استاد مجروح د جبرواختيار ربړه
په سم سهي ديالکتيک هواروي (!)
پوهاند دوکتور م. ا. زيار
اکسفورډ، جولای۲۰۱۷
زما پرولوگ (مخنۍ خبرې)
له ښه مرغه پرهماغه (۱۳۳۸ل)کال چې ما دکابل پو هنتون د ادبياتوپوهنځي په پښتو څانگه کې خپلې زدکړې پيل کړې، استاد مجروح تازه له فرانسې څخه په ساپوهنه او فلسفه کې له ماستري بريليک سره راستون شو او په دغه دواړو پو هنوکې زموږ استاد شو. زه په دې وياړم چې زه د استاد مجروح له ړومبيو شاگردا نو څخه يم او بيا په دې چې په هغو کې ورسره زه تر بل هر يوه ډېر خېل و غېل (محشور) پاتې شوی يم.
زه يې نه يوا زې د يوه زيارکښ زدکړيال ، بلکې تر هرڅه له مخه د خپل وخت يوه ډېرکاري ليکوال، شاعر، خبريال، او ورزشکار، هغه هم د گرد پوهنځي پرکچ د پوهنتون د يوې ورزشي لوبډلې (بايسکېټبال) يوازېني استازي او بيا د وږمې مهالنۍ او څېر مه خپرونو په چوکاټ کې ]د پوهنځي له روستي کاله، بيا له ۱۳ ۵۰ تر ۱۳۵۴ ل [ د خپلوڅانگپوهيزو ليکنو څېړنو، شعري پنځونو اواړوندو کتا بونو دخپروونکي په توگه پوره نازولم. ورسره ورسره په زغرده دا منښته کوم چې تر بل هر يوه شاگرده يې زما په برخليک کې زياته او پرېکنده ونډه اخېستې ده.
د ۱۳۴۱ ل. کال د تلې مياشت وه چې د يونسکو د هوکړې او سپارښت پر بنسټ د ((افغا نستان د ژبپوهنې اطلس)) پروژې په موخه د ستر ناروېژي د پښتوپوهاند او بيا د نورو آريايي او آرياني ژبو ټولمنلی څانگپوهاند په مشرۍ د اروپايي آر يانپوهانو يو پېنځه کسيز پلاوی له اروپا نه کابل ته راغی او تر هغې روسته يې چې له استاد مجروح سره د ادبياتوپوهنځي د مشر په توگه اړوند تړون لاسليک کړ، د درېگونو (پښتو،پارسي او انگليسي) څانگو د روستي کال شاگردانو لپا ره دوه اوونييز څانگپوهيز (مسلکي) سېمينار جوړ کړ. په پای کې يې يوه ازموينه وا خېسته چې زه او پالوال د پښتو څانگې او يو يو دهغو نورو څانگود بريالانو په توگه له هماغو استادانو سره د ازمايښتي کړاو (تمرين) په موخه د څلورگونو (پښتو-پارسي- پشه يي- پراچي) ژبو د کښنې او څېړنې لپاره نجراو ته ولاړو.
پالوال تر کال يونيم گړدودڅېړنو روسته د توکمپوهنې په څانگه کې امريکاته ولاړ او د پارسي گړدود څېړونکی (کبيرسروری) په يوه پېښه (قضيه) کې ښکېل شو. خو ما د استاد مجروح په هڅونه، هغه هم د يوه ډبډبي (موټرسايکل) په را سمبالونه، د اطلس پروژه دپښتواو پارسي او نورو لويو وړو ژبو څه باندې سلو گړدودو له کښنې سره تر پايه پرمخ بوتله او پر۵ ۱۳۴ل مې د پروژې د مشر پرو فېسر ( ژارژ ردار) له ر سمي ژمنې سره سم د سويس په برن پوهنتون کې دژبپو هنې۶کلن بورس تر لاسه کړ.
کال رو سته چې استاد مجروح په درېگونو هېوادو کې د افغان کلتوري مشر په توگه مونښن ته راغی او په ترڅ کې يې د فرانسې له اړوندپوهنتون سره پرخپله دو کتورا کار پيل کړ، د مبارکۍ په غبرگون کې يې زه بياهم خپلې څانگپوهنې ته وهڅولم او دا زړه غټاوی يې راکړ: (( تا وار له مخه په هېواد کې دڅېړليوگړدو دو هومره پوهنتونونه بشپړ کړي او نورو لوړو زدکړو ته اړتيا نه لرې…))!
د جبرواختيار دايلکتيک د کره کتنې په هڅه
دا داستاد مجروح له لومړنيو څانگپوهيزو او بيا بنسټيزوفلسفي اثارو څخه گڼل کېږي چې له فرانسې نه يې د راستنېدا او دادبياتوپوهنځي داستادۍ له پيلېدا سره د لوستتوکو (لکچرنوټو) او هممهاله په وږمې مهالنۍ کې د ليکنو (مقالو) په بڼه خپرولې او پر۱۳۴۰ل کال يې په کتابي بڼه چاپ ته وسپاره.
