شلمې پېړۍ تر ټولو غټ سیاسي فیسلوف باله او ډېری وخت به یې د شپنۍ لپاره را غوښت.

د شخصیتي اړخه جان رالز یو ارام، پرځان مطمین او با احساس انسان وو. د ځینو له نظره هېڅکله یې موفقیتونو په چلند تاثیر نه دی کړی. جان رالز د خپل شهرت تر څنګ ډېر کم د تلویزیون په پرده ښکاره کېده او خپل ژوند یې کورنۍ او اکاډمیک کارونو ته وقف کړی وو.

رالز د سیاست په برخه کې د شلمې پېړی تر ټولو مهم فیلسوف بلل کېږي او د شهرت لامل یې هم د عدالت په نظریه(۱۹۷۱) کې د برابرۍ غوښتنې له لېبرالیسم(egalitarian liberalism) نه  دفاع ده. په دې کتاب کې رالز د ازادی او برابری ارزښتونه څېړي او په ټولنه کې د منابعو د عادلانه وېش لپاره تیورایزېشن کوي. بل کتاب یې سیاسي لېبرلایسم(۱۹۹۳) دی، په دې کې رالز دا پوښتي چې څنګه امکان لري هغه خلک چې په سل رنګه دیني او فلسفي نظریاتو له یو بل څخه بېل شوي یو اساسي قانون ومني؟ دی د دې قانون قانونیت او د سېسټم ثبات تر پوښتنې لاندې راولي. د دریم کتاب نوم د خلکو قانون)۱۹۹۹) دی چې پکې نړیوال عدالت څېړل شوی. په دې کتاب کې خپله د عدالت نظریه په نړیوال سطحه مطرح کوي.

د رالز نور کتابونه لومړی  د اخلاقو فلسفې د تاریخ په اړه لکچرونه(۲۰۰۰) دغه کتاب د هغو لکچرونو ټولګه ده چې رالز د هارواډ په پوهنتون کې ورکړي وو. د justice as fairness (2001) په کتاب کې رالز د خپلې د عدالت د تیورۍ په هکله نقدونو ته ځواب ورکوي او همدارنګه یو شمېر برخې چې په نورو کتابونو کې یې نه وې پرې زیاتوي. دوه نور کتابونه د ده تر مرګ وروسته چاپ شول: د سیاست فلسفې د تاریخ په اړه لکچرونه(۲۰۰۷) ؛ د ګناه او عقېدې د مانا په هکله لنډ تامل(۲۰۱۰).

د ژوند په وروستیو کې رالز دوه لویې جایزې وګټلې چې لومړی د فلسفې او منطق په برخه کې د رولف شوک(Rolf Schock) مډال دی(۱۹۹۹). او بل د امریکا د انساني علومو ملي مډال(۱۹۹۹). تر دې مخکې یې د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د ستورو برونزي مډال هم اخستی وو.

د جان رالز له نظره د سیاست فلسفه حداقل د یوې ټولنې په عام  ژوند کې څلور شیان تر سره کولای شی:

  1. د سیاست د فلسفې لومړۍ ګټه دا ده چې کولای شي چې په یوه متنوع ټولنه کې په عقلمند ډول یو یوالی رامنځته کړي. تر څو په ټولنه کې د بالقوه ناخوالو مخه ونېسي.
  2. د سیاسي فلسفې دوهم ګټه دا ده چې مرسته کوي تر څو خلک وکولای شي خپل ټولنیز ژوند سره وپایي.
  3. دریمه ګټه یې د عملي سیاسي کړنو حدود مالومول دي.
  4. او څلورمه ګټه یې زموږ تر منځ جوړښت رامنځته کول دي. سیاسي فلسفه له موږ سره مرسته کولای شي تر څو موږ خپل قهر او غوصه د ټولنې د کړنو په وړاندې سړه کړو.

