البرت کامو د نومبر په میاشت په ۱۹۱۳ عیسوی کال کې دالجزیرې په یو کوچني ښار کې زیږیدلی و.پلار یې یو غریب دهقان و او له ډېر کوچنی توب څخه د ژوند مشکلات ور په غاړه شول، سره له حیاتی مشکلاتو ده وکړی شول، د فلسفې لیسانس واخلي، ده مختلفې رسالې ولیکلې، له اخبارونو سره یې همکاري وکړه او بالاخره له دویم جنګ څخه وروسته یې عالمي شهرت پیدا کړ او پر ۱۹۵۷ کال په خپلو یو څو محدودو اثارو یې د ادبیاتو نوبل جایزه واخیسته.
د البرت کامو مهم آثار دا دي:
۱- (اجنبي) چې پر ۱۹۴۲ کال چاپ شو.په دې اثر کې لیکونکی داسې یو شخص ښیي چې هم ځانته اجنبي دی او هم دنیا ته. یعنې داسې یو فرد دی چې نه یې له ځانه سره رابطه او علاقه شته او نه یې له نورو سره.
۲- (د سیزیف افسانه) سیزیف د پخواني یونان په افسانو کې یو قهرمان دی چې ارباب الانواعو محکوم کړی دی چې یوه درنه ډبره دغره له بېخ څخه دغره سرته په شا وخېژوي. سېزف هره ورځ دا ډبره دغره سرته رسوي او هر سهار چې له خوبه را پاڅېږي، دغه ډبره بیا دغره په لمن کې مومي، د دې افسانې په اساس کامو په خپل اثر کې دا ثابتول غواړي چې که ژوندون نامربوطه او بې معنا دی، نو دا د دې دلیل نه شی کیدی چې انسان باید ژوند ونه کړي. د سیزیف په شان هڅه کول زحمت ویستل او د غره سرته تیږه رسول په خپله کافي معنا ده.
۳-(طاعون) د کامو مهم رومان دی. په دی اثر کې کامو داسې یو ښار ترسیموي چې خلک یې د طاعون په مرض اخته شوي دي او په زرګونو انسانان په شپه او ورځ کې مري.د دې ښار روابط د نورو ښارونو او ملکونو سره قطعه کېږي او د یوې اوږدې محاصرې په حالت کې پاتې کېږي.کامو په خپل رومان کې ددې ښار مختلف اشخاص مطالعه کوي.ځینې خلک له ډېرې بېرې اوتشویش څخه خپل ځانونه بايلي.ځینې د مرګ او خطر د هېرولو لپاره ځانونه په عیش او عشرت کې ډوبوي. ځینې ددې اضطراب له حالت څخه مادي ټیتې استفادې کوي.مګر دلته یو څو محدود کسان پیدا کېږي چې په خپلو ضعیفو وسایلو له دې عظیمی بلها سره مجادله کوي او د انسان او انسانیت د خدمت لپاره خپل ځانونه وقفوي. د کامو مقصد دا دی چې رښتینی انسانان هغه دي چې د مصیبوتونو،اپتونو او مشکلاتو په مقابل کې خپل حقیقي انساني صفات او انساني ارزښتو نه له لاسه ورنه کړي. برسېره پر دې کامو مختلفې رسالې نشر کړي دي او دتیاتر لپاره یې ډېر مهم آثار لیکلي دي، البرت کامو د انسان تشویشونه، اضطرابو نه او اخلاقي بحرانونه ترسیموي او د انساني درد په حساسو نکتو ګوته ږدي. د ده په آثارو کې یو ډېر ژور انساني حس پروت دی او د بشر په حقیقي صفاتو رڼا اچوي. خلک دې نکتې ته ملتفت کوي چې که د جهان اوضاع درهم او بر همه وي او ژوند ظاهراً معنا و نه لري، په انسان کې داسې یو قوت او قدرت شته چې دنیا ته یو شکل او صورت ورکړي او د خپل ژوند لپاره یوه معنا خلق کړي..
تبصره زیاته کړئ