نوموتی ایټالیايي فیلسوف، تاریخ پوه او سیاستوال بندتو کروچه به ویل که چېرې ماته د ښکلا او حقیقت تر منځ د انتخاب وخت راکړل شي نو زه به ښکلا انتخاب کړم ځکه هېڅ هغه څه چې ښکلي نه وي حقیقت نه شي جوړېدای او ښکلا مو حتماٌ تر ټولو پټو حقیقتونو ته ورسوي.
بندتو کروچه په کال ۱۸۶۶ د فبرورۍ د میاشتې په ۲۵مه د ایټالیا د پېسکاسرولي په ښار کې وزېږېد. کورنۍ یې نسبتاً مالداره او له مذهبي اړخه په کاتولیک مذهب ډېره کلکه وه. په ۱۸۸۳ کې د سختې زلزلې له کبله یې خپله کورنۍ له لاسه ورکړه او خپله سخت زخمي شو چې تر ډېرو کلونو ترې ځورېده. له دې وروسته تر ۱۸۸۶ کاله له خپلې عمه سره اوسېده. په شپاړلس کلنۍ کې له مسیحیته واوښت او د یوې شخصي ځانګړې معنوي ژوند د پایو د روزلو لپاره یې کار شروع کړ چې د ژوند تر پایه یې پرې کار وکړ. ددې تر څنګ یې هېڅکله له مسیحیته وتل اعلان نه کړل او مسیحیت یې د بشري تاریخ تر ټولو لوی انقلاب باله او ویل به یې تر کومه چې تر مسیحیته ښه دین پیدا کوو باید ترې وا نه وړو. شپږ اتیا کاله ژوند ېې وکړ او په پای کې په کال ۱۹۵۲ د نومبر په شلمه ومړ.
کروچه خپلې لوړې زده کړې په ناپل کې د حقوقو په پوهنځۍ کې پیل کړې خو پای ته یې ونه شوی رسولی. په ۱۸۹۰ یمو کلنو کې د مارکس د نظریاتو سره اشنا شو او د مارکس د اقتصادي نظریاتو او تاریخي ماټریالیزم په هکله د لیکلو مقالو یوه ټولګه یې هم چاپ کړې. په ۱۹۰۳ کې یې د لا کریټیکا په نامه خپل ژورنال رامنځته کړ او د ژوند تر پایه یې پکې خپل نظریات خپاره کړل. د فلسفې تر ټولو غټه ځانګړنه یې په خپله فلسفه کې د ښکلا مقولې ته پام دی. کروچه په فکري لحاظ له فرېدرېش هګل او امانوېل کانټ نه ډېر زیات متاثر دی. د هنر او تاریخ په نظریاتو باندې یې د ژان باتستا ویکو د نظریاتو تاثیر ښکاري چې خپله دی یې هم مني. د ځینو له نظره له کانټ نه وروسته کروچه هغه شخص دی چې د عقلي او تجربي فکري مکتبونو تر منځ د تفاهم د رامنځته کولو ښه هڅه یې کړې. کروچه د ایټالیا د معاصر تاریخ تر ټولو ډېر اغېزناک شخصیت وو چې ډېر زیات اثار لري او د اثارو مهمه برخه ې ښکلا پېژندنه، هنر او تاریخ جوړوي.
بندتو کروچه په کال ۱۹۱۰ د جنورۍ په ۲۶ امه د دریم ویکتور امانوېل پر مهال د ایټالیا د سلطنتي سنا غړی شو او تر ۱۹۴۶ پورې یې غړی پاتې شو. د ۱۹۲۰ د جون په ۱۵د ايټالیا د پوهنې وزیر شو چې د خپلې دورې پر مهال یې د ټولې ايټالیا په تعلیمي نصاب کې اصلاحات پیل کړل. کروچه په دې دنده کې ډېر پاتې نه شو او د ۱۹۲۱ د جولای په ۴ د خپلې دندې ایسته کړای شو خو د ده شروع کړي اصلاحات بیا د ده ملګري او پوخ فاشیست جیووانې جنټیلې د خپل وزارت په دور کې پر مخ بوتلل. د دوهم نړیوال جنګ نه وروسته په کال ۱۹۴۶ د جون په ۲۵مه د ایټالیا د موسسانو د مجلس غړی شو او په دغه ټولنه کې ۱۹۴۸ د جنورۍ تر ۳۱ پاتې شو. کله چې د ایټالیا د موسسانو له ټولنې نه ووت نو د همدغه کال د مې د میاشتې په اتمه نیټه د ایټالیا د سنا غړی شو او د مرګ تر وخته یې د غه وظیفه درلوده. پردې برسېره د دوهم نړیوال جنګ پرمهال په کال ۱۹۴۲ کې د ایټالیا د لېبرال حزب مشر شو او تر ۱۹۴۷ پورې په دغه پوست هم وو. بندتو کروچه د خپلې اتیایمې زېږدورځې پر مهال د تاریخي څېړنو نړیواله ټولنه پرانسته او د ژوند تر پایه یې پکې کار وکړ.