جان رالز د اولسمې پېړی فیلسوف ایمانوېل کانټ سره په دوه برخو کې یو شان وو. لومړی دا چې دوی دواړه د یوټیلیټاریانیزم سخت مخالفین وو. جان رالز به ویل چې انسانان په خپل ځان کې داسې څه لري چې حتا د ټولې ټولنې د ښه ژوند لپاره هم نه شي تر پښو لاندې کېدلای. په دغه حقونو هېڅکله نه شي کېدلای چې سیاسي معاملې وشي او یا د ټولنې د ګټو لپاره تر پښو لاندي شي.

دوهم دا چې د عدالت اصول کېدای شي  له یوه فرضي ټولنیز قرارداد نه واخېستل شي نه د یو حقیقي هغه نه. خو وروسته تر دې رالز وایي چې دغه فرضیه اي قرارداد دوه پوښتنې راولاړوي:

  1. څنګه دغه اصول چې په فرضي ډول تر لاسه شوي خلک دې ته اړ کولای شي چې عمل پرې وکړي؟
  2. دغه فرضیه اي ټولنیز قرارداد څنګه دا اصول توجیه کولای شي؟

د دوهمې پوښتنې په ځواب کې رالز وايي چې هېڅ ضرور نه ده چې څه توجیه شي. ځکه موږ یوازې کولای شو د دغو اصولو د سمون(fairness) په اړه وپوښتو.

د لومړۍ پوښتنې په هکله وايي چې دغه کار په دوه ډوله تر سره کېږي. لومړی د یو یا دوه طرفه موافقت پر بنیاد. او دوهم د دوه طرفه ګټې پر بنیاد.

د رالز د عدالت  نظریه (justice as fairness) د لېبرال ټولنې لپاره په عدالت بحث کوي. د دغه نظرېې یو هدف دا دی چې په ټولنه کې سیاسي او اقتصادي موسسې په مناسب ډول  جوړې کړي. دغه موسسې چې د ټولنې سیاسي بنسټونه، اقتصادي سېسټم، قضايي سېسټم او داسې نور پکې شاملېږي رالز یې د ټولنې ساده جوړښتیز(basic structure) عناصر بولي. او وایي چې د ټولنې دغه لومړني جوړښتیز عناصر د عدالت رېښتینې منبع ده  ځکه دغه بنسټونه د ټولنې د تولید او ګټې، د برابر وېش او همدارنګه د ټولنیز ژوند د سېسټم برابرولو ځای دی.

د ده له نظره د نړۍ اوسنۍ حالت هېڅ عادلانه او سم نه دی. د ځینو لویو سوداګرو او سیاستمدارانو کېسې چې له هېڅه بیلیونران شول سیاسي چل بولي او وایي چې د محاسباتو له اړخه د هغو خلکو سلنه چې امکان لري په غریبه کورنۍ کې وزېږي او بیا میلیونران شي د مقایسې وړ نه دي او دغه یوازې یو کار دی چې ور سره دولت غواړي د ټولنې د ټولیز وضعیت د ښه کولو نه مخ واړوي.

د عدالت د نظریې په کتاب کې جان رالز «عدالت» ښه او مناسبوالی ګڼي او وایي چې یوټیلیټاریانیزم نه شی کولای په ټولنه کې عدالت ټینګ کړي ځکه هغه پرنسیپونه چې یوټېلیټارین فلسفه پرې ولاړه ده ددې لامل کېږي چې د اکثریت لپاره د لږ کیو حقوق تر پښو لاندې شي. دی وایي چې عدالت د دولت د هغه لومړنیو پرنسیپونو ټولګه ده چې یو ازاد او هوښیار شخص په یوه فرضي ټولنه کې خوښوي چې تر حاکمیت لاندې یې په خوښی ژوند وکړي.

د رالز له نظره یوه عادله ټولنه هغه ده چې پکې د تولید وسایل په پراخه توګه د ټولنې د وګړو تر منځ وېشل شوي وي او د ټولنې تر ټولو بېوزله ډله هم له اقتصادي پلوه خپلواکه وي.

