ادبیات او فلسفه بې له لیکوال او فیلسوفه مانا نه لري. سويډنی ادبپوه اندرش پالم وايي: لیکوال د نثر لومړۍ محتوا ده. که څه هم د نوي نقد تیوري ((New Criticism (له هغو فورمالیستو تیوريو له جملې ده چې په شلمه پېړۍ کې مطرح شوه او غوښتل یې چې نثر باید د خپل ځان په رڼا کې تفسیر شي) داسې نظریه ردوي.مګر واقیعت دا دی چې نثر بې له لیکوال او ټولنیزو شرایطو نه شي څېړل کیدای په دې دلیل چې بې له لیکوال او ټولنې نثر وجود نه شي لرلای. پر مجروح صاحب باندې کافي لیکل شوي، ولې یا خاطرې دي او یا د مجروح صاحب سوانح.
د مجروح په اړه زموږ په ټولنه کې دوه نظرونه دي یا په بل عبارت د بهاوالدین مجروح د نوم سره زموږ د خلکو په ذهن کې د مجروح صاحب دوه رولونه تداعي کیږي. لومړی نظر عموماً د مجروح صاحب په ویاړ جوړو شوو غونډو کې د پوهنتون د استادانو او لویو لیکوالو له خوا وړاندې کېږي. په دې نظر کې مجروح هغه څوک دی چې روشنفکر و، فیلسوف و؛ ولې د وطن او پوهې دښمنانو د فلسفې په ګناه شهید کړ. مجروح له سقراط، افلاطون او ارسطو لوی عالم و، د ځانځانۍ ښامار کتاب یې یې د شلمې پېړۍ شهکار اثر دي او دده کتابونه باید په نړیوال فلسفي ډیسکورس کې شامل شي. که په یونان کې سقراط د فلسفې لومړی شهید دی نو په افغانستان کې مجروح دی، پوهنتون او لارې کوڅې دې د مجروح په نامه شي.۱ دویم مجروح بیا هغه و: چې په کونړ کې د شمس الدین مجروح کره زېږېدلی. د استقلال لیسه یې لوستې په فرانسه، المان او انګلستان کې یې زده کړې کړي او له فرانسې یې په فلسفه کې دوکتورا اخیستې. د پښتو سربېره په الماني، فرانسوي، انګریزي او فارسي ژبو پوهېده. والي، فرهنګي اتشه، د پوهنتون استاد او د پوهنځي ریس پاتې شوی. فلسفي کتابونه یې لیکلی د جبر او اختیار ډیالکتیک او د ځانځانۍ ښامار یې مشهور دي. همدارنګه په اسلامي فلسفه کې لوی لاس درلود او د هیندي فلسفې مطالعه یې هم لرله. مجروح پر افغانستان باندې د شوري یرغل سره مخالفت وښود او په پېښور کې يې د روسانو او د وخت د حکومت مخالفت ته ادامه ورکړه. په مختلفو کنفرانسونو کې یې ویناګانې وکړې او وکوښېد چې د یو ملي-تیکنوکرات زعامت په رامنځته کولو سره د روسانو پر وړاندې د افغانانو پاڅون رهبري کړي. چې په ۱۹۸۸ کال ددې له امله چې ظاهر شاه په طرفدارۍ يې افغان مهاجرین هڅول شهید کړای شو.
د لومړي نظره ښکاري چې د مجروح له شهادته په پوره وقاحت سره سیاسي استفاده کېږي او دا ښيي چې له عالمانو سره زموږ چلند څومره غیر علمي او سطحي دی. ددې ډول قومي او ړانده چلند قرباني یواځې مجروح نه دی بلکې تقریباً ټول مشهور افغان عالمان یې محدود کړي دي. له محدود کولو موخه دا ده چې له تنګې او لنډې قومي زاویې د شاعرانو، لیکوالو او پوهانو تحلیل د دوۍ پر اثارو سیوری غورځوي، پر ځای د دې چې له نظرونو یې نظریې جوړې شي دوۍ په ایډیالونو او قومي بتانو بدلېږي. خوشال خټک یې ښه مثال دی.
