د اروپا نامتو متفکر الفرد نورت وایتهد(Alfred north whitehead)1 به ویل چې :« د اروپا د فلسفي فرهنګ عمومي جوړښت د اپلاتون پر لیکنو د یو څه پایلیکونو څخه بل څه نه دی.» اپلاتون د نړۍ یو له لویو فلاسفه وو بلل کیږي چې له ژوند نه يې د ۲۳۰۰ کاله تېریدو وروسته یې هم لوستنه په ټوله نړۍ کې خپل مینه وال لري. اپلاتون د غربي سیاسي فلسفې او ساینس له بنسټګرانو شمېرل کېږي. د ډیری پوهانو له نظره د ۱۴۶۹ کال د اکټوبر په دریمه کله چې مارچيلیو في چینو د ایټالیا په فلورانس کې د اپلاتون د اثارو ژباړه پای ته ورسوله نو د خپرولو سره یې اروپا د روښانتیا دور ته ورسېده.
د اپلاتون د زېږیدو دقیق ځای نه دی څرګند خو بیا هم ډیری پوهان په دې باور دي چې د زېږیدو ځای یې په ۴۲۷ یا ۴۲۸ م.ز. کی اتن(Athens) یا اګینه(Aegina)2 دی. د اپلاتون اصلي نوم ارستوکلس(Aristocles) وو، خو د جمنازیوم(Gymnasium) په ښوونځي کې یی ښوونکي له دی کبله چې پلنې او قوي اوږی یې درلودې د اپلاتون(Plato) په نامه باله چې د پراخه په معنا دی، داسې چې تر ننه یې ټول خلک په همدې نامه پیژنی. اپلاتون په بدن ډیر قوي شخص وو او جدی قواره یې درلوده خو غږ یې بیا ډیر مهین وو او ملګرو به یې ویل چې هېڅکله یې په خندا نه دی لیدلی.اپلاتون د وخت د اتن د یوې لوړې ارستوکراتیکې کورنۍ سره تړاو درلود؛ پلار به یې ویل چې د پاسیدون(Poseidon)3 له نسله دی، ددې تر څنګ یې مور هم د چارمیدېس(Charmides) خور او د کریتیاس(Critias)4 عمه وه چې دواړه د وخت مشهور سیاستمدارن شمېرل کیدل. اپلاتون دوه وروڼه ګلوکن(Glaucon) او ادایمانتوس(Adeimantus) او یوه خور پوتوني(Potone) درلودل؛ د پلار په هکله یې ډیر معلومات نشته خو یوازې دومره پوهېږو چې د اپلاتون د ماشومتوب پر مهال یې له نړۍ سترګې پټې کړی وې. د پلار له مرګه وروسته یې مور پریکتونې(Perictione) له پیرالمپېس(Pyrilampes) سره، چې ماما یې وو، واده وکړ. پیرالمپېس د خپل پخواني واده څخه یو زوی د ډیموس(Dimus) په نامه درلود، او بل زوی یې د اپلاتون له مور څخه د انټیپون(Antiphon) په نامه وزېږېد. اپلاتون واده ونه کړ او خپل ټول ژوند یې له فلسفې سره تیر کړ. دی د اتلسو کلو وو چې د سقراط شاګردي یی پیل کړه او پوره لس کاله دده تر مرګه دده شاګرد پاتې شو؛ خو د سقراط تر مرګه وروسته په ځان وډار شو او میګارا(Megara) ته وتښتېد، سیاست یې پرېښود او خپل ټول پام یی فلسفې ته واړاوه، ویل کیږي چې له اتن نه تر وتلو وروسته مصر(Egypt)، ایټالیا(Italy) او سیسلي(Sicily) ته تللی خو موثقه منبع نه لري. اپلاتون په سیراکوز(Syracuse) کی اوسیده، سیراکوز د یونان یو ښکلی ښار وو چې د د سیسل(Sicily) د جزیرې په ختیځ کې پروت وو او حاکم یې لومړی دیونیزوس(Elder Dionysius)5 و، ده به خپل ځان ټیران(Tyran) باله چې نن مهال د ظالم او جابر مشر لپاره کارول کیږي. د لومړي دیونیزوس اوښی( د ښځې ورور) ډیون(Dion) د اپلاتون له ملګرو څخه و چې دغه په دیونیزوس هیڅ ښه نه لګېده او داسې فکر یې کاوه چې اپلاتون غواړی په خپلو فلسفي افکارو ډیون د دولت په وړاندې ودرودي؛ له همدې کبله دیونیزوس اپلاتون ته بانه لټوله تر څو ورک یې کړي. یوه ورځ دیونیزوس او ډیون د حکومتي چارو په هکله خبرې کولې او کله چې ډیون د خلکو په طرفدارۍ خبرې وکړې نو دیونیزوس ته بانه ورغله، ډیون یې وواژه او اپلاتون یې د غلام په ډول اګینې ته د خرڅولو لپاره واستاوه خو هلته د انسرییس(Anniceris) په نامه یوه سړي وپېژاند او په ۱۳ کیلوګرام( یا شل مینا Mina)6 سپینو زرو باندې یې واخست او اتن ته یې راولیږه.