رالز د عدالت په تیورۍ کې د مساوي لومړنیو حقونو او فرصتونو نه ملاتړ کوي او وایي چې باید په ټولنه کې د ټولنې هغه برخې ته چې له سترګو پټه پاتې شوې ډېر پام وشي.

د عدالت په هکله د جان رالز نظریه ډېره انتزاعي ښکاري خو رالز د اصلي موقعیت(original position) په نامه د فکري ـتجربې(thought experiment) په ترسراوي سره غواړي چې له دغه انتزاعي حالت نه راووځي او خپله د عدالت تیوري په یوه مناسب ټولنیز کنسېپټ واړوي. د دې لپاره رالز خپله پوښتنه بدلوي او د دې پرځای چې وپوښتي د ټولنیز ګډون لپاره د ټولنې د ازادو او برابرو وګړو لپاره باید کوم مطلوب اصول په پام کې ونیول شي، پوښتي: کوم اصول دي چې د ټولنیز ګډون لپاره به یې د ټولنې ازاد او برابر وګړي د مطلوب حالت پرمهال پر ځان وټاکي؟ د دغه پوښتنې د حل لپاره روالز دغه خیالي تجربه رامنځته کوي.

د اصلي موقعیت دغه فکري ـتجربه کې خلک په یوه خیالي نړۍ کې د خپل ځان، ژوند او ټولنې لپاره اصول ټاکي چې همدغه اصول د رالز د عدالت د تیورۍ مهمې برخې دي. په دغه تجربه کې خلک له ډېرو کمو شیانو نه خبر وي او دخپل هویت په هکله په ټاکل شویو څیزونو پوهېږي.

په اصلي موقعیت کې خلک د خپل نژاد، ملت، قوم، دین، ژبې، خپلو عوایدو، د خپلې سرمایې او حتې د خپلو فلسفي فردي نظریاتو څخه هم نه وي خبر. د دې تر څنګ دغه خلک د خپلې ټولنې د سیاسي سېسټم، د ټولنې د کلاسونو جوړښت، اقتصادي سېسټم او د ټولنې د پرمختګ د اندازې نه هم مالومات نه لري.

په بله خوا کې د دې تجربې خلکو ته دا ښودل شوي چې په ټولنه کې خلک د بېلابېلو فکرونو خاوندان دي او هر څوک غواړي ګټه وکړي او د ګټې بېلابېلې لارې شته. د دې ترڅنګ دوی په دې هم پوهېږي چې په ټولنه کې د ټولو خلکو لپاره په کافي اندازه توکي شته خو دومره نه شته څومره یې چې خلک غواړي. له دې ور ها خوا دوی په ټولنیز اقتصاد او د انسانانو په سایکالوژۍ تر یوه حده پوهېږي.

د رالز له نظره په دغه وضعیت کې که موږ خلکو ته واک ورکړو چې د خپل ځان لپاره یوه ټولنه جوړه کړي نو دوی به حتمن په دوه اصولو توافق وکړي. دغه دوه اصلونه بیا د دې تیورۍ هسته بللای شو:

  • لومړی اصل: د ټولنې هر غړی د ژوند لومړنیو ازادیو ته لاسرسی لري. او د یو شخص لومړنی ازادی باید د ټولنې د بل هر یوه سره یو شان وي.
  • دویم اصل: سیاسي او اقتصادي نابرابری باید د دوه نورو کړنو سره یو ځای وي.
    1. د دغو نابرابریو تر څنګ موږ باید د وظیفې تر لاسه کولو برابر فرصتونه او د ازاد انتخاب حق ولرو.
    2. دغه نابرابری باید د ټولنې د شاتې پاتې برخې په ګټه وي.

په دغو دوه اصلونو کې لومړی هغه یې د سیاست به برخه کې د نابرابریو او دوهم یې بیا په اقتصادي برخه کې د نابرابریو او دهغوی نه د سالمې ګټنې په هکله دي.