نو که زه يې ځا نته د کره کتنې رښته ورکړم، لومړی به يې له دې راپيل کړم چې استاد مجروح ولې ۱۳- ۱۴ کاله روسته په دويم چاپ ، هغه هم تاريخي شاليد کې د عېسايي، په تېره بيا داسلامي نړۍ ليد څوارلس پېړييزه اوږده اوجنجالي، يا د استاد الفت (سريزه) په خبره (جړې مشوړې) ور ټومبلو ته ځان په لوی لاس اړ ېست، او لامل يې، نه يوازې له ما سترۍ تر ډاکترۍ د څانگپوهيز زدکړو او از مېښتونو لوړوالي، بلکې ښايي، ((ټولنيز جبر determinism)) هم لږوډېر دغلته بې اغېزې نه اوسي!
د کتاب د دويم چاپ سريزه يې داسې رالنډولای شو:
داکتاب څو کاله پخوا د وږمې مهالنۍ له خوا لومړی د مقالو په بڼه او بيا د يوه کوشني کتاب په بڼه چاپ شوی وو. له هغي بېړنۍ او نيمگړې بڼې د ادبياتو پو هنځي د يوه لوستليکي گټه واخېستل شوه ، خو څنگه يې چې نور کمموندی شوی وو، وږمې مهالنۍ يې د بيا چاپ وړانديز وکړاو ده هم دا کابو وموندله، د ټوليزې بياکرونې او غځونې په لړ کې يې د مسألې تاريخي شا ليد (پسمنظر)، هم د نوې لويديزې اندتوگې او هم د اسلامي هغې د سپړنې په موخه ډېرڅه پرې ورزيات کړل او په دې ډول د غه کتاب د لوستونکيو د لا ښه ترا پوهاوي او گټې اخېستنې جوگه کاندې.
په دې کې څه خرخشه نشته چې د استاد د جبرواختيار دايلکتيک دويم چاپ له څومره ييز او تر ډېره له څرنگيز پلوه هم له لومړي هغه سره د پرتلې وړ نه دی. يو خوا يې د شاليد،او بلخوا د ۱۲۳مخه پايڅوړ (نومَونو او نومليک) په ورسربا ري کولو دکتاب پنډوالی تر۲۸۰ مخونو غځولی دی. هسې که خبره يوازې پر څو مروالي وای، نو کولای يې شول، سکالو له ارتې بيرتې مخينې او بيا د سوونو پو هانو او فيلسوفانو له وينالېږدونو (نقل قولونو) سره څو گرايه نوره هم پسې و غځوي او په څو ټوکو کې يې وړاندې کاندې، خو د داسې دوبلېکېتونو يا بيا بيا راغبرگونو (تحصيلِ حاصلونو) گټه به څه وه؟
خو دويمه پوښتنه چې ايا استاد مجروح د ورته جبر له نگېر (احساسه) د لومړي چاپ ((پرو لوگ )) د دويم چاپ له پښتۍ څخه لرې کړی دی، يوڅه خرخشنه بر ېښي. ځکه په ديا رلس واټن کې د ټولنې له لا غوړېدا سره، هم ټولنيز فشار کمښت موندلی وواو هم ورسره تړلی گرو هيز دې هم د نرمښت او لېبرالېزم خوا ته ښايسه ډېر گا مونه اخېستي ول. بيا داچې که دغلته ورسره د گروهپلټنې (عقېدې تفتيش) نگېرنه ياوېره وای، د متن دننه به يې د هغه ((پرولوگ)) ورته ،انتقا دي څرگندونې بيا بيا نه راغبرگولای، لکه:
((… د بشر په تاريخ کې ډېرې لويې جهانبيني گانې همدا درې دي: افسانوي، ديني او فلسفي . افسانې ته د جهانبيني گانو مور هم ويلای شو. ځکه چې دا د تفکر لويه، ژوره او لومړنۍ منبع ده او د ټولو ديني او فلسفي مفاهيمو ريښه په افسانه کې موندلای شو… داسې ښکاري چې په تاريخي تحول کې انسان له افسا نوي جهانبينۍ نه پيل کوي، له ديني جهانبينۍ څخه (را) تېرېږي او د فلسفي او علمي جهانبينۍ مرحلې ته (را) رسېږي… د جهان او ژوند نفې د هغه کس موقف ته ويلای شو چې په دې جهان کې ژوند زاتي ارزش و نه گڼي او مانا او نهايي هدف يې په بله مافوق الطبيعي روحاني دنيا کې وبولي…)) (۲۹- ۳۱).
د لومړي چاپ پرولوگ يې په دوه پاراگرافو کې رانچوړوو (۱۷):
((د بشر په تاريخ نوې نوې مفکورې راپيداکېږي، چې ورسره مخالفت کول له زما نې او تاريخي بهيره سرغړول، په نورو ټکو، په سېلاب کې مخپورته لامبو وهل دي دنن لوړ شخصيت هغه شخصيت نه دی چې د بشري دنيا غوغا، د لوږو او تندو فريادونه، د جنگونو او مرگونو هنگامې له لرې واوري، يوازې يو سوړ اسو ېلی پرې وکړي…؛ نننی فيلسوف هغه مېتافيزيکي فيلسوف نه دی چې انسان د يو مجرد خالص فکري او روحي موجود په حيث وپېژني او د ده د وجود حقيقت او د ژوند مانا په فکري تصوراتو او خالصو عقلي اوهامو کې ولټوي… )).