د سقراط تر مرګ وروسته اپلاتون دوولس کاله له اتن نه بیرون تېر کړل په دې موده کې په ډیرو ځایونو وګرځید چې یو یې په سیسیل کې د فیثاغورث ښوونځی وو، دغه ښوونځی خپله فیثاغورث رامنځته کړی وو چې په کې سیاست او مذهب تدریسېده او همدارنګه په کې د سیراکوز د تیرانانو په ضد درس ورکول کېده، ددې مکتب قوانین ډیر سخت وو. خو کله چې اپلاتون بیرته په ۳۸۸ م.ز. کی اتن ته راوګرځېد نو د اتن د ښار په یو باغ کې یې خپل ښوونځی د اکاډیمیا(Academia) په نامه پرانیست او خپله یې د ژوند تر پایه په کې فلسفه تدریس کړه. د اپلاتون په ښوونځي باندې د اکاډیمي د نوم ایښودلو په هکله رنګارنګ کیسې شته؛ یو روایت دی چې وایي اکاډیمي د یونان د مشهور پهلوان اکاډیموس(Academus) له نوم څخه اخستل شوې؛ بل ځای ویل کیږي چې دغه نوم د اتن د یو بزګر له کبله پرې ایښودل شوی ځکه چې ډیره ځمکه یې درلوده او دغه مکتب یې هم دده په یو باغ کي رامنځته کړی وو ، خو پر یوه خبره هم تر دا مهاله اتفاق نه دی شوی. په دې ښوونځی کې به د فلسفې، ریاضیاتو، او سپورت په هکله بحثونه کېدل. د اپلاتون د اکاډیمۍ له مشهورو زده کوونکو څخه کولای شو د ارستو(Aristotle) نوم واخلو، ارستو شل کاله په دې ښوونځي کې زده کړې وکړې، او ویل کیږي چې دی لومړی هغه دی چې د خپل استاد اپلاتون په نظریاتو یې نقد وکړ. د اپلاتون تر مرګ وروسته د اکاډیمی مسوولیت دده خوریږ اسپوسیوس ته وسپارل شو؛ دغه اکاډیمي تر ۸۴م.ز. پورې فعاله وه خو په همدې کال د لوکیوس کارنیلوس سولا (Lucius Cornelius Sulla ) په واسطه له منځه لاړه، او بیا د پنځمې میلادي پیړۍ په پیل کې د نویو اپلاتونیانو(Neoplatonist)7 لخوا پرانستل شوه خو له بده مرغه په ۵۲۹ز. کی د بیزانس د لومړي جوسټن(Justinian I of Byzantium) لخوا د تل لپاره وتړل شوه.