په ټولنه کې د عدالت په هکله رالز وایي چې یوې ټولنې ته هغه وخت سمه ټولنه ویلی شو چې د ټولنې هر فرد وکولای شي یا تیار واوسي چې خپل موقعیت د ټولنې د بل غړي سره بدل کړي.

د روالز د عدالت تیوري ټوله په دې راڅرخي چې ټولنیز او سیاسي بنسټونه باید د ټولنې د ټولو وګړو سره مناسب چلند وکړي پرته د دوی د دین، مذهب،ملت،قوم، ژبې او داسې نورو په نظر کې نیولو څخه.

رالز وایي چې د شوروي اتحاد ډول کمیونیسم په عدالت نه وو ولاړ ځکه چې په شوروي اتحاد کې خلکو د ژوند لومړنی ازادۍ نه درلودې او بله دا چې په پخواني شوروي اتحاد کې خلکو ته د دندو د اخستو په وخت کې برابر فرصتونه نه ورکول کېدل.

رالز د وېلفیر سټېت مخالف دی او وایي چې دغه ډول پروګرامونه د ټولنې اقتصادي منابع د محدودو اشخاصو په لاس کې پرېږدي چې پایله یې په ټولیز ډول له تعلیم نه نېولې تر سیاسي  بنسټونو پورې نابرابري ده. او د دې تر څنګ په ټولنه کې د یو په شا پاتې کلاس د منځته راتګ لامل هم کېږي.

او ازاد بازار بیا له ویلیفیر سټېت نه هم بد بولي ځکه چې په ټولنه کې د منابعو نا برابر وېش ته لار خلاصوي. خو د سوسیالېست ټایپ دولتونو ملاتړ هم نه کوي او وایي چې هغه دولتونه ټول څه په لاس کې اخلي چې پایله یې د سیاسي برابری او ازادی له منځه تګ دی او له دې سره د لومړنیو ازادیو د له منځه تلو امکان هم شته. دلته رالز رامخته کېږي او وايي چې د عدالت د مطلوبیت (justice as fairness)د تیوری مطابق یوازې په دوه ډوله کولای شو د دغو نابرابریو مخه ونیسو. لومړی د عامواکې ډیموکراسۍ(property-owning democracy) او دویم لېبرال ډیموکراټیک سوسیالېست (liberal (democratic) socialism) دولت. په لومړي هغه کې دولت د تولید او تعلیم لوی مرکزونه په خپل واک کې لري چې کولای شي خلکو ته په برابر ډول خدمتونه وړاندې کړي. او دویم کې په لږ توپیر سره خپلواک کارګران د تولید د وسایلو واک په لاس کې لري. د دغو دواړو سېسټمونو هدف دا دی تر څو په ټولنه کې داسې وضعیت رامنځته کړي چې حتې د ټولنې تر ټولو محرومه برخه هم د نورو سره د برابرو حقونو خاونده شي او حتې له نورو ډېره پاملرنه ورته وشي.

له دې وروسته رالز وایي په هغه ټولنه کې چې خلک یې له بېلابېلو ګروپونو دي او د خلکو خوښې یې په هر څه کې  له نورو هغو توپیر لري ولې باید یو قانون عملي شي. رالز وایي دغه کار دوه ستونزې لري:

  • دغه قانون څنګه خپله قانوني حیثیت درلودلی شي. ځکه موږ هېڅکله نه شو کولای یو قانون د ټولنې په خلکو داسې چې له یوه بله تقریبا په هر برخه کې توپیر لري تحمیل کړو؟
  • دغه ډول قانون څه ډول کیدای شي چې ثبات ته ورسېږي او د یوې منظبطې ټولنې په رامنځته کولو کې څومره موثر دی؟

دغو دوو پوښتنو د توجیه لپاره رالز په خپل کتاب سیاسي لېبرالیزم(۱۹۹۳) کې لوی بحث رامنځته کوي.