د افغان عالمانو ترمنځ دا یو منل شوې خبره ده چې مجروح صاحب فیلسوف و. که موضوع له دې پیل کړو چې د فیلسوف کیدو لپاره معیار څه دی؟ که چیرته د فیلسوف لپاره معیار فکر کول وګڼل شي نو بیا خو ټول انسانان فیلسوفان دي، بېشکه چې فلسفه فکر کول دي مګر دا ټوله فلسفه نه ده؛ فکر کول د فیلسوف کیدلو اساسي او وجودي شرط دی، مطلب دا چې له فکر کولو پرته نه فلسفه شته او نه فیلسوف مګر یواځې فکر کول فیلسوف کیدل نه دي. که د فیلسوف کیدلو لپاره معیار فلسفي لیکنې، لوستنې وي نو بیا خو ددې مقالې لیکوال او لوستوال هم فیلسوفان دي ځکه چې دا پر فلسفه باندې خبرې کوي. ولې داسې هم نه ده. که فیلسوف جوړیدلو لپاره نوې فلسفي نظریې تالیف او تدوین کول وي نو بیا خو ډیر لږ خلک فیلسوفان دي. داسې هیڅ اداره نشته چې څوک دې په رسمي ډول فیلسوف ونوموي یا دې د فیلسوفۍ سند ورکړي مګر داسې کووم قانوني خنډ هم نشته چې څوک دې چاته له فیلسوف ویل راوګرځوي. هغه څه چې عموماً د فیلسوفانو لپاره مشترک دي، پورته یادې شوې دواړه ځانګړنې دي، یانې: فیلسوفان هم فلسفي لیکنې/څېړنې لري او ځینو یې ایزمونه او تیورۍ هم لیکلي. د نولسمې پېړۍ له نیمي راپدیخوا تقریباً ټول فیلسوفانو، فلسفه په پوهنتون کې لوستې وه، ډيری یې د فلسفې استادان هم و. البته ځيني فیلسوفان له دې مخکې هم د فلسفې استادان و. د بېلګې په ډول هیګل، شوپنهاور او کانت.
په افغانستان کې تر اوسه په عملي مانا د فلسفې پوره تصور هماغه فکر کول دي. د دې وجه شاید دا وي چې موږ شعر هم فلسفه ګڼو په همدې اساس خوشال خټک او غني خان ته فیلسوفان وایو په داسې حال کې چې د شعر او فلسفه سره بیل مفهومونه او مضمونونه دي. بیا هم که د شپاړسمې او اولسمې پېړۍ کې شعر د فلسفي فکرونو د بیان یواځينی فورم وګنل شي. ولې په معاصرو وختونو کې باید دا دود مات شي. په افغانستان کې د فلسفې یا د افغانې فلسفې په اړه ډير کم لیکل شوي دي. تر اوسه موږ د افغان فیلسوفانو په نوم یو اثر هم نه لرو یا په افغانستان کې د فلسفې بهیر پر موضوع تر هغه ځایه چې ما ته معلومه ده هیڅ څېړنه نه ده شوې. حتی د کابل پوهنتون د فلسفې او ټولنپوهنې پوهنځي هم په دې اړه کوم مضمون نه لري. دا واضحه ده چې فلسفه د ملي دولتونو له ظهوره مخکې موجوده وه او پر سیاسي سرحداتو یې ویشل عملی نه دي مګر د هغو فیلسوفانو افکار او نظریې باید ولیکل او وشنل شي چې په موجوده افغانستان کې پيدا شوي یا اوسېدلي، له افغانستان یې تاثیر اخیستي او پر افغانستان يې اغېز کړی دی. د دې ښه مثالونه اروپایي ملکونه کیدای شي. لکه سويدني فیلسوفان یا جرمني فلسفه.
په افغانستان کې فلسفي جریان هیڅکله شتون نه دی درلودلی البته دلته فیلسوفان وو. دا دوه مفهومونه ځکه باید بیل شي چې په افغانستان کې فرهنګ منقطع او غیر مستمر دی. سويډني لیکوال او د پوهنتون استادان روني امبیورسون او م. فضل هاشمي د بیت الحکمت(Visdomenshus) اثر کې لیکي: د اسلامي نړۍ فکري تاریخ منقطع او غیر مستعمر دی ولې چې لومړي خو په اسلامي نړۍ کې علم د انسټيټیوټ نه بلکې د عالمانو پورې تړلی و او له داسې عالمانو استفاده کول شخصي رابطو ته ضرورت درلود؛ بل دا چې کله به دا عالمان مړه، بندیان یا تبعید شول نو ورسره به فکري جریان هم له منځه ولاړ. مګر په غربي اروپا کې بیا کتډریلونو (عیسوي مدرسو) کلیساو، پوهنتونونو د انسټيټوټونو (علمي مرکزونو) رول ادا کړی، ځکه د غرب فکري جریان غیر منقطع دی.۲ نسبت قاهرې، اندلس، شام او بغداد ته په افغانستان کې علمي او پوهنیز فعالیت ډير منقطع دی ولې چې افغانستان د یادو فرهنګي حوزو په نسبت لويې ښاري ټولنې نه لرلې.