يا دا څرگندونې: ((… د جبر و اختيار پر مسأله با يد نوې خبرې وشي. زه غواړم پر دې رڼاواچوم چې د جبر او اختيار موضوغ يو مجرد مېتافيزيکي بحث نه دی او د دې مفکورې د ثابتولو هڅه کوم چې:
جبرواختيار د انسان لپاره يوه محسوسه مسأله ده او د دې مسألې حل د انسان په علم او پوهه کې دی. رښتينی علم او پوهه هغه حقيقي مؤثر عمل دی چې د تاريخ سير بدلوي، د سرنوشت د نامعلومه سېلاب مخه نيسي او مجبور انسان مختار وي.))
په هره ډول، استاد مجروح له لويه سره په هغه ۱۳کلن مهالپېر کې، د پرولوگ د لېږدونې تر څنگ هغې اوږدې او جړې مشوړې له رانغښتنې سره سره بياهم د لو مړي چاپ څرگندونې لا پسې کره کړې او د درېگونو جبرو نو، په تېره د طبېعي هغه په برخه کې يې تر ډېره د پخوا په څېر گروهيز او بل هر راز ايديالېستي- مېتافيز يکي لامل او لاسوهنه رد کړي دي. د ساري په ډول د عيسايي مېتافيز يکي فلسفې په استا زۍ دکانت، او د اسلامي فلسفې په استازۍ د ابن سينا (۳۹) ليدتوگه چې پر (قضا،تقدير، قدر او عنايت ) راڅرخي ، سفسطه بولي؛ سره له دې چې دغه ستر پوهاند تر بل هر همپېري ډېر روښاندی، يا له اوسنۍ نومونې سره سره سم ((سېکولر)) بلل شوی دی.
استاد مجروح پاسنۍ خبرې او بيا د مارکس ((ماد هېگل سر پرڅڼۍ ديالکتيک پرپښو ودراوه)) په نورو ټکو را څرگندوي او تاييدوي يې:
((د هېگل د مکتب له انحلال (شننې) څخه يوه بله فلسفه راووته چې د هېگل ديا کتيک ته يې يوه بله مهمه مانا ورکړه. دا فلسفه نن د کارل مارکس په نامه ياد ېږي، مارکس وايي:
(( زما ديالکتيکي مېتودونه (يوازې) په تهداب کې د هېگل له مېتود څخه فرق نه لري، بلکې د دې مېتود مخالف قطب دی. د هېگل په نظر د فکر حرکت چې دی ورته د فکر يا روح په نامه يو شخصيت قايل دی، د واقعيت خالق دی او وا قعيت د فکر حادثي شکل دی. زما په نظر بر عکس د فکر حرکت د واقعي دنيا انعکاس دی چې دانسان مغزوته انتقال شوی او دغلته يې ځای نيو لی دی.)) (۷۲)
استاد دلته د مارکس او انگلز له اند توگې سره سم ديالکتيک د خوځښت (حر کت) د ټوليزو قوانينو پوهنه راښيي چې هم په بهر نړۍ،او هم د انسان په فکر کې جا ري دي. دا ديالکتيکي قانون درې غورې بڼې (ډولونه!) لري:
لومړی – د کميت تبديلېدل پر کيفيت او کيفيت پر کميت، دويم د اضدادو ننوتل يو په بل کې او درېيم- د نفې نفې قانون… (۷۲-۷۸ )
استاد دواړې ليد توگې سره په زغرده په يو ټکي کې توپيروي: ((… هغه ديا لکتيکي مراحل چې د هېگل په فلسفه کې يوازې د روح او فکر په ساحه کې ليدل کېږي، مار کس يې په واقعي دنياکې کشف کوي او ثابتوي: ديالکتيکي قانون څرنگ چې په روحي حوادثو کې ليدل کېږي، همداشان په طبيعي،اجتما عي اواقتصادي حو ادثوکې هم جاري دی. دهېگل په نظر د هر ديالکتيکي حرکت تهداب اومنشأ روح ده. د مارکس په عقېده روحي حوادث فرعي دي او د واقعي دنيا د ديا لکتيکي حرکت انعکاس دی، د انسان په مغزوکې(يانې شعوراو روح دمادې زېږ نده ده، نه سرچپه).