د اپلاتون ډیری اثار د ډیالوګونو(Dialogues) په فورم کې دي، ده به ویل چې وچ متنونه نه شي زده کیدای نو له همدې کبله یې باید د خبرو اترو په شکل ولیکو. اپلاتون ته ۳۵ اثار منسوبیږی خو ځینې پوهان یې بیا د یو شمیر هغو اثارو په ډله کې چې ده ته منسوبیږي شک لري او وایي چې دا خپله د اپلاتون اثار نه دی. اپلاتون په خپلو اثارو کې د هر څه په هکله غږیدلی خو د خپل ژوند په هکله یی هیڅ نه دی ویلي؛ دده د ژوند په هکله ډیری مالومات له ده څخه شپږ پیړۍ وروسته په دریمه زېږدیزه پیړۍ کې ډیوګنیس لایریتیوس(Diogenes Laërtius)8 لیکلي. اپلاتون خپل ډیری ډیالوګونو کی خپل نظریات د سقراط له خولې بیان کړي چې له دې کبله ځینې وختونه دده او د استاد د نظریاتو ترمنځ د توپیر پرمهال د ستونزو سره مخامخ کیږو. ځینې پوهان د ستونزې د حل لپاره دده اثاره په دریو برخو ویشي: ۱)لومړني ډیالوګونه(Early dialogues)، په دې ډیالوګونو کې سقراط د انسانانو او انسانی ټولنو په هکله غږیږی او د متافزیک نه څه نه وایي. ۲)منځني ډیالوګونه(Middle dialogues)، په دې ډیالوګونو کی اپلاتون انسان او د انسان اړیکې له متافزیک سره څیړي. ۳)وروستي ډیالوګونه(Late dialogues)، په دې ډیالوګونو کې چې تخنیکی مطالعات هم ورته ویل کیږی، د انسان ځایګۍ په طبیعت کې په ډیر پورته سویه مطالعه شوی.
لومړني ډیالوګونه:
- اپولوژی(Apology): د اپولوژي موضوع د سقراط هغه وینا ده چې په محکمه کې یې د ځان نه د دفاع پر مهال وړاندې کړې وه او همدارنګه د سقراط د ژوند په هکله یو څه مالومات وړاندې کوي.
- چارمیدس(Charmides): په چارمیدس کې سقراط د کریتیاس او چارمیدس سره د ځان پېژندنې او د ځان د کنټرل په هکله بحث کوي.
- کریټو(Crito): په کریټو کې سقراط له کریټو سره د هر شخص د سیاسي مسولیت په هکله غږیږي او دا توضیح کوي چې ولې نه غواړي له زندانه وتښتي.
- ایوتیپرو(Euthyphro): په دې ډیالاګ کې ایوتیپرو پوښتي چه تقوا څه ده؟ خو د سقراط سره د بحث پر مهال خپله دغه خبره نه شي ثابتولی چې تقوا هغه څه ده چه د خدای خوښيږي.
- ګورګیاس(Gorgias): په ګورګیاس کې سقراط په دې غږیږي چې ایا د وینا فن یو رښتینی هنر دی که د نورو د قانع کولو لپاره یوازې یوه چاپلوسانه حیله.
- کوچنی هیپیاس(minor Hepias): یو سوفیست وایې هغه کس چې غلط کار د یوې موخې لپاره تر سره کوي له هغه ښه دی کوم چه غلط کارونه د عادت له مخې ترسره کوي خو له سقراط سره د بحث پر مهال خپله دغه خبره نه شي ثبوتولی.
- لوی هیپیاس(major Hepias): په لوی هیپیاس کې سقراط دا څېړي چه ښکلا څه ده؟ او څه ښکلي دي؟
- لون(Lon):په لون کې سقراط د شاعرانو په هکله غږېږي او وايي چه د شاعران او هغه څوک کې شعرونه لیکي دومره نه پوهیږي څومره يې چې خبره کوي.
- لېشېس(Lashes): په لېشېس کې سقراط له ډیرو خلکو سره غږیږي او دخبرو موضوع یې په ټوله کې د خلکو د کارونو د ښه والي او بد والي په هکله ده.
- لیسس:(Lysis) لیسس د ملګرتیا او د ملګرو په هکله بحث کوي.
- مینو:(Meno) په مینو کې سقراط په دې بحث کوي چا ایا کولای شو نورو ته رښتینولي او ښه توب وروښایو، که دغسې کوم څه امکان لري نو بیا هم ولې د ځینو ډیرو ښو خلکو زامن د خپلو پلرونو په شان نه دي.
- پروتاغورس(Protagoras) په دې ډیالاګ کې هم سقراط د یو سوفیست سره په دې غږېږي چا ایا کیدای شي تر څو نورو ته رښتینولي وروښایو، او دا چې موږ یوازې یو ډول ښه توب لرو او که ښه والی هم یو تر بله توپیر لري.