د سید جمال الدین افغاني له تبعیده ورسته او په ځانګړي ډول له شمس النهاره پس افغانستان د مشروطیت ترغورځنګه او یا هم د سراج الاخبار پورې په کاملاً مستبد اقلیم کې قرار لاره. د امیر عبدالرحمن خان استبداد او د انګریزانو څار پر امیر او افغانستان داسې شوی و چې د ازاد تفکر او علم نوم اخیستل هم ګران و. د مشروطیت، او سراج الاخبار په ایجاد سره او یا هم د امیر حبیب الله خان لخوا د امیر عبدالرحمن خان د وخت تبعید شوو افغانانو په راتګ سره په کابل کې د علم خپراوی پيل شو. چې وروسته د امان الله خان په جلوس او د استقلال په استرداد د هیواد علمي او ادبي چاپيرل کې ساه پوه شوه او یو نوی قشر رامخې ته شو. د اماني حکومت له سقوطه وروسته افغان سیاستوال او عالمان اروپا ته ورسېدل چې دا د اروپا د علمي او فلسفي جریانونو سره د افغانانو د مستقیمې مخامخېدنې لومړۍ مرحله ده. که څه هم چې د اروپا له فکري او فلسفي تاریخ سره افغانان په هند کې د انګریزانو او ایراني اثارو له لارې بلد و.
د هر عالم او البته هر څه ارزښت د وخت له قید سره تړل شوی دی. بې د زمان له دایرې هیڅ شی هم وجود نه لري. ارسطو د نړۍ له ډيرو مشهورو فیلسوفانو څخه دی ولې که زموږ په وخت کې یې ژوند کړای وای شاید که دومره نوم یې ګټلای وای البته د ځینو نظرونو له امله به د پوهنتون د استاد په حیث هم نه و منل شوای. که رحمان بابا اوس ژوندی وای نو څه ګومان کوئ چا به یې شعرونه لوستلي وای؟ د غربي فلسفې د تاریخ مبداء له یوناني فیلسوف تالس څخه کیږي چې ۶۰۰ کاله مخکې له میلاد څخه یې ژوند کاوه، د دې وجه دا ده چې د پخوانو برخلاف چې د کایناتو پيدایښت ته یې اسطوروي او ماورالطبیعتي دلیلونه لټول، تالس د کایناتو د پيدایښت او جوړښت په انساني منطق و څېړل، که څه هم چې نتیجې یې ناسمې وې. تالس دې پایلې ته رسېدلی و چې اوبه د ټولو شیانو وجودي ماده ده. د استاد مجروح ارزښت هم همداسې دی. مجروح صاحب د افغانستان د علمي تاریخ او په ځانګړي ډول د پښتنو لیکوالو لومړی نسل دی چې په اروپا کې تر دوکتورا لوړې زده کړې لري او البته دوکتورا یې په فلسفه کې اخیستې، په الماني، فرانسوي او انګلیسي ژبو پوهیده، د اسلامي، هیندي او اروپايي فلسفې ژوره مطالعه یې لرله. له بده مرغه، تعلیم ته نه لاسرسي، مسلسلو جګړو او کډاوالیو د مجروح له وفاته یودیرش کاله پس هم د مجروح د بدیل مخه نیولې ده.
