نن د استاد سید بهاوالدین مجروح د مړینې د یو دېرشم تلین او د زېږېدا د ورځې د لمانځلو په مناسبت د مجروح فلسفي اکاډمی د انسان مجلې په دفتر کې یوه غونډه رابللې وه. په دغه غونډه کې استادانو، د فلسفې او تاریخ کارپوهانو او د ټولنې ځوانانو ګډون کړی وو، د غونډې په لومړۍ برخه کې برخهوالو د استاد مجروح د شخصیت او لید توګې په بیلابېلو اړخونو رڼا واچوله. په لومړي سر کې ښاغلي ودیر توتاخېل د استاد مجروح د ژوند او تحصیلاتو په اړه وغږېد، دده د کتابونو په اړه یې مالومات وړاندې کړل او دده د لمانځلو اهمیت یې د افغاني ټولنې په ټولیز فرهنګي مېراث کې وڅېړه. ښاغلي توتاخېل وویل چې د تاریخ په داسې وخت کې چې د نړۍ د ملتونو او دولتونو تر منځ د ژوند په هره برخه کې مبارزه روانه ده نو موږ افغانانو ته او خاص ډول ځوانانو ته دا مسولیت را په غاړه دی چې د استاد مجروح غوندې د ځانګړو شخصیتونو په لمانځلو او لوستلو خپله دا غټه هستي پرېنږدو تر څو له سترګو پټه پاتې شي. ده د استاد مجروح د ځوانۍ او مشرۍ د مهال کړنې وستایلې او ويې ویل چې استاد هغه مهال غوښتل تر څو مهاجر افغانان له فکري انارشۍ وساتي او د یو واحد فکري پارادایم د رامنځته کولو لپاره یې هڅه کوله چې په پای کې یې د ژوند په بیه ورته تمام شو.
ددې تر څنګ ښاغلي حامد زرغون د استاد مجروح د نظریاتو په سایکالوژیک اړخ وغږېد، او وېې ویل چې استاد مجروح د اژدهای خودي په کتاب کې په هغو موضوعاتو غږېدلی چې انسانان د تاریخ په اوږدو کې ترې ځورېدلي او اوس هم زموږ د ډېرو بدمرغیو لامل هماغه ځانځاني ښامار دی چې استاد مجروح د اژدهای خودي او د ځانځاني ښامار په کتابونو کې څېړلی. ښاغلي زرغون د استاد مجروح تدریس په کابل پوهنتون کې د ستاینې وړ وباله او ویې ویل چې د هغه مهال په ټولنه کې د افغانستان په مرکزي پوهنتون کې د شرقي فلسفې په ځانګړي ډول بودیزم درس ورکول په رښتیا هم چې غټ زړه ته ضرورت درلود او ویې ویل چې موږ د نړۍ په تاریخ کې د ګوتو په شمار داسې شخصیتونه لرو چې د غربي او شرقي فلسفو نه داسې عمیق درک ولري او وکولای شي تر څو له فکري پلوه د شرقي او غربي نړۍ تر منځ د پل په ډول وکارول شي.
له زرغون صاحب وروسته ښاغلي عبدالله پیکار د افغانستان د کورنیو جګړې د مهال په ځینو پېښو رڼا واچوله او د استاد مجروح د مړېنې یو شمېر عواملو نومونه یې واخیستل. ده وویل چې د استاد مجروح د مرګ یو مهم دلیل دا وو چې ده غوښتل تر څو د افغانانو تر منځ یو ډول فکري یوالی رامنځته کړي، د ده له انده د استاد مجروح د مرګ یو لامل د ده هغه سروې وه چې د روسانو د وتلو وروسته یې په افغانستان کې د راتلونکي دولت د ډول په اړه کړې وه. دغه سروې چې په پېښور کې د مهاجرو په کمپونو کې تر سره شوې وه په دې راڅرخېده چې له افغانستانه د روسانو تر وتلو وروسته خلک د چا له واکمنۍ ملاتړ کوي. په دغه سروې کې له اتیا سلنې ډېرو خلکو د ظاهر شاه د بېرته راتګ ملاتړ کړی وو چې د افغانستان دښمنانو ته د منلو وړ نه وه. عبدالله پیکار وویل چې د افغانستان په اوس وخت کې د استاد نشتون د نه زغم دی، او په دې یې خپګان ښکاره کړ چې وروسته له دېرشو کلونو موږ اوس هم په افغانستان کې داسې څوک نه لرو چې د استاد بهاوالدین مجروح ځای ډک کړي.
