د افغانستان سیاسي سرنوشت تل له نورو سره په شخړه او تقابل کې و. په خپل منځ کې د ستونزو هواری او له نورو سره په سوله کې ژوند د افغانستان د سیاسي ژوند یو مهم او جدي اړخ دی. لا هم دا مالومه نه ده چې پر سیاسي ایډیالوژیو او فکرونو تصادم او حذف څنګه مهارېدای شي؟ سوله او جګړه، دولتي نظامونه، ګوندونه، سیاسي ایډیالوژۍ او د سیاسي تفکر او معرفت نور بنسټونه څنګه د سیاسي فلسفې په زمینه کې مطالعه کېدای شي او څنګه دا امکان پیدا کېدلای شي څو د سیاست، ولسواکۍ، بشر حقونو، عدالت، قانون، مالکیت او ورته مفاهیمو په اړه له فلسفي عینکو بحث او خبرې وشي.
څلوېښت کاله کېږي چې افغانستان د یوې بې پولې جګړې په اور کې سوځي چې په پایله کې یې په میلیونونو وګړي له لاسه ورکړي دي؛ تر بل هر وخت د ژوند او انساني ښېرازۍ په اړه بحث او خبرو ته اړتیا لیدل کېږي. پوښتنه دا ده چې د افغانانو له کړاو څخه ډک ژوند کې د فلسفې اهمیت چېرې دی؟
د پروفیسور بهاءالدین مجروح د پیدایښت په ۹۳مه کلیزه د هغه د فلسفي کار او ونډې په زمینه کې د افغانستان له کړاو ډک ژوند کې د فلسفې پر اهمیت خبرې کوو او د فلسفې د یو داسې شاګرد یادونه کوو چې د افغانستان شخړې تبعید کړ او بلاخره یې وواژه. مجروح د افغانستان د کړکېچ پر مهال د فلسفي تفکر د یو استازي په توګه د فلسفې د څه ډول اهمیت ښودنه کوي؟ او د هغه د سیاسي فلسفي تحلیل امکان څومره مطرح دی؟
د بحث چلوونکی:
محمد شعیب وحدت
د پوهنتون استاد او د «انسان» غړی
ویناوال:
داکتر عمر صدر
د افغانستان امریکايي پوهنتون استاد
موضوع: په افغانستان کې سیاسي فلسفي تحلیل؛ د مجروح سروې او د افغانستان کړکېچ
طلال بیدار
د پېښور پوهنتون د فلسفې د څانګې ماسټړي او د لیکوال او څېړونکی
جمعه، د دلوې ۲۴مه ۱۳۹۹
(پرېلیکه)
د ماسپښین له ۵ تر ۶:۳۰ بجو، د کابل پر وخت
تبصره زیاته کړئ