د استاد مجروح مقام تر ډیره تر افغانستانه محدود دی، د دې علت دا دی چې له یو پلوه مجروح صاحب ډيرې لیکنې نه لري له بلې خوا زیاتره لیکل یې چون د افغانستان د علمي وضعیت په نظر کې نیولو سره شوي دي له دې امله ډير ژور او تفصیلي نه دي. د دې ادعا د ثبوت لپاره ښه لاره دا ده چې موږ د یوې شیبې لپاره مجروح صاحب جرمنی، فرانسوی او یا هم ایرانی فرض کړو او بیا یې د اثار په نظر کې نیولو سره مقام وټاکو. مجروح خپله تیوري یا کومه فلسفي نظریه نه ده تدوین کړې، بلکې دی لوی استاد او اکاډمیکه څېره وه. مشهور فلسفي اثر یې د جبر او اختیار ډيالیکتیک دی چې د انسان د ازادۍ او جبر په اړه لیکل شوی. د مجروح په اړه د مبالغې یو علت هم یاد کتاب دی. د دې وجه شاید دا وي چې دا په کابل پوهنتون کې د هغه محصلینو لپاره لکچر نوټ و چې وروسته لوی ادیبان شول او موږ ته هم د همدې ادیبانو له لارې راپېژندل شوی دی. ولې دا هیڅکله دا مانا نه لري چې یاد کتاب کم ارزښته دی. په پښتو ژبې کې تر ننه دومره ژور فلسفي اثر نشته چې د جبر او اختیار موضوع یې په دومره افاقیت سره څېړلې وي. یاد کتاب درې ځلې چاپ شوی دی. د یاد اثر ارزښت زموږ د ټولنې د حاکم ذهنیت په بدلولو کې هم ډیر مهم دی. شاید مجروح صاحب دا ارزښت درکړی و. ارزښت یې په دې مهم دی چې کله انسان د خپل ځان پر اختیاراتو خبرېږي کولای شي چې خپل ټولنیز-ځان خلق کړي. په بل عبارت موږ نه شو کولای چې د خپل پيدایښت ځای وټاکو، څوک مو باید مور او پلار و اوسي او یا هلک واوسو که نجلی مګر موږ کولای شو چې د خپل پلار د کسب پر ځای بل هنر زده کړو، بل ځای کې واوسېږو او نوی ټولنیز هویت ولرو. د جبر مانا دا نه ده چې هر څه ناممکن دي او د اختیار مانا دا نه ده چې هر څه ممکن دي ولې دې دواړو مفهومونو د سینتیس یا ډیالیکټيکي پایله دا ده چې انسان سره په ټولنیز ژوند کې تر ډيره د ازاد انتخاب امکان شته.
د انسان د جبر او اختیار موضوع هم په فلسفه کې او هم په مذهب کې ډيره مهمه ده. په فلسفه کې مهمه په دې ده چې که چیرته انسان مجبور وګڼل شي نو بیا فکر او البته ټول جهان بې مفهومه کیږي. د انسان وجود او کړنې بیا د تېږو او بوټو په څېر د طبیعت د قوانینو لاندې راځي چې انسان په کې هیڅ دخل نه لري. په مذهب کې یې ارزښت په دې دی چې که انسان مختار وګڼل شي نو بیا یې د عبودیت اصل ستونزمنېږي او که مجبور تلقي شي نو بیا د جنت او دوزخ مسله تر سوال لاندې راځي. څرنګه چې مجروح صاحب د هیګل له فلسفې سره پوره اشنا و؛ د هیګل اثر پرې پوره څرګند دی. خپله د جبر او اختیار دیالکتیک کې د دیالکتیک د کلیمې ټاکنه د دې بېلګه ګڼل کیدای شي. په یاد اثر کې مجروح صاحب پراخ بحث کړی مګر څه شی چې مهم دي هغه دا دي چې ډاکټر مجروح جبر او اختیار دوه بیل او سره نفي کوونکي قطبونه نه دي ګنلي، شاید د همدې لپاره یې ورته د ډیالکتیک کلیمه ټاکلې وي. ډیالکتیک د مجروح لپاره د یو اصل نه بلکې روش په حیث هم و. دوه مشهور شعورونه یې، د وطن مور او د کونړ د سیند بڼې نیمګړی ډيالکتیکي دي. د جبر او اختیار موضوع له دې جهته هم مهمه ده چې دا د روح د شتون او نه شتون سره مستقیماً تړاو لري. د جبر او اختیار ډیالکټیک په خپل جذابیت کې مهم بحث دی خو دا مقاله به د دې او د مجروح صاحب د نورو فلسفي اثارو حوصله و نه لري. دلته یواځې د ډاکټر مجروح ادبي اړخ باندې رڼا اچوو:
د مجروح په اثارو کې یو له مشهورو کتابونو د ځانځانۍ ښامار دی. مجروح یاد کتاب لومړی په دري نثر لیکلی چې بیا یې په پښتو شعر وژباړه. د ځانځانۍ ښامار اثر تر ډيره زموږ په ټولنه کې فلسفي اثر تلقي کېږي. حتا د کتاب په سریزه کې بېنوا صاحب هم لیکي چې (په ډاډه زړه ویلای سم چې په پښتو ژبه کې دا لومړی عالی فلسفی اثر دی چی په نوی، خوندور اسلوب د یوه پښتون استاد لخوا لیکل سوی دی)۳ بېنوا صاحب شاید پړ هم نه وي ځکه دا هغه وخت و چې په افغانستان کې ارواپوهنه او فلسفه نه و جلا شوي بله دا چې دا خبره بېنوا په سریزه کې لیکلې ده او پښتانه لیکوال عموماً د لوستونکو د جذبولو لپاره د کتابونو په سریزو کې مبالغه کوي. د ځانځانۍ ښامار په ډيرو دلیلونو فلسفه نه ده. لومړی دا چې ارواپوهنه د شعور بیان تشریح کوي او فلسفه یې جوړښت. په یاد کتاب کې هم د شعور د ظواهرو د تشریح هڅه شوې نه د شعور د جوړښت د څرنګوالي. بل د کتاب ژبه ده. په افغانستان کې تر اوسه دا مغالطه موجوده ده چې شعر فلسفه ده. په داسې حال کې چې شعر فلسفي رجحانات لري نه چې فلسفه ده. شعر فلسفه نه ده، ځکه ژبه منحیث د وسیلې او موضوع په فلسفه کې له اساسي موضوعاتو ده بلخصوص د شلمې پېړۍ تحلیلي فلسفه. شاعر د فیلسوف په معیار فیلسوف نه دی ولې چې شعر د ښکلا توصیف دی او فلسفه د ښکلا تشریح . بل ژبه ده؛ په شعر کې ژبه نرمه، اهنګینه او ظریفه وي، ولې په فلسفه کې ژبه مغلقه، غوڅه او واضحه ده. لودویک ویتګنشتاین چې د شلمې پېړۍ مشهور فیلسوف په دې نظر دی چې فلسفه تفلسوف او فکر کول دي، نه زده کړه. مګر اصلي موضوع دا ده چې فلسفه په نننۍ نړۍ کې ماهیت نه دی، یو بیل مسلک دی، په پوهنتونونو کې لوستل کیږي، استادان او لويه کاري ساحه لري چې پرکتیکي فلسفه یې ښه مثال دی. هغه څه ته چې موږ د شعر ماهیت وایو هغه فلسفي محتوا ده؛ نه فلسفه. د فلسفې او شعر توپير همدا دی چې شعر په شاعرانه تخیل ولاړ دی، ولې فلسفه بیا د یوې نتیجې د لاس ته راوړلو لپاره منطقي فکر کول دي. البته فکر د فلسفې د وجودي مشخصاتو څخه دی. مجروح صاحب خپله هم د کتاب په سریزه کې ویلي چې (دا اثر د کوم علمي او تخنیکي الی سره شباهت نه لري، بلکې د موسیقۍ الاتو ته ورته دی) .s.4.Ibid
یوناني اسطورې د خپل اسطوروي ارزښت سره سره په شلمه پېړۍ کې د مشهورو لیکوالو لپاره د الهام سرچېنې وي. د بېلګې په ډول فروید او البرټ کامو یادولای شو. د ځانځانۍ ښامارهم د شلمې پېړې د مشهورو ادبي اثارو په څېر د یوناني اسطور څخه په الهام لیکل شوی دی. لاروی، ښامار، څمڅه، سفر… ځانګړنې د دې کتاب او یوناني اسطورو د اړیکيو ښې بیلګې دي. بله دا چې مجروح صاحب د یوناني اسطورو مطالعه لرله او دا د نااشنا سندرو په اثر کې د نرګس، اوریدیسه، اورفیوس له شعرونو ښه څرګندېږي.
د ځانځانۍ د ښامار کتاب د پيدايښت زمینه له دې اړخه هم مهمه ده چې دا په یوه داسې زمانه کې رامنځ ته شو کله چې د ادبي اثارو له لارې فیلسوفانو د روحي مسایلو د عامولو هڅې پیل کړې وې. ښې بېلګې یې د البرټ کامو پردی او د ژان پل سارتر د کانګو په نامه اثرونه دي. که څه هم یادو ناولونو سره د ځانځانۍ ښامار تقریباً درې لسیزې زماني فاصله لري مګر بیا هم چون مجروح صاحب په اروپا کې زده کړې کړې وي او یاد کتابونه د هغه د زده کړو تر وخته په خپل شهرت کې پاتي و. مشهوره وینا ده چې ښه ادبیات له مرګه زورور دي د ځانځانۍ ښامار په پښتو ژبه کې یو له دغسې زورور کتابونو څخه دی. بل دا چې د یاد کتاب ازرښت فرا-زماني دی. داسې وخت به راشي چې ممکن د جبر او اختیار ډيالکتیک څوک د معلوماتو د زیاتولو لپاره و نه لولي مګر داسې شاید و نه شي چې د ځانځانۍ ښامار خپل خوند له لاسه ورکړي.