استاد چې د بلې هرې علمي- فلسفي سکالو غوندې د (( جبر و اختيار)) دا له يوې لنډې گنډې يا گونگې يامبهمې پوښتنې يا پوښتنو، لکه ((مختار انسان يا نې څه؟)) او ((مجبور انسا يانې څه؟)) سره رامخته کول (طرح کول)) له مېتو دولو ژيکي پلوه سم نه بولي، ځکه داسې څه ترې نه راوځي چې يو سم سهي غبر گون او رڼاوي ته لا ره هواره کړای شي. نو دی يې پرځای پر دې بلونج (بديل) ټينگار کوي، او هغه دا چې: مجبور يا مختار انسان د څه ٍ پر وړاندې ، د طبيعت پر وړا ندې، د ماورأ ا لطبيعت پر وړاندې، د خپل ځان پر وړاندې، دبل انسان پر وړا ندې …؟ (۶۳- ۶۵). بيا زياتوي: (( په دې ډول د جبر و اختيار په مسأله کې جلا جلا جنبې پيدا شوې او موږ کولای شو، پر هره يوه جلا جلا بحث وکړو…))
هغه جلا جلا (درېگونې) جنبې يا برخې لاپسې ښه ترا راسپړي چې موږ يې دلته لنډ لنډ جاج راخلو:
۱- د انسان تړاو له پنځ (طبېعت) سره
په دې مانا چې په پنځ کې هرڅه تر يو نظام لاندې دي او هرڅيز د علت و معلول د قانون اړوند دی، د انسان دريځ (موقعيت) څه دی؟ ايا انسان هم د طبيعي څيزونو په منځ کې يو څيز دی او په خپله هستۍ، کړو وړو کې د طبېعي قوا نينو پليوني کوي او له ځانه کوم وېلاړ (اراده) او واک و ځواک نه لري؟ او يا داچې انسا ن يوه استثنايي هستي ده او د علت او معلول له چمبړ (دايرې) نه يوه خپلواکه هستي ده؟
۲- د انسان تړاو له خپل نفس سره
په دې مانا چې د انسان د جبر و اختيار نگېر يا اند (حس يا فکر) څه نفسي (روا ني) بنسټ درلودای شي؟ دلته موږ انسان د يوې نانگېروړې ټولۍ (مجردې کُلې)
په توگه په پام کې نه نيسو، بلکې په نگېرلي(محسوس) ډول بېلابېلو يوگړيو (افرادو ) ته گورو، د رواني پېښو له پلوه ټول وگړي يوراز پرمختيا او اوښتون نه مومي. ځينې لا ملونه وگړی د خپلې اروايي مرييوالې په زنځير تړي. يانې دا پوښتنه څېړو چې د رواني ودې وش له پلوه کوم يوه ته بېواکه (مجبور) ويلای شو او کوم ته خپلواک ( مختار)؟
۳- د انسان تړاو له بل سره
موږ دلته د انسان يوه نگېرلی (محسوس) اړخ تر پام لاندې نيسو، رښتياهم يو گړی انسان يو داسې مجرد او مبهم پيدا دی، لکه يوه يوگړې اندتوگه.
انسان هله مانا پيداکوي او واقعيت يې هله راڅرگندېږي چې له نورو سره په تړاو کې راشي. خو دا تړاو له سختې ناباندۍ يا مجادلې سره راپيلېږي چې هر يوگړی يې د خپل ځان يا شخصيت د پخلي او زباد لپاره کوي. نو دلته سره د بېلابېلو و گړو وگړې (شخصيتونه سره ټکر کوي). خو هريو د ځان د زباد لپاره د بل پېژندتيا ته اړ دی او بيا هر يو خپل واک (اختيار) د بل په بېواکۍ (مجبوريت)کې لټوي… (۶۵)
استاد مجروح (۱۳۷) د يوگړي (فرد) او ټولنې ديالکتيک پر دوو پړاوونو ويشي:
پخلي (تاييد) يا د ټولنيزوالي پړاو
لومړی پړاو هغه ټبرني، يا په مارکسېستي نومَونه ((←لومړني کمون)) پړاو دی چې انسان ځان د ټولنې يو نه بېلېدونک ټوک يا غړی نگېري، په نورو ټکو، خپل ځان نه پېژني او په طبېعت او ټولنه کې ترې ورک دی. ان تر دې چې په ژبه کې د (زه- زما) پرځای (موږ- زموږ) نو مځري کاروي . دا زما له خپلو څېړنيزو يا دو څخه ده چې پر۱۳۴۴ ل.کال مې د نومَوړي شوروي وگړپوه (اتنوگرافر) په ملتيا مې د فراه او(زرنگ ) تر منځ دښته کې له يوه پښتانه شپانه د نوم پوښتنه وکړه او هغه راته د خپل نامه پرځای د بادار نوم (…خان) واخېست!
د مريي او بادار ديالکتيک
دويم پړاو
نفې يا د يوگړوالې (فرديت) پړاو
دا د انسان د ځانپېژندنې پړاو دی. مانا يې داچې د انسان د يوگړيز شخصيت د پخلي پايله د ټولنې نفې ده. نو که وار له مخه ترې خپل ځان ورک وو او له ځانه پردی ، خو چې ځان ته يې پام شو او ځان يې وپېژاند، هم له جهانه پردی شو او هم له ټولنې څخه. په دغه مهالپېر کې پر خپل ځان دومره اخته کېږي چې له ځان او ځاني گټو پرته نور څه نه پېژني.
د استاد پر اند له دې پړاو سره انسان له يوه ((مرييوالې)) راوځي او په بله کې را ښکېلېږي. هلته ترې ځان په ټولنه کې ورک وو او دلته ترې ځان په خپل ځان کې ورک شو(مجروح ۱۴۰). پاړکی ( طبقه) او پاړکيزه نابرابري او ورسره تړلې مبار زه همدغه مهال منځته راځي چې ټولنه پر باداراومريي وېشل کېږي. تروسې تر وسې هرڅوک دخپلو گټو، غوښتنو اوهوډ او هوس په پار د نورو گټې وټې، ارا مي، ازادي، پت، ناموس او سرومال ترپښولاندې کوي، لکه چې وايي: لاس د بر يچار دی (الملک لمن غلبه).
د مارکس ماتريالېستي او تاريخي ديالکتيک دا را زبادوي چې د انسانانو هما غه لومړنۍ (بدوي يا شډله) ټولنه پر نياو او برابرۍ ولاړه وه. گډ يې گټل اوگډ يې څټل، نه پکې باداري او مرييواله وه، نه يو وگړي د بل وگړي له خوا زبېښل کېده او ښکېلېده او نه د ټولنې له خوا. له همدې کبله يې هغه لومړۍ ټولنه ((لو مړی کمون commune)) او هممهاله يې (( لومړنۍکمونېستي ټولنه)) بللې، او پر همدې بنسټ يې ځنې د ((کمونېزم communism)) نومَونه (اصطلاح) هم را رغولې ده. (Oxford Dic.)