منځني ډیالوګونه:
- کراټیلاس(Cratylus): ( دغه اثر ځینې پوهان په لومړني ډیالوګونو کې حسابوی. ) په دې بحث کوي چه نومونه هم کومه فرهنګي یا طبیعي ښېګڼه لري او که نه.
- ایوتیدیموس(Euthydemus): په دې ډيالاګ کې سقراط د جدلي مباحثه کوونکو سره غږېږي.
- فایدو(Phaedo): په فایدو کې سقراط د خپل مرګ نه مخکې خپلو شاګردانو ته د روح په تل پاتې والي غږیږي.
- فایدرس(Phaedrus): په دې ډیالاګ کې سقراط د تکړه وینا کوونکي لپاره د فلسفي زده کړې اهمیت بیانوي.
- جمهوریت(Republic): په جمهوریت کې سقراط په دې غږیږي چه عدالت څه دی او زموږ ګټه څه ده تر څو عادل واوسو. او همدارنګه په دې کې اپلاتون د خپل ایډیال دولت په هکله غږیږي، او د اپلاتون د غار کیسه هم په دې کې ده.
- سمپوزیم(Symposium): دغه اثر د یوې مېلمستیا په هکله دی. په دې مېلمستیا کې ټول خلک د مینې د ستاینې لپاره ورته دعا کوي. او سقراط بیا په دې غږېږي چې ټول له منځه تلونکي موجودات ددې غوښتنه لري تر څو تلپاتې واوسي.
- پارمنیدېس(Pharmenides): پارمنیدېس د اپلاتون د فورم تیوري په هکله غږېږي او هڅه یې دا ده تر څو هغه غلط فهمۍ چه د سمپوزیم، فایدو او جمهوریت د کتابونو سره د فورم د تیورۍ په هکله پيدا شوي له منځه یوسي.
- تایتیتوس(Theaetetus): (ددغه ډیالاګ د ځانګړي جوړښت له کبله ډیری وخت له نورو ټولو ډيالاګونو بېل بلل کېږي)د تایتیتوس جوړښت داسې دی چې د یو ډراماټیک ډیالاګ دننه یو بل ډراماټیک ډیالاګ شروع کیږي چې یوه ځانګړنه یې شمېرلی شو. په دې اثر کې په دې بحث شوی چې پوهه څه ده؟ یو درک دی او که یا هم یو رښتینی باور.
وروستني ډیالوګونه:
- کریتیاس(Critias): په دې کې اپلاتون تر ډيره د اتن او اتلانتیس(Atlantis)9 په جنګونو غږیږي.
- سوفیست(Sophist): په سوفیست کې یو ایلیایي سوفيست مسافر غږېږي چې سفسطه یې له دروغو او خیالاتو ډکه ده.
- سیاستمدار(Statesman): په دې ډیالوګ کې اپلاتون د جنسونو ( ښځه او نر ) په تعریفونو غږېږي او د ښځې او نر د جنس موجوده تعریفونه څیړي.
- ټیمیوس(TImaeus): په تیمیوس کې اپلاتون په دې غږېږي چې څرنګه ډیمیرج(Demiurge)10 د نړۍ د جوړولو دنده پر غاړه واخسته او او نړۍ یې څرنګه د یوه تلپاتې موډل پر اساس ودانه کړه.
- فیلېبوس(Philebus): په فیلېبوس کې اپلاتون د فورم د تیوری وروستی شکل وړاندې کوي چې تر ډېره د فیثاغورسیانو اثر پرې پروت دی او کولای شو د فورم د تیورۍ یو ریاضیکي شوی ډول ورته ووایو.
- قانون(Law): دغه اثر د اپلاتون د مرګ له کبله نه دی پوره شوی خو تر ډيره داسې ښکاري چې اپلاتون پکې یو ریالیسټېک ښاري دولت انځور کړی.
د دغو ټولو تر څنګ ځینې نور اثار په هکله هم ویل شوي چه په اپلاتون پورې اړه لري خو اوس وخت یې پوهان نه مني او یا هم پرې شک لري چې د اپلاتون اثار به وي، لکه: لومړی الکیبیادیس(First Alcibiades)، دوهم الکیبیادېس(Second Alcibiades)، کلېټوپون(Clitophon)، ایپینومیس(Epinomis)، اېپېسټلس(Epistles)، هیپراشس(Hipparchus)، مینیکسنس(Menexenus)، مینوس( Minos)، لورس(Lovers)، او تیجس(Theages).