د ځانځانۍ په ښامار کې د سمبولونو مشخصتیا د کتاب افاقیت ته تاوان کړی، د بېلګې په ډول مجروح صاحب مغارې ته لاشعور لیکلی همدارنګه د ورک سمندرغاړې یې د ژوندون په اوښتې مانا تفسیرکړې ده. تاوان یې په دې کې دی چې دغې مشخصتیا د لوستونکي برخه له منځه وړې ده. د تعبیرونو ګڼوالی د لوستونکي او اثر تر منځ ډيالوګ ایجادوي. د لوستونکي په تیورۍ (Reader-response criticism) کې دا مهم اصل دی چې لوستونکي ته باید د د مفهوم په جوړولو کې ځای ورکړل شي، ځکه بې له لوستونکي نثر وجود نه لري. سويدنۍ لیکواله کارین فرانزن لیکي چې (ادبیات په لومړي ځل د لوستونکي او لیکوال د تجربو په مخامخېدنه کې ظهور کوي.)۴ مجروح صاحب دا کار شاید ځکه کړی وي چې له سمبولونو یې سیاسي تعبیر ونه شي. هیره دې نه وي چې د ځانځانۍ د ښامار ژباړه پښتو ته په ۱۳۵۶ کال کې شوې چې دا وخت په افغانستان کې د داود خان د جمهوریت او سانسور زمانه ده.
قیام الدین خادم اوسني لیکوال ته په خپلو سوانحو کې لیکلي چې پښاته لیکوالي له شاعرۍ پيلوي. شعر ویل په افغانستان کې د لیکوالو او عالمانو یو نه بیلېدونکی خصوصیت دی. ډاکټر مجروح هم دا خصوصیت درلود. د نااشنا سندرو په نامه یوه شعري ټولګه یې هم خپره شوې ده. د ښه او خراب شعر معیارونه نشي توضیح کیدای. مشهور عرب شاعر ابن ملایکه وايي چې (شعر ځانګړی دروني شرر دی چې چا ته ښودل کیدای نشي). د شعر د نه تشریح کیدو وجه دا ده چې شعرذهني (Subjective) احساس دی چې هیڅوک یې توضیح او مقایسه کولای نه شي. ولې بیا هم په ټولنه کې په دې اړه وفاق شته دی چې کوم شعر ښه دی او کوم ښه نه دی. د شاعر پر ځای د شعر د مشخصولو ګټه دا ده چې مطلب ورسره ډير واضح کېږي، ولې ستونزه په کې دا ده چې شاعران ډیر شعرونه لري او دا به ناممکنه وي چې هر شعر وځېرل شي. اسانه لاره یې همدا ده چې د یو شاعر ډير شعرونه په نظر کې ونیسو. د مثال په ډول حمید ماشوخېل مشهور شاعر دی ولې داسې نه ده چې ټول شعرونه یې ښه دي البته زیات شعرونه یې ښکلي دي. د مجروح صاحب په حق کې بیا خبره بل ډول ده: د مجروح صاحب لږ شعرونه ښکلي دي او ډیر یې داسې ښکاري چې د افغان عالم د خصوصیت درلودلو(شعر ویلو) لپاره ویل شوي دي. د مثال لپاره په نااشنا سندرو کې ډير داسې شعرونه شته چې اصلاً باید کیسه شوي وای. لکه د نرګس، انګۍ، اورېدیس، اورفیوس… همدارنګه د مجروح د شاعرۍ کمزورۍ ته د یاد اثر په سریزه کې هم اشاره شوې ده. په سريزه کې راغلي دي چې (مجروح صاحب پخپله ځانته شاعر نه دی ویلی(…) هیڅکله یې خپل شعر په عام مجلس کې نه و لوستی) ۵