په یوه ټولنه کې په هغه خلکو چې په بېلابېلو دیني، مذهبي، فلسفي، اخلاقي او ټولنیزو اصولو باور لري ځنګه د یو اساسي قانون پلي کېدنه توجیه کېدای شي. روالز وایي چې د یوې ټولنې وګړي ته هیښتیا(rationality) څه مانا لري؟ او بیا د همدغه هوښیار ښاریان(reasonable citizens) په توضیح سره دغه پاراډاکس ته ځواب ورکوي. د رالز له نظره یو هوښیار وګړی هغه دی چې غواړي له نورو هغو خلکو سره چې د باورونو په برخه کې له ده توپیر لري د اساسي قانون په رڼا کې د ټولنې د ښېګڼې لپاره په ګډه کار وکړي. د رالز له نظره هر عقلمند وګړی د خدای، ژوند، ښه او بد، او صحیح او غلط په اړه خپل نظر لري چې رالز یې هر اړخیز ډوکټورین ( comprehensive doctrine) بولي او وایي چې هېڅ یو عقلمند وګړی له دې کبله چې عقلمند دی نه غواړي چې خپل هر اړخیز ډوکتورین په نورو تحمیل کړي. عقلمند وګړي په دې باور لري چې ټول د نیک نیت لرونکي خلک شاید د نړۍ په هکله متفاوتو نتیجو ته ورسېږي خو هېڅکله نه غواړي چې خپل نتایج په هغو چې نورو نتیجو ته رسېدلي تحمیل کړي.

د هوښیار وګړي په هکله د رالز نظر د انساني فطرت په هکله د هغه له نظره سرچینه اخلي. رالز د توماس هابز د هغه نظر چې انسانان په نه ستړي کېدونکي ډول په قدرت پسې دي، مخالفت کوي. او وایې چې انسانان حد اقل د یو بل لپاره رښتینی احترام لری او د یو بل نظر اورېدولو ظرفیت لري.

دغه ظرفیت رالز وایي د دې هیله راکوي چې نه یوازې موږ به په ټولنه کې پلورالیزم ولرو بلکې یو معقول پلورالیزم(reasonable pluralism) به ولرو. یانې دا چې هغه دیني، اخلاقي، او فلسفي نظریات چې خلک یې لري به هم د پلورالیزم پلوي وي. خو دغه معقول پلورالیزم هم یوازې زموږ کار اسانه کوي او په اساسي ډول دغه پوښتنه نه شي حل کولای چې څنګه کیدای شي خلک د بېلابېلو باورونو سره یوه قانون ومني. ځکه موږ د یو مسلمان نه دا هیله نه شو کولای چې داسې قوانین ومني چې د یهودو د فقه په اساس منځته راغلي وي. او یا د یوه عیسوي نه دا هیله درلودل چې هغه قانون ومني چې د اسلامي فقه په اساس منځته راغلي وي. رالز وایي چې یوازې یو ځای دی چې د ټولنې وګړي کولای شي توافق پرې وکړي او هغه د ټولنې سیاسي کلتور (political culture) دی. رالز وايي چې د ډیموکراټیکې ټولنې سیاسي کلتور د ټولنې ټول سیاسي بنسټونه او د تفسیر ټولیز فرهنګ رانغاړي. چې کیدای شي د عدالت سیاسي مفهوم ترې فهم شي.

د رالز وروستی حل د یو قانون پلي کول په یوه پلورالېسټېک ټولنه کې دا دی چې وایي: د قانوني واک تمرین یوازې هغه وخت قانوني دی چې د عدالت د سیاسي مفهوم مطابق وي. د عدالت سیاسي مفهوم د رالز له نظره د ټولنې د خلکو په سیاسي کلتور کې د بنسټیزو فکرونو/نظریاتو تفسیر دی.