د اپلاتون لپاره اساسي پوښتنه دا وه چې حقیقت څه دی؟ که ووایو چې هر هغه څه چې په عینیت کې یې وینو حقیقت دی نو بیا دا عیني څیزونه ولې تل د بدلون په حال کې دي ځکه حقیقت خو باید تلپاتې وي، او متغیر څیزونه حقیقت نه شي جوړیدای. په بل خوا کی که چېری ووایو چې دا عیني نړۍ حقیقت نه ده، نو څه ده؟ دا هغه مساله وه چې چې د حل لپاره یې اپلاتون د فورم(Form) تیوري رامنځته کړه، د فورم تیوري وایي: په دی نړۍ کې هر څه یوازې یو سیوری دی، دا نړۍ د یوې بلې حقیقي نړۍ نقل دی او حقیقت نه لري، زموږ اصلیت په هغه نړۍ کې نغښتی، موږ تر زیږیدو مخکې هغلې وو او تر مرګه وروسته به بیا هم هغلې ځو. له دی سره اپلاتون حقیقت هم په دوه برخو ویشي: لومړی یو یې په محسوسې فزیکي نړۍ پورې اړه لري او یوازی حدس او ګمان دی او دویم ډول یې د فورم یا(Eidos) له نړۍ سره اړه لری چې دده له نظره دغه یې رښتینی حقیقت دی او د کشف وسیله یې هم عقل ده. اپلاتون به ویل چې زمونږ د اشتباهاتو علت د فورم له نړۍ څخه زموږ غفلت دی. دده له نظره پوهه زده کړه نه ده بلکه یوازې د هغه څه په یاد راوړل دي چې موږ د فورم په نړۍ کی لیدلي وو، یانې مخکی له دې چې زموږ روح د موږ بدن ته دننه شي د فورم په نړۍ کې اوسیده او هلته رښتیني حقیقت ته رسیدلی، خو دې نړۍ ته له راتګ سره سم يې هر څه تر یاده ووتل.
د اپلاتون کورنۍ د اتن د لویو سیاسي کورنیو له ډلې څخه وه، کورنۍ یې غوښتل تر څو اپلاتون خپل کورنی کسب یانې سیاست مخته بوځي. خو ده د فلسفیانو لاره غوره کړه او د سقراط تر مرګ وروسته یې د تل لپاره سیاست ته شا کړه. د دې تر څنګ بیا هم اپلاتون د غربي سیاسي فلسفې مخکښ بلل کیږي او د ډیرو پوهانو له نظره د جمهوریت(Republic) کتاب له لیکلو سره یې د سیاسي فلسفې بنسټ ایښی او دغه کتاب خو بیا ځینې د نړۍ د تاریخ له لسو غوره کتابونو څخه شمیري. په دغه کتاب کی اپلاتون د خپل ایډیال دولت سکیم کښلی. د اپلاتون له انده په ټولنو باید فیلسوفان واکمنان وي، ځکه دوی یوازیني هغه دي چې کولای شي د ښه او بد ترمنځ توپیر وکړي چې له دې سره به په ټولنه عدالت واکمن شي. اپلاتون د انسان بدن په دریو برخو ویشي: سر، سینه او خیټه، دی وایي دغه هره یوه برخه خپله ځانګړې دنده لري، د سر دنده فکر کول دي او د عقل مرکز دی، د سینې دنده زړورتیا او شجاعت دی او د خیټې دنده بیا شهوت او خوند دی، او انسان هغه وخت نیکمرغۍ ته رسیږي چې د بدن دغه دری برخې له یو بله سره سمې او متوازنې اړیکې ولري. له همدې ویشه په اقتباس اپلاتون ټولنه هم په دریو برخو ویشي:
- واکمنان یا فیلسوف پاچاهان: دا د ټولنې هوښیاره، عقلاني، په ځان کنټرول لرونکې او په علم باندې مینه ډله ده او د ټولنې لپاره هر ډول پریکړې کول ددوی دنده ده.
- ساتونکي یا سرتیري: د ټولنې زړوره، قوی او باشهامته ډله ده چې ټولنه له بېنظمیو او بیروني حملو څخه ساتي.