ښاغلي خوشال خلیل خپل د ځوانۍ مهال د پېښو یادونه وکړه او ویې ویل چې خپل د ځوانۍ پر مهال څنګه د مرحوم مجروح له افکارو، اثارو او نظریاتو سره آشنا شو. ده وویل کله چې د کورنۍ جګړې د دور پر مهال مجبور شو تر څو خپل پلارني کلي ته وګرځي نو هغلته یې بیا هم د افغان اطلاعاتي مرکز مجلې لاسته راوړې، ښاغلي خلیل د دغه مجلو په اړه ځانګړې خبرې وکړې او ویې ویل چې استاد مجروح د افغانانو د خبرتیا لپاره د تاریخ په یو ډېر مهم پړاو کې د دغه مجلو سره یو لوی کار تر سره کاوه ځکه افغان اطلاعاتي مرکز د هغه مهال یوازینی بنسټ و چې د افغانستان د حالاتو ډېره ژوره پوهه یې درلوده او کولای یې شول په افغانستان کې د راتلونکو حالاتو تر ټولو ښه پېشبیني وکړي.
ښاغلي ایمل جلال د استاد مجروح د شخصیت د ستایلو تر څنګ د ده په یو شمېر لیکنو او شعرونو کې چې د مهاجرت پر مهال یې په پاکستان کې کړې وې، نيوکه وکړه او ویې ویل چې د دومره ستر شخصیت تر څنګ بیا هم ځینې ځایونه د عمومي حاکم فکري وضعیت تر تاثیر لاندې راغلی او په لیکنو یې پراخو فکري پارادایمونو خپل اثر پریښی.
جلال صاحب د استاد مجروح د جبر او اختیار د ډیالکتیک او ځانځاني ښامار ستاینه وکړه او ويې ویل چې ددغو کتابونو لوستل باید د افغانستان ځوانان د خوب پر مهال تر خپل بالښت لاندې کېږدي. ښاغلي ایمل جلال وویل چې د استاد مجروح دغه کتابونه باید د افغانستان په محصلینو جبري شي او په هره پوهنځۍ کې چې وي باید دغه کتابونه یې لوستلي او پرې پوهېدلي وي. ایمل جلال وویل چې استاد مجروح له اماني دورې تر کمونيستي کودتا پورې د ده د ډېرو مالوماتو ماخذ دی؛ د ده له انده موږ باید د استاد مجروح له اکاډمیکو کړنو د پښتو په ژبه کې د فکري بنسټونو په حیث ګټه واخلو. ده وویل چې د استاد مجروح له برکته موږ اوس نه یو مجبور چې له سره یې پیل کړو او دا یې زموږ د اوس مهال په فکری پرمختګ کې د ډېر اهمیت وړ وباله.
د غونډې په دویمه برخه کې ټولو برخهوالو د ارواښاد مجروح د جنازې مراسمو مستنده ویډیو په ګډه ولیدله او په پېښور کې یې د افغان روښانفکرانو تبعید، هلته د دوی فعالیتونه، ژوند او پای باندې خبرې وکړې او د استاد مجروح تاریخي موقعیت او څرنګوالی یې وڅېړه.
دا د مجروح فلسفې اکاډمۍ د هغو ناستو د بهیر برخه وه چې د افغانستان د اوسني معرفت او تفکر د سپړنې په برخه کې یې ترسره کوي. موخه دا ده چې له دې لارې فلسفه د یو تخصص په حیث په افغاني ټولنه، فرهنګي حوزه او اکاډمیکه برخه کې پراختیا ورکړل شي او د Philosophizing یو ځانګړې هڅه وشي.
په درناوي
مجروح فلسفې اکاډمي
کابل – افغانستان / چهارشنبه د دلوې ۲۴مه ۱۳۹۷