د ټولنې د خلکو سیاسي کلتور د کوم ځانګړي باور سېسټم نه، نه دي راویستل شوی او نه کوم ځانګړې فکري هسته لري. بلکې یو واحد او په ځان ولاړ مفهوم دی. د ټولنې هوښیار وګړي پوهېږي چې دغه عام او بېطرفه سیاسي کلتور یوازینی هغه څه دی چې دوی ټول کولای شي په اساس یې له یو بل سره کار او ژوند وکړي. چې همدغه مهال کولای شو په ټولو خلکو د یو قانون قانونیت توجیه کړو.

د یوې ډیموکراټیکې ټولنې په سیاسي فرهنګ کې د رالز له نظره دری بنسټیز مفاهیم شته. لومړی: د ټولنې ټول وګړي ازاد دي؛ دوهم: د ټولنې ټول وګړي د برابرو حقوقو خاوندان دي؛ او دریم: په ټولنه کې یو سم سېسټم(fair system) کار پر مخ بیایي. او د دغو دریو بنسټیزو مفاهیمو له کبله به د عدالت ټول لېبرال سیاسي مفهوم په دغو دریو اصلونو راڅرخي. خو بیا هم په ټولنو کې د دغو مفاهیمو په مانا باندې مخالفتونه شته خو دری اصله دي چې په ټولو ټولنو کې پرې اتفاق دي:

  • یو لېبرال سیاسي عدالت به د ټولنې ټولو وګړو ته مالوم حقونه لکه د خپل نظر د ازاد وړاندې کولو حق، د انتخاب حق، او په خپلو فردي ځانګړو اصولو د عمل حق ورکوي.
  • لېبرال سیاسي عدالت به همدغو لومړنیو اصولو ته خاصه پاملرنه کوي تر څو د ټولنې ټولیزې ګټې لکه د ملي سرمایې ډېرښت، لاسته راوړي.
  • لېبرال سیاسي عدالت به د ټولنې وګړو ته په کافي اندازه دا زمینه برابره کړي تر څو د خپلې ازادۍ په ښه توګه ګټه پورته کړي.

رالز د ډېرو شیانو نومونه اخلي چې په ټولو لېبرال سیاسي ټولنو کې یو شان دي لکه ټولنې ټولو وګړو ته د دندو برابر فرصتونه، د ملي سرمایې برابر وېش، روغتیایي خدمات، د تعلیم برابر فرصتونه او داسې نور.

رالز د خپل لېبرالیسم په نظریه کې په  ازادۍ، برابرۍ او مطلوبه ټولنه(fair society) باندې خپل پام متمرکزوي.

د ازادی په برخه کې رالز وایي، ازادي یانې دا چې د ټولنې وګړي د ټولنیزو او سیاسي بنسټونو په هکله خپل نظر د بل چا له ریفرنس نه پرته ورکړای شي. خلک د نورو غلامان نه وي او د خپل موقف د ساتلو لپاره د بل چا واسطې ته اړتیا ونه لري او خپلواک واوسي. د ازادې ټولنې وګړي باید په خپلو عام هویت پورې نه وي تړلي(یانې داسې چې د یو چا دیني یا مذهبي باورنه، قوم، ملت او یا ژبه د ده د ټولنیز موقف په جوړولو او یا له منځه وړلو کې هېڅ تاثیر ونه لري.)  او له دې سره د ټولنې وګړي باید د خپلو شخصي ژوندانه د پر مخ وړلو پوره خپلواکي ولري.

برابري د رالز له نظره یانې دا چې خلک په ټولنیز ټولیزو ټولګو کې ګډون وکړای شي. داسې چې په عام ډول د ټولنې له نورو غړو په هېڅ ډول کم یا زیات ونه ګڼل شي. او په ټولنې کې د سیاسي بنسټونو لخوا ورسره برابر چلند وشي او په هېچا ښکته یا بر ونه اوسي.