ولې مجروح ښه شعرونه هم لیکلي مګر تعداد یې کم دی. تر ټولو مشهور شعر یې د وطن مور نومېږي چې د اختر په ورځ لیکل شوی دی. یاد شعر د پښتو ژبې په مشهور شعرونو کې حسابېدای شي. د مشهورتیا دلیل یې شاید دا وي چې مجروح په یاد شعر کې تر ډيره د ټولنیزې-ارواپوهنې په مطابقت یاد شعر لیکلی دی. مجروح شاید ټولنیزې-ارواپوهنې(social Psychology) ته پام نه وي کړی مګر د پښتون په حیث له دې خبر و چې د پښتنو نورمونه او ارزښتونه څه دي. استاد اکبر کرګر په سیندونه او اندونو اثر کې د ملنګ جان د شاعرۍ د عمومیت دلیل هم د پښتنو له ټولنیزې ارواپوهنې د ملنګ جان خبرتیا ګڼي په ځانکړي ډول د پېغور مسله چې د ملنګ جان په شعرونو کې ډيره واضحه ده۶. د مجروح صاحب د وطن د مور شعر هم یاده ځانګړنه لري. په یاد شعر کې د مور، پرتوګ، زوی، ګیدړ، تسلیم، خر، غپل، بې غیرته، تربور، سل ځله واده کیدل، او بکارت سمبولونه راوړي دي. مجروح صاحب د یادو سمبولونو په راوړلو سره شعر کې د پښتون لوستونکي لپاره حیرت اچولی دی او همدا د یاد شعر تر ټولو غټه ځانګړنه ده. هېره دې نه وي چې دا شعر په ۱۳۵۵ کال یانې د داود خان د واکمنۍ په دوره کې لیکل شوی دی. شاید د استبداد ته تسلمېدلو هدف د داود خان د مطلق العنانۍ پر وړاندې د یو بې وسه شاعر چغه وي. د داود نقدول د یاد شعر له مهمو توکیو دی. له لاندې بیتونو دا خبره ښه معلومېږي:
لارویه زما زویه
ښه په یاد مې هغه شپه ده
زه بیده وم، ناڅاپي په ما خورې شولې منګولې
څو له ځانه خبرېدمه لاس او ښپې مې وې تړلې
خوله مې بنده
د قرنونو تجربه تکرارېدله
ما وی وکړئ بچو وکړئ، هر څه وکړئ
لږ لږ، ورو ورو
چې سبا سهار رڼا شوه نو کتل مې یو مېړه په کور کې ناست و
بد هیبتی
بد اشنا د تېر کلونو
دا خو هغه لیونی زما سردار و
چې له خدایه مرور و، تل بند ګانو ته په قار و
یوه شپه یې ماته شا کړه مرور شو
لاړو کیناست چېرته غلی
په کلو، کلونو وروسته اوس یو ځل و بیا راغلی
زړه مې ووې: څه خبر یې، دغه زوړ اشنا چې بیا پټ پټ راغلی
کوم افت، کوم مصیبت یې دی لکۍ پورې تړلی
خو، بچو بد ذاتو ووې:
دا سړی نوی سړی دی
هغه نه دی
زمانه ده نوې شوې
پخوانۍ زمانې لاړې
بیا به هیڅکله رانشي، تېر وختونه، زوړ ظلمونه
نوی باب، نوی کتاب دی
نوی ژوند دی
انقلاب دی
د سبا دنیا رڼا ده
ترګمۍ به نوره نه وي.Ibid.S.36,37
په افغانستان کې د مجروح صاحب د سیاسي دریځ تصور دا کېږي چې دی د شاهي دولت او جمهوریت طرفدار و، ددې وجه ممکن دا وي چې مجروح صاحب په پېښور کې افغان کډوال د ظاهر شاه ملاتړ ته هڅول؛ مګر د وطن مور شعر دا په ډاګه کوي چې داسې نه ده. مجروح صاحب په یاد شعر کې قدرت نقد کړی دی. په شرق کې چون د غرب په پرتله شعر ډير عام و، بل شعر یواځې شعر تلقي کیده، له همدې امله ډیری شاعرانو هغه خبرې چې د ټولنیزو نورمونو او حاکمانو خلاف وې په شعر کې کولې. مجروح صاحب هم له دغه روشه استفاده کړې ده ولې چې داود خان د ښکاره نقد حوصله نه لرله.