د هېگل دا خبرې هسې شاعرانه، اخلاقي او ارماني برېښي چې استاد مجروح پرې ډډه لگوي: (( کومه ازادي چې د نوروپه مرييواله چلېږي، که مرييواله ولاړه شي، دا ازادي هم له منځه ځيد غلام او بادار په منځ کې چې کوم يو رښتيا غلام دی، هغه پخپله بادار دی… د هغه باداري د غلام په وجود پورې تړلې ده. برعکس، غلام د بادار وجود ته هېڅ احتياج نه لري… غلام د خپلې غلامۍ غلام نه دی او بادار د خپلې بادارۍ غلام دی. يانې د بادار ازادي د خپل ځان غلامه ده او دا حقيقي ازا دي نه ده، متناقضه ازادي ده)). استاد پر همدې بنسټ خپلې شننې پرمخ وړي او ورته ((ارماني)) پايله يې راباسي(۱۴۹- ۱۵۰):
((په دې ديالکتيکي تحول کې حقيقي انسان هغه وخت منځته راځي چې ازادي له تناقضاتوڅخه ازاده شي چې فردي شخصيت اجتماعي شخصيت شي اوا جتماع په فرد کې ننوځي، چې زه د نورو شم او نور زماشي، چې زه خپل منافع له نورو څخه قربان کړم او نور خپل منافع له ماڅخه (قربان کړي)، چې زه خپله ازادي د نو رو لپاره وقف کړم او نور خپله ازادي زما لپاره وقف کړي. که د جامعې ټول افر اد داکار وکړي، نه به زما منافع تلف شي او نه به د نورو، نه به زما ازادي وقف شي او نه به دنورو، نه به زه غلام يم، نه به نور او نه به زه باداريم او نه به نور.))
بادا ر ياکارپرما چپه سوچ کوي چې مريی ياکارگر ده ته اړدی او ژوند يې په ده پورې تړلی دی. لومړۍ انگيسې وزيرې تاچرې به ويل: ((چې له پاسه راوڅاڅي، لاندې ستوني به لانده کړي!))- پښتو متل: که پر تاووري، پرمابه وڅاڅي- دا خبره هم تاريخ زباده کړې چې لوړپاکي شتمن يا کارپرمايان پر دې کورټ ځانونه ناگاروي چې دغه شتمني يې پخپله يا پلرو نيکو د نشتمنو له زبېښاک او بيا لوټ و تالان، غلا وو درغليو تر لاسه کړې. هماغه حديث دی چې وايي: الدنيأ غدرُ لايحصلُ الا بغدرِ او يو پارسي شاعر ((عشقي)) يې بيا داسې راانځوري:
از هوا نباريد زر بر سرش- … يا خودش دزد بود يا پدرش
داسې اخلاقی او ارماني وراشو ورمونو چې له ادمه تردې دمه فيلسوفانو، پوها نو، ښوونپوهانو، ليکوالو، شاعرانواو دينښووانو شاربلې راشاربلې، کوم پر ېکنده او کړنيزاغېز نه دی ښندلی. لا په سرچپه ډول يې پاړکيزو اړپېچونو (طبقا تي تضادونو) او ټکرونو لپاره پرلپسې لاره هواره کړې او تر نننيو ناورينونو يې رارسولې ده؛ او دا هغه څه دي چې هوا ری او مخنيوی يې تر هر څه وړاندې د هېگل په ((پر پښو درولي)) مارکسېستي- ما تريالېستي ديالکتيک شونتيا او رښتيا ينه (تحقق) موندلای شي، او هغه هم د نياومنې پاړکيزې جگړې (مبارزې) له لارې، د ټولنوټيزې (اجتماعي- اقتصادي) بېخبنا له بدلو ن سره.
استاد مجروح د خپلې مخنۍ منښتې ((… هغه ديالکتيکي مرا حل چې د هېگل په فلسفه کې يوازې د روح او فکر په ساحه کې ليدل کېږي، مار کس يې په وا قعي دنيا کې کشف کوي او ثابتوي…)) پر خلاف د درو واړو جبرونو هواری له هماغه سر پرڅڼۍ ديالکتيک سره سم، يانې د ټولنوټيزې (اجتما عي- اقتصادي) بېخبنا پرځای د پوهې فرهنگ او تخنيک له مخبنا سره هوارول غواړي، لکه
څنگه يې چې په خپله پايله (نتيجه۱۵۱ ) کې راډاگيزه کړې ده:
((انسان نه مطلق مجبور دی، نه مطلق مختار، بلکې د زمانې په جريان کې مجبور انسان مختارېږي. اختيار له جبره راوځي. اختيار داسې يو قدرت دی چې انسان په تدريجي توگه ترلاسه کوي او د دې قدرت بنيادي وسيله پوهه او شعور دی. د انسان اختيار په هغه علمي او تخنيکي پوهه کې دی… )).