د رالز په نظریه کې د ټولنې خلک باید نه یوازې ازاد او برابر وي پر دې سربېره باید په یوه مطلوبه ټولنه کې هم ژوند وکړي. مطلوبه ټولنه بیا د رالز له نظره هغه ټولنه ده چې خلک یې په دلیل پوه او هوښیار وي. هوښیار وګړي د دې ظرفیت لري تر څو په ځینو ګټورو اصولو توافق وکړي حتې که د دوی د ګټو په خلاف هم وي(داسې چې د ټولنې نور وګړي یې هم په مخ کې همداسې رفتار وکړي).

روالز وایي چې لېبرالیزم نه شي کولای چې په ټولنه کې دا اصول پلي کړي او په ټولنه کې د نابرابریو ته لار خلاصوي. خو دی خپلو نظرونو ته سیاسي لېبرال عدالت(liberal political justice) وايي او د پخواني لیبرالیزم نه ځان بېلوي او خپل د عدالت نظریه(justice as fairness)کې وایي چې یوازینۍ هغه ټولنه چې دقانون پلي کول په ټولو باندې پکې روا دي هغه ده چې د عدالت د یو ډول  لېبرال سیاسي مفهوم مطابق وي.

د قانون کارونې ته کولای شو هغه مهال چې د عدالت د لېبرال سیاسي مفهوم مطابق وکارول شي رواوالی ورکړو خو دغه رواوالی یا د قانون دتمرین حق بیا هم د رالز له نظره دا نه شي توضیح کولای چې د ټولنې وګړي یې ولې باید اطاعت وکړي. یانې ومني چې داسې قانون ته غاړه کښېږدي چې کیدا شي د ده د باورونو خلاف وي. دا په اصل کې داسې ده چې څومره یو دولت با ثباته دی ځکه تل د دې طمع  کېدای شي چې دولت په بل مخ واوړي.

رالز د دغه ستونزې د حل لپاره وایي چې د ټولنې ټول وګړي قانون مني خو د ټولو توقع ترې یو ډول نه ده او د بېلابیلو دلیلونو له کبله دا کار کوي. چې د رالز له نظره د ټولنې په ثبات کې تر ټولو د باور وړ او مطمین کار دی چې کېږي.

 د قدرت کارونې د حق په برخه کې رالز ویل چې د ټولنې عقلمند وګړي دې ته تیار دي چې د ټولنې د ښېګڼې لپاره یو شمېر قوانین په ځان ومني چې همدغه د قدرت کارونې قانوني حق منلی شي. د دې تر څنګ رالز وايي چې د ټولنیز عقل(common reason) په وسیله خلک کولای شي چې خپلې سیاسي پرېکړې توجیه کړي او د ټولنې د ثبات لپاره یو ډول ټولیز میدان(Common ground) پیدا کړي او د ټولنې ثبات لامل شي.

Justice as fairness نه وروسته رالز خپله د عدالت نظریه له یوې لېبرال ټولنې نه نړیوالې سطحې ته پورته کوي. د خلکو قانون(law of people) په کتاب کې رالز په نړیوال ډول د عدالت په هکله غږېږي. د خلکو قانون په کتاب کې چې رالز کومه ریالېسټېک یوټوپیا رسموي پکې د انسانانو د تاریخ د بدمرغیو د تکرارېدو امکان نه ښکاري(د رالز له نظره د انسانانو ټول تاریخ او په تېره بیا د شلمې پېړۍ تاریخ له بدمرغیو ډک دی او دی هم وایي چې د داسې ټولنې جوړول غواړي چې پکې د تاریخ د تکرارېدو امکان نه وي). او باور لري چې د دغه کار لپاره په دننه کې په سم ډول اخږل شوې ټولنې او همدارنګه مطلوب او سم (fair)سیاسي بنسټونو ته اړتیا ده.