- کارګران او تولیدونکی: په دې ډله کې دکانداران، بزګران، نجاران، اهنګران…. او نور شاملیږي چې دنده یې د ټولنې ژوندي ساتنه، تولید او د عادي طبقې کارونه دي.
اپلاتون به ویل چې ښځې هم کولای شي د نر په شان واکمني وکړي ځکه د واکمنۍ استعداد په جنسیت پورې نه بلکه په عقل پورې اړه لري، او که چیرې ښځې هم د نرانو په شان وروزل شي دواړه خپل کارونه په مساوي ډول سرته رسولی شي. اپلاتون په خپل جمهوریت کتاب کې د یو دولت ممکن ډولونه پنځه ښیی.
- ارستوکراسي(Aristocracy): په دغه ډله کې خپله د اپلاتون ایډیال دولت هم شاملیږي ، په دغه ډول دولت کې شاهي فیلسوفان واک په لاس کې لري او ټولنه تنظیموي.
- تیموکراسي(Timocracy): کله چې په ارستوکراتیک نظام کې د ټیټ نژاد خلک وزيږي نو دغه د ټیټ نژاد خلک د اصیل شاهي نسل سره جګړې ته پورته کیږی، حکومت په زور نیسي. وروسته تر دې ټول پرستیج او عزت د قدرت او زور په برخه رسیږي چې همدغه د تیموکراتیک دولت پیل دی.
- الیګارشي(Oligarchy): تیموکراسي یوازې د جنګ په حال کې موثریت لري خو کله چې سوله راشي واکمنان د مال په ټولولو پسې هڅه کوي، ټول فکر یې د ثروت اړخ ته اوړي او پیسې تر ټولو مهمي ورته ښکاري چې همدغه ته د الیګارشۍ حکومت ویل کیږي. الیګارشي د سولې پرمهال د حکومت یو ښه ډول دی خو کله چې د جنګ حالت راشي نو بیا له ځانه د دفاع توان نه لري.
- ډیموکراسی(Democracy): کله چې د الیګارشي پرمهال اداري فساد زیاد شي او واکمنه ډله د ډیر ثروت له کبله سسته او بې پروا شي نو عامه خلک په انقلاب لاس پوری کوي، دولت له منځه وړي او ډیموکراسي منځته راوړي. په دې دولت کې هر څوک د خبرو کولو صلاحیت لري، د ډیرې ټیټې طبقې خلک هم په سیاست کی ځان شریک بولي او خپلې غوښتنې په ډاګه بیانوي.
- استبداد(Autocracy): د ډیموکراسی پرمهال درې ډلې خلک رامنځته کیږي: لومړۍ ډله ډیر قدرت لري، دوهمه ډله ډیره سرمایه لري، او دریمه ډله بیا هیڅ هم نه لري. په دې وخت کی لومړۍ ډله له دریمې سره لاس یو کوي او د دوهمې ډلې ټول ثروت ترې اخلي او ورو ورو له ټولنې فاصله زیاتوی، چې له دې سره په ټولنه کې یو مستبد او زورواکی دولت رامنځته کیږي.
له دې وروسته اپلاتون خپلې نورې سیاسي لیکنې په قانون او سیاستمدار کتابونو کې کړي دي.
د اپلاتون د مرګ سم حال موږ ته نه دی معلوم، بېلابېل روایتونه شته، ځينې وايي چې اپلاتون ارامه په خپله بستره کې وو چې له نړۍ نه یې سترګې پټې کړې، خو ځینې نور بیا وایي چې اپلاتون د ۳۴۷م.ز په یوه شپه د خپل کوم ملګري واده ته ولاړ د شپې په کومه څوکۍ خوب یووړ او کله چې یې ملګرو سهار د راپاڅولو کوښښ وکړ نو پوه شول چې ساه ترې ختلې ده.
پایلیکونه:
- الفرد نورت وایتهد په کال ۱۸۶۱ د فبروری د میاشتې په پنځه لسمه په انګلستان کې وزېږېد او د کال ۱۹۴۷ د ډسمبر په دېرشمه د امریکا په متحده ایالاتو کې ومړ. وایتهد یو انګلېسي فیلسوف او ریاضیپوه وو چې د شلمې پیړۍ له نیمايي په ور هاخوا یې د امریکا په هاروارد پوهنتون کې تدریس وکړ.