په دې ډول،د هېگل، کانت، سارتر…او د ((غوره نژاد)) او ((زبروگړي يا ابرمرد)) گروهن (نېچې) پر پليونۍ د جبر واختيار مسأله په هما غه اړپېچ (تنا قض) کې را نغاړي چې له زريو او پېړيو راهيسې پرې شخوند وهل شوی دی.
او دادی، د بېشمېرو اسلامي پوهانو، صوفيانو، شاعرانو په استازۍ مولانا بلخي راننگوي:
داختيار په اړه:
اختياری هست مارا در جهان- حس را منکر تناني شد عيان…
د جبر په اړه:
جبر باشد پروبال کاملان- جبر هم زندان و بند کاملان… (مجروح ۴۱-۴۲)
په هر ډول، مارکسېستي- ماتريالېستي ديالکتيک پر دې ټينگار لري چې د انسان ژوند تر هرڅه لومړی پر توکيزه (مادي) غريزه يي اړتيا، يانې خوراک ټيکاو لري او خړوبونه يې هم په مادي (ټولنوټيزه) بېخبنا کې نغښتې ده. همدا بېخبنايې هواری د وو نورو جبرونو د هواري په گډون د انسان هر راز مخبنايي ( فرهنگي، سيا سي، مذهبي.. ) هغې هواري، او بيا يې کارندوييو (فعاليتونو) ته لار هوارولای شي. لکه مارکس چې وايي: انسان په وږه خېټه سياست نه کېږي؛ مانا يې داچې هر مخبنايي کړن ، له سياست و فرهنگه نيولې، تر دين و مذهبه تر سره کو لای نه شي.
په بشري تاريخ ،او بيا زموږ په سياسي او اسلامي تاريخ کې داسې ويرژلې پېښې او تراژيدۍ تېرې شوې دي چې ډېرو له لوږې د مړو درنگې لاڅه چې د ژونديو غوښې هم خوړلې دي. د پښتو ((ولږې ته هېڅوک ټينگېدای نه شي)) په څېر زموږ په ټولو افغاني ژبو کې بېلابېل متلونه، گړنې او څرگندنې هم د ورته پېښو زېږنده دي. هرگوره، تر څنگ يې دويمې غريزه يي اړتيا نوږيزي (جنسي) دې هم انسان ډېرو سترو بېلاريو او جنايتونو ته ور څکولی چې تر ډېره د لومړ نۍ غريزې له نه خړوبتيا يا نيمگړې خړوبتيا زېږنده گڼل کېدای شي. ان تردې چې (خېټه ډکه، خوټه ډکه) پښتو متل د همداسې وبله اړاو تړاو څرگندويي کوي.
لسيزې پخوا مې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له پارسي ژبي فلسفه پوه استاد (سمندر غورياني) دا پښتو ټوکه اورېدلې وه: (( په يهودو کې دوه کسه (ما رکس او فرويد) په دې اوڅار شول چې لومړي د انسان تر نامه (نو) پورته (خېټې) غم وخوړ او دې بل يې تر نامه لاندې (خوټې) غم؛ او ما ځنې هماغه مهال دا طنزيه څلوريزه او راروسته سپينه ټوټه رغولې وه:
هغه خبرې مارکس و فروايد وکړې
چې وې له مخه له نورو پټې:
د انسان آره اړه به څه وي،
پرته له خېټې، پرته له…!
يا: دين و سياست
د مړې خېټې کار دی…
په دې چې ولږې ته
نه مسلمان ټينگېدای شي
او نه کافر!
همدا لومړنۍ غريږه يي اړتيا او ورسره تړلی پاړکيز اړپېچونه (طبقاتي تضادونه) او نا خوالې دي چې انسان يې د ټولنيز جبر بلهاري کړی او لا بلهاروي يې، او مار کس يې ورڅخه د تلپاتې ژغور، ازادۍ، مخنيوي او ځانواکۍ (خود مختارۍ) لا رې رَودې ورښوولې دي. په دې لړ کې د کارگر او کارپرما ترمنځ د ربړې او جړې (پرابلم، معضلې) زړی ((سرباري يا اضافي ارزش)) نومېرلی (تشخيص) کړی چې د کارگر رښته (حق) دی او کار پرمايې ځنې بلوسي. (Capital: B. Fine)
د مارکس (سرباري ارزش) ترم په ساده ژبه داسې روښانوو: د يوې اوبدانې (نسا جۍ) بېلگه راخلو چې په مياشت کې يې نږه گټه پېنځوس زره ډالره ده: شل زره يې څښتن ته د خپلو زېږاوزارو (توليدي وسيلو اواوموتوکو) د کارښت او لگښت په پار رسېږي او شل زره د څومره ييزاو څرنگيزکاروزيار په پار کارگرته، نو مار کس پاتې لس زره ((اضافي ارزش)) بولي او ټينگار کوي چې دا شل زره دې هم کار گر ته ورکړ شي او د ټولنيز نياو په پار يې له کارپرماسره د ژوند کچه (سطحه) بر ابره شي. ځکه همدغه توپير دی چې انساني ټولنه يې پر پاړکو وېشلې او ور سره پاړکيز اړبېچونه (تضادونه) راټوکېدلي او دادی، ورځ تر بلې د نوي ښکېلاک و زبېښاک يوه بل مېټينگي ((گلوبالېزم)) انساني ټولنه په دومره بربريت د نېستۍ گړنگ ته ورڅکوي!