په پورته شعر کې د تېر وختونه، زوړ ظلمونه اشاره د نادر خان او خاصکر د صدراعظم محمد هاشم خان دورې ته ده. همدارنګه بد اشنا د تېر کلونو، د داود خان د صدارت دورې ته نغوته ده، له لیونی، سردار هم مراد داود خان دی ولې چې داود خان رسمي نوم سردار محمد داود خان و او لیوني باندې د افغانستان په خلکو کې مشهور و. یوه شپه یې ماته شاه کړه، له صدارته د داود خان استعفاء ښيي. په کلو، کلونو ورسته اوس یو ځل و بیا راغلی، هدف د سرطان کودتاه ده. زمانه ده نوې شوې، نوی باب دی، انقلاب دی. د جمهوریت د دورې ادبیاتو ته اشاره ده چې تر ډيره په کې د نوي ژوند او نوي افغانستان تصویر وړاندې کیده. د کنړ سیند هم د مجروح صاحب په ښو شعرونو کې راځي چې هم نوستالوژي ده او هم د هیواد په ورسته پاتي والي ژړا. په یاد شعر بحث به مقاله اوږده کړي، ددې لپاره یواځې پایله رااخلو.
مجروح صاحب په شلمه پېړۍ کې د افغانستان له ډیرو مشهورو عالمانو او د فلسفې له استادانو څخه دی. د مجروح صاحب بله ښېګڼه قدرت ته نه تسلمېدل دي. هم یې شاهي دوره نقد کړه او هم د داودخان صدارت، د ثور د رژيمونو پرخلاف یې مبارزه پيل کړه او پوره هڅه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو جهاد تنظیمي نه شي ولې په دې لار کې یې خپل سر بایلود. ولې دا باید هېره نه کړو چې مجروح صاحب په هماغه دوره کې چې ده ورته د تېر وختونه زوړ ظلمونه لیکلي، والي پاتې شوی دی. زه فکر کووم چې د ظاهر شاه ملاتړ شاید د تاریخ جبر و ځکه مجروح صاحب له جهادي مشرانو ظاهر شاه په نسبي لحاظ غوره ګانه. د برټرانډ راسل، ژان پل سارتر او میشل فوکو د محبوبیت وجه د فلسفي او علمي هڅو باوجود د دوی سیاسي فعالیتونه وو، د مجروح صاحب درېیمه ځانګړنه چې دی د طاقو افغان عالمانو په قطار کې دروي، د خپلو خلکو ترڅنګ د ده پاتې کیدل دي. مجروح نه امریکا ته لاړ او نه د اروپا ژوند د پېښور پر سختیو غوره وګاڼه او په ټول ځواک سره یې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه. ددې ټولو ملحوظاتو سره سره باید موږ مجروح ته له قومي زاویې و نه ګورو، ځیني خلک د ښه نیته دی لويوي مګر مجروح صاحب پردې محدودېږي او په راتلونکې کې د نورو ځوانانو افغانانو د فیلسوفېدو مخه نیسي. که څوک د مجروح له مرګه او نومه سیاسي استفاده کوي، هم د مجروح او د افغانستان په حق کې خیانت کوي. د داسې ورځې په هیله چې ډاکټر مجروح پکې يواځې او يواځې د خپلو لیکنو او مبارزو له لارې وپېژندل شي.
اخځونه:
- ختیځ ادبي بهیر، فیسبوک پاڼه، ۱۸/۰۲/۲۰۱۹. ۲۰:۰۱. د کتلو نېټه( ۲۲/۰۲/۲۱۹)
- https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=2048271621954800&id=419273988187913&__tn__=K-R
- Ambjörnsson, Ronny. Fazalhashemi, Mohammad. Visdomens hus muslimska idévärldar 600-2000. Stockholm. Natur & Kultur. 2017.S. 240.
- مجروح، بهاوالدین. ځانځانۍ ښامار. د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي. کابل.۱۳۵۶ه.ش. پاڼه. لمړی(لومړی)
- Franzen, Carin(red). Grundboken I litteraturvetenskap Historia, Praktik, teori. Lund Studentlitteratur Ab, 2015.S.10
- مجرُوح، سید بهاءُالدین. نا اشنا سندرې. افغان اطلاعاتي مرکز. پېښور. ۱۹۸۹ع. پاڼه. ه(هې)
- کرګر، محمد اکبر. سیندونه او اندونه. هاشمي خپرندویه ټولنه. جلال اباد. ۱۳۹۵. پاڼه. ۸۹.