- په پخواني یونان کې د یوې جزیرې نوم وو چې ۸۳km پراخوالی لري.
- پاسیدون د یونان په پخوانیو اسطورو کې د سمندر( په ټوله کې د اوبو )، د زلزلې او د اسونو خدای وو.
- په کال ۴۰۴ مخزېږد کې کله چې سپارټا اتن ته د پلوپونیز په جګړو کې ماتې ورکړه نو د اتن په ښار يې په خپله خوښه د دیرشو نفرو یوه الګارشي تحمیل کړه. دغو دېرشو نفرو چې مشر يې کریتیاس وو او چارمیدېس یې هم غړی وو په خلکو ظلمونه پیل کړل چې له کبله یې د اتن وګړو پاڅون وکړ او ټول دغه دیرش نفره يې ووژل.
- لومړی دیونیزوس(۴۳۰-۳۶۷) په کال ۴۰۵ مخزېږد کې واک ته ورسېد چې د سیسلي او جنوبي ایټالیا په نیولو سره یې سیراکوز د یونان تر ټولو قوي ښاري دولت کړ.
- مینا د وزن کولو یو پخوانی سیسټم وو چې بابلیانو رامنځته کړی وو او له هغې وروسته په ډیرو پخوانیو ښارونو کې د استفادې وړ وو. د مینا وزن د تاریخ په اوږدو کې تل بدلون موندلی خو ډيری وخت یې وزن ۶۴۰ یا ۹۷۸ ګرامه سره معادل وو.
- د ډېرو له نظره د یونایي فلسفې وروستنی مکتب دی، دغه مکتب په دریمه زېږدیزه پیړۍ کې فلوتین رامنخته کړ خو د نظریاتو په پرمختګ کې یې فرفریوس، د فلوتین شاګرد، غټه ونډه اخستې.
- ډیوګنېس لایریتیوس د پخواني یونان د دریمه زېږدیزه پېړۍ یو نامتو لیکوال دی. لایریتیوس د فلسفي تاریخ او د فیلسوفانو د ژوندلیکونو په برخه کې لوی کار کړی. ده خپلې لیکنې له نورو منابعو اخستي خو دغه منابع ډیری ځایونه نه دي څرګندې کړي؛ دده تر ټولو لوی اثر نوم دی( د نامتو فلاسفه وو، ژوند، لارښوونې او خبرې.)
- د یونان په افسانو کې د یوې جزیرې نوم دی. دغه جزیره د اتلانتیک په بحر کې د جبل الطارق د ابنا لویدیځ ته پرته ده چې د یوناني افسانو مطابق د اوبو له را پورته کیدو سره ډوبه شوې.
- په پخواني یونان کې د ډيمرج نوم د هنرمند او د معمار لپاره کاریده خو اپلاتون په خپلو لیکنو کې دغه نوم د هغه رب النوع لپاره وکاراوه چې د نړۍ د نظم د برابرولو دنده يې پر غاړه واخسته.
اخځلیکونه:
- فروغی، محمد علی، سیر حکمت در اروپا-جلد اول (تهران: چاپ زوار – تابستان ۱۳۸۵)
- واربرتون،نایجل، الفبای فلسفه؛ ترجمه، مسعود علیا (تهران: ققنوس، ۱۳۹۴)
- رایس، کرستینا شولڅ، نامتو مفکران لیکوال او شاعران، ژباړه، اناهیتا روهي( کابل: سعادت مطبعه،۱۳۹۴)
- ګارډر، جوسټن، د سوفي نړۍ، ژباړه، شفیق امیرزی او وږمه وردګ ( کابل: وایګل چاپ،۱۳۹۶)
- بالابانس، هومر، د سقراط اپلاتون ارسطو اپیکور او زینو په نظر ښه انسان، ژباړه او سریزه، حسن کاکړ( جرمني: د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۹)
- امیری، علی، خرد اواره:ظهور و زوال عقلانیت در جهان اسلام، ( کابل: انتشارات امیري، ۱۳۹۲)
- ګادامر، هانس ګئورګ، اغاز فلسفه، ترجمه، عزت الله فولادوند، ( تهران: انتشارات سروش،۱۳۹۳)
تبصره زیاته کړئ