له څه باندې يوې لسيزې راهيسې چې پانگواکي (اېمپريالېستي) نړۍ له مالي- پولي کړکېچ سره مخ شوې او د بانکونو دېوالي کېدا يې ميليونونه زيارکښان ، په تېره منځني پاړکي او بيا روښاندی پوړ (انتلکچو ال قشر) کنگال ونگال کړ، وټپوهان (اقتصادانان) يې د مارکس (کپيتال) کارونې ته اړېستلي دي. ځکه دغه درې ټوکيز تاريخي اثر په پانگوالي نظام کې د داسې کړکېچونو وړاندوينه کړې چې هواری يې د زبېښونکو شتمنو اوزبېښلو نشتمنو دواړو خواوو لپاره گټور پرېوځي. (کپيتال: فاين )
(Capital: Fine)
هغو بورژوايي څانگپوهانو (تيوريسنانو) په غړولو سترگو وليدل چې که يوخوا بانکوالاوو د هغو خلکو لږوډېرې سپماوې او ورکړي قسطونه له کورونو سره يو ځای وبلوسل، بلخوا يې مشتريان هم له لاسه ورکړل. ځکه دغه بدمرغو هم د پا سرې (پس انداز) او دکورقسط توان او هممهاله پر بانکونوباور له لاسه ورکړی او هم يې ورباندې گټه تر صفر سلنې را ټيټه کړې ده. د سود وسرمايې زبرواکانو د ((مارکس کپيتال)) پربنسټ د خپلو اقتصادپوهانو د دوه اړخيز هواري لارې چا رې هم و نه شوې زغملای!
د هغو په استازۍ د هغه مهال د سپينې ماڼۍ واکوال (ډبل بوش) دا دوپاړه وو يشتله: ((که له لوږې مرم هم، سوسيالېزم مې په کار نه دی))؛ تر دې چې ډاروينېزم يې هم ورسره همغږی (اېزم) وباله، بيا له کاتوليک دين سره يې ناباندې وښووه او له ښوونيز نصابه يې د اړوندو توکو اېستل اړين کړل؛ او دادی،يوه لسيزه پس يې تورک اسلامپال ((اردوغان)) پر پليونۍ هغه ماتريالېستي(-اېزم) له اسلام سره هم ناباندې گڼلی او له نصابه يې د کښنې امر کړی دی!
پايلنيوی (نتيجه گيری)
له دې نټه (انکار) نه شي کېدای چې شهيد استاد مجروح (د جبرو اختيار ديا لکتيک) د لومړي چاپ په پرتله دويم چاپ له څرنگيز او څومره ييز پلوه د لا ډېرو مينه والو لپاره د پوهاوي جو گه کړی دی، خو بياهم له درو غورو نيوکو سره مخامخېدای شي:
۱- د دې اړوپېچ ياضدونقيض ( پرادوکس) له پلوه چې د ربړو (مسألو) په شننو کې يوخوا پر ماتريالېستي او ان د مارکس له خوا د هېگل پر پښو درولي ديا لکتيک ډډه لگوي او بلخوا يې پر سرچپه هغه هم. همداسې يې د کانت ايډيا لېستي، د سارتر اېکزېستنسيالېستي يا وجودي- ادبي، اوان د نېچې نژادي هېژمونېستي انجړې بنجړې ليدتوگې درواخله چې د چا خبره د رښتينې علمي- فلسفې او ټو لنپوهنې او بيا يې د ربړو له رښتيني هواري څخه يو توره تېښته ده.
(۲) لکه څنگه چې وار له مخه ورته نغوته وشوه، ماتريالېستي- مارکسېستي فيلسوفان د انسان او انساني ټولنې پر وړاندې ټولنيز جبر د دوه نورو جبرو په پرتله ډېر بنيادي ارزوي او تر ډېره يې هواری د هغو دوو د هواري لپاره کليدي گڼي. خو استاد مجروح يې پرخلاف، له ټولې پراخ اندۍ او سېکولرېستي اند توگې سره سره د ديني فيلسوفانو او پوهانو په څېر ځاني يا نفسي جبر د(ego) يا (نفس آماره) په نامه بنيادي انگېري او د دغو نورو جبرونو، په نورو ټکو، د ټولو طبيعي او په تېره بيا ټو لنيزو بخولو، نا خوالو، بدمرغيو او بياجنگ جگړو آره او منشأ بولي او هواری يې هم د سراسري هواري کيلي.
په دې لړ کې يې د فروايد تر سخت اغېز لاندې ارواشنيزې (سايکوانالېتيکي) پېيلې او ناپېيلې ادبي پنځونې بيا د ورته را خپلې کړې ليدتوگې او نړۍ ليد پوره پوره څرگندويي کوي.
دا سمه ده چې استاد مجروح د ارواشننې (سايکوانالايز) د بنسټوال ( فروايد۹۶) له ليده، د اروا يي بېلاريو آره سرچينه تحت الشعور بولي چې هلته زموږ غريزي غوښتنې (تما يلات ) په آره او لومړ نۍ بڼه پراته دي، که سم سهي خړوب شي، ښه تر ښه، که نه، دوه گوني فيزيکي او اخلاقي بنديزونه يې مخه ور ډپ کاندې، په نورو ټکو، پر شا وتمبول شي، پر گرومونو (عقدو) اوړي.