د کروچه د فلسفي تفکر تګلاره داسې ده چې لومړی ذهن په دوه ډوله تیوریکي او عملي وېشي. بیا په خپل وار لومړی تیوریکي ذهن په دوه ډوله ویشي چې لومړی یې ښکلا پېژندنه او دوهم یې منطق دی. په ښکلا پېژندنه کې شهود او تاریخ شاملېږي خو د منطق په برخه کې مفاهیم او روابط یې. په دې پسې عملي ذهن بیا په دوه برخو اقتصاد او اخلاقو وېشي. د اقتصاد حوزه ټوله یوټالیټاریان ده په داسې حال کې چې اخلاق په ښه او په بدو فکر کوي. د کروچه له نظره د دغو څلورګونو تګلارو تر شا داسې څه کار کوي چې زموږ تفکر یو ځانګړي لور ته بیایي داسې چې ښکلاپېژندنه ټوله په ښکلا را څرخي، او منطق بیا د حقیقت په پیدا کولو پسې سر ګردانه وي؛ اقتصاد غواړي دا پیدا کړي چې څه کې مو ګټه ده او اخلاق وايې چې د اخلاقو د نورمونو له مخې څه ښه دي.
بندتو کروچه په لومړیو کې د مسولیني له فاشېستي حکومته ملاتړ وکړ خو وروسته یې ترې مخ واړاوه او په ۱۹۲۵ کې یې خپل فاشېست ضد مانیفست خپور کړ. له دې نېټې د فاشېستانو سخت مخالف پاتې شو چې له کبله یې له لویو ستونزو سره مخ شو، څو ځله یې کور چور شو او بیا یې په لیکنو بندیز ولګېد خو ده خپل فاشېست ضد کارونو ته دوام ورکړ. ده به له هغه چا سره چې د مسولیني د دولت خلاف وو مالي مرسته کوله او خپل کور یې بیا د دولت ضد خلکو د ټولېدو او لیدنو ځای وو.
له فکري اړخه بندتو کروچه یو ایدیالېست لېبرال وو. خو لېبرالیسم یې له نورو توپیر لري چې ځېنې یې له دې کبله یو متناقض شخص بولي او فلسفه یې له داخلي پاراډاکسونو ډکه ښیي. کروچه دا مني چې فرد د ټولنې بنسټ جوړوي خو د سوشیال اټومیزم خلاف دی. د محدود قدرت لرونکي دولت طرفدار دی خو مالوم او له مخکې تعین شوي قانوني قدرت نظریه نه مني. د کروچه لېبرالیسم ته ارستوکراتیک لېبرالیسم هم وایي ځکه چې دی وایې قدرت باید هغه ډله خلکو ته وسپارل شي چې د ښکلا او حقیقت په ګټو پوه وي او ورته د رسېدلو لپاره خلکو ته رهنمایي وکړلای شي. د کروچه له نظره کاپیټالیسم او لېبرالیسم سره یو نه دي او د کاپیټالیسم مخالفت کوي. کروچه د ازاد بازار خلاف دی او وایي چې کاپیټالیسم په ټولنه کې د خاصې ډلې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي.
د کروچه نظر د د ازداۍ په هکله د جان لاک د هغه سره بنیادي توپیر لري. د کروچه له نظره ازداي لکه څرنګه چې لاک وایي کوم طبیعي حق نه دی بلکې هغه حق دی چې د تاریخ په اوږدو کې د تاریخي مبارزې په وسیله لاسته راغلی او موږ یې هم باید د خپل یو تاریخي حق په شان دفاع وکړو.
تبصره زیاته کړئ