رالز وایي لکه څرنګه چې یوه لېبرال ټولنه اساسي بنسټونه(basic institutions) لري همداسې نړیوال ټولنه هم لومړي بنسټونه لري. دده په اند هغه اصل چې د نړیوالې ټولنې د لومړنیو بنسټونو د تقرر لامل کېږي او د ټولنې نه یې توپیر کېږي دا دی چې په نړیواله سطحه د ټولنو تر منځ لا زیات پلورالیسم ته اړتیا ده.

رالز د نړیوالې ټولنې د لومړنیو بنسټونو د پرمخ تلو لپاره اته اصله مخته کوي:

  1. خلک ازاد او خپلواک دي. او د دوی ازادی او خپلواکی ته باید احترام وشي.
  2. خلک باید خپل معاهدات او تعهدات وساتي
  3. خلک برابر حقونه لري.
  4. د نورو هېوادونو په چارو کې باید مداخله ونه شي. خو که چېرې د بشر حقوق تر پښو لاندې کېدل بیا باید مداخله وشي.
  5. خلک یوازې کولای شي چې له ځانه دفاع وکړي. په بل چا د حمله کول د منلو نه ده.
  6. خلک باید د بشر حقوقو ته احترام وکړي.
  7. خلک باید د جنګ پر مهال هم ځینې محدودیتونه په پام کې ونېسي.
  8. خلک د دې مسولیت لري تر څو د هغو خلکو سره چې ښه اقتصادي وضعیت نه لري کمک وکړي تر څو یوه عادلانه ټولنه رامنځته شي.

د رالز د عدالت په نړیواله تیوري کې اکټوران عام وګړي نه دي بلکې ټولنې دي. او خلک د رالز په نظر د افرادو هغه ټولګې دي چې په یوه حکومت کې ژوند کوي، له یو بل سره یوالی لري او د عدالت او نېکۍ یو شان تصور لري.

رالز غواړي چې د خپلو نظریو سره  یو تل پاتې سوله ایز نړیوال جوړښت رامنځته کړي. په دې جوړښت کې به خلک د خشن دولتونو په مخ کې ودرېږي تر څو د انسانانو اساسي حقوق تر پښو لاندې نه کړي او د نورو دولتونو سره به کمک کوي تر څو پر ځان بسیا شي.

رالز یوازې دا غواړي چې ټولنې له تسامح ډکې واوسي او ډیموکراټیک سېسټم پکې وچلېږي. رالز غواړي تر څو داسې ټولنه ولرو چې بیا پکې د تاریخ د بدمرغیو د تکرار د زمېنې برابرېدو امکان نه وي.. دی وایي چې اقتصادي کمزورۍ د یوې ټولنې په سطحه د ډېر تشویش وړ خبره نه ده خو په نړۍ کې بیا د خلکو دغه ډول وضعیت کېدای شي ستونزې رامنځته کړي.

د لا ډېرې مطالعې لپاره:

Rawls, j. (1971) A Theory of Justice (revised edition, 1999 Ed.).Cambridge: Harvard university press.

Rawls, john. Justice as fairness. Edited by E.kelly. Cambridge: Harvard University press, 2001.

rawls, john. Lectures on history of political philosophy. Edited by S. Freeman. Cambridge: Harvard University Press, 2007.

rawls, john. Lectures on the history of moral philosophy. Edited by B. Herman. Cambridge: Harvard University press, 1999.

rawls, john. Political liberalism. New York: Columbia University press, 1993.

rawls, john. the law of people. Cambridge: Harvard University press, 1999.

Wenar, Leif. Stanford encyclopedia of Philosophy. January 9, 2017. https://plato.stanford.edu/entries/rawls/#Bib (accessed January 28, 2019).

  1. http://www.philosophers.co.uk/john-rawls.html (accessed January 26, 2019).

د لیکوال په اړه

الفت‌الله کریمي

الفت‌الله کریمي

الفت‌الله کریمي په نیوجیرسي کې د روتیګر پوهنتون د حقوقو او اقتصاد د پوهنځي محصل دی.

تبصره زیاته کړئ

د تبصرې کولو لپاره دلته کلیک وکړئ