خو دا سپړنه او شننه ، نه فروايدکړې او نه نه ده چې اخلاقي ياکولتوري بند يزو نه د ټولنيز جبر زېږ نده ده، نوکه ټولنيز جبر، د نومېرلو ماتريالېستي فلسفې او ټولنپوهنې لارو چا رو په کاراچونه هواری ومومي، ځاني يانفسي جبر او ترې را زېږېدلي گرومونه (غوټې) او بيا بېلارۍ (انحرافونه) هم هواری موندلای شي. هرگوره، په دغه برخه کې د پوهې، فرهنگ، تخنيک او د ارواپوهنې او اروا شننې په گډون هره ټولنيزه او ساينسي پوهنه د وبله (متقا بل) اغېز په بهيرکې خپل مخبنايي نقش لوبولای شي ( همداراز← مونوگراف).
د استاد ((نااشنا سندرې)) چې د لرغوني يوناني ادب و فولکلور او بيا افسانو او اسطورو پر پليونۍ يې کښلې، په هره توگه په پښتوادب کې د رواشنيز شعر د يوې نوښتگرانه پيلامې ښکارندويه دي او له شعريت پلوه لوړ ارزول کېږي. پر وړ اندې يې د (ځانځاني ښا مار)) چې د پارسي ناپېيلې ((اژ دهای خودی )) څه ناڅه ساده پېيلی پښتو انډول دی، او له سايکوانالېتيکي گوټپېره د پارسي هغه تر څنگ ډېر لوړ او ژور ارزول کېږي، خو پکې رانغښتی انتقادي پيغام يې دومره توند و تېز دی چې پخپله همدی يې د مرگ د ښامار په خوله کې ورکړ؛ ټيک د هماغې ورځې پر ماښام، چې په اړوند((جهادي چاپېريال)) کې يو تر ټولو ځوا کمن جهادي سرغندوی پوښتلی وو: (( له ځانځاني ښاماره دې موخه څوک دی؟)) او ده په زغرده ورغبرگه کړې وه: ((همدا ته!))
(۳) درېيمه نيوکه بيا پر خپل وار د پاسنيو دوه نيوکو يوه څېرمه پايله ده او هغه داچې استاد له ټولې روښاندۍ او پوهاندۍ سره سره ولې تر سرې ار تجاع ، توره دا غوره وگڼله، دچاخبره له بارانه ناوې ته وتښتېد. لکه څنگه چې د پوهنتون او سني مشر، ښاغلي پوهنيار حميدا لله فاروقي د((نااشناسندرې)) د يادښت په ترڅ کې ليکي: پوهاند بهاؤالدين مجروح د شلمې پېړۍ د لوی مفکراو ليکوال په په حيث او د افغانستان د اشغال په کلونوکې د وطن د ازادۍ د لارې د يوه واقعي مبارزاو مجاهد په حيث د هېواد په تاريخ کې خاص مقام لري…کله چې جهاد پيل شو او مجروح کډوال شو بيايې هم يوه اصلي هڅه داوه چې خلک دظلم او تېري پر خلاف رامنځته شوي هيجاني چاپېريال کې خپل اصلي دښمن هېر نه کړي او د استبداد د ښامار خطر له پامه و نه غورځوي.))
او تر ټولو روسته چار ناچار دې پايلې ته رسو چې زموږ د فلسفې او ارواپوهنې استاد، له ټولو هومانېستي او ساينتېفيکي- فلسفي شننو سره سره د مارکس تر دې ټو ليزې نيوکې لاندې راځي چې وايي:
] دا نړۍ بېلابېلو پوهانو راز راز شنلې ، خو آره خبره يې د بدلانه ده! [
د کارل مارکس دغه تاريخي وراشه په آره الماني ژبه د برلين هومبولت پوهنتون پر درشل ښکل شوې او ما هلته د نورو ژباړو په ترڅ کې د مېلمه استادۍ پر مهال (۱۹۸۳- ۱۹۸۶) را پښتو کړې وه.
اخځليک
برزگر، حجت: برنامۀ اتحاديۀ مارکسيستها، چاپ ششم از انتشارات حزب کمو نيست ايران ، مسکو ۲۰۱۴م.
زيار، پېپر يا کورنی کار، د استاد مجروح په لارښوونه: د پښتو لنډيو ارواشنيزه څېړنه، ۱۳۴۰ل.
– د استاد مجروح د ارواپوهنې او فلسفې لوستونه ( ۱۳۳۸- ۱۳۴۱ ل).
– د کارل مارکس تاريخي ماتريالېزم د الماني متن پښتو ژباړه (.ناچاپ)، کابل ۱۳۵۶ل.
– د مارکسېستي فلسفې کورس لوستونه، برلين ( ۱۹۸۴- ۱۹۸۵ز).
مجروح، پوهاند دوکتور سيد بهاؤالدين: د جبر او اختيار ديالکتيک.کابل پو
هنتون، د محب الله زغم په زيار. اسد دانش چاپخو نه، ۱۳۹۵/۲۰۱۷.
– نا اشناسندرې، کابل پوهنتون. دانش چاپخونه ۱۳۹۵/ ۲۰۱۷.
Dokumente und Materialien: Geschichte Klasse 11.Berlin1980.
Marx’s Capital (Book by Ben Fine)
Oxford Dictionary of English. 2.Ed. Oxford University press 2005.
تبصره زیاته کړئ